محمد حنیف اتمر وایي، د پېچلو او له یو بل سره تړلو انساني ، بشري حقونو، اقتصادي، امنیتي او سیاسي ناورینونو په اړه د ملګرو ملتونو ارزونه په بشپړه توګه سمه وه.
د دې سازمان دا ارزونه هم پر ځای ده، چې دې ناورینونو د افغانستان او تر دې ور هاخوا یو (بشپړ توپان) رامنځته کړی؛ ځکه د میلیونونو انسانانو ژوند، په ځانګړي ډول د ټولنې نیمايي برخه له محرومیت، لوږې، د روغتیایي خدمتونو له نشتون او د ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ ده،په داسې حال کې چې د ترهګرۍ ګواښ هم لا نه دی مهار شوی.
دا ځل ملګرو ملتونو روښانه کړه چې د طالبانو رهبري په دوه ډلو وېشل شوې ده: لومړی هغه ډله چې د ناورینونو د حل پر وړاندې د واقعي او معقول چلند غوښتنونکې ده، خو کافي ځواک نه لري ( یا نه غواړي خپلې ګتې په خطر کې واچوي) او بله ډله چې واک په لاس کې لري خو د ناورینونو دحل لپاره هېڅ اراده نه لري او بر عکس پر هېواد نور محرومیتونه هم تپي.
خو له دې ټولو سره سره، نه د ملګرو ملتونو سازمان او نه یې د امنیت شورا، له تلپاتې غوښتنو او دایمي شعارونو ورهاخوا، د دې «د ناورینونو یو بشپړ توپان» د مهار لپاره هېڅ عملي برنامه وړاندې نه کړه.
تر دې بد تره لا دا چې، دې ناستې یو ځل بیا د نړېوالې اجماع د ماتې، فکري څو اړخیزوالي او د سترو قدرتونو د نوې سیالۍ د پیل ننداره وړاندې کړه.
د افغانستان د ناورین پر وړاندې ستر قدرتونه په درې برخو وېشل شوي: لومړی برخه له طالبانو سره د مشروط تعامل غوښتونکې ده، دویمه یې له قید او شرط پرته د تعامل غوښتنکې او درېیمه برخه یې له طالبانو سره هر ډول تعامل بې پایلې او مردود بولي.
د افغانستان او نړۍ خلک او همدارنګه هوښیار سیاستوال او واکمنان باید پوه شي چې د سترو قدرتونو دا سیالي به د افغانستان او سیمې لپاره د دې بشپړ طوفان کچه او اړخونه څو چنده لا ژور او نازک کړي.
له دې وړاندې چې ناوخته شي حل په ملي او نړيواله همکارۍ کې پروت دی څو په هېواد کې يو مشروع نظام رامنځته شي؛ داسې نظام چې د ټولو افغانانو حقونه او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په ګډون د هېواد نړيوالې ژمنې تضمين کړي.
د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې سياسي بهير بايد د افغان ولس، وړ او باوري سیاسونو په فعاله او معناداره ونډه بيا پيل شي. د ټولو افغانانو د ګډون او يوې پايداره هوکړې لپاره بينالافغاني خبرې اترې هم بايد د امنيت شورا او د سيمې د اغېزمنو هېوادونو په بشپړ ملاتړ پيل شي.
که څه هم د بشري مرستو او د بشري حقونو په ډګر کې د ملګرو ملتونو رول او ونډه د ستاینې وړ ده، خو د دې سازمان کړنې په سیاسي برخه کې، په ځانګړي ډول د دوحې په بهیر کې، جدي بیاکتنې ته اړتیا لري. دغه سازمان باید د افغان ولس د واقعي ګډون حق ته درناوی وکړي او د ظالمانه واکمنانو پر وړاندې د درېدو زړورتیا وښيي، حتا که دا کار د سازمان د بنسټیز دریځ او دندې د له لاسه ورکولو په بیه هم تمامیږي.
د افغانستان له خلکو سره بشردوستانه مرستې باید د واقعي اړتیاوو پر بنسټ او د روڼتیا او حسابورکولو د اصولو له مخې بېرته پیل شي.
سربېره پر دې، باید په نړیواله کچه ټول سیاسي او عدلي اقدامات د بشري حقونو د کړکېچ د درولو او د ښځو د محرومیت د لرې کولو لپاره عملي شي او دا حیاتي موضوع باید د «رغنده تعامل» په پلمه له پامه ونه غورځول شي.