د افغانستان نړیواله انزوا څومره لوی خطر لري

نن سبا په امریکا کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون په موخه د ټولې نړۍ نه د هیوادونو ولسمشران او لوړپوړي نمایندگان راټول شوي دي.
پخوانی سناتور او د سیمه ییزو چارو شنونکی

نن سبا په امریکا کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګډون په موخه د ټولې نړۍ نه د هیوادونو ولسمشران او لوړپوړي نمایندگان راټول شوي دي.
هغوی د ملګرو ملتونو غونډې ته په خپلو ویناګانو، مطبوعاتي کنفرانسونو، او دوه اړخیزو او څو اړخیزو لیدنو کتنو کې په نړيوالو مسایلو خپل نظر څرګندوي.
که څه هم د بینالمللي مشروعیت نه لرلو په وجه د طالبانو رژیم په دې غونډو کې ګډون نه شي کولای، خو بیا هم د دغو تعاملونو په جریان کې د یو شمیر هیوادونو نمایندگان د افغانستان د مسائلو په اړه غږېدلي دي.
دا طبعی خبره ده، ځکه چې د نړۍ ګڼ شمیر هیوادونه د افغانستان د سیاسي او امنیتي وضعیت په اړه تشویشونه او سوالونه لري، او هغوی د ملګرو ملتونو سازمان او د هغې تر شاوخوا جوړو شوي فورمونه د تشویشونو او سوالونو د مطرح کولو لپاره تر ټولو مناسب ځای ګڼي.
خو اصلي مساله دا ده چې په افغانستان کې یوه داسې مشروع او اعتبار لرونکې واکمني نشته ، چې په بینالمللي تعامل کې د استحقاق له مخې ګډون وکړي، د نړیوالو پوښتنو ته قناعتبخش ځواب ورکړي، او نړۍ ته ډاډ ورکړي، چې د افغانستان په اړه جوړېدونکی بینالمللي روایت کې د افغانستان او د افغانانو خپل مثبت ملي نظر شامل وي.
که داسې ونه شي، نو دا خطر شته، چې په بینالمللي ساحه کې به یو داسې روایت شکل ومومي چې د افغانستان د ملي ګټو په زیان پای ته ورسېږي. په دې لحاظ، د یوه هیواد په توګه د افغانستان د ملي ګټو لپاره د طالبانو د څلور کلنې واکمنۍ په جریان کې داخلي او بینالمللي انزوا ډېره زیانمنوونکې پاتې شوې ده، او په تېرو څو ورځو کې د ملګرو ملتونو د غونډې په څنډه کې کېدونکو سیاسي او ډیپلوماتیکو فعالیتونو کې د افغانانو د ملي غږ نشتوالی د یاد شوي زیان د کچې اندازه څرګندوي.
دا خبره په امریکا کې د مختلفو هیوادونو د ولسمشرانو او لوړپوړو مقاماتو د تبصرو نه هم څرګندېږي. د مثال په توګه، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته په خپلې وینا کې وویل چې د افغانستان اوسنۍ اداره باید داسې تګلاره خپله کړي چې ټولنه په غېږ کې ونیسي، او انساني ارزښتونه په پام کې ونیول شي.
اردوغان وویل چې نړیواله ټولنه باید افغانستان یوازې پرې نه ږدي، د ترکیې ولسمشر زیاته کړه چې هیواد یې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی.
همدغه ډول د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي په دې اړه تاسف څرګند کړ چې طالبان افغانستان د تورتم خوا ته راکښلی دي. د زیلېنسکي خبره په دې وجه مهمه ده چې د هغه خپل هیواد د جنګ په لمبو کې سوځي، خو هغه بیا هم د افغانستان د وضعیت په اړه د تبصرې کولو فرصت لري.
په عین وخت کې د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت دوه لوړپوړو چارواکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي دي چې واشنګټن د افغانستان په تړاو خپله تګلاره له سره ارزوي. د هغوی په وینا، اوس مهال د امریکا پرېکړه دا ده چې بشري مرستې به طالبانو ته نه ورکوي. هغوی د طالبانو د برمته نیونې ډیپلوماسۍ او د افغانستان په ختیځ کې د زلزلهځپلو سیمو ښځو ته د ژغورنې او مرستو اجازه نه ورکولو ته هم اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې د امریکا لومړیتوب دا دی چې افغانستان هیڅکله بیا د ترهګرو د روزنې په ډګر بدل نه شي او ولسمشر ټرمپ به د امریکا د خوندیتوب لپاره ټول اړین ګامونه واخلي.
د سپټمبر د میاشتې په ۲۴مه نیټه په امریکا کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په یوه څنډه کې د افغانستان په اړه د اسلامي همکاریو د سازمان د تماس ډلې لومړۍ ناسته وشوه. دا خبره د یادونې وړ ده چې د افغانستان په اړه د تماس دغه ډله په ۲۰۰۹ کال کې د جرمني په ملاتړ جوړه شوې وه، او اوس مهال دا ډله د یاد سازمان د پنځوسو غړو هیوادونو په ګډون فعالیت کوي.
په دې غونډه کې پنځوسو اسلامي هیوادونو له طالبانو غوښتنه وکړه چې پر ښځو او نجونو هغه بېدلیله بندیزونه پورته کړي، چې د اسلامي اصولو او د اسلامي ټولنو له دودونو سرغړونه کوي. د دغې غوښتنې علت هغه بندیز وګرځېد، چې طالبانو په افغانستان کې د ښځینه لیکوالو د اثارو په خپرولو او لوستلو لګولی.
په دې سربېره د تماس ډلې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار دا پیشنهاد هم تصویب کړ، چې د دغه سازمان د تماس غړو هیوادونو له کارپوهانو سره یو ګډ کاري پلاوی جوړ کړي، څو د افغانستان اړوند ټولو مسایلو د حل لپاره د عملي نقشې په جوړولو کې ګډ کار وکړي او د متقابلو ګامونو یوه لړۍ پرمخ یوسي.
نننۍ نړۍ د یو قطبي نه د ګڼقطبي نړۍ جوړېدو په لاره ده. دا یوه کړکیچنه او د هیجان او هرجمرج ډکه مرحله ده. ابرقدرتونه په خپلو کې د قاطع او نهايي خبرو اترو نه وړاندې د خپل نفوذ د ساحو د پراختیا لپاره له زور څخه له کار اخیستلو هم ډډه نه کوي. د اوکراین اوږد جنګ، د اسراییل له خوا په غزه کې د فلسطینیانو بېدریغه وژنه، د هند او پاکستان ترمنځ لنډه نښته، د اسراییل او ایران خطرناکه جګړه ټول د اوسنيو جنجالي نړیوالو شرایطو نښې نښانې دي.
چا دا ویلي شول چې اسراییل به په قطر ګوزار کوي؟ بیا د افغانستان وضعیت له دې نظره ډېره له خطر او ستونزو ډک دی، ځکه د نړۍ درې واړه ابرقدرتونه، یعنې امریکا، چین او روسیه، په افغانستان او د هغې په شاوخوا کې ګټې لري. په غرب کې د دوی د ټکر سیمه اوکراین ده، او په ختیځ کې د خپلې ستراتیژیکې جغرافیا او د طبیعي منابعو د شتون له وجې افغانستان د تصادم میدان دی. یو به ترې بګرام غواړي، دویم به ترې واخان غواړي، او درېیم به ترې د شینډنډ غوښتنه کوي.
په دې خطرناکو وضعیتونو کې افغانستان یوه داسې حکومت ته اړتیا لري، چې د افغانستان د ټولو ولسونو په ګډه اراده ولاړ وي، او د هیواد ټول په علم او تجربه سمبال مخکښان پکې راټول شوي وي. یو بل ته د پیغورونو او دړکو وخت نه دی، د ملي ګټو د ژغورلو لپاره د ملت د ارادې پر وړاندې تسلیمېدل تر ټولو زیاته عزتمنه لاره ده.


د ۲۰۱۰ کال په نومبر کې د جرمني بهرنیو استخباراتو (بي اېن ډي) اي اېکس ۹۰۰ الوتکې له خلیج نه یو پټکی لرونکی سړی، چې د ملا عمر ځانګړی استازی بلل کېده، په ساړه ژمي کې په مونشن هوايي ډګر کې کوز کړ او په یوه پرتمین هوټل کې یې واړول.
