کایا کالاس: اروپايي ټولنه دې د اسراییل پر وړاندې د سوداګریزو بندیزونو ملاتړ وکړي

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسووله کایا کالاس، له غړو هېوادونو غواړي چې د اسراییل پر وړاندې د سوداګریزو بندیزونو له طرحې ملاتړ وکړي.

د اروپايي ټولنې د بهرني سیاست مسووله کایا کالاس، له غړو هېوادونو غواړي چې د اسراییل پر وړاندې د سوداګریزو بندیزونو له طرحې ملاتړ وکړي.
کالاس د «یورو نیوز» سره په مرکه کې ویلي،چې د اروپايي ټولنې ستراتیژي د اسراییل سره د «د مشارکت تړون» د سوداګریزو موادو ځنډول دي، او دا موضوع د اجنډا برخه ګرځېدلې ده.
اروپايي ټولنه د اسراییل تر ټولو ستر سوداګریز شریک بلل کېږي. د ۲۰۲۴کال په ترڅ کې د دواړو لورو د سوداګرۍ کچه ۴۲.۶میلیارد یورو ته رسېدلې وه، چې له هغې ۳۷سلنه یې د ځانګړو امتیازاتو پر بنسټ ترسره شوې وه.
د کالاس په وینا، که دغه امتیازات وځنډول شي، اسراییل به د لوړو لګښتونو سره مخ شي.
خو د پرېکړې وروستی واک د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو سره دی. تر اوسه ځینې هېوادونه لکه جرمني، ایټالیا، چک، اتریش، مجارستان او بلغاریا په مکرر ډول د رایې ورکولو له لارې د اسراییل پر ضد د بندیزونو هڅې ځنډولي دي.

بریټانوي رسنۍ سکای نیوز د یوه افغان ژباړونکي له قوله راپور ورکړی، چې یو شمېر افغان کډوال چې د مرګ د ګواښونو له کبله بریټانیا ته راغلي، اوس افغانستان ته د رخصتيو لپاره سفرونه کوي.
یو افغان پناه غوښتونکي تایید کړې، چې په پټه افغانستان ته تللی و ترڅو د خپلي مور سره د ماما د جنازې په مراسمو کې برخه واخلي.
هغه افغان ژباړونکی، چې اوس په بریټانیا کې ژوند کوي ادعا کوي، چې دا ډول سفرونو ښيي، هغه ګواښونه، چې ځینو افغانانو د انګلستان سره د تېرو همکاریو له امله راپورته کړي و مبالغه ده.
هغه وویل:«یوازینی اصلي ګواښ بیکاري ده.»
له ۲۰۱۰م کال راهیسې بریټانیا له افغانستان څخه له ۳۵ زرو زیات افغانان دې هېواد ته انتقال کړي او د زرګونو نورو دوسیې لا تر څېړنې لاندې دي.
د بریټانیا دفاع وزارت د دې ټول پروګرام لګښت ۵.۵ څخه تر ۶ میلیارد پونډو پورې اټکل کړی.
یو افغان پناه غوښتونکي، چې پخوا یې په افغانستان کې د بريتانوي ځواکونو لپاره د ژباړونکي په توګه دنده ترسره کړې وه او د دوبي په پیل کې افغانستان ته سفر کړی و سکای نیوز ته وویل، چې هغه په پټه او په ډیره ویره سفر کړی و ترڅو د خپلې مور سره د ماما جنازې ته لاړ شي.
خو کله چې ترې وپوښتل شول چې ولې یې د خپل سفر انځورونه په ټولنیزو شبکو خپاره کړي، نوموړي وویل چې دا انځورونه په افغانستان کې نه ښکارېدل.
نوموړي د دې مرکې تر پای ته رسېدو وروسته، هغه د سکای نیوز د خبریال شمېره بلاک کړه او بیا یې د خپل فېسبوک پاڼې انځورونه او ویډیوګانې شخصي کړلې.
یوې بریتانوی سرچینې سکاینیوز ته ویلي چې له اګست ۲۰۲۱ راهیسې تر اوسه پورې، له ۱۰۰ زرو زیاتې د پناه غوښتنې دوسیې ثبت شوې دي.
په هره دوسیه کې د غوښتونکي شخصي معلومات او هغه اسناد ثبت شوي، چې ادعا کوي له ګواښ سره مخ دی.
سکاینیوز وايي، چې د ځینو افغان پناهغوښتونکو ادعاوې جعلي وې.
د بېلګې په توګه: یو افغان نارینه کډوال د خپل ګاونډي وسله اخیستې وه او پر خپل موټر یې ډزې کړې وې او بیا یې داسې ښودلې وه چې ګواکي دا کار طالبانو کړی.
یو بل سړی یوه ویډیو استولې وه او ادعا یې کړې وه چې طالبانو یې مېرمنه وهلې ده، حال دا چې ویډیو له انټرنټ څخه اخیستل شوې وه او د هغه مېرمن نه وه.
بل کس د خپل د تره زوی عکس استولی و او ویلي یې وو، چې طالبانو وژلی، خو وروسته معلومه شوه چې هغه د ترافیکي پېښې له امله مړ شوی و.
سکای نیوز له یوه سړي سره، چې په افغانستان کې دی اړیکه نیولې، چې ادعا کوي د دې جعلي ګواښ لیکونو په اړه معلومات لري. هغه وویل:«دا عادي ګواښ لیکونه وو؛ مثلا لیکلي یې وو: (موږ به تا ووژنو.) دا یو ستر کاروبار و او زرګونه داسې لیکونه جوړ شوي دي.»
د هغه په وینا، د یوه جعلي ګواښ لیک قیمت له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ ډالرو پورې و. هغه وویل چې اوس طالبانو دا کار بند کړی دی.
یو بل پخوانی ژباړونکی رفیع هوتک، چې له ۲۰۱۱ کال راهیسې په بریتانیا کې ژوند کوي او د افغان پناهغوښتونکو ملاتړ کوي دا ادعا په کلکه رد کړه.
هغه وویل:«ګواښونه فوري او خورا جدي دي. طالبان هر هغه څوک خاین ګڼي چې له بهرنيو ځواکونو سره يې کار کړی وي. ډېر خلک په پټه ژوند کوي، تل ځای بدلوي، نه شي کولای په ازاده توګه ژوند یا کار وکړي. نیول، وهل ټکول او حتا اعدامونه په دوامداره توګه پېښېږي.»

