بدخشان د ریښتر په کچه ۵.۱ درجې زلزلې ولړزاوه

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې خبر ورکړ، چې د ریښتر په کچه ۵.۱درجې زلزلې د افغانستان د بدخشان ولایت سرحدي سیمې لړزولي. د زلزلې مرکز په اشکاشم ولسوالۍ کې و او ژوروالی یې ۳۴کیلومتره و.

د امریکا د جیولوژیکي سروې ادارې خبر ورکړ، چې د ریښتر په کچه ۵.۱درجې زلزلې د افغانستان د بدخشان ولایت سرحدي سیمې لړزولي. د زلزلې مرکز په اشکاشم ولسوالۍ کې و او ژوروالی یې ۳۴کیلومتره و.
یاده اداره وایي چې دا زلزله دوشنبه په سیمه ییز وخت د شپې پر ۱۱:۱۶بجو وشوه.
زلزله په کابل، ننګرهار، کندوز او د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم احساس شوې ده.
په ورته ډول، د پاکستان جیولوژیکي سروې ادارې هم راپور ورکړی چې د زلزلې شدت په اسلام اباد، راولپنډۍ، چترال او سوات ښارونو کې احساس شوي. دغه ادارې وویلي چې د زلزلې شدت ۵.۳درجې و.
تر اوسه پورې، د دې زلزلې له امله د احتمالي زیانونو په اړه کره معلومات نشته.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) اعلان کړی، چې په افغانستان کې یې د زدهکوونکو لپاره د زدهکړې او تدریس موادو د وېش بهیر پیل کړی دی.
یونېسف وایي، دا پروګرام به د هېواد په ۱۵زرو ښوونځیو کې نږدې یو نيم (۱.۵) ميليونه زدهکوونکي تر پوښښ لاندې راولي.
دغه سازمان پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، چې په وېشل کېدونکو موادو کې د درسي کتابونو، قرطاسیې او نورو اړینو توکو سربېره، د ښوونکو لپاره هم د تدریس ممد وسایل شامل دي.
یونېسف زیاتوي، دا مرسته د اسیا د نړۍوال بانک په مالي ملاتړ ترسره کېږي او د دې پروګرام عملي پړاو نن د لوګر ولایت له ښوونځیو څخه پیل شوی دی.
څو ورځې وړاندې یونېسف او یونسکو په یوه ګډ راپور کې خبرداری ورکړی وو، چې د افغانستان د زدهکړې نظام له جدي ناورین سره مخ دی.
دغو بنسټونو ویلي وو، چې په افغانستان کې نه یوازې نجونې، بلکې هلکان هم له تعلیمي محرومیت او د زدهکړې له ټیټ کیفیت سره مخامخ دي.
د افغانستان د زدهکړو د وضعیت د دې دوو بنسټونو د ۲۰۲۵ کال د راپور له مخې، تر اوسه له ۲.۱۳ میلیونه څخه زیات د ابتدايي ښوونځي عمر لرونکي ماشومان له زدهکړې بېبرخې دي او هغه ماشومان هم چې ښوونځیو ته ځي، ډېری یې له ټیټې کچې زدهکړې سره مخ دي.
راپور زیاتوي، چې د ۲۰۲۲کال د ارزونې له مخې، له ۹۰سلنې زیات لس کلن ماشومان نشي کولای یو ساده متن ولولي، چې دا د «ښوونځیو پرته زدهکړې» د ژور ناورین څرګندونه کوي.
د ښوونکو کمښت په ځانګړي ډول د ښځینه ښوونکو نشتوالی، د درسي موادو محدودیت، د نصاب د بدلون ناڅرګندتیا، د نظارت ضعف او د ښوونځیو خراب بنسټیز حالت د زدهکړې کیفیت نوره هم ټیټه کړې ده.
نږدې نیمایي ښوونځي له پاکو اوبو، تشنابونو او تودوخې وسایلو بېبرخې دي او له زرو زیات ښوونځي د جګړو او طبیعي پېښو له امله تړل شوي دي.
یونېسف او یونسکو ویلي وو، چې د طالبانو له خوا د نجونو پر ثانوي زدهکړو بندیز شاوخوا ۲.۲میلیونه نجونې له زدهکړو محرومې کړې دي، خو د هلکانو د منځنیو زدهکړو ګډون هم په ټپه ولاړ دی او د لوړو زدهکړو برخه کې یې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۴ ترمنځ د ګډون کچه ۴۰سلنه راټیټه شوې ده.

