• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د بېلابېلو ښارونو په بندخونو کې ۱۲ کسان اعدام شول

۷ تله ۱۴۰۴ - ۲۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۳۳ GMT+۱

د ایران د بشري حقونو سازمان وایي، چې د یکشنبې په ورځ (د تلې شپږمه) د دې هېواد په بېلابېلو ښارونو کې ۱۲ کسان اعدام شوي دي. د راپورونو پربنسټ، دغه کسان د شېراز، جیرفت، اراک، بابل، نهاوند، خرم‌اباد او ایلام بندخونو کې اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو په راپور کې راغلي، چې یوازې د تلې په میاشت کې د اعدام شویو بندیانو شمېر ۲۸ ته رسېدلی دی. د راپور له مخې، په ایران کې په ورځ کې نږدې ۵ کسان او هرو ۵ ساعتونو کې یو بندي اعدام شوی دی.
د ایران د بشري حقونو سازمان په راپور کې اعدام شوي کسان خشایار امیري، اسماعیل رحیمي، محمود نظري، رضا انصاري، سعید پارسایي، رسول نوري، مهدي ویسي، بېژن سلیماني، علي صابري او فرهاد مهدي‌پور ښودل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د دوو کسانو هویت بیا تراوسه روښانه شوی نه دی.
د ډېرو اعدام شویو کسانو جرمونه قتل او د نشه‌یي توکو کاروبار بلل شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان څو ورځې مخکې ویلي و، چې په تېرو نهو میاشتو کې په ایران کې له زرو ډېر کسان اعدام شوي دي. د دغه سازمان د اټکل له مخې؛ په دغه موده کې هره ورځ نهه کسان اعدام شوي دي.
د ایران د بشري حقونو سازمان د تلې په لومړۍ نېټه په یوه راپور کې لیکلي و، چې د ایران حکومت د سیاسي موخو او په ټولنه کې د وېرې خپرولو لپاره له اعدامونو کار اخلي. یاد سازمان دا رنګه د بشري حقونو شورا له حقیقت موندنې کمېټې وغوښتل، چې دغه اعدامونه د «بشریت ضد جنایت» په توګه وڅېړي.

ډېر لیدل شوي

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي
۱
ځانګړی

هیلۍ وایي مولوي عبدالبصیر زابلی مې ګواښي چې انځورونه او ویډیوګانې به مې رسنیزې کړي

۲

د امریکا یوې محکمې د افغان کډوالو کورنیو په ګټه پرېکړه وکړه

۳
ځانګړی

د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر د خپل زوی په ګډون ۱۸ خپلوان په ادارو کې ګومارلي

۴

طالبانو په خوست کې ۱۵۱ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۵
روغتیا او ژوند

ملګري ملتونه: میلیونونه میندې ماشومانو ته د شیدو ورکولو لپاره له اړین ملاتړ بې‌برخې دي