• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo
شننه

ایا وخت یې نه دی چې طالبان ملي اجماع را وغواړي؟

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۰۰:۰۵ GMT+۰

په ترکیه کې د طالبانو او پاکستان تر منځ خبرې تر اوسه بې نتیجې دي او د خبرو له فضا نه د دواړو خواوو روایت متفاوت او تاوتریخجن دی. د پاکستان اصلي غوښتنه د ډیورنډ کرښې اوږدو کې د ټي ټي پي او نورو جنګیالیو د حضور په تړاو ده، خو طالبان د ټي ټي پي مدیریت د اسلام اباد داخلي مساله بولي.

د طالبانو حکومت له یوې خوا د کورني مشروعیت له نشتوالي، نړیوالې انزوا او اقتصادي فشارونو سره مخ دی او له بلې خوا د ګاونډي پاکستان له فشارونو او د جنګیالیو ډلو د کوربه توب له تورونو سره مخ دی.

د ترکیې د وروستیو خبرو اترو فضا د دواړو خواوو تر منځ د ستونزو ژورتیا او بحران لا روښانه کوي. په دغو خبرو اترو کې تر اوسه هیڅ پرمختګ نه دی شوی او د خبرو فضا له بې‌باورۍ او لفظي تاوتریخوالي ډکه بلل شوې ده.

د پاکستان دفاع وزیر په تکرار سره ویلي، چې که دا ثابته شي چې د پاکستان پر خاوره بریدګر له افغانستان څخه ورغلي، نو پوځ به د تېر په څېر له هوايي بریدونو کار واخلي.

دا څرګندونې د افغانستان د هوايي حریم د نقض د تکرار په معنا دي، چې په ځواب کې ښایي طالبان هم متقابل اقدام وکړي. په دې توګه ناامنۍ نه یوازې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پاتې کیږي، بلکې جغرافیا یې پراخیږي، چې د دواړو هېوادونو لپاره ناوړه پایلې درلودای شي.

د افغان طالبانو دریځ دا دی، چې د ټي ټي پي موضوع د پاکستان داخلي مساله ده او باید یې خپله مدیریت کړي. نه طالبان پاکستانۍ ډلې د ترهګرو په توګه پېژني او نه هم د ترهګرۍ پر هغو تعریفونو باور لري، چې اسلام اباد یا نړیوال سازمانونه او هېوادونه یې وړاندې کوي.

پاکستان، چې پخوا یې د جمهوري نظام پر وړاندې د سخت دریځو طالبانو ملاتړ کاوه، اوس د خپلو سیاستونو د پایلو بیه ور کوي.

طالبانو واک ته له رسېدو وروسته تمه لرله چې د پاکستان د پوځي مشرتابه په بدلېدو سره، له ټي ټي پي سره د ۲۰۲۰ کال د سولې خبرې بېرته راژوندۍ شي، خو د عاصم منیر د کاري دورې په غځېدو سره یې دا تمه اوس شلېدلې ده.

د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي بریدونه ورځ تر بلې ډېریږي او د پاکستان پوځ یې له ۲۰۲۲ کال راهیسې له بې مخینې ننګونو سره مخ کړی. د پاکستان پوځ د عاصم منیر تر مشرۍ لاندې له پاکستاني طالبانو سره د خبرو اترو پالیسي ترک کړې او پر ځای یې نظامي فشار ته مخه کړې ده. پر کابل او پکتیکا له وروستیو بریدونو ښکاري چې ددې فشار په دایره کې یې افغان طالبان هم شامل کړي دي. ظاهرا د هغه په باور، خبرې د پوځ دریځ کمزوری کوي او وسله والې ډلې باید د زور او فشار له لارې له منځه یووړل شي او یا له جګړې لاس اخېستلو ته اړې شي.

په اسلام‌اباد کې ملکي حکومت د ای ایم ایف تر بارونو لاندې دی، پارلمان او حکومت د پوځ د سیاستونو تر اغیز لاندې دي او سیاسي ثبات یې هم نازک دی. په پاکستان کې د بهرنیو شخړو په تړاو دا تحلیل غالب وي، چې واکمنې ادارې غواړي عامه ذهنیت له کورنیو ناورینونو نه د بهرني ګواښ پر لور منحرف کړي، خو د ټي ټي پي وروستيو عملیاتو له دې تحلیل نه بهر، د پاکستان ثبات ننګولی دی.

په افغانستان کې بیا د وضعیت تصویر بېل دی. د طالبانو نظام له داخلي بې‌باورۍ، د خلکو نارضایتۍ او د نړیوالې انزوا له ستونزو سره مخ دی. د ښځو پر زده‌کړو او کار د بندیز دوام د طالبانو د مشروعیت بنسټونه له منځه وړي او د سیاسي مشارکت او ملي اجماع د نشتوالي له امله ملت له حکومت څخه واټن اخیستی. دې حالت طالبان له دننه کمزوري کړي او له بهره د فشار پر وړاندې ډېر اسیب پذیره دي.