د پاکستان د کابینې له پرېکړې چې باید له دغه هېواده ټول افغان کډوال واېستل شي، پولیسو یې نن (سېشنبه د تلې ۲۹مه) په اسلاماباد او راولپنډۍ کې د افغانانو د یو مخیزې نیونې عملیات پراخ او چټک کړي دي. له دې سره سم، د کورونو مالکانو افغانانو ته تر سبا وخت ورکړی، چې کورونه خالي کړي.
د تېرې جمعې په ورځ (د تلې ۲۵مه) د پاکستان د لومړي وزیر په مشرۍ کابینې پرېکړه وکړه، چې ټول افغان کډوال باید له دغه هېواده واېستل شي، نو له هغې ورځې راهیسې په ټول پاکستان او په ځانګړي توګه په اسلاماباد او راولپنډۍ ښارونو کې د افغانانو د یو مخیزې نیونې بهیر پیل شوی او تر اوسه سلګونه کورنۍ نیول شوې دي.
د اسلاماباد او راولپنډۍ پولیسو نن (سېشنبه د تلې ۲۹مه) په ګلبرګ ګرین، فیصل ټاون او بې۱۷ ښارګوټو کې د لسګونه افغان کورنیو پر کورونو چاپې وهلي او افغانستان ته یې د لېږدولو په موخه د «حاجي کمپ» پر ځای کوم بل مشخص شوي ځای ته لېږدوي.
په دغو ښارګوټو کې مېشت یو شمېر افغان کډوال افغانستان انټرنشنل- پښتو ته وايي، پولیس په یادو ښارګوټو کې مخامخ د افغانانو کورونو ته ورځي او په ډېر قهرجن وضعیت کې یې دروازه ډبوي او د نه خلاصولو په صورت کې یې دروازې ماتوي او پهکې مېشت افغانان نیسي.
د دوی په وینا، پولیسو ته هغه اسناد چې د سفارتونو او یا هم د پاکستان د کورنیو چارو وزارت له لوري د ویزې د تمدیدېدو په موخه ورکړل شوي، هېڅ ارزښت نهلري او د ښودلو په صورت کې یې پولیس د دوی په مخ کې څېرې کوي.
له دې سره سم، په یادو ښارونو کې د بلاکونو مالکانو او اجاره کوونکو مېشتو افغان کورنیو ته تر سبا لسو بجو وخت ورکړی، چې کورونه تخلیه کړي، ګنې دوی به یې په خپله پولیسو ته په لاس ورکړي.
په فیصل ټاون کې مېشت یو افغان چې د بشپړ نوم له اخیستلو ډډه کوي او ځان انجنیر معرفي کوي، وايي: «د پلازا والا مسوول نوټس راکړی چې تر سبا لسو بجو کور تخلیه کړو، ګنې پولیسو ته به مو په لاس ورکړي.»
د پولیسو په دغه بې درېغه نیونو سره د ډېریو کورنیو د کور وسایل همداسې پاتې دي او دوی یې افغانستان ته د لېږدولو لپاره یوه مشخص شوي ځای ته لېږدولي دي.
له دې سره سم، شاوخوا ۴۰۰ کورنۍ چې پاکستان یې ویزې نه دي تمدید کړي او د اسلام اباد په یوه پارک کې شپې او ورځې تېروي وايي، نن هلته هم پولیسو چاپې وهلي او یو شمېر کورنۍ یې له ځانه سره وړي دي.
دوی د بشري حقونو په ګډون له نړۍوالو بنسټونو او همداراز هغو هېوادونو چې ورسره د دوی کېسونه دي، غواړي چې د دوی دغه وضعیت ته لومړی رسېدنه وکړي او بیا یې د کېسونو بهیر چټک کړي، څو له دغه بد وضعیته وژغورل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې له څو میاشتو راهیسې د پاکستان د ویزې د تمدیدولو بهیر ډېر ټکنی شوی او د ځینو په وینا د ویزې د تمدیدېدو بهیر یې په ټپه درولی دی.

