• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د کب د غوړو کپسول خوړل د روغتیا لپاره څه ګټه لري؟

۱۵ لړم ۱۴۰۴ - ۶ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۴ GMT+۰

د کب غوړ د نړۍ یو له ډېرو کارېدونکو غذایي سپلېمنټونو څخه دی.د کب غوړو کې د اومیګا درې فیټي اسیدونواندازه ډېره زیاته وي او دا اسیدونه د انسان د روغتیا لپاره خورا مهم ګڼل کېږي.

خو پوښتنه دا ده چې ایا د دې کپسولونو کارول رښتیا هم روغتیا ته ګټه رسوي یا نه؟

ځواب یې ساده نه دی، ځکه چې د فنلنډ په یوې طبي څیړنه کې ښول شوې چې د کب د غوړو کپسولونه هم ګټور کېدای شي او هم بې‌ګټې، ګټه او تاوان یې ستاسو کارولو پورې اړه لري.

د هیلسنکي پوهنتون د څېړونکو په وینا، دوی د کب د غوړ په کپسولونو کې د موجودو اومیګا درې فیټي اسیدونو پر روغو کسانو اغېزې وڅېړلې.

په دې څېړنه کې ۳۸روغمن کسان شامل وو، چې هغوی ته د اومیګا درې فیټي اسید یوې ځانګړې برخې «ای‌کوساپېنتاینوییک اسید» لوړه اندازه ورکړل شوه.

د ازموینې له پیل مخکې، د استعمال پر مهال او وروسته د ګډونوالو د وینې نمونې واخیستل شوې، څو وکتل شي چې بدن د دې اسید پر وړاندې څه ډول غبرګون ښيي.

پایلو وښودله چې د هر انسان بدن بېلابېل غبرګونونه لري. څیړونکو وویل، که څه هم د«ای‌کوساپېنتاینوییک اسید» اغېزې په ټولو کې لیدل شوې، خو د هر بدن جذب او غبرګون توپیر لري.

هغوی تایید کړه چې بدن «ای‌کوساپېنتاینوییک اسید» په موثره توګه جذبوي او د وینې په ترکیب کې یې اندازه په چټکۍ لوړېږي، خو کله چې د سپلېمنټ استعمال بند شي، نو دا اندازه په چټکۍ سره راټیټه شي.

په هغو کسانو کې چې لږ مقدار کاروي، دا اندازه نږدې له منځه ځي.

د کب د غوړ کپسول د روغتیا لپاره ګټور دي، خو یوازې تر هغه وخته چې تاسو یې منظم استعمال کوئ؛ کله چې یې پرېږدئ، ټولې ګټې یې هم له منځه ځي.

څیړونکو دا هم منلې چې دا څیړنه محدوده وه، ځکه موده یې لنډه وه او د اوږدمهاله اغېزو څیړنه پکې نه وه شوې.

خو هغوی وویل، د پایلو له مخې ښکاري چې «ای‌کوساپېنتاینوییک اسید» کولای شي د زړه د ناروغیو پر وړاندې د بدن د ساتنې رول ولوبوي.

د کب غوړ د ورځې هر وخت خوړل کېدای شي. د کب غوړو کپسول د هغو خوړو سره وخورئ چې لږ طبیعي غوړ لري (لکه مغز، هګۍ، یا زیتون تېل)، ځکه چې اومیګا درې په غوړ کې حل کېدونکي دي او بدن یې د خوړو سره ښه جذبوي.

ډېری کسان یې له سهارنۍ سره اخلي. دا وخت د هضم لپاره مناسب دی او د کب غوړ بوی هم نه پاتې کېږي.

که د سهار خوړل درته مناسب نه وي، د ماښام له ډوډۍ سره یې وخورئ، خو هڅه وکړه د خوب نه لږ تر لږه دوه ساعته مخکې وخورې.

د کب غوړ منظم استعمال د زړه د ناروغیو مخنیوي، د مفاصلو نرمښت او د مغز تقویت کې مرسته کوي، خو له استعمال مخکې باید د ډاکتر مشوره واخیستل شي، په ځانګړي ډول که څوک د وینې نرې کوونکي درمل کاروي، د معدې ستونزې لري، یا امیندواره او شیدې ورکوونکې ښځه وي.