اسلام‌اباد دا خلا په ښه توګه درک کړې ده او هڅه کوي له همدې ضعف څخه د فشار د یوې وسیلې په توګه ګټه واخلي.

په سیمه ییز او نړیوال ډګر کې هم د پاکستان نریټیف برلاسی ښکاري. هغه انځور چې اسلام‌اباد وړاندې کوي ، یانې دا چې افغانستان یو ځل بیا د جنګیالیو د پټنځای په توګه کارول کېږي، د طالبانو د ناسمو سیاستونو او نامشروع حیثیت له امله ورځ تر بلې تقویه کېږي. دا تصور د طالبانو لپاره خطرناک دی، ځکه نړیوال ملاتړ یې لا کمزوری کیږي او افغانستان ورسره بدنامه کیږي.

په دې شرایطو کې دواړه هېوادونه د متقابل اعتماد له ژور بحران سره مخ دي. پاکستان د امنیتي فشار او ګواښ سیاست تعقیبوي، خو له خپلو کورنیو ستونزو نا‌خبره دی، یا ځان یې ناګاره اچولی. طالبان بیا د ایډیولوژیک پیوستون او سیاسي انزوا تر منځ بند پاتې دي. نه د اقتصادي ستونزو حل لارې لري او نه د مشروع سیاسي ملاتړ لپاره یوه روښانه نقشه.

د دې کړکېچ د حل یوازینۍ عملي لاره د واقعیتونو منل دي. طالبان باید درک کړي چې د ملت له ګډون پرته یې دادارې بقا ممکنه نه ده. د ښځو پر تعلیم او کار د بندیز دوام، د سیاسي مخالفینو ټکول، ورځ تر بلې ډېرېدونکي محدودیتونه او پر هر څه د یوې ډلې انحصار یوازې د داخلي مقاومت او بغاوت د اور لمبې زیاتولای شي.

طالبانو ته په کار ده، چې صادقانه ملي اجماع را وغواړي، د خلکو پرمخ دروازې پرانیزي، د سیاسي او مدني مشارکت فضا رامنځته کړي او په خپلو سیاستونو کې د تغییر له لارې له ملت سره د اعتماد اړیکه جوړه کړي.

له بلې خوا، پاکستان باید درک کړي چې له افغانستان سره د زور ژبه د سیمه‌یز ثبات لپاره د زهرو مثال لري. هوایي بریدونه، ګواښونه، او خپل مسوولیتونه د نورو پر اوږو بارول نه یوازې دا، چې ستونزې نه شي اوارولای، بلکې د شخړو لمن ورسره پراخېدای شي.

اسلام‌اباد باید د خپلې ۴۰ کلنې استخباراتي پالیسۍ پر تېروتنو اعتراف وکړي، افغانستان د خپلو ژورو سیاستونو د جغرافیې پرځای، خپل برابر ګاونډی ومني او د خپلو سیاستونو په تغییرولو سره د اړیکو او همکاریو یوه نوي فصل ته لاره پرانیزي، چې د دواړو ملتونو ثبات او پرمختګ او د ډلو ټپلو پرځای دولت-دولت اړیکې پکې تضمین وي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

د استانبول په خبرو کې څه شی خنډ دي؟

۶ لړم ۱۴۰۴ - ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۵۰ GMT+۰
•
افراسیاب خټک
د استانبول په خبرو کې څه شی خنډ دي؟
100%

نن د افغانستان او پاکستان تر منځ په استانبول کې د خبرو اترو څلورمه ورځ ده، خو لاهم د یادو خبرو کومه نتیجه نه ده راوتلې او د خبرو د جزئیاتو په اړه معلومات هم رسنیو ته نه دي رسېدلي. هغه څه چې په رسنیو کې خپاره شوي، زیاتره د ژورنالیستانو او څېړونکو د اټکلونو او تحلیلونو پر بنسټ دي.

لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده، د دوحې د غونډې په څېر په استانبول کې هم د افغانستان او پاکستان تر منځ د خبرو منځګړیتوب د ترکیې او قطر د حکومتونو استازي کوي، خو د هغوی د پوره هڅو او کوښښونو باوجود، خبرې تر اوسه کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي. له همدې امله، په دې اړه تر اوسه کوم موثق اعلان نه دی شوی.

خو هغه شنونکي چې د دواړو هېوادونو د واکمنانو د کار د طرز او سیاسي سلیقې سره بلد دي، دا خبره په ګوته کوي، چې د دواړو هېوادونو په استازو پلاویو کې د سیاسي استازو او یا مسلکي ډیپلوماتانو پر ځای د استخباراتو ټیټ پوړي غړي مهم رول لوبوي.

دا څرګنده ده، چې په خبرو اترو کې د جنجالي مسایلو غوټې پرانېستل به د باصلاحیته سیاسي استازو یا مسلکي ډیپلوماتانو لپاره اسان کار وای.