همدا د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ د پټو خبرو اترو پیل و، چې وروسته د دوحې پروسې په نامه مشهورې شوې. د طیب اغا او امریکايي پلاوي ترمنځ د خبرو اترو په پایله کې طالبانو په قطر کې خپل دفتر پرانېست او له ګوانتانامو زندان نه یې د خپلو جګپوړو چارواکو په بدل کې امریکایی بندي سرتېری بوا برګډال هم خوشی کړ.
د شپیګل د رپوټ له مخې، جرمن استخباراتو په ۲۰۰۵ کال کې د طالبانو دوه استازي په زوریخ کې د خبرو اترو لپاره په یوه هوټل کې مېلمانه کړي وو، خو دې خبرو اترو پاموړ پایله نه درلوده، ځکه ملامحمد عمر ځان له القاعدې نه بېلاوه، خو په ۲۰۰۹ کال کې په جرمني کې یوه اوسېدونکي افغان ددغه هېواد ادارو ته وویل، چې که برلین واقعي خبرې غواړي، د طالبانو اصلي سړی ورته موندلای شي. دغه سړی طیب اغا و، چې د ملا عمر تر مرګ وروسته طالبانو له دغه بهیره و اېست.
د دوحې پروسه له جینوا نه تر مکې، اسلام اباد، مالدیپ او تاشکند پورې د افغانستان د سولې ۱۲مه هڅه وه، خو د تړون له لاسلیک کېدو وروسته د تېر تاریخ د تکرار په بڼه طالبان هغو ژمنو ته متعهد پاتې نه شول، چې له نړیوالو او افغانانو سره یې په قطر، مسکو او نورو ځایونو کې کړې وې.
له جنیوا نه تر دوحې (۱۹۸۸–۲۰۲۰) پورې افغانستان د سولې د شاوخوا ۱۲ وړو او سترو پروسو شاهد پاتې شوی، خو هېڅ یوې یې جګړې ته د پای ټکی کښېنښود. هر ځل نړیوال منځګړیتوب، د اوربند ژمنې او د واک د وېش طرحې د خبرو مېز ته راوړل شوي، خو په عمل کې د جګړې غږ غالب پاتې شوی.
د افغانستان په تېر ۳۷ کلن جګړه ییز تاریخ کې د سولې دا پرلهپسې ناکامې هڅې یوازې د یوې مسالې ښکارندوييکوي، چې افغان جګړه د پردیو د فشارونو، د مشرانو د قدرت غوښتنې او د ژورې بېباورۍ په محور کې پاتې شوې. له همدې امله، د سولې تړونونه د کاغذ پر مخ پاتې شول او د ولس د ژوند پر واقعیت او د سولې د دایمي ټینګښت پر بهیریې هیڅ اغیز نه دی کړی.
په انساني تاریخ کې په نږدې څلورو لسیزو کې لس ځلې د سولې ناکامه هڅې بې سارې دي، خو د افغانستان د سولې مذاکرات د ټولو پروسو د ناکامۍ عوامل سره ورته دي.

جینوا؛شوروي ځواکونه ووتل
د ۱۹۷۹ د دسمبر پر ۲۷مه، شوروي اتحاد پر افغانستان یرغل وکړ او ببرک کارمل یې واک ته ورساوه. ددغه یرغل پر وړاندې د افغان مجاهدینو سخت او دوامدار مقاومت پیل شو چې امریکا، پاکستان، سعودي عربستان او نورو عربي هېوادونو یې پراخ ملاتړ کاوه. جګړه د شوروي لپاره ګرانه شوه او د اقتصاد د کمزورۍ، نړۍوال فشار او د افغان مقاومت د شدت له امله ګورباچوف د وتلو پرېکړه وکړه.په همدې لړ کې، د ۱۹۸۸ د اپرېل پر ۱۴مه د ملګرو ملتونو تر منځګړیتوب لاندې د جنیوا تړون د افغانستان، پاکستان، امریکا او شوروي اتحاد ترمنځ لاسلیک شو، چې تمرکز یې د شوروي ځواکونو پر وتلو، د افغانستان په چارواکو د پاکستان نه لاسوهنې او د کډوالو پر ستنولو و. د تړون له مخې؛
شوروي ځواکونه د ۱۹۸۹ د فبرورۍ تر ۱۵مې باید له افغانستان نه ووځي.
امریکا او پاکستان ژمن شول چې د مجاهدینو ملاتړ بند کړي (که څه هم عملي نه شو).
افغانستان او پاکستان باید د یو بل په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.
د کډوالو د ستنېدو لپاره باید اسانتیاوې برابرې شي.
شوروي ځواکونه د تړون له مخې ووتل، خو د نجیب الله حکومت د ۱۹۹۲ تر پسرلي پورې پاتې شو، ځکه شوروي هغه ته پراخې اقتصادي او پوځي مرستې ور کولې.
نجیبالله د ۱۹۸۶کال د می پر ۴مه، د ببرک کارمل له استعفا وروسته د افغانستان د ولسمشر او د ګوند د مشر په توګه واک ته ورسېد. شوروي اتحاد د ډاکتر نجیب ملاتړ ځکه کاوه چې هغه د خاد (استخباراتو) مشر و او پراخ نفوذ یې درلود.نسبي ځوان، قاطع او د خبرو وړ شخصیت و.د سولې او مصالحې لپاره د یوه نوي مخ په توګه وړاندې کېده، ځکه کارمل د ګوندي اختلافاتو او د مشروعیت د نشتوالي له امله کمزوری شوی و.
سره له دې چې نجیب په ګوند کې د کارمل د نږدې دوستانو فرید مزدک، نبي عظیمي، محمود بریالي او یو شمېر نورو له سخت مخالفت سره مخ و، خو د ۱۹۸۷کال د جنورۍ پر ۱۵مه یې په لویه جرګه کې د ملي مصالحې پروګرام اعلان کړ. ددغه پروګرام اصلي ټکي، د اوربند وړاندیز، د عمومي بښنې اعلان، د سیاسي ګوندونو فعالیت ته اجازه ور کول او د یوې ګډې سیاسي پروسې رامنځته کول وو.
د ملي مصالحې دغې پروسې یو شمېر ښیګڼې لرلې، ځکه دا د سولې لپاره د یوه حکومتي مشر له خولې د خبرو او پخلاینې لومړی ښکاره اعلان و.په سیاست کې د تنوع او د مخالفینو د جذب لپاره نوی باب پرانیستل شو.د سولې لپاره د خلکو د ستړیا او جګړې د اوږدوالي په شرایطو کې د یو بدیل هیله ورکړل شوه او د سولې د خبرو له لارې نجیب الله وتوانېد چې د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته څو کاله واک وساتي.
بل خوا د ګوند(خلق او پرچم) دننه ژور اختلافات د دغې پروسې د عملي کېدو خنډ شول.مجاهدینو، په ځانګړي ډول د پاکستان تر اغېز لاندې ډلو، دغه پروګرام رد کړ او د "کمونستانو چل" یې وباله. ګڼ افغانان او د مجاهدینو قوماندانان بېرته افغانستان ته ستانه شول، د سولې لپاره عملي میکانیزم نه و، یوازې د شعار په کچه پاتې شو.د اعتماد نشتوالی یو اساسي علت و، چې نه مجاهدینو او نه ولس په بشپړ ډول باور پرې وکړ.شوروي اتحاد خپله جګړه بایللې وه، نو د نجیب الله پروګرام په نړۍواله کچه هم د بشپړ ملاتړ نه برخمن نه شو.د پوځ دننه هم بې باوري وه؛ د ځینو جنرالانو بغاوتونو د نظام د کمزوري کېدو ته لاره هواره کړه.
متحده ایالاتو د جینوا پر توافقاتو سربېره هم د شوروي اتحاد د ځواکونو له وتلو وروسته له مجاهدینو سره مرستې وغځولې او جګړې شدت واخیست، چې له امله یې د ډاکتر نجیب الله حکومت ورځ تر بلې کمزوری کېده؛ مالي امکانات یې کم شول او حکومت دېوالیه کېدو ته نېږدې شو.

د جګړې شدت، له مجاهدینو سره نړۍوالې او سیمه ییزې مرستې، د ډاکتر نجیب د ګوند داخلي اختلافات، د ملي مصالحې پر وړاندې بې باوري او د نړۍوالې ټولنې بیړه د دې سبب شول چې د ډاکتر نجیب حکومت سقوط ته نېږدې شي او هغه مجبور کړی شي چې له خپلې دندې استعفا وکړي او همدا لامل شو چې د ملي مصالحې پروګرام هم نیمګړی پاتې شي.
