همدې خلکو د ټولو مرستو تر شا لویه هیله لرله او باوري وو چې که طالبان واک ته ورسېږي، د دوی زحمتونه به درک شي او د ژوند په بېلابېلو برخو کې به یې ونډه ورکړل شي؛ خو د طالبانو له واکمنېدو وروسته د دغو توقعاتو او واقعیت ترمنځ لویه فاصله رامنځته شوې ده.
د افغانستان په سوېلي ولایتونو کې ډېری کسان وايي، چې د جګړې پر مهال د طالبانو ملاتړ کوونکي یو ډول نه وو، یو شمېر یې د طالبانو د فکر او عقیدې پلویان ول، ځینو د وېرې، فشار او مجبوریو له مخې ورسره مرسته کوله، یو شمېر نور بیا د دې په تمه وو چې سبا د واک په برخه کې دنده، امتیاز او لږ تر لږه درناوی ترلاسه کړي.
خو د دې ټولو سره سره، دغه مرستې د طالبانو د جګړې د دوام او د هغوی د بقا لپاره ډېر مهم رول ولوباوه.
د واک پر مهال د توقعاتو او واقعیت ترمنځ توپیر
په کندهار کې د طالبانو د والي او د دغه ډلې د لوی مشر د عرض پاڼو دفتر کله چې طالبان په ۲۰۲۱م کال کې واک ته ورسېدل، هماغه پخواني ملاتړي د ځان لپاره نوې ونډې ته سترګې په لاره شول؛ خو ډېر ژر څرګنده شوه چې طالبان نه یوازې هغوی ته ځانګړې ونډه نه ورکوي، بلکې ځینې وخت یې له پامه غورځوي چې دا کار د ډېری خلکو د شکایتونو سبب شوی.
د طالبانو د واک ته رسېدو سره، ډېری پخواني ملاتړي یې دندې او ونډې غوښتې، خو د حکومت د ادارو په محدود چوکاټ کې همدې کورنیو ته ډېر لږ ځای ورکړل شوی دی.
اکثره پوستونه د هغو کسانو په لاس کې دي چې د طالبانو د اوسني مشرتابه نږدې ملګري یا خپلوان دي، په همدې دلیل ډېر عادي ملاتړي چې د جګړې پر مهال یې کلونه زحمتونه ګاللي له دولتي دندو بې برخې پاتې دي.
د جګړې پر مهال خلکو خپل کورونه، خواړه او ژوند له ګواښ سره مخ کړل، خو اوس د طالبانو له خوا ورته هېڅ پام نه کېږي. دا چلند د پخوانیو ملاتړو په ذهن کې دا انځور جوړوي، چې ګواکې ټول زحمتونه یې ضایع شول او هېڅ قدر یې ونه شو.
ځینې پخواني ملاتړي وايي، نه یوازې ځای یې هېر شوی، بلکې کله ناکله د طالب چارواکو له لوري د سپکاوي چلند هم ورسره کېږي. دا ډول چلند د هغوی د خپګان او نارضایتۍ کچه څو برابره لوړه کړې، ځکه دوی ځان هغه کسان ګڼي چې د طالبانو د بریا لپاره یې قربانۍ ورکړې دي.
یو شمېر سرچینې افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وايي: «په افغانستان کې د واک سرچینې محدودې دي، د کارونو، معاشونو او امتیازاتو ظرفیت ډېر کم دی، طالبان نه شي کولای زرګونه پخواني ملاتړي د کار او ونډې په برخه کې راضي کړي، د دې محدودیت له امله ډېری کسان بې برخې پاتې کېږي او په تدریجي ډول نارضایتي خپرېږي.»
کندهار میوند ولسوالي، په تېرو شلو کلنو کې د طالبانو د پټېدو تر ټولو خوندي سیمه د کندهار د میوند ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي سیفالله خان چې په تېرو شلو کلونو کې یې له طالبانو سره مرستې او همکاري کړې وه، اوس وایي: «لکه د نورو افغان حکومتونو په څېر، په طالبانو کې هم خپلوان، قومي نږدې کسان او مشرتابه ته وفادار کسان زیاتې ونډې اخلي. دا خویشپرستي د هغو کسانو لپاره ډېره دردونکې ده، چې د جګړې پر مهال یې په صداقت مرسته کړې وه، خو اوس ځان له هر څه بېبرخې ویني.»