په اسلام‌اباد کې شنونکي په دې حیران دي، چې د افغانستان او پاکستان تر منځ د تازه شخړو په جریان کې د افغانستان لپاره د پاکستان خاص استازی سفیر صادق خان له صحنې څخه په مرموز ډول ورک دی. دا خبره هر چا ته معلومه ده، چې پاکستان د افغانستان د پالیسیو په جوړولو کې تل د جنرالواکۍ (چې مطلق اکثریت یې پنجابیان تشکیلوي) تر انحصار لاندې پاتې شوی او د پاکستان پښتانه سیاستوال او ډیپلوماتان له دې کاره لرې ساتل شوي دي. خو د افغانستان د چارو د یو منل شوي متخصص په توګه د سفیر صادق خان ساتل د جنرالواکۍ یوه مجبوري وه، خو داسې ښکاري، چې په دې مرحله کې صادق خان هم د خبرو اترو له صحنې بهر ساتل شوی دی.

د افغانستان د پلاوي ستونزه دا ده، چې د کورنیو چارو وزارت او استخباراتو غړي به د خبرو اترو د هرې نکتې په اړه د طالبانو د امیر او یا د هغوی د دفتر نظر او اجازه اخلي، چې طبیعي ده وخت نیسي، او اسان کار نه دی.

که موږ د افغانستان او پاکستان تر منځ د جګړې په جریان کې او یا سملاسي تر هغه وروسته د دواړو حکومتونو ویناوې، مرکې او اعلامیې وګورو، نو په دې پوهېدل ګران نه دي، چې د استانبول په خبرو اترو کې د دواړو حکومتونو د استازو دریځ به څه وي.

پاکستان غواړي د ټي ټي پي د فعالیت د مخنیوي ټول بار د طالبانو پر اوږو واچوي.

اسلام‌اباد ترکیې او قطر ته وړاندیز کړی، چې هغوی دې یو داسې میکانیزم جوړ کړي، چې باید د افغانستان دننه د ټي ټي پي پر فعالیت د طالبانو د کنټرول نظارت وکړي. که طالبان په دې کار کې پاتې راشي، نو بیا باید د طالبانو پر امارت نړیوال بندیزونه ولګول شي.

طالبان د دې وړاندیز کلک مخالف دي. هغوی وايي، ټي ټي پي د پاکستان داخلي مساله ده. پاکستان یې که مخه نیسي او که ورسره خبرې کول غواړي، دا دواړه کارونه دې د خپل هېواد دننه ترسره کړي. طالبان وایي، پاکستان باید ژمنه وکړي چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او فضایي حریم درناوی کوي او پرې تعرض نه کوي. بله خبره چې طالبان کوي دا ده، چې د ترکیې او قطر له خوا جوړ شوی میکانیزم دې باید په پاکستان کې دننه د داعش د هغو فعالیتونو نظارت وکړي، چې له پاکستان نه د طالبانو د امارت پر ضد ترسره کېږي.

دا څرګنده ده، چې د دواړو اړخونو وړاندیزونه د داسې پیچلو او حساسو مسایلو په اړه دي، چې دواړه حکومتونه پرې یو له بله په اساسي توګه جلا دریځ لري او په اسانۍ سره د مقابل لوري دریځ ته د نږدې کېدو لپاره چمتو نه دي.

پر دې سربېره، د درې ابرقدرتونو ـ امریکا، چین او روسیې ـ تر منځ د افغانستان او مرکزي اسیا په ستراتیژیکه جغرافیا کې د نفوذ د زیاتولو سیالي هم د افغانستان او پاکستان پر شخړو بې‌اغېزې نه ده.

د امریکا ولسمشر ټرمپ په علني توګه له طالبانو نه امریکا ته دبګرام پوځي اډې د سپارلو غوښتنه کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني سفیر او خاص استازي زلمي خلیلزاد پرله‌پسې سفرونه بې‌شکه له همدې مسایلو سره تړاو لري. د افغانستان لپاره د چین خاص استازي هم د افغانستان او پاکستان تر جګړې وروسته کابل ته سفر کړی دی. دا طبیعي ده، چې چین امریکا ته د بګرام هوايي ډګر د سپارلو مخالف دی. چین دا هم غواړي، چې افغانستان او پاکستان له یو بل سره جوړ شي او ښې اړیکې ټینګې کړي، څو دواړه د چین د تجارتي دهلیزونو په جوړولو کې ګډون وکړي.

که څه هم روسیه له اوکراین سره په جګړه کې بوخته ده، خو بیا هم له طالبانو سره اړیکې لري او هغوی ته مشوره ورکوي، چې د بګرام اډه امریکا ته ونه سپاري.

پاکستان، چې د ترهګرۍ ټول مسوولیت پر طالبانو اچوي، غواړي خپل مخ د چین او امریکا پر وړاندې سپین کړي. په همدې حال کې طالبان د داعش پر ضد جګړه کې ځان د امریکا متحد بولي او پاکستان ته د داعش د پناه‌ځای نوم ورکوي.

دا څرګنده ده، چې د دوو یو بل سره مخالفو هېوادونو دا ډول ضد او نقیض برنامې د تفاهم په یوه سند کې ځایول که ناممکن نه وي، نو یقیناً ډېر مشکل کار دی.