په افغانستان کې د ډاکتر نجیب الله د ملي مصالحې پروګرام د سولې لپاره یو تاریخي ابتکار و،ځکه د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې د ملي مصالحې پروګرام پیل شو، خو د داخلي اختلافاتو، د نړۍوال اعتماد د نشتوالي، د مخالفینو د سخت دریځ، د پاکستان د مخامخ مداخلې او د جګړې د نړۍوال ملاتړ له امله ناکام شو.سره له دې، یاد پروګرام د افغانستان د سولې د تاریخ یوه مهمه مرحله ګڼل کېږي او تر نن ورځې پورې د "یوې ضایع شوې موقع" په توګه یادیږي.
نجیب الله استعفا کوي او مجاهدین پر واک نه سره جوړیږي
د ۱۹۹۲میلادي کال د اپرېل پر ۱۶مه د ډاکټر نجیب الله له استعفا وروسته په کابل کې یوه لویه سیاسي خلا رامنځته شوه او ډیپ سټیټ له منځه لاړ. د ده تر استعفا وروسته د ملګرو ملتونو هڅه دا وه چې د انتقالي حکومت له لارې د سولې یوه پروسه پرمخ یوسي، خو د مجاهدینو مشرانو هر یوه ځان د واک اصلي حقدار باله.
د جنرال عبدالرشید دوستم ځواکونو د شمال له لوري پر کابل فشار راوړ.په ختیځ کې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي خپل ځواکونه د کابل پر لور روان کړل.د برهانالدین رباني په مشرۍ جمعیت اسلامي د احمدشاه مسعود په قوماندې د پنجشیر له لوري داخل شو.د عبدالعلي مزاري په مشرۍ حزب وحدت هم د کابل په قدرت کې سهم غوښت.
د ۱۹۹۲ کال د اپرېل په وروستیو کې مجاهدین کابل ته داخل شول او د مجاهدینو د انتقالي حکومت اعلان وشو، چې صبغت الله مجدیدي یې ولسمشر وټاکل شو، خو د امریکا مرستې بندې شوې او په کابل کې یوه بشپړه انارشي رامنځته شوه.
موده وروسته له برهان الدین رباني د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
حکمتیار د لومړي وزارت غوښتنه لرله او د رباني واک یې نه مانه، چې د همدې اختلاف پر اساس په کابل کې جګړه پیل شوه. د حزب وحدت ځواکونه هم د کابل په لوېدیځ کې د جمعیت اسلامي له ځواکونو سره په سختو جګړو کې ښکېل شول.دوستم چې لومړی له رباني سره متحد و، وروسته یې مخالفت وکړ او د جنګ جبهه نوره هم پېچلې شوه.

د اسلام اباد د سولې پروسه
په کابل کې جګړه د قدرت پر سر وه، خو د قدرت پر شراکت د سولې مذاکرات هم روان وو. د ۱۹۹۳ کال په مارچ کې د سولې مستقیم مذاکرات پیل شول او لومړۍ غونډه یې د پاکستان د ولسمشر غلام اسحاق خان په مشرۍ په اسلام اباد کې وشوه.
د پاکستان په کوربهتوب د افغان مجاهدینو د رهبرانو ترمنځ د سولې خبرې د یو خارجي فشار په وسیله رامنځته شوې. د دې مذاکراتو په پایله کې د اسلاماباد تړون لاسلیک شو چې له مخې یې د واک د وېش لپاره هوکړه وشوه.د تړون پر اساس، برهانالدین رباني د دولت د مشر په توګه او ګلبدین حکمتیار د صدراعظم(لومړي وزیر) په توګه وټاکل شول. همدارنګه، ژمنه وشوه چې د ګډ حکومت د جوړېدو او د اساسي قانون د تدوین لپاره به جرګه راوبلل شي.
د خبرو په جریان کې یوازې اور کم شوی و او جګړه په بشپړه توګه نه وه بنده شوې.
خو دغه تړون ډېر ژر ناکام شو. د مجاهدینو ترمنځ ژور اختلافات، بېباوري او د واک د انحصار هڅې د دې لامل شوې چې جګړه بېرته پیل شي. له همدې امله کابل یو ځل بیا د راکټونو او بمبارۍ ښکار شو او د سولې تمې مړاوې شوې.
د مکې د سولې تړون
د اسلام اباد د تړون له ناکامۍ وروسته د ۱۹۹۳ کال په وروستیو کې د اسلام اباد د تړون په دوام د مکې مذاکرات پیل شول. دا مذاکرات د سعودي عربستان په کوربهتوب و شول. د دې مذاکراتو هدف د کابل د کورنیو جګړو پای ته رسول، د واک وېش او د ګډ حکومت جوړول و.په دې غونډه کې د افغانستان د وخت ولسمشر برهانالدین رباني، ګلبدین حکمتیار، عبدالعلي مزاري او نورو مشرانو ګډون درلود.
د خبرو په پایله کې ځینې لنډمهاله هوکړې وشوې، چې د اسلام اباد له ژمنو سره یې تړاو لاره او ټولو رهبرانو په مکه کې په قران کریم سوګند وکړ چې هوکړه به عملي کوي او له جګړې به لاس اخلي، خو د جهادي رهبرانو ترمنځ د اعتماد نشتوالياو د واک انحصار غوښتنې له امله یې عملي کول ممکن نه شول.
په کور دننه په جلال اباد کې د سولې هڅې
د اسلام اباد او مکې د مذاکراتو له ناکامۍ وورسته د ۱۹۹۳کال په می میاشت کې د پاکستان په غوښتنه په جلال اباد کې د سولې د خبرو یوه نوې پروسه د حاجي قدیر په مشرۍ پیل شوه.
دغه مذاکرات لومړی د جهادي رهبرانو د استازو او ورپسې د رهبرانو په ګډون مخکې لاړل، د دې هڅو هدف د کابل د کورنیو جګړو د پای ته رسولو، د واک د وېش هوکړې، او د ګډ حکومت جوړولو لپاره د توافق رامنځته کول وو.
د مجاهدینو د رهبرانو تر منځ درې غونډې وشوې، چې د برهانالدین رباني، ګلبدین حکمتیار، عبدالعلي مزاري او د نورو مجاهدینو استازو پکې ګډون کړی و او وروسته برهان الدین رباني، ګلبدین حکمتیار، عبدالعلي مزاري، عبدالرب رسول سیاف او د جګړې نورو خواوو د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې خبرې اترې پیل کړې.
په ورته مهال د ننګرهار پوهنتون محصلینو د حاجي قدیر په غوښتنه د شاهي ماڼۍ شاوخوا د انساني کمربند په توګه لاریون وکړ او له ټولو رهبرانو څخه یې د جګړې د ختمېدا غوښتنه وکړه. له څو ورځو وروسته هم خبرې بې نتیجې وې او عبدالرب رسول سیاف په دې بهانه چې د جګړې یو مهم اړخ احمد شاه مسعود دی، باید مذاکراتو ته راوستل شي کابل ته لاړ.
برهان الدین رباني هم د غوږ د ناروغۍ پلمه کوي خو حاجي قدیر ټینګار کوي چې په جلال اباد کې یې ډاکتر اسحاق خاورین درملنه کوي، خو بیا هم رباني له جلال اباد څخه ووت او د محصلینو انساني کمر بند هم مات شو. د اوو ورځنیو خبرو په پایله کې ځینې لنډمهاله هوکړې شوې وې، خو له مذاکراتو څخه د جګړې د اړخونو وتلو دا په ډاګه کړه چې د سولې دغه خبرې ښايي یوازې د رسنیو په څپو کې د تبلیغ تر حده پاتې شي.
له دغو مذاکراتو وروسته اسامه بن لادن له سوډان څخه افغانستان ته راغی او د جلال اباد په لونا لېوا کې یې له خپلو ملګرو او کورنیو سره ځای یوځای واړول.
د ماهیپر لومړني مذاکرات
د جلال اباد د مذاکراتو له ناکامۍ وروسته په ۱۹۹۳ کال کېیو ځل بیا د برهان الدین رباني، احمد شاه مسعود، ګلبدین حکمتیار او عبدالرشید دوستم تر منځ د ماهیپر مذاکرات پیل شول. په دغو مذاکراتو کې یوه نسبي نتیجه داوه، چې د ګلبدین حکمتیار ډلې ته د صدراعظمۍ پر څوکۍ سربېره یو شمېر نور وزارتونه هم ورکول کیږي، خو تمه دا وه چې حکمتیار به کابل ته ځي او د لومړي وزیر په توګه به خپله دنده پیلوي.