د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د ایران دایمي استازي امیر سعید ایرواني ویلي، چې تهران د دغه سازمان د بندیزونو د بیا تطبیقولو پریکړې ته هېڅ ډول عملي ژمنتیا نه لري.
نوموړي دغه څرګندونې د امنیت شورا له هغې ناستې وروسته وکړې چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو د بېرته ستنولو پرېکړه په کې وشوه.
ایرواني، دغه پرېکړه «عجولانه، غیر ضروري او غیرقانوني» بللې او ټینګار یې کړی چې د هغې ټولې پایلې به د امریکا او دریو اروپايي هېوادونو پر غاړه وي.
د ده په وینا، ایران ځان مکلف نه ګڼي چې د شورا د تازه پرېکړې له مخې پر ځان لګول شوي بندیزونه ومني یا یې تطبیق کړي.
ایراني چارواکي وايي، لوېدیځ د فشار د پالیسۍ له لارې هڅه کوي تهران منزوي کړي، خو د ایران د دریځ پر بنسټ، دغه ډول ګامونه به نه یوازې اغېزناک نه وي، بلکې د رامنځته شویو ستونزو د لا زیاتېدو لامل به هم شي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت وزیر عبداللطیف منصور د جمعې په ورځ (د وږي ۲۸مه) د پکتيا په سید کرم ولسوالۍ کې د تېرې شل کلنې جګړې پر مهال د وژل شویو کسانو په یاد غونډه کې وویل، خلک باید په سر او مال له اوسني نظام څخه دفاع وکړي.
منصور په دې غونډه کې په تېرو شلو کلونو کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته له تسلیت ویلو سربېره وویل، «له خپل اسلامي نظام څخه چې د زرګونو شهیدانو،کونډو،یتیمانو او اسیرانو د وینو او اوښکو ثمره ده په سر او مال سره دفاع وکړئ.»
نوموړي همداراز د ملت د ټولو پرګنو تر منځ پر بشپړ یووالي باندې ټينګار وکړ .
دغه غونډه په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې د جګړې پر مهال د وژل شویو طالب جنګیالیو یو شمېر کورنۍ له اوسنیو طالب چارواکو ګیله مند دي چې واک ته تر رسېدو وروسته هېر شوي او دوی ته هېڅ ډول پام نه دی شوی.

