په بن کې د افغانستان د کونسلګرۍ کونسل او کارکوونکو ډله ییزې استعفاوې ورکړې

د جرمني په بن ښار کې د افغان کونسلګرۍ سرپرست کونسل حامد ننګیالي کبیري اعلان وکړ، چې د جرمني له خوا د طالبانو د دوو ډیپلوماټانو د منلو په غبرګون کې یې ډله ییزې استعفاوې ور کړې دي. جرمني د طالبانو دوه استازي د ډيپلوماټانو په توګه منلي او یو استازی د بن کونسلګرۍ ته معرفی کیږي.