خلیلزاد د څه په لټه کې دی؟

۳ لړم ۱۴۰۴ - ۲۵ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۷:۲۳ GMT+۱
•
اسماعیل میاخېل
خلیلزاد د څه په لټه کې دی؟
100%

زلمی خلیلزاد یو ځل بیا افغانستان کې راڅرګند شوی دی، خو دا ځل نه د رسمي استازي په توګه، بلکې د یوه ځان ښودونکي منځګړي په بڼه چې د طالبانو او بهرنیو ګټو ترمنځ راشه درشه کوي. د هغه وروستۍ کړنې د ډيپلوماسۍ، شخصي لابيګرۍ او د بایللي شهرت د بیا رغولو ترمنځ کرښې تتې کړې دي.

څو ورځې وړاندې، خلیلزاد کابل ته یو غیر رسمي سفر وکړ. خو هلته یې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خوا په پوره رسمي پروتوکول سره هرکلی وشو، هغه ډول هرکلی چې عموماً د رسمي استازو لپاره ترسره کېږي.

100%

د یوه نامشروع نظام لخوا دد یوه غیر رسمي امریکايي ډېپلوماټدغه رسمي هرکلې پرته له دې چې وښيي د دوحې تړون لا هم اغیزه لريیا ددغې ډلې سپناوی وکړي نور څه معنا لري؟

نن خلیلزاد افغانستان کې د طالبانو د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر او د سعودي عربستان د دلتا انټرنېشنل کمپنۍ له اجراییوي رییس شهیر الطقي ترمنځ په یوه ګډه ناسته کې راښکاره شو. دا غونډه د تېلو، ګازو او انرژۍ په برخه کې پر پانګونو متمرکزه وه او د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګډې (ټاپي) پروژه کې د سعودي احتمالي ونډې په اړه بحثونه هم پکې شامل وو. طالبانو او دلتا انټرنېشنل دا نه ده روښانه کړې، چې خلیلزاد ولې په دې غونډه کې و او په کوم حیثیت یې ګډون کړی و.

100%

دا ګډون تصادفي نه دی. خلیلزاد د سیمه ییزېانرژۍ پروژو په برخه کې اوږد تاریخ لري. په ۱۹۹۰کلونو کې هغه د یونیکال (Unocal) شرکت د سلاکار په توګه کار کاوه او د افغانستان له لارې د ګازو د اخیستو په لومړني پلان، چې د سنت ګاز (Cent Gas) کنسرسیوم په نوم یادېږي، مشورې ورکولې. په دې پروژه کې د سعودي دلتا اویل شرکت هم شامل و، هغه شرکت چې نن ورځ د دلتا انټرنېشنل د لومړنۍ نسخې په توګه پېژندل کېږي. که څه هم هېڅ مستقیمه تجارتي اړیکه یې نه ده تایید شوې، خو د شبکو دا همغږي حیرانوونکې ده،درې لسیزې وروسته، هماغه خلیجي تجارتي شبکه بیا په کابل کې فعاله شوې او خلیلزاد یو ځل بیا منځګړی دی.

په یوه مجلس کې چې ولسمشر غني او ما خبرې اترې کولې او د هغه دا خبرې په یوه پودکاست کې هم خپرېشوې او ثبت شوې دي، هغه په واضح ډول وویل چې زلمي خلیلزاد د مذاکراتو او سیمه ییزو پروژو، په ځانګړې توګه د ګازو او انرژۍ په برخوکې د خاصو امریکايي او سیمه ییزو شخصیتونو سره په اړیکه کې و.

ولسمشر غني ټینګار وکړ چې خلیلزاد او د هغه یو شمېر امریکايي سلاکارانو هڅه کوله چې د ټاپي پروژې د بیا راژوندي کولو او د پاکستان د ملاتړ په جلبولو سره یو اقتصادي او سیاسي چوکاټ رامنځته کړي، چې طالبان د سیمې د یوه باثباته ځواک په توګه وښيي او د منځنۍ اسیا د انرژۍ لاره سویلياسیا ته پرانیزي.

ولسمشر ښکاره وویل، چې دا پلان په حقیقت کې د افغانستان د ملي ګټو او خپلواکۍ سره په ټکر کې و.

یو ځل بیا، په داسې حال کې چې طالبان هره ورځ د دې هېواد د هر فرد، په ځانګړي توګه د ښځو بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کوي، په هر ولایت کې شکنجې شته، خلیلزاد عملاً پر دې ټولو واقعیتونو سترګې پټې کړې دي. هغه د قربانیانو او غیر طالب قوتونو د غږ سره د همغږۍ پر ځای، هڅه کوي د یوه داسې رژیم سره همکاري وکړي او هره ورځ مرسته ورسره کوي چې ملي او نړیوال مشروعیت نه لري.

د خلیلزاد دا هڅه ډېره روښانه ده چې غواړي، هغه تړون چې د طالبانو او امریکا متحده ایالاتو ترمنځ لاسلیک شو، په حقیقت کې یوه بریا وښيي او دې تړون چې افغانستان ته یې باید سوله راوستې وای، هېواد یې د سقوط پر لور سوق کړ او له نړیوالې انزوا سره یې مخ کړ.