د عراق د ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې ځانګړې ادارې اعلان وکړ، چې په سوریه کې د امریکا په مشرۍ له نړیوال ایتلاف سره په همغږۍ ترسره شویو امنیتي عملیاتو کې د داعش یو لوړ پوړی مشر وژل شوی دی.
د دغې ادارې په وینا، وژل شوی کس «عمر عبدالقدر بسام» مشهور په «عبدالرحمن الحلبي» و، چې د دې ډلې د بهرنیو عملیاتو او امنیت مسول ګڼل کېده.
په خبرپاڼه کې راغلي، نوموړی د څو هېوادونو په بریدونو کې په لاس لرلو تورن و، چې پکې د لبنان په پلازمېنه بېروت کې د ایران پې سفارت برید هم شامل دی.
د راپور له مخې، هغه په اروپا او امریکا کې هم د ځینو نورو ترهګریزو عملیاتو پلان درلود، خو د استخباراتي هڅو له امله دغه پلانونه شنډ شوي دي.
په ورته وخت کې، د امریکا مرکزي قوماندانۍ په سوریه کې د داعش مشرانو پر ضد څو بریدونه کړي دي. امریکايي چارواکو د دغې ډلې د راګرځیدو خبرداری ورکړی دی.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسعد الشباني د پنجشنبې په ورځ واشنګټن ته ورسېد، چې دا په تېرو شاوخوا ۲۵کلونو کې د دغه هېواد د یوه لوړپوړي چارواکي لومړنی رسمي سفر بلل کېږي.
دغه سفر د امریکا له لوري د دمشق پر وړاندې د نوې تګلارې د بدلون په ترڅ کې ترسره کېږي، چې پکې د بندیزونو د لرې کولو او د سیمې په سیاسي ترتیباتو کې د منځګړیتوب هڅې شاملې دي.
د راپورونو له مخې، اسعد الشباني به د امریکا له یو شمېر قانون جوړوونکو سره د لیدنې پر مهال د پاتې اقتصادي بندیزونو د لرې کولو موضوع مطرح کړي.
د امریکا د سنا غړي لېنډسي ګراهام رسنیو ته ویلي چې د دغه سفر یوه مهمه اجنډا همدا ده. دوو نوروسرچینو هم رویټرز خبري اژانس ته د دغه سفر پخلی کړی دی.
دغه پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د سوریې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځینې لوړپوړي چارواکي له دندو ګوښه شوي، او واشنګټن هڅه کوي د سوریې کُردي ملګري د ولسمشر احمد الشرع له مرکزي ادارې سره مدغم کړي.
په ورته وخت کې، امریکا د اسراییلو او سوریې ترمنځ هم د منځګړیتوب هڅې کوي. ولسمشر الشرع، چې راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې لپاره نیویارک ته ځي، ویلي چې د اسراییل سره د یوه امنیتي تړون خبرې ښايي «په راتلونکو ورځو کې پایله ورکړي».
امریکا له ۲۰۱۱کال راهیسې پر سوریه سخت اقتصادي بندیزونه لګول کله چې د پخواني ولسمشر بشارالاسد پر ضد د خلکو پاڅون د یوه اوږدېکورني جګړې لامل شو. خو د تېر دسمبر په میاشت کې د الشرع ځواکونو په چټکو عملیاتو کې واک ترلاسه کړ او د اسد واک یې پای ته ورساوه.
تر دې وروسته، واشنګټن او دمشق د اړیکو د تودېدو هڅې پیل کړې. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې په میاشت کې له ولسمشر الشرع سره تر لیدنې وروسته اعلان وکړ چې د سوریې د اقتصادي بندیزونو د لرې کولو لپاره به عملي ګامونه پورته کړي.
