پرتګال هم د یوه خپلواک دولت په توګه د فلسطین د رسمیتپېژندنې اعلان وکړ

د پرتګال د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپاره کړي بیان کې اعلان وکړ چې سبا (یکشنبه) به فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.

د پرتګال د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپاره کړي بیان کې اعلان وکړ چې سبا (یکشنبه) به فلسطین د یوه خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژني.
پرتګال تر دې دمه محتاط دریځ غوره کړی و او غوښتل یې چې د اروپایي ټولنې له نورو غړو سره ګډ دریځ ولري.
اوس مهال یوازې څو اروپایي هېوادونه لکه سویډن، قبرس او ځينو پخوانيو کمونیستي هېوادونو فلسطین په رسمیت پېژندلی دی.
رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې وايي چې اسراییل د نړۍوالو له مخالفت سره مخ دی، ځکه د غزې په جګړه کې یې ډېر ملکيان ووژل.


د ټرمپ ادارې له کانګرس نه د ۶.۴ میلیارډ ډالرو تصویب غوښتی دی چې پر اسراييل وسلې او نور جنګي تجهیزات وپلوري. په دې تجهیزاتو کې جنګي هیلیکوپټرونه او موټرونه شامل دي.
په دې تړون کې ۳.۸ میلیارډ ډالر اپاچي هیلیکوپټرونه، ۱.۹ میلیارډ ډالر د پلي سرتېرو لپاره جنګي موټرونه او ۷۵۰ میلیونه ډالر د زغرهوالو موټرو پرزې او برېښنايي وسایل شامل دي.
ډیموکراټان د دې وسلو د پلور مخالفت کوي، ځینو سناتورانو د فلسطین د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې او پر اسراييل د وسلو پلور نه مني، خو سپني ماڼۍ په دې اړه له نورو جزیاتو ډډه کړې ده.
دا پلان داسې مهال کانګرس ته وړاندې کېږي چې اسراییل په غزه کې عملیات پراخ کړي او راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلې غونډه جوړېږي.

د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد ځانګړې اداره (CTD) وایي، د جمعې په شپه یې خېبر ولسوالۍ کې د یو لړ استخباراتي عملیاتو په ترڅ کې د داعش ترهګرې ډلې درې وسلهوال وژلي چې یو هم پهکې افغان وګړی دی.
د چارواکو په وینا، له دې درې وژل شویو کسانو دوو یې په پېښور کې په ترسره شوي ځانمرګي برید کې لاس درلود؛ هغه برید چې په کې د پولیسو یو افسر هم وژل شوی و. د یاد ایالت د ترهګرۍ ضد اداره په یوې خبرپاڼه کې لیکي چې دا عملیات یې د علي جومات په سیمه کې د داعش ډلې د یو قوماندان فضل نور او د هغه د ملګرو پر ضد ترسره شوي دي.
وایي، سیمې ته د رسېدو پرمهال دغه وسلهوالو پر پاکستاني عسکرو سملاسي ډزې وشوې او د دواړو لوریو ترمنځ جګړه پیل شوه چې شاوخوا ۳۰ دقیقې یې دوام وکړ. خبرپاڼه کاږي چې تر نښتې وروسته په سیمه کې د درې وسلهوالو جسدونه وموندل شول چې یو محمد نعیم، بل محمد کریم او درېیم په کې د نور نبي په نوم د یو افغان و چې د ننګرهار ولایت سره یې تړاو درلود.
خبرپاڼه وايي چې د جګړې پر مهال د داعش قوماندان فضل نور له سیمې نه تښتېدلی دی.
اعلامیه کې راغلي: «له تېرو څو ورځو راهیسې د دې ترهګرې ډلې څارنه روانه وه او د دوی څارګرو یې ټولو خوځښتونه تعقیب کړي چې د تخنیکي شواهدو پر بنسټ یې بالاخره د دوی هویتونه هم ثابت کړل». همدا رنګه ویل شوي چې دې ډلې پلان درلود د خېبر ولسوالۍ په لاله چینه سیمه کې یو برید هم وکړي.
ډان ورځپاڼه د خېبرپښتونخوا د ترهګرۍ ضد ادارې په حواله لیکي: «د جګړې له سیمې د داعش تښتیدلي غړي یفضل نور او حکیم انصار نومېدل. دوی د بهرنیو تر ملاتړ او لارښونو لاندې فعالیت کوي او پلان یې درلود چې د خېبر په ګډون پېښور کې هم لوی لوی بریدونه وکړي».
پاکستانۍ امنیتي ادارې داسې مهال دا بریدنه کوي چې ورځ تر بلې په خېبر پښتونخوا کې وسلهوالې ډلې خپل بریدونه پراخوي او د ناامنۍ څپې هم مخ ډېرېدو دي. که څه هم په یاد ایالت کې تر ټولو لویه اندېښنه د پاکستاني طالبان دي، خو په دې وروستیو کې د داعش ډلې بریدونو هم ننګونې ډېرې کړي دي.
اسلاماباد پر افغان طالبان پړه اچوي چې تر خپل سیورې لاندې یې د دوی ضد ترهګرو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي، خو برعکس پر افغانستان واکمن بیا پاکستاني چارواکي تورنوي چې د ناامنۍ مخنېوي کې ناکام شوي او پر دوی بې بنسټه تورونه لګوي.

