• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بې‌پیلوټه الوتکې د ګواښ له امله د بروکسل هوايي ډګر وتړل شو

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۴:۳۱ GMT+۰

د بلجیم د بروکسل نړۍوال هوايي ډګر د سې‌شنبې په ماښام د یوې بې‌پیلوټه الوتکې تر لېدنې وروسته وتړل شو. د بلجیم د هوايي ټرافیک ادارې او د هوايي ډګر ویاندې ویلي، چې تر بلې خبرتیا پورې ټولې الوتنې ځنډول شوې دي.

د راپورونو له مخې؛ یوه بې‌پیلوټه الوتکه د ځایي وخت د ماښام په اووه بجو د بروکسل هوايي ډګر په شاوخوا کې لیدل شوې، چې د امنیتي اندېښنو له امله د هوايي ډګر فعالیت وځنډېده. دارنګه د بلجیم لییژ هوايي ډګر هم د ورته ستونزې له امله تړل شوی دی.

له بل پلوه تېره میاشت د ډنمارک کوپنهاګن او د ناروې اوسلو هوايي ډګرونه هم د ډرون تر لیدو وروسته په لنډمهالي ډول تړل شوي وو او تېره اوونۍ د بلجیم د یوې پوځي اډې په سر هم ډرونونه لیدل شوي وو.

ترویج لرونکی

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې
۱

د طالبانو پخواني چارواکي د ملي بیرغ په ورځ د درې‌رنګه بیرغ ستاینه کړې

۲

پاکستان د ۱۶۰۰۰ افغان کډوالو د استوګنې موده وغځوله

۳

طالبانو: د غوري سمنټو فابریکه هره ورځ ۷۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي

۴

طالبي ګومارنې؛ ملاهبت الله د طالبانو د استخباراتو یو کارکوونکی د پکتیکا پوهنتون رییس ټاکلی

۵

پاکستان د افغانستان امنیتي وضعیت ارزونې لپاره خپل سفیر اسلام‌اباد ته وربللی

•
•
•

نور کیسې

د امریکا د فډرالي هوايي چلند اداره: د یو‌پي‌اېس شرکت الوتکه په کنتاکي ایالت کې نسکوره شوې

۱۴ لړم ۱۴۰۴ - ۵ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۲ GMT+۰
100%

د امریکا د فډرالي هوايي چلند ادارې اعلان کړی، چې د یو‌پي‌اېس شرکت یوه الوتکه د محمدعلي له هوايي ډګر څخه له الوتنې وروسته د کنتاکي ایالت په لويې‌ویل ښار کې نسکوره شوې ده.

د فډرالي هوايي چلند ادارې په وینا، د یو‌پي‌اېس دغې الوتکې له محمدعلي نړۍوال هوايي ډګر څخه الوتنه کړې وه، خو له لنډ وخت وروسته نسکوره شوه.

د لويې‌ویل پولیسو ویلي، څو بېړني او ژغورنیز ټیمونه د الوتکې د سقوط ځای ته چې د فرن‌ولي او ګریډ‌لین سیمو ته نږدې دی، رسیدلي دي.

ویل شوي، چې په دې الوتنه کې درې تنه د الوتکې خدمه موجود وو.

امریکا د «میلیسا» توپان له امله اغېزمنو شویو هېوادونو ته ۲۴ میلیونه ډالره برابروي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۲۷ GMT+۰
100%

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، متحده ایالات به د تېرې اوونۍ د «میلیسا» توپان له امله اغېزمنو شویو هېوادونو جامایکا، هایټي، باهاماس او کیوبا ته ۲۴ میلیونه ډالره بېړنۍ مرسته ورکړي.

دغه وزارت ویلي، د توپان له امله چې د پنځمې کټګورۍ سخت توپان و، پراخ ویجاړۍ رامنځته شوې او لږ تر لږه ۵۰ کسان په ټولې کریبین سیمه کې مړه شوي دي. د وضعیت د ارزونې او مرستو د همغږۍ لپاره د وزارت ځانګړي ټیمونه سیمې ته استول شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، د ټرمپ ادارې تر اوسه د جامایکا لپاره ۱۲ میلیونه ډالره، د هایټي لپاره ۸،۵میلیونه ډالره او د باهاماس لپاره ۵۰۰ زره ډالره مرسته تصویب کړې ده.

د راپور له مخې، د کیوبا لپاره ۳ میلیونه ډالره ځانګړې شوې ده.

د جرمني پولیسو د درغلۍ او پیسو سپینولو په شک پر ځینو شبکو نړۍوال عملیات ترسره کړي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۱۷ GMT+۰
100%

د جرمني د فډرالي جنايي پولیسو دفتر ویلي، چې دوی د درغلۍ او د پیسو د سپینولو پر هغو شبکو ګډ نړۍوال عملیات ترسره کړي، چې د جرمني د پیسو لېږد شرکتونه یې هدف ګرځولي او د سلګونو میلیونه یورو زیان یې اړولی دی.