طالبان د خلکو مرستې د دیني یا ملي وجیبو په توګه تعبیروي، د هغوی په فکر د جګړې پر مهال مرسته کول د مسلمان او افغان «فرض» وو، نه کومه ځانګړې مرسته چې اوس یې بدله ورکړل شي.
دا ډول تعبیر د هغو کسانو لپاره چې د خطرونو پر وړاندې یې د طالبانو ملاتړ کړی وو، د بې قدرۍ او هېرېدو احساس زیاتوي.
د ستونزو پر مهال رسېدنه نه کېږي او نه خلک له مشرانو سره لیدلای شي
د هلمند ګرشک ولسوالۍ چې د طالبانو ملاتړي کورنۍ په کې اوسمهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي د طالبانو پخواني ولسي ملاتړي او کورنۍ وایي، کله چې دوی له ستونزو سره مخامخ کېږي، هېڅ چارواکی یې خبرې نه اوري.
دوی فکر کاوه، چې د طالبانو په ملاتړ سره به وروسته د دوی ستونزې حل شي، خو برعکس اوس یې ژوند لا ستونزمن شوی دی.
د سوېلي ولایتونو د یو شمېر کلیوالو په وینا، نه یې زراعت ښه شوی، نه ورته کاري اسانتیاوې برابرې شوې او نه یې د ژوند کیفیت ښه شوی دی.
په ورته وخت کې کروندګر هم شکایت لري، هغه ځمکې چې په تېرو شلو کلونو کې یې کرلې، اوس د «دولتي ملکیت» په نوم ترې اخیستل کېږي، چې له امله یې هغوی بېځایه او بېکاره شوي دي.
خلک وايي، د طالبانو له بریا وروسته یې تمه درلوده چې د کارونو او دندو په وېش کې به ځای ورکړل شي، خو اوس ان د عادي ماموریتونو لپاره هم ځای نه لري. د دوی په وینا، امتیازات یوازې د مشرتابه نږدې کسانو او خپلوانو ته ورکول کېږي.
د خلکو د شکایتونو یوه لویه برخه د طالب مشرانو او ولس ترمنځ د واټن په اړه ده.
دوی وایي، کله چې غواړي له کوم چارواکي سره وویني، په میاشتو یې د لیدو اجازه نه ترلاسه کېږي.
دا شکایت په ځانګړي ډول د هبت الله اخوندزاده په اړه ډېر دی.
د پنجوايي یو اوسېدونکی وايي: «موږ شل کاله د طالبانو ملاتړ وکړ، د کورونو په کوټو کې مو و ساتل، له خپلو ښځو سره مو دوی پټول، خو نن چې واک ته رسېدلي، زموږ سره نه ویني، موږ تر اوسه خپل مشر هبت الله نه دی لیدلی، دا ډېره د افسوس خبره ده.»
طالبان په خپلو رسمي ویناوو کې تل وایي، چې د خلکو خدمت یې لومړیتوب دی.
د طالبانو مشر هبت الله په خپلو پیغامونو کې په وار وار ویلي: «د اسلامي امارت دروازې د خلکو پر مخ خلاصې دي، مشران باید د خلکو ستونزې واوري او د هغوی خدمت وکړي.»
خو واقعیت بل ډول دی، خلک وایي چې طالب مشران له خلکو لرې دي، نه د لیدو اجازه ورکوي او نه د هغوی ستونزې اوري.
د خلکو په وینا، که د ستونزو د حل لپاره مراجعه وکړي په میاشتو میاشتو انتظار کوي، خو بیا هم نه بریالي کېږي.
د ژېړۍ ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي چې په مستعار نوم (سنبل خان) یې د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره خبرې کولې وايي: «شېخ صاحب وایي، ولس په غېږ کې ونیسئ، خو موږ خپله مشر په سترګو نه دی لیدلی څنګه به زموږ ستونزې حل کړي، څنګه موږ په غېږ کي نیسي چې هر مشر ته ورشو په میاشت نه شو ورسره لیدلای.»
د طالبانو مشران په ځانګړې توګه هبتالله اخوندزاده، په خپلو ویناوو کې ځانونه ډېر ستایي او وایي چې ولس یې ملاتړ کړی و؛ خو د خلکو ورځنی ژوند او شکایتونه ښيي، چې د دغو خبرو او عملي تګلارو ترمنځ لوی واټن شته.
د طالب مشرانو خبرې او د عمل توپیر
فراه، هغه سیمه چې ډېرو ملکي کورنیو د جګړې پر مهال طالبان پټول طالب مشران او وزیران تل د خلکو د مرستو او ملاتړ ستاینه کوي او وایي، چې د ولس په مرسته واک ته رسېدلي دي.