پرېکړه شوې وه چې حزب اسلامي که کابل ته داخلیږي نو باید خلع سلاح وي، خو ګلبدین حکمتیار په چهار اسیاب کې پاتې کیږي او خپل استازی عبدالصبور فرید د صدراعظم په توګه معرفي کوي او فرید د خپلې لوړې مراسم ترسره کوي او دنده پیلوي. د ماهیپر لومړی تړون هم له ۲۱ ورځو وروسته ماتیږي او له لنډې مودې وروسته عبدالصبور فرید جلال اباد ته په یو رسمي سفر ځي او له هغه وروسته پاکستان ته ځي چې د بېرته راتګ اجازه ورته نه ورکول کیږي.
د ماهیپر لومړی تړون هم د قدرت د ناانډوله شراکت، بیروني فشار او بې اعتمادۍ له امله ماتیږي او په ۱۹۹۴ کال کې د لومړي ځل لپاره په کندهار کې طالبان د خپل موجودیت اعلان کوي.

د میدان وردګو مذاکرات
په ۱۹۹۵ کال کې د غزني له سقوط وروسته طالبان په ډېرې اسانۍ سره میدان وردګ ته ننوتل، خو د طالبانو ډېر بریدونه د اسلامي حزب پر جنګیالیو روان وو، چې له امله یې د برهان الدین رباني د حکومت د دفاع وزیر احمد شاه مسعود د یوې ګډې جبهې د پرانېستلو په هدف له طالبانو سره په میدان وردګو کې مذاکرات پیل کړل.
د مذاکراتو ټول تمرکز د قدرت پر شریکولو او د حکومت پر ډول و، خو طالبانو له احمد شاه مسعود او د هغوی له حکومت نه د هرڅه ور سپارلو غوښتنه کوله او همدا لامل شو چې مذاکرات نتیجې ته ونه رسېدل. په همدغه مهال د وحدت اسلامي مشر عبدالعلي مزاري هم د کابل جنوب ته له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره لاړ او غزني ته نېږدې ووژل شو.
له دې وروسته معلومه شوه چې طالبان د هېڅ ډول مذاکراتو پلوي نه دي او د جمعیت اسلامي او حزب اسلامي تر منځ د مذاکراتو یوې بلې دورې ته لاره هواره شوه.
د ماهیپر دویم تړون
د طالبانو له خوا د کندهار له نیولو وروسته برهان الدین رباني د ننګرهار د ملي راډیو تلویزون له خبریال عطاء محمد قسمت سره په یوې مرکې کې وویل چې طالبان د سولې سپینې کوترې دي او د جګړه مارو پر ضد راپورته شوي دي او له دوی سره به هم یو تفاهم ته رسیږي.
په لومړي سر کې د طالبانو بریدونه د حزب اسلامي پر جنګیالو متمرکز وو، خو وروسته له درېیو اونیو چې کله طالبان هرات ته ورسېدل، د برهان الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند پر قوماندان اسماعیل خان یې بریدونه پیل کړل، جمعیت اسلامي او حزب اسلامي دواړه د طالبانو لپاره مخالفې ډلې حساب شوې.
د طالبانو له خوا پر اسلامي حزب او جمعیت اسلامي بریدونه د دې سبب شول، چې په ۱۹۹۶ کال کې دواړې ډلې یو ځل بیا خبرو ته کېني، چې له امله یې د ماهیپر د مذاکراتو دویمه دوره پیل شوه. په دې مذاکراتو کې یو ځل بیا تړون وشو، چې ګلبدین حکمتیار به د حکومت د لومړي وزیر، عبدالهادي ارغندیوال به د مالیې وزیر، وحید الله سباوون د دفاع وزیر او انجینر قطب الدین هلال به د کورنیو چارو د وزیر په توګه دنده پیلوي.
د ماهیپر له دویم تړون څخه دوه ورځې وروسته حکمتیار له خپلو ملګرو سره یو ځای په کابل کې د لوړې مراسم پر ځای کړل او یوازې لږه موده وروسته طالبانو کابل ونیوه او د ماهیپر دویم تړون هم نیمګړی پاتې شو. د دغه تړون د نیمګړي پاتې کېدو یو علت تاخیر و. که چېرې د ماهیپر لومړی تړون پر ځای شوی وی، ښايي له وروستي کړکېچ سره دواړې خواوې نه وای مخ شوې.
یوځل بیا مخ اسلام اباد ته اوړي
له ۱۹۹۶ کال څخه تر ۱۹۹۸ کال پورې په افغانستان کې د سولې په تړاو هېڅ ډول مذاکرات ونه شول، خو په ۱۹۹۸ کال کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازي بیل ریچرډسن د افغانستان د سولې په بهیر کې د منځګړیتوب هڅې وکړې او طالبان یې وهڅول چې د سولې خبرو ته حاضر شي.
ریچرډسن د ۱۹۹۸کال د اپرېل په میاشت کې کابل او اسلاماباد ته سفر وکړ. هغه له طالبانو، د هغوی له مخالفو ډلو او د سیمې له چارواکو سره جلا-جلا لیدنې وکړې. د خبرو اصلي محور د افغانستان د کورنۍ جګړې پای ته رسول، د اوربند پر سر توافق او د سولې د سیاسي پروسې پیل و.
ریچرډسن ټینګار کاوه، چې که طالبان غواړي نړۍوال مشروعیت، بهرنی ملاتړ اومرستو ته لاسرسی ولري، نو باید خبرو ته حاضر شي.د طالبانو مشران په لومړي ځل د ریچرډسن په فشار قانع شول چې خبرو اترو ته کېني. د طالبانو له خوا د پلاوي مشري وکیل احمد متوکل او د متحدې جبهې له خوا د پلاوي مشري یونس قانوني کوله او په اسلام اباد کې مذاکرات پیل شول.
پاکستان هم د دې سفر په اسانولو کې مهم رول ولوباوه او د طالبانو په قانع کولو کې یې مرسته وکړه. سره له دې چې د خبرو د پیل ژمنې وشوې، خو د اعتماد د نشتوالي او د ژمنو د نه عملي کېدو له امله جګړې دوام وموند.
دا مذاکرات که څه هم د رسنیو پر مخ مهم خبرونه وو، خو تر ۲۰۰۰ کال پورې یوازې شعار پاتې شو.

عشق اباد د خبرو اترو کوربه توب کوي
د اسلام اباد له مذاکراتو وروسته په ۲۰۰۰ کال کې د ترکمنستان په پلازمېنه عشق اباد کې د پاکستان د استخباراتو د پخواني مشر نصیرالله بابر او احمد شاه مسعود د ډلې تر منځ مذاکرات وشول. بابر د طالبانو په استازیتوب ژمنه وکړه چې دویمه دوره خبرې به په عشق اباد کې کیږي او د همدغو ژمنو په دوام د همدغه کال په ډسمبر میاشت کې د دواړو لوریو تر منځ خبرې اترې وشوې.
د دغو مذاکراتو پایله یوازې یوه مطبوعاتي اعلامیه وه، خو جګړه ونه درېده او تر هغه وخته اوږده شوه چې د امریکا په مشرۍ نړۍوالې ټولنې پر افغانستان برید وکړ. د سولې دا مذاکرات چې د امریکا او پاکستان په فشار رامنځته شوي وو، ناکام او بې نتیجې پای ته ورسېدل.
د جینوا تړون د دوحې تړون په بڼه یوځل بیا تکراریږي
د دوحې تړون د ۲۰۲۰کال د فېبرورۍ په ۲۹مه د طالبانو او امریکا ترمنځ د قطر په دوحه کې لاسلیک شو.دا د هغو هڅو پایله وه، چې جرمني په ۲۰۰۹ کال کې د جرمني د استخباراتو له لارې په مونشن ښار کې پیل کړې وې. هممهاله په مالدیپ او سعودي عربستان کې هم د افغان حکومت او وسله والو ډلو ترمنځ خورې ورې ناستې شوې وې، خو پاموړ پایله یې نه درلوده.
د امریکا په مشرۍ د نړۍوالو ځواکونو په ملاتړ د جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ جګړه له ۲۰۰۱ څخه روانه وه. امریکا د ناټو ځواکونو په ملتیا د القاعدې د له منځه وړلو په پلمه پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو رژیم یې نسکور کړ. وروسته، امریکا په افغانستان کې یو نوی حکومت جوړ کړ، خو طالبانو د ۲۰ کلونو لپاره د افغان حکومت او نړۍوالو ځواکونو پر ضد جګړې ته دوام ورکړ.
