• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایران د مزار شریف د روضې تاریخي ودانۍ د بیارغونې ژمنه وکړه

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۳ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۴ - ۶ جنوری ۲۰۲۶، ۱۱:۵۸ GMT+۰

په کابل کې د ایران سفارت فرهنګي سلاکار سید روح الله حسیني د یوه پیغام په خپرولو سره د افغانستان په شمال کې د وروستۍ ویجاړونکې زلزلې له کبله خواخوږي ښودلې ده. نوموړي ویلي، چې د زلزلې له کبله د خلکو د ځاني او مالي زیانونو سربېره د مزار شریف روضې ځینې برخې هم زیانمنې شوې دي.

سید روح الله حسیني ویلي:« د مزارشریف روضه د دواړو ملتونو د ژورو تاریخي او مذهبي اړیکو نښه ده. ایران چمتو دی، چې د اړوندو ځایي ادارو په همغږۍ د روضې د زیانمنو شویو برخو د بیارغونې چارې ترسره کړي.»

دا په داسې حال کې ده، چې په مزار شریف ښار کې د روضې ځینې برخې وار له‌مخه د ویجاړۍ له ګواښ سره مخامخ وې؛ خو د طالبانو حکومت ویلي و، چې د بیارغونې لپاره ځینې برنامې تر لاس لاندې لري.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې په سمنګان او بلخ ولایتونو کې د تېرې شپې د زلزلې له امله د مړو شمېر له ۲۷ کسانو هم ډېر دی او له ۷۰۰ ډېر نور ټپیان دي. طالبانو ویلي، د ژغورنې ډلې زلزله‌ځپلو سیمو ته رسېدلې او ټپیان یې هم روغتونونو ته لېږدولي دي.

ډېر لیدل شوي

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل
۱
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۲

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۳

سوداګرۍ خونه: یونیسف ته مو د افغان مېرمنو او ځوانانو لپاره د کار موندنې طرحې سپارلي

۴

د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي

۵

طالبان: له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدو زیانونه له بدیلو لارو جبران کوو