تر دې هم بدتر دا چې هغه اوس په غیر رسمي توګه د طالبانو د مدافع او لابیګر په توګه عملاً کار کوي؛ د پټو غونډو او خبرو اترو له لارې د هغوی رژیم ته مشروعیت ورکوي او په شخصي کچه هېوادونه او پانګه وال د طالبانو سره تعامل ته هڅوي. پر ځای د دې چې د خپلې ناکامۍ نه زده کړه وکړي، داسې ښکاري چې هغه هوډ کړیچې دا ناکامي توجیه کړي او دا نوره کومه ډيپلوماسي هم نه ده، بلکې د غرور په جامه کې تعامل دی.

بل دا چېخلیلزاد لا هم فکر کوي،کابل مېشتي طالبان چې په ځانګړې توګه حقاني شبکه پکې راځي، د «ښو طالبانو» په ډله کې راولي او اصلي ستونزه د کندهار مشران ګڼي،هغه فکر کوي، چې حقاني شبکه اصلاحات هم راوستلی شي. دا باور د خلیلزاد نږدې ملګري او ځینو رسنیو له خوا پیاوړی کېږي، خو د افغانانو لپاره دا هېڅ فرق نه لري او طالب یو وجود ګڼي. ظالم، ظالم دی، که پر کابل وي که پر کندهار.

که خلیلزاد واقعاً د افغانستان پر راتلونکيباور لري، نو باید خپل نفوذ او لاسرسی نه د طالبانو د ملاتړ لپاره یا د انرژۍ بازار ته د بیا راستنېدو لپاره، بلکې د یوه ملي او ټولګډونه بهیر د رامنځته کولو لپاره وکاروي، هغه بهیر چې طالبان او غیر طالبان د حقونو، استازیتوب او نړیوال اعتبار په چوکاټ کې یو ځای کړي.

افغانستان پټو غونډو، شخصي تړونونو یا سمبولیک نمایشونو ته اړتیا نه لري. زموږ هېواد صداقت ته اړتیا لري او هغو مشرانو ته اړتیا لري چې دا جرات ولري چې ووایي: «موږ تېروتنه وکړه او باید ښه کار وکړو.»

د دې خاورې بیا رغونه ناکام تړنونونه او زړې نل لیکې نه شي کولای. افغانستان هغه وخت بیا جوړېږي چې نارینه او ښځې، طالبان او غیر طالبان یو ځای او په شفافه توګه کار وکړي ترڅو هغه پخواني ټپونه ترمیم او ورغول شي. ځکه تاریخ به دا په حافظه کې ونه ساتي، چې څوک پر حق وو، دا به په یاد ولري، چې چا د بدلون او جوړولو جرات درلود.

د دوحې اوربند به پایښت ولري؟

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۰ GMT+۱
•
افراسیاب خټک
د دوحې اوربند به پایښت ولري؟
100%

تیره اونۍ د افغانستان او پاکستان تر منځ پرتو د ډیورنډ د کرښې د پاسه او دواړو خواوو ته اوسیدونکو ولسونو لپاره خونړۍ وه. د پاکستاني پوځ او د طالبانو د امارت د ځواکونو تر منځ جګړه هغه وخت پیل شوه چې د پاکستان الوتکو په کابل، کندهار او ځینو نورو ځایونو توغندي او بمونه وغورځول.

د پاکستان حکومت ادعا وکړه چې د هغوی دولتي ځواکونو دغه بریدونه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په پټو ځایونو باندې کړي دي، ځکه چې د دوی د وینا سره سم ټي ټي پي له د دغو ځایونو نه په پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو پلان جوړوي او بیا یې د عملي کولو لپاره پاکستان ته ننوځي.

د پاکستان او د طالبانو تر منځ دا جنجال نوی نه دی، خو دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې پاکستانی الوتکو په کابل برید کړی دی. سبا یې طالبانو د پاکستان څخه د هوایي بریدونو د غچ اخستلو په موخه په شمال کې د کونړ نه تر جنوب پورې د هلمند او پنځو شپږو نورو ولایتونو نه د ډیورنډ د کرښې بلې خوا ته د پاکستان په پوځي چوکیو او مرکزونو بریدونه وکړل، چې په نتیجه کې یې د پاکستان د امنیتي ځواکونو یو شمېر کسان مړه او ژوبل شول.

د دې ځواب کې پاکستان هم په افغانستان کې حملې او هوایي بریدونه وکړل چې د طالبانو ځواکونو ته هم یو شمېر تلفات واوښتل. د چارشنبې په ورځ د قطر، سعودي عرب او ځینې نورو اسلامي هیوادونو په غوښتنه افغانستان او پاکستان د اتلسو ساعتونو لپاره اوربند ومنلو. خو وروسته چې د ټي ټي پي پورې تړلو افرادو په شمالي وزیرستان کې بریدونه وکړل او د پاکستان پوځ یوولس کسان مړه شول، نو د پاکستان پوځ د اوربند د لوظ سرغړونه وکړه او یوځل بیا د پاکستان الوتکو د پکتیکا په ارګون کې هوايي برید وکړ چې د کرکټ د څو لوبغاړو په ګډون ډېر نور ملکي کسان مړه او ژوبل شول.

