د جمعیت اسلامي ګوند یو شمېر مشرانو لکه احمد مسعود، یونس قانوني، عطا محمد نور او محمد اسماعیل خان په هغه انلاین مراسمو کې ګډون ونه کړ، چې د جمعیت د بنسټګر برهانالدین رباني د وژنې د څوارلسم تلین په مناسبت جوړ شوی وو.
د جمعیت اسلامي مشر او د برهان الدین رباني زوی صلاح الدین رباني د ګوند د مشرانو ترمنځ اختلافات تایید کړي.
صلاح الدین رباني ټینګار وکړ، چې دا اختلافات اوس مهال «د جمعیت اسلامي اصلي تمرکز له خپل بنسټیز او ګډ هدف څخه لرې کوي.»
په دې وروستیو کې د جمعیت اسلامي ګوند ځینو لوړپوړو څېرو اعلان کړی، چې دا ګوند نور یو مشر نه لري او پر ځای به یې «د پرېکړو عالي شورا» د دې سیاسي حرکت نظامي، سیاسي او مدني مبارزې رهبري کوي.
دې ډلې چې عطا محمد نور، محمد اسماعیل خان، احمد مسعود، حضرت علي او محمد یونس قانوني پکې شامل وو اعلان وکړ، چې د طالبانو پر وړاندې د مبارزې د دوام لپاره یې «داخلي یووالي» ترلاسه کړی دی.
صلاحالدین رباني د ګوند د وېش په اړه مستقیم څه ونه ویل، خو زیاته یې کړه: «زموږ لیدلوری د جمعیت اسلامي د یووالي او انسجام په اړه له ځینو درنو شخصیتونو سره توپیر لري. موږ په جمعیت اسلامي باور لرو چې تر څو د ګوند اصول مراعات نه شي، موجود جلا جوړښتونه یو نه شي او د خلکو او ګوند ګټې په پام کې و نه نیول شي، نه به ستونزې حل شي او نه به د خلکو تمې پوره شي.»
صلاحالدین رباني ټینګار وکړ، چې که د جمعیت د ځینو شخصیتونو موخه یوازې اېتلاف جوړول وي، نو ټول د جمعیت غړي له مخکې نه یو لوی اېتلاف دي او نوي اېتلاف ته اړتیا نشته. هغه زیاته کړه: «خو که هدف واقعي یووالی او د جمعیت اسلامي بیا رغونه وي، نو سیاسي صداقت او د سختو او زړورو پرېکړو کول ضروري دي.»
دا په داسې حال کې ده، چې د نورو سیاسي ګوندونو ځینو مشرانو بیا لکه مارشال عبدالرشید دوستم، محمد محقق، عبدالهادي ارغندیوال او احمد ضیاء مسعود د برهانالدین رباني په یاد غونډه کې ګډون کړی و.
خو احمد مسعود، عطا محمد نور او د جمعیت نورې څېرې د رباني د ترور د ۱۴م تلین په مناسبت جلا اعلامیې خپرې کړې دي.
صلاحالدین رباني چې د جمعیت اسلامي رهبر دی، د افغانستان اوسنی وضعیت یې تیاره او له ناورینونو ډک وباله او ویې ویل: «دا پړاو ښايي د هېواد د معاصر تاریخ له هېڅ بل پړاو سره د پرتله کولو وړ نه وي.»
هغه خبرداری ورکړ، چې: «هېڅ سیاسي، ټولنیز یا قومي ګوند د طالبانو له سیاستونو ملاتړ نه کوي.»
بشیر احمد تهینج (د تېرې جمعې په ورځ د وږي په ۲۸مه) په خپلې فېسبوک پاڼې له مجاهدینو سره د دوستم د اتحاد په ترڅ کې د نجیب د حکومت رانسکورېدو ته په اشارې سره وویل: «د شمال د پنځو ولایتونو سقوط، تازه تاریخ دی.»
د بشیر احمد تهینج دغې فېسبوکي لنډې لیکنې ته ګڼو خلکو غبرګون وښود او هغه یې «خیال» او د «ناکامو تجربو تکرار» وباله.
