طالبانو د افغانستان لپاره د پاکستان له پخواني سفیر سره پر ګډو همکاریو خبرې کړې دي

په اسلاماباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب وايي، د افغانستان لپاره د پاکستان له پخواني سفیر منصور احمد خان سره یې په کتنه کې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د شته ستونزو، فرصتونو او په ټوله کې د ګډو همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.
