• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په بادغیس کې یو کس په عام محضر کې اعدام کړ

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۳ GMT+۱

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په بادغیس ولایت کې یې پر یو کس د قتل په تور د عامو خلکو پر وړاندې د “قصاص” حکم عملي کړ.

یادې محکمې د پنجشنبې په ورځ، د تلې ۲۴مه ویلي، چې د بادغیس ولایت د جوند ولسوالۍ اوسیدونکي اسماعیل باندې د وسلې په وسیله د دوو کسانو د وژلو تور و، چې د محکمو د دریو مرحلو له لارې نوموړی مجرم وپيژندل شو او د “قصاص” حکم ورکړل شوی و.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې پر اسماعیل یې نن د بادغیس په ورزشي لوبغالي کې د عامو خلکو د سترګو په وړاندې د “قصاص”حکم عملي کړ.

طالبانو ویلي، چې پر اسماعیل د “قصاص” حکم د دې ډلې د مشر هبت الله اخوندزاده تر تایید وروسته عملي شوی دی.

طالبانو تردې وړاندې هم په بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو کې پر څلورو کسانو د “قصاص” حکمونه عملي کړي وو.

د طالبانو له خوا دا ډول سزاګانې تل د بشري حقونو د نړیوالو سازمانو له سخت غبرګون سره مخ شوې دي.

ترویج لرونکی

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل
۱

د جنرال سمیع سادات په مشرۍ متحدې جبهې له کندهاره وسله وال فعالیتونه پیل کړل

۲
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د قدرت ۱۰۷ کلنه تراژیدي؛ له ماڼۍ تر وژل کېدو او تبعیده د افغانستان د واکمنو تکراري برخلیک

۳
ځانګړی

سراج الدین حقاني د روان وضعیت په تړاو په پکتیا کې له خپلو پلویانو سره پټه ناسته کړې

۴

د طالبانو د اړیکو کمیسیون افغانستان ته د دوو پخوانیو چارواکو د ستنېدو خبر ورکړی

۵

طالبانو په بلوچستان کې د ۳۴ کان کیندونکو پر مړینه خواشیني وښوده