خو د جمعیت د انشعابي برخې مشر او د بلخ پخواني والي عطا محمد نور بیا په خپله اېکس پاڼه لیکلي، افغانستان په نړۍ کې د اشغالګرو پر وړاندې د درېدو له امله نوم لري، خو «په خواشینۍ سره په دې ورځو کې ځینې کسان غواړي د خاورې د خرڅونې له لارې له یو بل څخه مخکې شي. زما په باور، ښاغلي ټرمپ یا بل هر چا ته، د خاورې وړاندې کول که هغه بګرام وي، که کابل او یا کندهار، له بې تفاوتۍ او پر ناموس له معاملې پرته بل څه نه دي.»
عطامحمد نور پرته له دې چې د چا نوم واخلي وايي، هېواد یا هغه کسانو چې افغان ملت له دغې ورځې سره مخ کړی، هېڅکله هم د دې وړ نه دي، چې د افغانستان د ازادولو هیله ترې وشي. هغه زیاته کړې: «طالبان له ټولو بدیو، نیمګړتیاوو او انساني ضد کړنو سره، لږ تر لږه د خاورې پلورنکي نه دي.»
نوموړي همداراز په ډاګه ویلي: «که امریکا په افغانستان کې له خپلو لاسپوڅو او په لاس کېنول شویو حاکمانو مایوسه شوي وي، ځکه نه دي توانېدلي او یا نه یې دي غوښتي چې سیمه ییزې پروژې یې عملي کړي، باید پوه شي چې زموږ هېواد د [هغوی] حضور او اشغال ته اړتیا نه لري. د خنډونو لرې کول او د طالبانو ضد له حوزې سره د وسلو مرسته، د افغانستان راتلونکې لپاره کافي ده.»
طالبانو هم ویلي، چې هېڅکله به هم بګرام هوايي اډه ټرمپ ته ورنه کړي او د امریکا ولسمشر دغه اډه ځکه غواړي چې په وینا یې د سیمې له کنټرول سربېره د چین هغې سیمې ته چې پکې اټومي وسلې دي او یا هم جوړېږي شاوخوا یو ساعت واټن لري.
سرچینې زیاتوی، یوازې د شنبې په ورځ ۲ زره او ۲۵۱ پي، او، ار کارټ لرونکي افغانان، ۳۰۴ اې، سي، سي کارڼ لرونکي افغانان او همداراز ۹۵۸ ناقانونه افغانان بېرته خپل هېواد ته شړل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې د پاکستان حکومت د سپټمبر په لومړۍ له دغه هېواد څخه د ټولو پي، او، ار کارټ لرونکو افغانانو د اېستنې بهیر پیل کړی او د سرچینو په وینا، په راتلونکو ورځو کې به دغه بهیر لاپسې پراخ شي.
د ملګرو ملتونو اړوندو بنسټونو او همداراز د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو له پاکستان او ایران څخه غوښتي، چې له خپلو هېوادونو په زوره د افغانانو د اېستنې بهیر ودروي، خو په ظاهره دغو دواړو هېوادونو د یادو بنسټونو او سازمانونو غوښتنو ته پام نه دی کړی.
له دې سره سم، له دغو دوو هېوادونو ډېری اېستل کېدونکي افغانان خپلې راتلونکې ته سخت اندېښمن دي او وايي، له لسګونو کلونو راهیسې په یادو هېوادونو کې اوسېدلي او هلته یې کاروبارونه دي، خو په افغانستان کې ان د ناستې ځان هم نه لري.
د کندهار د غورک ولسوالۍ یو اوسېدونکي داسې ویلي دي:«موږ شل کاله طالبانو ته ځایونه ورکړل، کورونو کې مو پټول، له خپلو ښځو سره مو خوندي کول. خو نن چې طالبان واکمن دي، زموږ ژوند لا تریخ شوی دی. نه کار شته، نه مرسته. موږ ته هېڅ ونډه نه ده راکړل شوې که همداسې روان وي، نو خلک به بېرته وسله واخلي.»
د ارزګان د خاص روزګان ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي پيرمحمد د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې زياته کړه: «موږ طالبانو سره په سر او مال مرسته وکړل هر څه مو ورسره شریک کړل. خو اوس چې واک ته رسېدلي، موږ یې هېر کړي یو، موږ ته نه کار راکړل شو او نه یې زموږ زحمتونه یاد کړل، اوس خلک وايي چې که نور حل نه وي، باید د طالبانو پر ضد راپورته شو، طالبانو ان زموږ شخصي وسلې هم راڅخه ټولې کړې چې دا لویه بې انصافي ده.»