فیفا د افغان پناه غوښتونکو ښځو د فوټبال لوبډلې نوملړ اعلان کړ

تازه د فوټبال نړۍوال فدارسیون (فیفا) د افغان پناه غوښتونکو ښځو د ۲۳ کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ. د یاد فدارسیون د معلوماتو له مخې؛ دغه لوبډله به د روانې اکټوبر میاشتې په پای کې په دوبۍ کې په یوه دوستانه ټورنمنټ کې ګډون وکړي.
