امریکا د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په اړه د اوکراین غوښتنه ارزوي

د امریکا مرستیال ولسمشر جې ډي وېنس ویلي، چې امریکا به د لرې واټن ویشتونکو توغندیو «تاماهاک» په اړه د اوکراین غوښتنه و ارزوي. تر دې وړاندې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي له امریکا نه د لرې واټن ویشتونکو توغندیو غوښتنه کړې وه.