دا ځل د طالبانو ملاتړ پاکستان، ایران، روسیې او چین په غیرمستقیم ډول کاوه چې له امله یې په افغانستان کې جګړه ګرمه ساتل شوې وه.
د دوحې تړون اصلي موارد:
امریکا ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۱د اګسټ تر ۳۱مې خپل ټول ځواکونه له افغانستان نه باسي.
طالبان ژمن شول چې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې نه ساتي.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرې باید ترسره شي.
د طالب بندیانو خوشې کول او د طالبانو د مشرانو نومونه له تور لېست څخه ایستل.
که څه هم دا تړون د سولې لپاره لاسلیک شو، خو د نړۍوالو مرستو له کمښت، د جګړې شدت او د نظامي مرستندویه ډلو وتلو افغانستان حکومت کمزوری کړ او طالبانو د ۲۰۲۱ د اګسټ په ۱۵مه کابل ونیو، چې د ډاکتر محمد اشرف غني د حکومت د سقوط لامل شو.یو بل مهم اړخ دا هم و، چې امریکا له جمهوري دولت سره خپلې مرستې محدودې کړې، پوځي قراردادیان ووتل، هوايي ځواک سقوط شو او له امله یې ملي پوځ وپاشل شو.
په افغانستان کې په وروستیو څلورو لسیزو کې د سولې ۱۲ واړه او ستر مذاکرات شوي خو ټول یې ناکام شوي او د ناکامۍ عوامل یې تقریباً نېږدې او د حس وړ دي. ټول تړونونه د بهرنیو هېوادونو (امریکا، پاکستان، ایران، روسیې، سعودي عربستان، ملګرو ملتونو او نورو) په فشار یا منځګړیتوب شوي، نه د افغانانو په خپلواک او خپلې ارادې.ټول مذاکرات د قدرت پر سر د جوړجاړي هڅې وې؛ اصلي اجنډا یې سوله، د خلکو اړتیاوې، بشري حقونه او د جګړې اصلي قربانیان (خلک) نه وو.
په هر تړون کې لنډمهاله اوربندونه، د واک شریکول او د ګډ حکومت جوړول مطرح شوي، خو هېڅ تړون نه دی عملي شوی.
ټولو اړخونو یو بل ته د سیال په سترګه کتل، د اعتماد هېڅ اساس نه و. همدا بېباوري د هر تړون د ماتېدو بنسټ وګرځېد.د خبرو په میز کې ژمنې ډېرې وې، خو په میدان کې جګړه روانه وه.

د سولې د تړونونو او مذاکراتو د ناکامۍ عوامل
قدرت غوښتنه: د ټولو ډلو مشران یوازې د واک د انحصار غوښتونکي وو. دا مذاکرات یوازې د واک د وېش او انحصار لپاره کېدل بلکې د یوې ولسي سولې اساس نه و موجود.
بهرنۍ اجنډا: تړونونه د نورو هېوادونو په غوښتنه لاسلیک کېدل او عملي ضمانت یې نه درلود، همدا لامل و چې د مذاکراتو پر مهال هم د ډاکتر محمد اشرف غني له دورې پرته، چې درې ورځې اوربند پکې شو، هېڅکله جګړه نه ده درېدلې.
د اعتماد نشتوالی: مشرانو یو بل ته درناوی نه کاوه؛ سوګندونه یې وکړل خو د دوی تر منځ خبرې او تعهدات بې ارزښته شوي وو، ځکه هېڅ تړون د عملي کېدو اړخ نه لاره.
بېثباته شرایط: جګړه، اقتصاد، بغاوتونه او د مرستو بندېدل تل د تړونونو پر وړاندې خنډ ګرځیدلي چې له امله یې د غښتلي تضمین ایجاد سخت کړی و.
د ولس نه ګډون: د سولې خبرې تل د رهبرانو تر منځ وې،په هېڅ خبرو کې د خلکو ګډون او ارادې ته اهمیت نه دی ورکړل شوی، په داسې حال کې چې د جګړې اصلي قرباني ولس و، خو په خبرو کې یې د ونډې حق نه لاره.
د افغانستان د سولې ټول تړونونه (له جنیوا څخه تر دوحې) د یوې ګډې ستونزې ښکار شول او هغه د افغانانو تر منځ د اعتماد نشتوالی، د پردیو فشار، او د واک د انحصار هڅه وې. له همدې امله ټولې هوکړې نیمګړې پاتې شوې او جګړه اوږده شوه.
د جینوا او دوحې تړونونه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لپاره لاسلیک شوي، خو د افغانستان د سولې او ثبات لپاره یې اوږدمهاله حل نه درلود. دواړه تړونونه د حکومتونو سقوط ته زمینه ساز شول او افغانستان یې له یو نوي بحران سره مخ کړ.
د دواړو تړونونو د ارزونې اساسي پایله دا ده، چې د بهرنیو ځواکونو وتل باید له نړیوالو تضمینونو،د سولې تکامل، سیاسي ثبات او پراخې ملي موافقې سره مل وای. ددې عناصرو نشتوالي افغانستان له ۲۰۲۱ کال وروسته یوځل بیا دداسې ډلې په واک کې ورکړ، چې سولې تکامل نه دی موندلی، امنیت په ځانګړې توګه بشري حقونه، رواني امنیت، سوله ییز ژوند، د فکر، سیاسي هلوځلو او بیان ازادي او د ګډ ژوند لپاره خپلمنځي ډیالوګ نه دی تامین شوی. دا ټول د سولې او امنیت اجزا دي، چې له دې پرته تکامل نه مومي او افغانستان هره شیبه بېرته د شخړو ترخې ماضي ته ور ګرځېدای شي.

ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره د امریکا له ولسمشر کېدو ووروسته څو ځله په افغانستان کې د بګرام پوځي اډې د ترلاسه کولو خواهش څرګند کړی، خو وړمه ورځ یې په لندن کې بریتانیا ته د خپل سفر په پای کې په مطبوعاتي کنفرانس کې خپله دغه غوښتنه یو ځل بیا په جدي توګه تکرار کړه.
وروسته یې په یوه پوسټ کې په ګواښونکي ډول وویل، چې «که افغانستان بګرام هوايي اډه امریکا ته بېرته ونه سپاري، نو بدې پېښې به واقع شي». ولسمشر ټرمپ د بګرام بیس د ترلاسه کولو موخه هم نه پټوي. هغه وایي چې بګرام د چین له پوځي او ستراتیژیکو مرکزونو سره نږدې دی، ځکه امریکا د دې اډې ترلاسه کولو ته اړتیا لري.
خو له دې مخکې چې موږ د ولسمشر ټرمپ د غوښتنې او د افغانستان او سیمې د سیاسي اوضاع پوره شننه وکړو، وړومبې د بګرام په پېژندګلوۍ او اهمیت څو لنډې خبرې کوو.
د پښتو ژبې په ادبیاتو او خاصه توګه د پښتو په شعر کې د بګرام ذکر له ډېرو زمانو را روان دی. په پښتو شاعرۍ کې د بګرام نوم د ښکليو ترکو یادونې سره د افغانستان شمالي سیمو ته اشاره کوي، خو د وخت په تېرېدو سره دغه نوم یوه اسطوروي بڼه غوره کړې ده. اوس په پښتو شعر کې بګرام\باګرام د کومې خاصې جغرافیاوي سیمې پر ځای د افسانوي طبیعي او انساني ښکلا یو خیالي مرکز شوی، چې د افغانستان او د پښتونخوا ډېرو شاعرانو یې په خپلو اشعارو کې یادونه کړې ده. د بګرام د دغې افسانوي ښکلا ستاینه پښتو شعر ته یو زړه راښکونکی خوند او رنګ ورکړی دی.
خو دلته چې موږ د بګرام ذکر کوو، هغه د کابل په شمال کې د پروان ولایت د مرکز چاریکار نه شاوخوا پنځه میله لرې یوه ولسوالی ده چې د مرکز نوم یې هم بګرام دی، چې د پنجشیر او غوربند د سیندونو په یوځای کې د ګډیدو ځای سره جوخت پروت دی. ځینې لرغون پوهان په دې اند دي چې بګرام په هغه ځای کې پروت دی په کوم ځای کې چې په ۳۲۹–۳۳۰ قبل المیلاد کې سکندر مقدوني د دغې سیمې د فتح کولو نه وروسته دلته د سکندریې په نوم مرکز جوړ کړی و، او دغه مرکز ډېر وخت پایښت درلود. خو په دیارلسمه پېړۍ کې د چنګیز خان د لښکرو د ویجاړوونکو بریدونو په جریان کې د سکندریې مرکز تباه شو.