خو د قطر، ترکیې او نورو اسلامي هیوادونو په هڅو اوربند اتلس ساعته نور تمدید شو، او د شنبې په ورځ ناوخته د دواړو هیوادونو د دفاع وزیرانو په مشرۍ دواړو خواوو خبرې وکړې. په دې خبرو کې د قطر د ځینو دولتي مقاماتو ترڅنګ د ترکیې د استخباراتو رییس هم ګډون درلود. په پای کې دواړه خواوې په اوربند موافقې شوې او پرېکړه یې وکړه چې د اوربند د دوام او د دواړو هیوادونو د خپلمنځنیو مسایلو د حل لپاره به د یوه میکانیزم جوړولو په موخه بله غونډه د اکتوبر د میاشتې په پنځویشتمه نېټه په ترکیه کې ترسره شي.

اوس سوال دا دی چې ایا د افغانستان او پاکستان تر منځ په دوحه کې شوې اوربند به پایښت ولري او که نه؟ بل دا سوال هم اهمیت لري چې د دواړو هیوادونو تر منځ د موجودو مسایلو د حل امکانات څومره روښانه دي؟

داسې ښکاري چې د پاکستان حکومت او د طالبانو امارت دواړه د اوربند په مراعاتولو کې جدي دي او په اسانۍ به د اوربند نه سرغړونه ونه کړي، ځکه دواړې خواوې له قطر او ترکیې سره ژور مناسبات لري. که کوم فریق د اوربند د تړون نه سرغړونه وکړي، نو نه یوازې د قطر او ترکیې په وړاندې به ګرم شي، بلکې د ټولې نړۍ سترګې به ورته واوړي.

خو ستونزه په تبلیغاتي جګړه کې ده، کومه چې په اسانۍ نه بندېږي. دواړې خواوې په خواله رسنیو کې د یو بل په ضد ډیرې لافې، شافې او تحریک امیز تبلیغات کوي، چې په واکمنانو فشار زیاتوي او د غیرمعقوله پرېکړو زمینه برابروي.

تر کومه ځایه چې د دواړو هیوادونو تر منځ د مسایلو د حل خبره ده، نو دا بیا د ناممکن تر حده پورې ګرانه ده. که څه هم د پاکستان او د طالبانو په مناسباتو کې کړکېچونه منځ ته راغلي، خو موږ ټول په دې ښه خبر یو چې د پاکستان او طالبانو تر منځ اړیکې اوږد شالید لري. پاکستان په طالبانو ډېره پانګونه کړې، دوی یې ساتلي، روزلي او پاللي دي. له همدې امله په کال ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې پاکستان د طالبانو د دویمې واکمنۍ هرکلی وکړ.

په تېرو دریو کلونو کې پاکستان په پرله پسې توګه ویلي چې ټي ټي پي په افغانستان کې پټ ځایونه لري او له هغه ځایه پاکستان ته د پوځ پر ضد بریدونو لپاره ننوځي. طالبان وايي چې ټي ټي پي په دوی پورې اړه نه لري او دا د پاکستان داخلي مساله ده چې باید خپله یې حل کړي.

چا چې د دې مسایلو شالید تعقیب کړی، هغوی پوهېږي چې دواړه خواوې عامه افکارو غولول غواړي او رښتیا نه وايي. اخر دا د ټي ټي پي غړي څوک دي؟ دا د پاکستان تابعیت لرونکي طالبان دي چې شل کاله یا زیات وخت یې په افغانستان کې له طالبانو سره د امریکا او د افغانستان د جمهوریت ځواکونو په ضد جګړه کړې ده. د پاکستان حکومت تر سترګو لاندې دوی د ډیورانډ په کرښې د جګړې لپاره تلل او راتلل، خو پاکستاني پوځ پرې سترګې پټې کړې وې.

په دې برسیره، د دې واقعیت اسناد هم موجود دي چې په کال ۲۰۲۱ کې د عمران خان د لومړي وزارت په دوره کې د پاکستان د پوځ د هغه وخت لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه او د ای ایس ای رییس جنرال فیض حمید په ابتکار د پاکستان حکومت پرېکړه وکړه چې زرګونه د ټي ټي پي غړي له افغانستان نه راولي او د کورنیو د بیا مېشتولو لپاره یې ملیاردونه کلدارې بودجه هم تخصیص شوې وه.

