امریکایي سرچینې: امریکا افغانستان کې هېڅ ځواک نه لري او د بګرام په اړه اوازې بې اساسه دي

په واشنګټن کې دوو باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل چې امریکا په افغانستان کې هېڅ ځواک نه لري او د بګرام په اړه اوازې بې اساسه دي. دغو دواړو سرچینو زموږ خبریال عارف یعقوبي ته وویل چې دوی دا شایعات په کلکه ردوي.