د ۱۹۵۰مې لسیزې نه پیل کې، چې افغانستان له شوروي اتحاد سره د اقتصادي همکارۍ ترڅنګ د پوځي همکارۍ اړیکې جوړې کړې، نو د شوروي اتحاد په مرسته افغانستان په بګرام کې یوه پوځي اډه جوړه کړه، چې د سالنګ د تونل او شمال ته د لویې لارې د مصوونیت ترڅنګ د هیواد د پلازمینې کابل د شا نه دفاع لپاره هم ستر اهمیت لري. دلته یو مصوون هوایي ډګر هم شته، چې کله د شوروي اتحاد ځواکونه افغانستان نیولي وو، نو د بګرام اډه د هغوی د پوځ مرکزي اډه وه، او کله چې افغانستان ته د امریکا ځواکونه راغلي وو، نو هغوی هم د بګرام اډې له ستراتیژیک اهمیت نه ګټه پورته کوله.
نن سبا چې د امریکا او چین ترمنځ کوم نوی سوړ جنګ پیل شوی دی، په هغه کې د مرکزي اسیا جغرافیا حیاتي اهمیت لري.
د چین د کمربند او لارې نړیواله پروژه چې د یوروشیا د زړه د وصل کولو لپاره د مرکزي اسیا او ختیځې اروپا ترمنځ د جغرافیایي او اقتصادي تړون شبکې جوړوي، هم په همدې لاره تېرېږي. که څه هم د شوروي اتحاد له ړنګېدو نه وروسته د مرکزي اسیا پنځه واړه جمهوریتونه په مستقلو هیوادونو بدل شوي دي، خو چین ورسره په کلکو اړیکو جوړولو کې بریالی شوی دی، او په تدریج سره خپل اقتصادي نفوذ په سیاسي نفوذ اړوي. د مثال په توګه، د مرکزي اسیا د پنځو جمهوریتونو سره په کال ۲۰۲۳ کې د چین د تجارت حجم له ۸۹،۴ میلیاردو ډالرو نه ۹۴،۸ میلیاردو ډالرو ته لوړ شوی دی.
چین د خپلې شنجیان یا سنکیانګ خودمختارې سیمې نه د اقتصادي ودې ورکولو له لارې داسې مقناطیس جوړوي چې د ټولې مرکزي اسیا پام ځان ته راواړوي.
چین غواړي چې له پاکستان سره جوړېدونکی اقتصادي کوریډور کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان هم شامل کړي، څو د چین د غلبې لاندې مرکزي اسیا سره یې وتړي. د دې موخې د ترلاسه کولو لپاره د چین، پاکستان او د طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو درې اړخیزې غونډې په تیر یو کال کې دوه ځله شوې دي. امریکا طبعاً په دې کار خوښه نه ده. موږ ولیدل چې کله د امریکا او پاکستان اړیکې یو ځل بیا ښې شوې، نو د چین او پاکستان ترمنځ جوړېدونکی اقتصادي کورېډور په ټپه ودرید، او امریکا غواړي ورته عمل په مرکزي اسیا کې هم وشي.
په دې سربېره، ټول ابر ځواکونه د یو بل د پوځي ځواک په اړه استخباراتي نظر ساتل غواړي.
که څه هم اوس د ساینس او ټیکنالوجۍ د پرمختګ له برکته هغوی له کیهان نه هم د یو بل څارنه کوي، خو د ځمکې امکانات تر ټولو ځواکمن دي. د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله بګرام د ټولو ابر قدرتونو لپاره اهمیت لري. امریکا له طالبانو سره د دوحې تړون کړی، او په تیرو څلورو کلونو کې د امریکا د ډالرو په مرسته طالبانو اقتصادي سقوط نه دی کړی.
له بلې خوا، روسیه د نړۍ لومړی هېواد شوی چې د طالبانو امارت یې رسمي وپیژنداو ورسره راشه درشه لري. چین هم ورسره په ګڼو اقتصادي لوظنامو لاسلیکونه کړي دي، او که څه هم په علني توګه نه وايي، خو د چین زړه به هم بګرام ته وي. باید په یاد ولرو چې د دریو واړو ابر قدرتونو نظر د افغانستان د طبیعي منابعو په شتمنیو هم دی.
دا ډېر ګران او پیچلي چلنجونه دي چې د طالبانو د داخلي او نړیوال مشروعیت او مسلکي کادرونو نه محروم رژیم یې پخپله مقابله نه شي کولای. طالبان باید افغان ملت او ولس ته لاره پرېږدي، څو د ټولو افغانانو په خوښه داسې نظام او حکومت منځ ته راشي چې د افغانستان اساسي ګټې وژغوري.

لیکوال: عبدالغفور لېوال، د ایران لپاره د افغانستان پخوانی سفیر د سیتي -ساکي قبیلو ګډوله یوچیان (کوشانیان) تر میلاد شاوخوا سل کاله وړاندې د افغانستان په شمال کې ځای پرځای شول او د پینځهګونو قبیلو په تشکیلاتو کې یې نور ساکان او تاهیان (تخاریان) مخ په سهیل راټېل وهل.
دوی تر میلاد پورې د سلو کلونو په ترڅ کې له هیندوکوښه هم راپورېوتل او د بګرام، کپیشا (کاپیسا) او کوفو، کاپو (کابلستان) هوارې یې هم لاندې کړې. له ۴۰ م تر ۱۱۰ م زیږدي یې په دې جغرافیا لومړۍ کورنۍ د کدفیزسانو (کوجولا/کزولا / کجولا کدفیزس او ویما کدفیزس) تر نوم لاندې واکمن وو او دویمه کورنۍ یې تر یوې لسکلنې تشې و ګډوډۍ روسته د سترکنیشکا/ کانیشکا/ کنشکا په مشرۍ له ۱۲۰ میلادي څخه واک ته ورسېدل، چې بیا یې پاتېشونیو شاهزیو آن تر ۲۶۰ زیږدي پورې د هیندوستان ترشماله وړې و غټې واکمنۍ پسې وغځولې.
په دې ټوله دوره کې د افغانستان او شاوخوا سیمو لپاره تر ټولو مهم او ستراتيژيک اهمیت د ورېښمو لارې درلود، چې سرچینه یې د چین په ګډون د سیمې له هېوادونو رانیولې بیا د روم تر پراخې اېمپراتورۍ پورې رسېده.
د ویما کدفیزس پلار ختیځ ته تر اباسین او پخپله ویما تر شمالي هیندوستان پورې سیمې ونیولې.
کنیشکا یې د ګندهارا شاه او د شاهانو شاه نومولی و. ده دوه پلازمینې لرلې، د اوړي له خوا به د کاپیسي په بګرام کې و او د ژمي له خوا به «پورا شاپورا» یا ننني پېښور کې په واکمنۍ بوخت و. دواړه پلازمینې د کوشاني مدنیت او بودايي دین له مهمو مراکزو څخه وو.
د لومړیو کوشانیانو سیالي او رقابت له چیني واکمنو سره جدي او خونړی و، ځکه دواړو ځواکونو غوښتل د ورېښمو د لارې لویه برخه تر واک لاندې ولري. او پر دې لاره د واک له لارې یو بل ځانته تابع کړي.کله چې په ۷۸ زیږدي کې ویما کدفیزس واک ته ورسېد، چینایانو د اریانا له کوشانیانو ګواښ احساس کړ، دوی وار له مخه په ۷۳ زیږدي کې خپل نوموتی جنرال پان – چاو Pan- Chao لویدیځ لوري ته راخوځولی و، چې د ورېښمو د لارې د درېسره څانګو شاوخوا سیمې ونیسي. جنرال چاو سینکیانګ او ختن ونیول او ځان یې د کاسيغر (کاشغر) لمنو ته راورساوه. ده تر ۹۲ زیږدي پورې (کوچه) او (قرهشهر) هم ونیول او مخامخ یې د ورېښمو لارې شمالي څانګې ته د چینایانو لاره ورپرانیسته. تاریخ لیکونکي فکر کوي، چې د چینایانو له دې پرمختګ سره د وریښمو لارې واک ان تر فرغانې او په بل اړخ کې تر خزر و د رومي اېمپراتورۍ ترختیزو پولو پورې ورسېد.