طالبان چې په ټي ټي پي ځان ناګاره کوي، رښتیا نه وايي، ځکه په کال ۲۰۰۷ کې د ټي ټي پي د جوړېدو نه مخکې دغه پاکستاني طالبان د افغان طالبانو د واحدې ایډیالوژۍ غړي وو او د یوه امیر نه یې بیعت کړی و. کله چې ټي ټي پي د استخباراتي، جنګي او سیاسي اړتیاوو پر اساس جوړه شوه، نو په ایډیالوژۍ یا د امیر په بیعت کې کوم توپیر رانغی. نو بیا دوی څنګه پردي او د طالبانو له ډسپلین نه بهر کیدای شي؟

خو دا مساله یو نړیوال اړخ هم لري: په پاکستان کې د ټي ټي پي او داعش خراسان د فعالیت په نتیجه کې د چین او پاکستان تر منځ د کال ۲۰۱۴ نه جوړېدونکي تجارتي کاریدور جوړېدل اغیزمن شول، پاکستان په خپل هیواد کې په کار بوخت چینایي کارمندان د ترهګرو د بریدونو نه ونه ژغورلای شول، او د دې تازه جګړې نه وروسته په نږدې راتلونکې کې د چین، پاکستان او د طالبانو د امارت تر منځ د درې اړخیزې همکارۍ پروسه هم بنده شوه، چې چین پرې ډېره هڅه کړې وه. نو اوس ځکه پاکستان او طالبان خپله واوره د یوه بل پر بام اچوي، چې د چین د دغه منفي پرمختګ مسوولیت پر بل ورواړوي.

د پاکستان روزل شوي طالبان؛ له جګړې یې څه زده کړل؟

۲۷ تله ۱۴۰۴ - ۱۹ اکتوبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۵ GMT+۱
•
اسماعیل میاخېل
د پاکستان روزل شوي طالبان؛ له جګړې یې څه زده کړل؟
100%

شننه؛ لیکوال: اسماعیل میاخېل پاکستان یو ځل بیا زموږ پر خاوره تېری وکړ او بې‌ګناه افغانان یې شهیدان کړل. دا یرغل د افغانستان د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت ښکاره سرغړونه ده. یو افغان ته هم دا عمل د منلو وړ نه دی.

د هېواد په اړه بې‌طرفي، بې‌تفاوتي ده او د خپل برخلیک سره سخته بې‌عدالتي ده. له خپلې خاورې دفاع او د ملي حاکمیت د نقض پر وړاندې غږ پورته کول په هیڅ ډول د طالبانو ملاتړ نه دی بلکې دا د ملت ملي مسؤلیت دی. بې‌ له شکه چې د پاکستان وروستیو تېریو ته افغان ولس د کلکو ملي احساساتو په ښودلو سره ځواب ووایه.

‏خو اوس اصلي پوښتنه داده: هغه طالبان چې د پاکستان په سیاستونو، ملاتړ او روزنه لوی شوي دي، له دې پېښې څه زده کوي؟ ایا دوی به د ولس غبرګون ته د خپل ملاتړ رنګ ورکوي او دا پېښه به د خپلې ډلې د بقا او د خلکو پر ضد د سرکوب د پیاوړتیا وسیله وګرځوي، که له دې تراژیدۍ به د ملي تفاهم، مشروعیت او د سولې لور ته د تګ فرصت واخلي؟

‏دا ډېره روښانه ده چې پر کابل، کندهار، پکتیکا، خوست، پکتیا او نورو سیمو د پاکستان بریدونه د طالبانو تګلارو، انزوا او بې‌مسؤلیتۍ مستقیمه نتیجه ده. لکه څنګه چې تېرو دوو لسیزو کې هر برید، هر بمبار او هرې چاودنې ریښه د همدې ډلې په تګلارو کې موندل کېږي.

‏په دې کې هیچ شک نه شته چې وژنې، شکنجه او وېره خپرول د ځواک نښه نه ده؛ بلکې د تدبیر او مشروعیت نشتون نښه ده. افغانان باید نور د نیابتي جګړو وسیله ونه ګرځي؛ افغانستان باید د ملي ارادې پر بنسټ یو مشروع، سوله‌محور او متوازن نظام ولري. دا د هر سیاستوال، هر مشر او هر افغان ملي مکلفیت دی.

‏موږ نه د پرون زخمونه هېرولی شو، او نه د نن ظلم زغملی شو. افغانستان ته دایمي سوله، مشروع نظام او د ولس د ارادې څرګند استازی نظام پکار دی دا یوازې سیاسي شعار نه، بلکې د هر افغان ملي وجدان او مسؤلیت دی.

اوس د افغانستان د سیاسي او ټولنیزو قشرونو پر غاړه دا مسؤلیت دی چې د ملي حاکمیت د دفاع تر څنګ، د یوې نوې تګلارې لپاره ګډ کار وکړي. د مشروع نظام بنسټ د ولس پر اعتماد، د قانون حاکمیت او د سولې پر عدالت ولاړ وي، نه د تاوتریخوالي پر سیاست. که دا ملت وتوانېږي چې خپل سیاسي اختلافونه د ملي ګټو پر محور حل کړي، نو هېڅ بهرنی ځواک به بیا د افغانستان د سرحدونو د سپکاوي جرات ونه‌لري.