د بخښنې نړۍوال سازمان «امنېسټي انټرنشنل» په یوه تازه اعلامیه کې ویلي، چې افغانستان لا هم د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې د خپلو وګړو لپاره ډېر خطرناک ګڼل کېږي.
دغه سازمان د هغو هېوادونو پر کړنو نیوکه کړې، چې افغان کډوال بېرته افغانستان ته شړي او ویلي یې دي، چې دا کار د بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
په اعلامیه کې راغلي: «هر هغه څوک چې خلک بېرته داسې هېواد ته شړي چې د خپلو وګړو لپاره ګواښونکی وي، د دوی له خوندیتابه قصدي انکار کوي او قانون ماتوي.»
یاد سازمان ټینګار کړی، چې دا ډول «د بشري حقونو خیانت» باید سمدستي ودرېږي او له نړۍوالو ادارو یې غوښتي، چې د افغان کډوالو په زوره د ستنېدنو مخه ونیسي.
د بخښنې نړۍوال سازمان په داسې حال کې دا څرګندونې کوي، چې د ایران او پاکستان د حکومتونو له خوا هره ورځ په زرګونه افغان کډوال نیول کېږي، ربړلول کېږي او په زور افغانستان ته شړل کېږې.
په افغانستان کې د طالبانو بیا ځلې واک ته له رسېدو وروسته ډېری افغانان په ځانګړي ډول خبریالان، د مدني او بشري حقونو فعالان او همداشان د جمهوري نظام کارکوونکي د طالبانو د غچ اخیستنې له وېرې ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شول.
بلخوا، د اتریش لومړي وزیر اعلان کړی چې نن یې یو افغان چې په درنو جرمونو تورن و، کابل ته اخراج کړی دی. کریستیان سټوکر پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي «هر هغه څوک چې زموږ قوانین نه مراعاتوي، باید لاړ شي.» په پام کې ده، چې شاوخوا ۳۰ تنه له طالبانو سره په همغږۍ له اتریش څخه افغانستان ته وشړل شي.
سټوکر زیاته کړې: «نن سهار یو تن چې په جدي جرمونو محکوم شوی و، کابل ته واستول شو. له ۲۰۲۱ کال وروسته افغانستان ته لومړنی اخراج په دې سره اتریش ټولو هغه کسانو ته یو روښانه پیغام لېږي، چې د جرمونو له امله یې د استوګنې حق له لاسه ورکړی، نه زغمل کېږي.»

ډان ورځپاڼې یوه مقاله کې ویلي، د اسلاماباد او کابل اړیکې تر بل هر وخت ترینګلې دي او هغه پاکستان چې د طالبانو ملاتړی ګڼل کېده، اوس له دوی سره د اړیکو رغولو لپاره منځګړو ته اړتیا لري. مقاله وايي، هممهاله په کوردننه او بهر د ګڼو محاذونو پرانیستل دولت د کړکېچونو مدیریت کې بوختوي.
ډان ورځپاڼې په یوه مقاله کې، چې د تلې پر ۲۹مه خپره شوې، لیکلي، داسې ښکاري، چې پاکستاني چارواکي پخپله هڅه کوي یو سخت، توند او زغم نه لرونکی برانډ او داسې تصور رامنځته کړي، چې ګواکې یو ځواکمن هېواد دی او نه د دننه مخالفین او نه بهرني دښمنان پرې تېری کولای شي.
په مقاله کې ویل شوي چې همدا تېره اونۍ، یو لاریون چې له لاهور څخه پیل شوی و، اجازه ورنه کړل شوه چې اسلاماباد ته ورسېږي او له دې وروسته، دتحریک لبیک پر ضد پراخ عملیات وشول، او پر دولت د تشدد تورونه ولګېدل، چې د ځینو کسانو د مرګ سبب شول.
مقاله وايي، په تېرو څو کلونو کې، چې تحریک انصاف، پي ټي ایم او د بلوڅ ځوانانو غورخنګ پرلتونه کړي، د مرګ او ټپي کېدو راپورونه ترې ورکړل شوي.
مقاله په ورته مهال د اسلاماباد او کابل اړیکو ته اشاره کوي، چې اوس تر بل هر وخت ترینګلې دي. د مقالې د لیکوالې په وینا، « داسې ښکاري چې د نرمو خبرو وخت تېر شوی او که په پاکستان کې ترهګریز بریدونه دوام ومومي، نو اسلاماباد به پر افغانستان داسې فشار راوړي چې خپل چلند بدل کړي».