ویما کدفیزس د دې خوځښتونو په دلیل او اغېز پوهېده. اول یې د یوې معاملې وړاندیز وکړ، داسې چې په ۹۰ زیږدي کې یې ځان ته د چین د اېمپراتور لور وغوښتله او په دې سیاسي ریباري کې یې وغوښتل خپل ځواک هم د چین له اېمپراتور سره برابر وښيي. د ویما ریباران د چین دربار ته ونهرسېدل، ځکه په لاره کې د جنرال پان چاو له لښکرو سره مخ شول او هغوی په سپکاوي بېرته راوشړل. ویماکدفیزس چې خپل ریبار هیئت ته دغه سپکاوی ونهزغملای شو، نو اویا زره کسیز لښکر یې د پامیر (څونګ لینګLing -Tsung ) درې له لارېوروخوځول، چې د جنرال چاو مخه ونیسي. اریايي لښکر چې د واخان کوتل له لارې د ختیز پامیر لمنو ته ورسېده او په غالب ګومان د کاسيغره تر یارکند پورې وړاندې ولاړ د ژمي یخنۍ کې ګیر شو او سختې واورې و توپان تارپه تار کړ. یوازې څوزره کسان ستړي و ستومانه د پان چاو مخې ته ورغلل چې په اسانۍ سره وځپل شول، ویماکدفیزس ماته وخوړه او د چین اېمپراتور ته یې د منظم کلني باج ورکول ومنل.
ویما کدفیزس چې له دې اړخه دردېدلی و، ژر یې پام لویديځ ته واوښت او له رومي اېمپراتورۍ سره یې اړیکي جوړ کړل. کوشاني هیئت اول د «تراجان» دربار ته ولاړل او په ۹۹ زیږدي کې روم ته ورسېدل. رومیانو دا مهال د مدیترانې اسیايي څنډې نیولې وې او د ورېښمو د سوداګریزې لارې پر ارزښت خبر پوهېدل، په دې هم خبر ول، چې د دغې لارې لویه و ستراتيژيکه برخه لا هم د اریايي (کوشاني) اېمپراتورۍ په لاس کې ده.
د (سیلون لويي) د لیکنې له مخې له رومي اېمپراتورۍ سره د کوشانیانو انډیوالي داسې برید ته ورسېده، چې د اریايي سوداګرو کاروانونه تر مصر و شام پورې په ارامۍ تلل راتلل او کوشاني اېمپراتورۍ ورو ورو بایللی برم بېرته ترلاسه کړ. شاهنشاه کنیشکا د وريښمو د لارې د سوداګرۍ، بودايي فرهنګپالنې او په خپلې اېمپراتورۍ کې د قبایلو د یووالي په مټ یوځل بیا د ورېښمو د لارې لویه برخه واک راخپل کړ او شمالختیځ ته تر تبت او چیني تورکیستان پورې وړاندې ولاړ. د موسیو الفرد فوشې له نظره له بګرام او پېښور څخه د هیندوستان شمال، کشمیر، تبت، چیني تورکیستان، د منځنۍ اسیا لویه برخه، پارتیا او د خزر شاوخوا سیمې د دغه پاچا تر لاس لاندې وې او د دې ټولې پراخې جغرافیې مرکز بګرام و. د بګرام ستراتيژيک موقعیت هغه مهال دومره مهم ګڼل کېدل، چې دغې سیمې ته یې د خدای سیمه ویل او شاوخوا ولسونو فکر کاوه، چې کنیشکا د اسمان زوی دی...
د بګرام په چورلیز د چین او غرب اوسنۍ سیالي په عجیبه بڼه تکراریږي. روم په لرغونې زمانه کې د ټول لویدیځ د ځواک مرکز و، لکه اوس چې انګریز، لویدیزه اروپا او په سر کې یې امریکا د دغه ځواک تمثیل کوي. چین نن هم په سیمه کې د سوداګریزو لارو د پراختیا په هڅه بوخت دی او (د یوکمربند، یوه لار (One Belt One Roadستراتيژي یې د ورېښمو د لارې تاریخي بهیر بېرته راژوندی کوی. پخپله چینایان دې هڅې ته د نوې ورېښمو لارې نوښت وايي. لویدیځ د چین دغو هڅو ته وارخطا دی او ټولې سترګې بګرام ته دي.
د کوشاني اېمپراتورۍ د ژمي پلازمېنه پېښور هم د همدغې سیالۍ په اور کې سوزي او د نیابتي ډلو تر پښو لاندې زخمي دی.
د دوبي پلازمېنه بګرام د نړۍ د خبرونو سرټکی ګرځېدلی او هېوادمشرټرمپ د انګریزي لومړي وزیر ترڅنګ یې د بېرته نیولو خبر ورکوي.
چین وايي: هیڅکله به اجازه ورنهکړي چې امریکا بګرام ته لاس راوغځوي. یوازینی څه چې توپیر لري هغه د لرغونې اریانا په ځایناستي افغانستان کې د کنیشکا په شان د یوه پیاوړي ملي او ستراتيژيک واکمن تشه ده.
شاوخوا دوه زره کاله روسته دغه سیمې هماغه اهمیت ته رسېدلي دي، خو موږ یې په ارزښت خبر نه یو او نه پوهېږو چې څه روان دي او ولې روان دي؟

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر په هغه لیکنه کې چې افغانستان انټرنشنل ته یې لېږلي ویلي،امنیت شورا د افغانستان ناورین سم تشخیص کړی، خو اراده او حل یې نه درلود. هغه زیاتوي د امنیت شورا وروستۍ ناستې وښوده چې ستر قدرتونه د افغانستان په اړه په یوه نظر نه دي.
محمد حنیف اتمر وایي، د پېچلو او له یو بل سره تړلو انساني ، بشري حقونو، اقتصادي، امنیتي او سیاسي ناورینونو په اړه د ملګرو ملتونو ارزونه په بشپړه توګه سمه وه.
د دې سازمان دا ارزونه هم پر ځای ده، چې دې ناورینونو د افغانستان او تر دې ور هاخوا یو (بشپړ توپان) رامنځته کړی؛ ځکه د میلیونونو انسانانو ژوند، په ځانګړي ډول د ټولنې نیمايي برخه له محرومیت، لوږې، د روغتیایي خدمتونو له نشتون او د ژوند له جدي ګواښ سره مخامخ ده،په داسې حال کې چې د ترهګرۍ ګواښ هم لا نه دی مهار شوی.
دا ځل ملګرو ملتونو روښانه کړه چې د طالبانو رهبري په دوه ډلو وېشل شوې ده: لومړی هغه ډله چې د ناورینونو د حل پر وړاندې د واقعي او معقول چلند غوښتنونکې ده، خو کافي ځواک نه لري ( یا نه غواړي خپلې ګتې په خطر کې واچوي) او بله ډله چې واک په لاس کې لري خو د ناورینونو دحل لپاره هېڅ اراده نه لري او بر عکس پر هېواد نور محرومیتونه هم تپي.
خو له دې ټولو سره سره، نه د ملګرو ملتونو سازمان او نه یې د امنیت شورا، له تلپاتې غوښتنو او دایمي شعارونو ورهاخوا، د دې «د ناورینونو یو بشپړ توپان» د مهار لپاره هېڅ عملي برنامه وړاندې نه کړه.
تر دې بد تره لا دا چې، دې ناستې یو ځل بیا د نړېوالې اجماع د ماتې، فکري څو اړخیزوالي او د سترو قدرتونو د نوې سیالۍ د پیل ننداره وړاندې کړه.
د افغانستان د ناورین پر وړاندې ستر قدرتونه په درې برخو وېشل شوي: لومړی برخه له طالبانو سره د مشروط تعامل غوښتونکې ده، دویمه یې له قید او شرط پرته د تعامل غوښتنکې او درېیمه برخه یې له طالبانو سره هر ډول تعامل بې پایلې او مردود بولي.
د افغانستان او نړۍ خلک او همدارنګه هوښیار سیاستوال او واکمنان باید پوه شي چې د سترو قدرتونو دا سیالي به د افغانستان او سیمې لپاره د دې بشپړ طوفان کچه او اړخونه څو چنده لا ژور او نازک کړي.
له دې وړاندې چې ناوخته شي حل په ملي او نړيواله همکارۍ کې پروت دی څو په هېواد کې يو مشروع نظام رامنځته شي؛ داسې نظام چې د ټولو افغانانو حقونه او د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې په ګډون د هېواد نړيوالې ژمنې تضمين کړي.