پولیسو ویلي، په دې عملیاتو کې ګڼ کسان نیول شوي او دغه عملیات په جرمني، ایټالیا، کاناډا، لوګزامبورګ، هالنډ، سینګاپور، هسپانیا، امریکا او قبرس کې ترسره شوي دي.

د چارواکو په وینا، دغه کسان د ۱۹۳ هېوادونو د قربانیانو د کریډیټ کارتونو د معلوماتو په کارولو تورن دي.

تمه ده، چې جرمن چارواکي د چهارشنبې په ورځ په یوې خبري غونډه کې د دې عملیاتو په اړه نور جزییات شریک کړي.

ایران دوه فرانسوي وګړي له بند څخه خوشې کړل

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۰
100%

د فرانسې ولسمشر امانوېل مکرون د سې‌شنبې په ورځ وویل، ایران هغه دوه فرانسوي وګړي چې درې کاله وړاندې یې نیولي وو، خوشې کړي دي. داسې ښکاري چې دا اقدام د هغه ایراني محصل په بدل کې شوی، چې د اکټوبر په میاشت کې په مشروط ډول خوشې شوی و.

مکرون د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) پر اېکس پاڼه لیکلي، سېسېل کولر او د هغې ملګری ژاک پاریس چې له ۲۰۲۲کال راهیسې بنديان وو، له ایوین زندان څخه ازاد شوي او په ایران کې د فرانسې په سفارت کې دي.

مکرون د دې اقدام ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې هڅه کېږي ترڅو هغوی ژر تر ژره فرانسي ته ستانه شي.

د فرانسې د بهرنیو چارو وزیر ژان نوېل بارو هم پر اېکس پاڼې لیکلي، چې کولر او پاریس اوس "په خوندي حالت کې دي" او په ایران کې د فرانسې په سفارت کې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، چې دغه دواړه فرانسوي وګړي په ضمانت خوشې شوي او تر راتلونکې قضایي مرحلې پورې به د څار لاندې په ایران کې پاتې شي.

کولر او پاریس د هغو لسګونو بهرنیو او دوه تابعیته کسانو له ډلې وو، چې په وروستیو کلونو کې ایران د جاسوسۍ په تور نیولي و. فرانسې ویلي، چې د دوی پر وړاندې تورونه بې‌اساسه دي.

د دوی خوشې کېدل د دواړو هېوادونو تر منځ د کلونو خبرو اترو پایله ده.

د کولر او پاریس د خوشې کېدو چانس وروسته له هغه زیات شو، چې فرانسې د روان کال په لومړیو کې ایرانۍ زده‌کړیاله مهديه اسفندیاري چې په لیون ښار کې اوسېده، د اسراییل ضد پوسټونو له امله ونیوله. هغه د اکټوبر په پای کې په مشروط ډول خوشې شوه.

په هند کې د اورګاډو د تکړ له امله ۸ تنه مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي

۱۳ لړم ۱۴۰۴ - ۴ نومبر ۲۰۲۵، ۱۸:۴۵ GMT+۰
100%

د هند په چتیسکر ایالت کې د سې‌شنبې په ورځ (د لړم ۱۳مه) د یوه مساپر وړونکي او بار وړونکي اورګاډو د ټکر له امله لږ‌تر‌لږه اته کسان مړه او ګڼ شمېر نور ټپیان شوي دي.

د چارواکو په وینا، د پېښې پر مهال بار وړونکی اورګاډی ولاړ و، خو د مساپرو اورګاډي ورسره ټکر وکړ، چې له امله یې د مساپرو د اورګاډي څو لومړنۍ برخې سختې زیانمنې شوې.
د دغه ایالت د لومړي وزیر مرستیال ارون ساو خبریالانو ته ویلي، چې پولیس او ژغورنې ډلې د ژوندیو پاتې کسانو د را اېستلو هڅه کوي.

د رېل‌پټلۍ چارواکو ویلي، چې د پېښې په اړه به هر اړخیزه څېړنه ترسره شي.

د هند د رېل‌پټلۍ شبکه د نړۍ څلورمه ستره شبکه ده او دا مهال د ۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د بدلون او عصري کېدو تر پروسې لاندې ده، چې پکې نوي رېلي او عصري تمځایونه جوړېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اورګاډو پېښې په دغه هېواد کې نوې خبره نه ده. هند په ۲۰۲۳ کال کې د وروستیو کلونو یوه تر ټولو بده پېښه تجربه کړه، چې درې اورګاډي د اودیشا ایالت په سيویل برخه کې سره ټکر وکړ او ۲۸۸ کسان پکې ووژل شول.