د مقالې د لیکوالې په وینا، تېره اونۍ د خلیجي هېوادونو په منځګړیتوب هڅې هم وشوې، څو دواړه ګاونډیان ارام کړي.
مقاله زیاتوي، « دا څومره لوی بدلون دی او هغه پاکستان چې پخوا د طالبانو ملاتړی ګڼل کېده، اوس منځګړو ته اړتیا لري چې له طالبانو سره اړیکې ورغوي».
د مقالې د لیکوالې په وینا، د دومره ډېرو محاذونو پرانیستل، دولت د کړکیچونو په مدیریت کې بوختوي او دا په داسې حال کې ده چې د هند له لوري د احتمالي برید راپورونه هم خپرېږي.
لیکواله پوښتي، چې « که ختیځ سرحد تود شي او لوېدیځ هم په کړکېچ کې وي، نو څه به کېږي؟ دا یوازې د سرحدونو خبره نه ده ، د بلوچستان او خیبرپښتونخوا امنیتي حالت هم د خرابېدو په حال کې دی».
د مقالې له مخې، د پاکستان دریځ دا دی چې دواړه ګاونډیان د ترهګرو ملاتړ کوي او هغوی ته مالي مرسته ورکوي، خو له همدې امله، د داخلي بېعدالتۍ او محرومیت بحثونه هم اوس له پامه لوېدلي دي.
مقاله وايي، په داسې حال کې چې دولت د وسلهوالو ډلو او ګاونډیانو پر وړاندې سخت دریځ نیولی، دا باور لري چې پنجاب او سند تر کنټرول لاندې دي او د خلکو د پراخو خوځښتونو نشتوالی د «ثبات» نښه ګڼل کېږي.
د مقالې د لیکوالې په وینا، په ټوله کې، د خلکو، سیاسي ډلو، د حقونو د خوځښتونو، وسلهوالو او ګاونډیانو پر ضد دا مسلسله جګړه، دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا هېواد به ددغه «سخت دریځ» بوج وزغملی شي؟
مقاله لیکونکې په دې باور ده، چې دا خبره نه ده چې پاکستان به دا جګړې حتمي بایلي، ښايي بریالی هم شي، خو زیات اعتماد خطرناک دی. ددې په وینا، د دومره ډېرو جبهاتو پرانیستل، دولت په دوامدار کړکېچکې ساتي.
لیکواله زیاتوي، چې دولت د خلکو په وېرولو او کنټرول کې دومره بوخت دی، چې د سیاسي اصلاحاتو لپاره هیڅ فضا او ښه نیت نه ترسترګو کیږي او که د نامحبوبو مشرانو د تپلو لپاره ټاکنې په پام کې نیول شوې وي، څوک به سوداګر مالیاتو ورکولو ته اړ باسي.
مقاله په پای کې وايي، چې په لنډه توګه، دا «سخت دریځ» یوه درنه بیه لري او دا بیه به بېوسه ولس د کلونو لپاره پرې کوي.

له افغانستان سره پر پوله د ایران د دوغارون ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې مسوولانو ویلي، چې د دې سیمې د ۴۰ کیلومتره دیوال جوړولو چارې پیل شوې دي.
د ایران د دولتي اژانس ایرنا د راپور له مخې، امین شاهګلي د سې شنبې په ورځ د تایباد له والي سره د لیدنې پر مهال ویلي چې د دې اقتصادي مرکز د دیوال جوړولو پروژه به د پلان له مخې په یوه کال کې بشپړه شي.
هغه زیاته کړه، د دوغارون د ازادې سیمې د «صفر زون» د احاطې جوړول هم د دې ادارې له فعالو پروژو څخه ده چې تر اوسه ۳۰ سلنه پرمخ تللې.
د شاهګلي په وینا، د دوغارون د ازادې سوداګریزې ـ صنعتي سیمې اقتصادي فعالیتونه به د قانون له مخې په ۸۷۰۰ هکټاره ځمکه کې ترسره کېږي، چې له دې جملې څخه د ۲۰۰۰ هکټاره لپاره رسمي اسناد هم صادر شوي دي.