د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې د دوحې سياسي بهير بايد د افغان ولس، وړ او باوري سیاسونو په فعاله او معناداره ونډه بيا پيل شي. د ټولو افغانانو د ګډون او يوې پايداره هوکړې لپاره بينالافغاني خبرې اترې هم بايد د امنيت شورا او د سيمې د اغېزمنو هېوادونو په بشپړ ملاتړ پيل شي.
که څه هم د بشري مرستو او د بشري حقونو په ډګر کې د ملګرو ملتونو رول او ونډه د ستاینې وړ ده، خو د دې سازمان کړنې په سیاسي برخه کې، په ځانګړي ډول د دوحې په بهیر کې، جدي بیاکتنې ته اړتیا لري. دغه سازمان باید د افغان ولس د واقعي ګډون حق ته درناوی وکړي او د ظالمانه واکمنانو پر وړاندې د درېدو زړورتیا وښيي، حتا که دا کار د سازمان د بنسټیز دریځ او دندې د له لاسه ورکولو په بیه هم تمامیږي.
د افغانستان له خلکو سره بشردوستانه مرستې باید د واقعي اړتیاوو پر بنسټ او د روڼتیا او حسابورکولو د اصولو له مخې بېرته پیل شي.
سربېره پر دې، باید په نړیواله کچه ټول سیاسي او عدلي اقدامات د بشري حقونو د کړکېچ د درولو او د ښځو د محرومیت د لرې کولو لپاره عملي شي او دا حیاتي موضوع باید د «رغنده تعامل» په پلمه له پامه ونه غورځول شي.

بګرام هوايي اډه د شاوخوا شل کلونو لپاره د امریکا او ناټو ځواکونو تر ټولو ستره نظامي پایګاه وه. دغه ځای یوازې د یوې پوځي اډې حیثیت نه درلود، بلکې د امریکا د ستراتیژیکو محاسبو د محراق حیثیت یې درلود.
له دې ځایه د نړۍ تر ټولو سترو پوځونو د افغانستان او پاکستان جګړه اداره کوله، په ګاونډیانو یې نظر ساته او متحده ایالاتو دا اډه نړۍوال تروریزم پر وړاندې د خپلو عملیاتو مرکز باله. اوس چې د امریکا پوځ له دې ځایه وتلی، پوښتنه دا ده، چې ولې بګرام دومره مهم و/دی؟
دا اډه د چین لپاره څه اهمیت لري؟ او ایا امکان شته چې امریکا دا اډه تر لاسه کړي؟
ولې بګرام د امریکا لپاره مهم دی؟
بګرام د افغانستان د جغرافیې په زړه کې واقع دی. له دې ځایه امریکا کولای شوه د څلورو مهمو هېوادونو – ایران، پاکستان، چین او روسیې – پر تحرکاتو مستقیمه څارنه وکړي. د امریکا پخواني دفاع وزیر رابرټ ګیټس په یوې مرکې کې ویلي وو:
"په داسې نړۍ کې چې لوی قدرتونه بیا سر راپورته کوي، افغانستان او په ځانګړي ډول بګرام، د امریکا لپاره د ستراتیژیک لید برج و."
یوه بېلګه یې د ایران د اټومي پروګرام څارنه وه. امریکایي څارګرو له بګرامه کار اخیسته، څو د ایران د بالستیک توغندیو ازموینې تعقیب کړي. همدارنګه د پاکستان د قبایلي سیمو د جهادي ډلو د خوځښتونو ثبت او شننه هم له همدې ځایه کېده.
دویمه مساله د تروریزم پر وړاندې جګړه وه، بګرام د امریکا د هوایي بریدونو د اصلي مرکز په توګه پیژندل کېده. بېپیلوټه الوتکې (ډرونز)، د ځانګړو ځواکونو عملیات او د القاعده د مشرتابه پر ضد حملې ټول له همدې ځای څخه همغږې کېدلې. د ۲۰۱۱ کال د می میاشتې هغه برید چې اسامه بن لادن په پاکستان کې ووژل شو، د بګرام د لوجستیکي ملاتړ او استخباراتي همغږۍ پرته ممکن نه و.
د امریکا د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش په وینا:
"موږ په افغانستان کې یوازې د یوه هېواد نه، بلکې د ټولې نړۍ د امنیت لپاره جګړه کوو او بګرام زموږ د دې جګړې د زړه په څېر دی."
درېیمه مساله دا وه چې بګرام یوازې یوه هوايي اډه نه وه، بلکې د امریکا د سی ای اې د پټو عملیاتو او پلټنو مرکز هم و. دلته د بندیانو لپاره زندان هم جوړ شوی و، چې وروسته د بشري حقونو د سازمانونو لخوا پرې سختې نیوکې وشوې. خو له دې سره سره، د امریکا لپاره دا ځای د سیمې د ټولو سیاسي بدلونونو د څار ستره نقطه پاتې وه.

بګرام د چین لپاره څه اهمیت لري؟
چین له اوږدې مودې د سینکیانګ ایالت په مسلمانانو کې د افراطي ډلو د نفوذ له امله اندېښنه لري. بګرام له سینکیانګ سره یوازې څو سوه کیلومتره واټن لري. د امریکا حضور دلته د چین لپاره داسې ګڼل کېده لکه د یو دایمي څارګر د سترګو لاندې اوسېدل.
د چین د پخواني ولسمشر هو جنتاو له چینايي تلویزون سره په مرکه کې ویلي وو:
"هره پوځي اډه چې زموږ له پولو سره نږدې جوړه شي، د چین د ملي امنیت لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي."
پس دا اډه د چین د ملي امنیت لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کېده.
همدا راز چین هڅه کوي د "یو کمربند، یو لار" سترې اقتصادي پروژې (Belt and Road Initiative) له لارې منځنۍ اسیا، پاکستان او منځنی ختیځ سره ونښلوي. افغانستان د دې لارې طبیعي څلورلارې ده. که بګرام د امریکا تر لاس لاندې پاتې شوی وی؛ نو چین به وېره لرله چې امریکا یې د دې سترې اقتصادي لارې د خوندي کولو توان له منځه یوسي.
اوس چې امریکا وتلې، چین هڅه کوي له طالبانو سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د ۲۰۲۱ کال په سفر کې په ښکاره وویل:
"افغانستان باید د سیمې د ناامنۍ د سرچینې پر ځای د اقتصادي همکارۍ پر مرکز بدل شي."
دا څرګندونه ښيي چې چین غواړي د امریکا له وتلو وروسته بګرام او ټول افغانستان د اقتصادي نفوذ لپاره یو فرصت وګڼي، نه یو ګواښ.
ایا د امریکا له خوا د بګرام د تر لاسه کولو امکان شته؟
که له افغانستانه یو ځل بیا نړۍوال تروریزم د امریکا پر ضد ګواښ شي، امکان شته چې امریکا د طالبانو یا د سیمې د نورو لوبغاړو سره خبرې وکړي څو بګرام د محدودو عملیاتو لپاره وکاروي. د امریکا د پخواني ولسمشر جو بایډن په وینا:
"موږ د افغانستان جګړه پای ته رسولې، خو که زموږ د امنیت پر ضد کوم ګواښ راپورته شي، موږ به د اړتیا وړ ګامونه واخلو."
په اوسني وخت کې د امریکا او چین ترمنځ ستراتیژیکه سیالي شدیده شوې ده. د دې سیالۍ یوه جیوپولیټیکي نقطه هم افغانستان ګڼل کېږي. که اړتیا پېښه شي، امریکا ښايي هڅه وکړي د بګرام د بیا کارونې لپاره د یوې نوې ستراتیژۍ په لټه کې شي، که څه هم ښکاره نظامي حضور ستونزمن ښکاري.
یو باور دا هم دی چې امریکا ښايي د قراردادي ځواکونو، استخباراتي همکارانو یا د سیمهییزو تړونونو له لارې په بګرام کې خپل اغېز وساتي. ښکاره حضور یې ډېر کم احتمال لري، خو پټه همکاري بیا تل شونې ده.
بګرام یوازې یوه هوايي اډه نه ده، بلکې د نړۍوال سیاست یوه مهمه نقطه ده. د امریکا لپاره دا د تروریزم ضد جګړې زړه و، د چین لپاره د ستراتیژیکې اندېښنې سرچینه ده او د طالبانو لپاره د "بریا" سمبول دی، د دوی په باور چې امریکا یې له دې ځایه وتلو ته اړ کړه. د نړۍ جیوپولټیک بدلونونه ښيي چې بګرام لا هم د سیالیو په محاسبو کې ځای لري او کېدای شي یو ځل بیا د راتلونکي ستراتیژیکو لوبو مهم ټکی شي.