د امریکا پوځ د جمعې په ورځ (د وږي ۲۸مه) اعلان وکړ چې ۴ پوځیان یې د ۴شنبې په شپه واشنګټن کې د دوی د بلک هاک چورلکې د راغورځېدو له امله مړه شوي دي.
دغه پېښه په سیمه ییز وخت د ۴شنبې په ماښام شاوخوا ۹ بجې هغه مهال رامنځته شوه چې د یادو پوځیانو چورلکه د واشنګټن په یوه کلیواله سیمه کې «لیوسمک کورډ »ګډې پوځي اډې ته نږدې سیمه کې راوغورځېده. د «لیوسمک کورډ» ګډه پوځي اډه د واشنګټن د تاکوما په سویل لویدیځ کې موقعیت لري.
د امریکا د پوځ د ځانګړو عملیاتو قومندان جنرال جوناتن براګا ویلي، د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې روانې دي.
د یادونې وړ ده چې د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د امریکا د سمندري ځواکونو یوه جیټ الوتکه د واشنګټن ایالت ماونټ رینیر سیمې ته نږدې را ولوېده او پکې سپاره دوه نظاميان مړه شول.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یو نوي فرمان سره د «ایچ-۱ بي» کاري ویزې لپاره د ۱۰۰ زره ډالرو په اندازه یو نوی لګښت وضع کړی. دغه پیسې باید هر کال تر څو چې ویزه اعتبار لري د کاري شرکت یا کارګمارونکي لخوا حکومت ته ورکړل شي.
کارپوهان وايي، چې دا اقدام به د ټیکنالوژۍ په سکتور، چې پر بهرنیو مسلکي کارکوونکو ولاړ دی ډېر ه ناوړه اغېز ولري.
د سپینې ماڼۍ د راپور له مخې، دا ګام د ټرمپ د سخت دریځه کډوالۍ سیاست یوه برخه ده، چې د جمعې په ماښام د نوي فرمان له لارې رسمي شوی دی.
د یوې باخبري سرچینې په وینا، له دې وروسته به یوازې هغه شرکتونه یا اشخاص کولای شي د «ایچ-۱ بي» پروګرام ته داخل شي چې دغه لګښت ورکړي.
لا تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا نوی لګښت به د کومو غوښتونکو پر ګډون اغېز وکړي او څرنګوالی به یې څه وي؛ ځکه چې په دې اړه نور وضاحت نه دی ورکړل شوی.
د «ایچ -۱ بي»ویزې پروګرام اوس د ټرمپ د محافظه کارو ملاتړو او د امریکا د ټیکنالوژۍ د صنعت ترمنځ یوه لانجمنه موضوع ګرځېدلې ده.
د دې ویزې ملاتړي لکه: د ټسلا مشر ایلان ماسک باور لري، چې دغه ویزې د مسلکي کارکوونکو د جذب او د تخصصي کمښتونو د ډکولو لپاره ډېرې مهمې دي.
خو مخالفین چې ډېری یې د امریکا داخلي تخنیکي کارکوونکي دي وايي: «دا پروګرام معاشونه راکموي او د داخلي کارکوونکو فرصتونه له منځه وړي.»
د حکومت د شمېرو له مخې، د «ایچ-۱ بي» ویزو دوه پر درېیمه برخه د کمپیوټر او ټېکنالوژۍ اړوند کارونو لپاره کارول کېږي، خو کارګمارونکي دا ویزې د انجینرانو، ښوونکو او د روغتیا سکتور کارکوونکو د جذب لپاره هم استعمالوي.
د ۲۰۲۵ کال په لومړۍ نیمایي کې د امازون شرکت له ۱۰ زرو څخه زیاتې«ایچ - یو بي» ویزې ترلاسه کړي، همدارشان مایکروسافټ او میټا هر یوه له ۵ زرو زیاتې تایید شوې ویزې ترلاسه کړې دي.