‏د پاکستان برید ته د افغان ملي‌شعور غبرګون

۲۴ تله ۱۴۰۴ - ۱۶ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۵:۲۴ GMT+۱
•
شاپور ژمن
‏د پاکستان برید ته د افغان ملي‌شعور غبرګون
100%

‏د هند - پاکستان نښتې وکولای شول چې د پاکستان مېلټري اسټبلېشمنټ لپاره د ولسي محبوبیت روایت اغېزناک کړي او برعکس په پښتون‌خوا او بلوچستان کې د خپلواکۍ غوښتونکو ملت‌پالو(پښتون‌ژغورنې خوځښت …) رېښې کمزورې کړي.

‏دغه‌راز، د ډېورنډ پر غاړه هراز نښتې — چې ترڅو ملي او پرمختگ‌پالی دولت په کابل کې حاکم نه وي — د جهادي ډلو لپاره ولسي محبوبیت او مشروعیت پېري، او ملت‌پال او پرمختگ‌‌غوښتوونکي غورځنگونه تضعیفوي. له‌دې هم بږنوونکې دا چې د دغسې نښتو مهنډسي کړای شوې نقشه دا ده چې د ډېورنډ څېرمه پښتون‌‌مېشته سیمه د ګڼ‌شمېر جهادي ډلو د تحرکاتو او ښکېلتیاوو د ډېروالي په پایله کې وکولای شي د غرب و چین د ښکرجنگۍ پر حایل زون واړوي.

که دا موضوع لا وشاربل شي، نو د ډېورند پر دواړو غاړو جگړه او بې‌ثپاتي له لسیېزو د پاکستاني اسټبلېشمنټ پالیسي گرځېدلې. د دې پالیسۍ دایمي محصول یتیمه پښتونخوا او بې‌دولته کابل دی.
که پښتون‌خوا د پښتون له وېښتابه او واکمنۍ یتیمه نه‌شي د لویې افغان‌خاورې پلازمېنې «کابل» لپاره د شاتگ‌پالنې نادولتي ځواک چې — جها.دي ډلې دي — نه‌شي جوړیدلی. دغه‌راز، که کابل کې پرمختگ‌پالی ولسواک دولت تأسس کېږي، بیا یتیمه پښتون‌خوا د مالکیت سیاسي - فرهنگي ساه اخلي، او بالاخره د راولپنډۍ نظامي چوڼۍ ته په سیمه کې د غربي خپڅې د نوکانو د تېره‌کولو دوکاندارۍ ته دا سیمه د کړکیج زون په توگه نه پاتې کېږي.

روانه سازماني بې‌ثباتي د لویې لوبې مرستندویه ده، او دا لویه لوبه د سیمې لویو هېوادونو د اقتصادي - سیاسي عروج د مخنیوي په موخه د استخباراتي هرج‌ و مرج/آشوب ایجاد دی.

‏نو،
‏افغان‌حافظه را یادوي چې پاکستان له ۵لسییزو راهیسې پر افغانستان تېری کوي. ترټولو تباه کوونکی تېری یې همدا چې د جهادي ایکوسیستم له‌لارې یې افغان‌دولتونه او ملي‌بنسټونه نسکور کړي، افغان‌نسل یې له پرمختگه غورځولی او له عصري نړۍ سره یې له هراز سیالۍ فلج کړی. مانا، د پاکستان تېری پر افغانستان او افغان‌ملت دی. لکه څومره چې د نیابتي - جهادي ډلو له‌لارې یې تېری باید وغندل شي؛ هغومره یې مخامخ تېري ته د افغان‌ ملي‌شعور په لرلو سره اوسپنیز صف درول په‌کار دي. شرط دا چې دا ملي صف باید د پاکستان د نیابتي - جهادي ډلو پر گټه تبلیغاتي کرېغه نه‌شي او افغان ملي‌شعور نهایتاً دا پوخ‌والی باید ومومي!

‏ځکه،
‏دا هیڅ‌راز مُمکنه نه ده چې د جهادي ایکوسیستم سیاسي - استخباراتي ماموریت له پاکستانه واخېستلای شي؛ پرته له‌دې چې عملاً د غرب هژموني زموږ په خطه کې خاتمه موندلې وي. ځکه د لیبرال نړۍوال نظم له نسکورېدو سره سم، قراردادي پاکستان د هېواد په توگه نه‌شي پایېدلی.

پایله

په لنډ ډول، زموږ د بحث اصلي ټکی دا دی چې د ډېورنډ دواړو غاړو ته راورتلې نښتې او د جهادي ایکوسیستم دوامدار موجودیت یواځې سیمه‌ییزې ستونزې نه دي؛ دا د افغانستان د دولت او ملت د جوړښت، د ولسي هوښیارتیا او د پرمختیا پر لاره جدي خنډونه دي.

د پاکستان د استخباراتي او نیابتي تګلارو اوږدمهاله لاسوهنه او د وسله‌والو ډلو د ملاتړ تاریخي شواهد دا ښيي چې دا پدیدې څو لسیزې دوام لري او د افغانستان په بې‌ثباتۍ کې یې مهم رول لوبولی دی.