د هغوی په وینا، خلک د جګړې پر مهال دومره له دوی سره نږدې شوي وو چې ان د خپلو ښځو تر څنګ یې طالبان پټول، ډوډۍ یې ورسره نیمه کوله او ژوند یې ورسره شریک کړی وو، خو د همدې خبرو تر شا یو داسې واقعیت پروت دی چې د طالبانو ډېری پخواني ملاتړي یې اوس له خپګانه شکایت کوي.
همدغه کسان وايي، د طالبانو عمل د خپلو مشرانو له خبرو سره ستر توپیر لري.
د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده په خپلو ویناوو کې په وار-وار د ولس ونډه ستایلې ده، هغه ویلي دي: «اسلامي امارت د ولس په مرسته راغلی دی، خلک زموږ تر څنګ ولاړ وو، خپله ډوډۍ یې نیمه کړې وه، موږ یې په خپلو غېږو کې ساتلي وو. نو باید دا ولس په غېږ کې ونیول شي، د هغوی ستونزې حل شي او هېڅکله هېر نه شي.»
د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم هم څو ځله په خپلو ویناوو کې ټینګار کړی، چې طالبان یوازې د ولس په مرسته بریالي شول. هغه ویلي دي: «که د ولس مرسته نه وای، موږ هېڅکله واک ته نه شوای رسېدلی، دا خلک وو چې موږ ته یې ځایونه راکړل، زموږ ساتنه یې وکړه او موږ یې تر دې ځایه ورسولو.»
د پوهنې وزیر حبیب الله اغا هم په پرله پسې ډول دا خبره کړې چې طالبان د خلکو له ملاتړ پرته بریالي کېدلای نه شوای او دا خلک وو، چې د خپلو مېرمنو سره یې طالبانو ته ځای ورکړ.
هغه همداراز ویلي و: «موږ یوازې د ولس په مرسته بریالي شوو، ولس موږ ته په خپلو کورونو کې ځایونه راکړل، د خپلو مېرمنو ترڅنګ یې موږ پټولو او زموږ ملاتړ یې وکړ، نو زموږ دنده ده چې د خلکو خدمت وکړو او د هغوی ستونزې حل کړو.»
د دې څرګندونو ترڅنګ، د طالبانو ډېری پخواني ملاتړي اوس شکایت کوي چې د دغو خبرو عملي بڼه یې نه ده لیدلې. د کندهار د پنجوايي، میوند، ژېړۍ او ځینو نورو ولسوالیو اوسېدونکي وایي، هغوی کلونه طالبان په خپلو کورونو کې ساتلي، د ژوند خطرونه یې منلي، خو اوس چې طالبان واکمن دي، د خلکو له ستونزو سرغړونه کوي او د هغوی په اړه هېڅ فکر نه کوي.
د کندهار پنجوايي ولسوالۍ اوسېدونکی ۷۳ کلن حاجي عبدالستار وايي: «شېخ صاحب خپله وايي ولس زموږ سره ډوډۍ نیمه کړې، خو نن موږ خپله ډوډۍ نه شو پیدا کولای، موږ چې طالبانو ته کورونه ورکړل، اوس زموږ کورنۍ د لوږې او بېکارۍ سره مخ دي، نه یې زموږ زحمتونه یاد کړل او نه یې کوم کار راکړ، طالبانو له ډېرو خلکو څخه لا ځمکې هم واخیستلې.»
د هلمند د موسی کلا ولسوالۍ اوسېدونکی حمیدالله اخوند چې په ۲۰۱۶ کال کې یې د طالبانو سره د مرستې پر مهال یو زوی او یو وراره د افغان پوځ په عملیاتو کې وژل شوي وايي: «وزیران وایي ولس د خپلو ښځو تر څنګ طالبان پټول، دا خبره سمه ده، موږ خپله کورنۍ له خطر سره مخ کړې وه، قربانۍ مو ورکړي؛ خو نن چې طالبان واکمن دي، زموږ ژوند تر هر وخت تریخ شوی دی، کار نشته، مرسته نشته، درناوی نشته، خلک وايي که دا حالت دوام وکړي، ښایي موږ بېرته د مخالفت لاره ونیسو.»
خلک وایي، که طالبان د خپلو خبرو عملي کول پیل نه کړي او د خلکو ستونزې جدي و نه ګڼي، نو د خپګان دا څپه ښایي په ښکاره مخالفت بدله شي.