دې خبر سمدستي د ونډو په بازار هم اغېزمن کړ؛ د «کګنیزنت» شرکت ونډې او همداراز د هندي ټېکنالوژۍ شرکتونو لکه انفوسیس او ویپرو ونډې د امریکا په بورس کې تر ۲ سلنه زیاتې را ټيټې شوې.
تر دې مخکې، د پخوانیو قوانینو له مخې، د بي اون ایچ قرعه کشي لپاره غوښتونکو باید یوازې ۲۱۵ ډالر ورکړې وای او که چاته ویزه منظور شوې وای، نو نور لګښتونه به یې هم څو زرو ډالرو ته رسېدل.
تېر کال هند د ټولو «ایچ-۱ بي» ویزو ۷۱ سلنه ترلاسه کړې، چې دا یې تر ټولو لوی ترلاسه کوونکی او چین له ۱۱.۷ سلنه سره دوهم مقام درلود.
د «ایچ-۱ بي» ویزې عموما د درېو تر شپږو کلونو لپاره ورکول کېږي.
د امریکا د ځينو سیاحتي ویزو لپاره ۱۵ زر ډالرو تضمین لیک
امریکا لا دمخه د اګست په ۱۹مه د سیاحتي او سوداګریزو ویزو لپاره یو ازمایښتي پروګرام پیل کړی دی، چې قونسلګرۍ افسرانو ته به اجازه ورکړي چې د ځینو هیوادونو څخه د غوښتونکو لپاره د ۵۰۰۰ او ۱۵۰۰۰ ډالرو ترمنځ تضمين لیک وټاکي.
د دې پروګرام موخه دا ده، چې د ویزې د مودې له پای ته رسېدو وروسته د ویزه لرونکو د غیرقانوني پاتې کېدو مخه ونیول شي.هغه هېوادونه چې د غیرقانوني پاتې کېدو کچه یې لوړه یا له هغو څخه د امنیتي معلوماتو ترلاسه کول سخت دي، په دې پروګرام کې شامل دي.
د ټرمپ حکومت اعلان کړی، چې دا تګلاره د غیرقانوني کډوالۍ پر وړاندې د پراخو اقداماتو یوه برخه ده.
له دې سره هممهاله ټرمپ اعلان کړی، چې غواړي د کډوالۍ او ګمرک ادارې لپاره ۱۰ زره نوي کارکوونکي وګماري، څو د پولو کنټرول نور هم سخت کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې دوی له طالبانو سره د بګرام هوایي اډې د بېرته نیولو لپاره خبرې کوي. ټرمپ د سپینې ماڼۍ مخې ته خبریالانو ته وویل:«موږ هېڅکله باید بګرام اډه نه وای پرېښې.»
دا څرګندونې د جمعه په ورځ (د وږي ۲۸مه) د امریکا پر وخت شوي.
یوه ورځ وروسته له هغه، چې ټرمپ د بریتانیا د لومړي وزير سټارمر سره په یوه ګډه خبري ناسته کې وویل، چې امریکا هڅه کوي یو ځل بیا د بګرام پوځي اډې واک تر لاسه کړي.
بګرام پوځې اډه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د ۱۱مې تر بریدونو وروسته د امریکايي ځاکونو له خوا کارول کېده.
په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتل د دې لامل شوه، چې دا اډه د طالبانو لاس ته ولوېده.
طالب چارواکو د امریکا د نظامي حضور د بېرته راګرځېدو مخالفت څرګند کړی دی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکي ذاکر جلال د پنجشنبه په ورځ په پر خپله ایکس پاڼه په یوه پيغام کې لیکلي:«افغانستان او امریکا باید له یو بل سره تعامل ولري. پرته له دې چې امریکا په افغانستان کې په هېڅ سیمه کې نظامي حضور ولري.»
په ورته وخت کې نن وال سټریټ ژورنال راپور ورکړ، چې امریکایي چارواکي په بګرام کې د ترهګرۍ په وړاندي د محدود ځای پرځای کولو په اړه «له طالبانو سره د خبرو اترو» په لومړیو مرحلو کې دي.