د دوی په وینا، ځيني کسان ان د وسله وال مقاومت خبرې کوي، چې دا کار به د طالبانو لپاره ستره ننګونه وي.
حمیدالله اخوند وايي: «د ولس ملاتړ د هر نظام د بقا بنسټ دی او که دا بنسټ ټوټې شي، یوازې پر وسله ولاړ نظام اوږده بقا نه شي تضمینولی.»
په ځینو سیمو کې د طالبانو پر ضد پټه ناخوښي او نارضایتي وده کوي
کندهار، د طالبانو د لوی مشر د اوسېدو ځای، چې د دغه ډلې ډېری ملاتړی ترې خفه دي یو شمېر کسانو د نوم د نه یادولو په شرط ویلي، چې په ډېرو سیمو په خاص ډول کندهار، هلمند، زابل، ارزګان، فراه او یوشمېر نورو ولایتونو کې د طالبانو پخواني ملاتړي چې کلونه یې هغوی ته ځای ورکړی وو، پټ کړي یې وو، مرستې یې ورسره کړې وې، اوس ځان بې قدره او هېر شوي ګڼي.
د دوی په خبره، که څه هم ډېری خلک ښکاره د طالبانو مخالفت نه شي کولای، خو په پټه یې د زړه له کومي نارضایتي او خپګان زیات شوی دی.
سرچینو زیاته کړې: «دا ناخوښي که دوام وکړي، ښایي په راتلونکې کې د طالبانو پر ضد د مقاومت یا مخالفت د یوې نوې څپې سبب شي.»
د دوی په خبره، چې دا نارضایتي یوازې د فردي ګیلو خبره نه ده، د خلکو شکایتونه د یوې پراخې ټولنیزې او سیاسي ستونزې نښه ده.
د سوېلي ولایتونو همدا خلک وايي: «کله چې زرګونه کورنۍ د یوه نظام پر وړاندې خپګان ولري، نو دا خپګان ورو ورو د ولسي ملاتړ کمښت ته بدلېږي او ولسي ملاتړ د هر نظام د بقا لپاره مهم دی.»
که طالبان د خپلو پخوانیو ملاتړو ناخوښي په پام کې و نه نیسي، ښایي په اوږده موده کې د واک د ټینګښت له لویو ستونزو سره مخ شي.
په ځینو سیمو کې خلک وايي، چې نه یوازې د طالبانو د بېاعتنايۍ له امله خپه دي، بلکې د ژوند ستونزې یې هم لا ډېرې شوې دي.
د هغوی په وینا، د طالبانو واکمنۍ کې د دوی اقتصادي حالت خراب شوی، کارونه نشته او د ژوند تریخوالی ورځ تر بلې زیات شوی دی.
ځینې اوسېدونکي حتا د دې خبرې جریت کوي، چې که دغه حالت دوام وکړي، ښایي دوی بیاد وسلو اخیستو ته اړ شي.
د کندهار د غورک ولسوالۍ یو اوسېدونکي داسې ویلي دي:«موږ شل کاله طالبانو ته ځایونه ورکړل، کورونو کې مو پټول، له خپلو ښځو سره مو خوندي کول. خو نن چې طالبان واکمن دي، زموږ ژوند لا تریخ شوی دی. نه کار شته، نه مرسته. موږ ته هېڅ ونډه نه ده راکړل شوې که همداسې روان وي، نو خلک به بېرته وسله واخلي.»
د ارزګان د خاص روزګان ولسوالۍ اوسېدونکی حاجي پيرمحمد د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې زياته کړه: «موږ طالبانو سره په سر او مال مرسته وکړل هر څه مو ورسره شریک کړل. خو اوس چې واک ته رسېدلي، موږ یې هېر کړي یو، موږ ته نه کار راکړل شو او نه یې زموږ زحمتونه یاد کړل، اوس خلک وايي چې که نور حل نه وي، باید د طالبانو پر ضد راپورته شو، طالبانو ان زموږ شخصي وسلې هم راڅخه ټولې کړې چې دا لویه بې انصافي ده.»
هغه خلک چې پخوا د طالبانو لپاره د ژوند خطرونه منلي وو، اوس د هغوی د واکمنۍ له امله د دومره خپه ښکاري، چې ان د مخالفت او وسله وال مقاومت خبرې کوي.
دا حالت ښایي د افغانستان د راتلونکې سیاسي ثبات لپاره یوه ستره ننګونه شي.