ترویج لرونکی

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې
۱

طالبانو د کابل او یوشمېر ولایتونو لپاره د اوبلن ګاز نوې بیې اعلان کړې

۲

طالبانو په کندهار او نیمروز کې تر ۱۴زره کیلو ګرامه ډېر نشه‌يي توکي او انساني درمل سوځولي

۳

ولې غوماشې ځینې انسانان ډېر چیچي او ځینې کم؟

۴

له نړیوال جام څخه د ارجنټاین د اېستلو کمپاین کې له ۲۳ میلیونه ډېرو کسانو لاسلیکونه وکړل

۵
ځانګړی

سرچینې: د ملاهبت الله نږدې کړۍ له هغه سره د نړۍوال پلاوي د لیدنې اجازه نه‌ده ورکړې

•
•
•

نور کیسې

افلاین افغانستان؛ د یو ملت د ۲۵ اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو سقوط

۸ تله ۱۴۰۴ - ۳۰ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۷:۰۷ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
100%

انټرنېټ د نننۍ نړۍ د وینې د رګونو په څېر دی. کله چې دا رګ پرې شي، ټولنیز ژوند، اقتصاد، زده‌کړې او ان رواني وضعیت په ټپه درېږي. افغانستان چې له وړاندې د جګړې، سیاسي ناورین او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، د نوري فایبر پرې کېدو له امله د یوې نوې بحراني څپې شاهد دی.

په لومړي نظر کې انټرنېټ یوازې د اړیکو وسیله ښکاري، خو د بندېدو اغېزې یې خورا ژورې او څو اړخیزې دي. د رسنیو له چوپتیا نیولې تر نړۍوالې انزوا پورې، د ژوند هره برخه په مستقیم ډول ټکنۍ شوې ده.

د طالبانو د مشر ملا هبت الله په امر نېږدې څلرویشت ساعته کېږي چې په ټول افغانستان کې انټرنېټ بند دی او د تېرو نېږدې شلو کلونو د اړیکو وسیلې، کاري وسایل، معلوماتي اسباب او اقتصادي اړیکې په ټپه ولاړې دي؛ خو طالبانو په دې اړه تر اوسه هېڅ ډول غبرګون نه دی ښودلی.

۱. رسنۍ – د چوپتیا ناورین

د خبریالۍ بنسټ د انټرنېټ پر سرعت ولاړ دی. کله چې دا لاره بنده شي، خبري ادارې نه شي کولای پر وخت راپور خپور کړي.

دا مهال په افغانستان کې د طالبانو تر کنټرول لاندې له ملي ټلویزون څخه نیولې تر ټولو خصوصي رسنیو پورې ډیجیټلي خپرونې ځنډول شوي او معلوماتو ته پر وخت لاسرسی نه کېږي.

یو شمېر رسنۍ چې په بهر کې د خپرونو امکانات لري، په ابتدايي بڼه یې خپلې انټرنېټي خپرونې پیل کړي دي، خو خلک معلوماتو ته لاسرسی نه لري.

۲. زده‌کړې – تړلې دروازې

په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته ګڼو نجونو بهرنیو انلاین کورسونو او پوهنتونونو ته مخه کړې وه، چې د انټرنېټ له بندیز وروسته محصلین له نړۍوالو کورسونو او انلاین صنفونو بې‌برخې شول. د نجونو لپاره هغه یوازینۍ لاره چې د کور څخه به یې زده‌کړې کولې، په بشپړه توګه وتړل شوه.

دغې چارې زرګونه نجونې او هلکان د زده کړو له ځنډ سره مخ کړي دي.

۳. بورسونه – له راتلونکي بې‌برخې کېدل

ډېری افغان محصلین د بهرنیو بورسونو غوښتنلیکونه انلاین لېږي. د انټرنېټ بندېدل د هغوی د ژوند پلانونه له منځه وړي.

دا مهال هېڅ افغان زده کوونکی نه شي کولی، چې له خپل اړوند پوهنتون سره اړیکې ونیسي، د خپل سکالرشیپ په اړه پوښتنه وکړي او یا هم د پوهنتون پیغام تر لاسه کړي.

۴. اقتصاد – د سوداګرۍ سقوط

د افغانستان د ګمرکاتو سیستم د اسکوډا پر بنسټ تنظیمېده چې د انټرنېټ له پرې کېدو وروسته په ټپه ودرېد. د افغانستان د سوداګرۍ خونې اړیکې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره په بشپړ ډول پرې شوې دي.

ګڼ سوداګر په انفرادي ډول له خپلې سوداګرۍ او اموالو ناخبره دي. انلاین پلورنځي چې ورو - ورو رواجېدل، فلج شول.

د مالیې وزارت ډیجیټلي اړیکې له بانکونو او اړوند ګمرکاتو او مستوفیتونو سره په بشپړ ډول پرې شوي، چې دا چاره پراخ فساد ته زمینه برابروي.

100%

۵. بانکي خدمتونه – د پېسو د انتقال ځنډ

د انټرنېټ له بندیز سره انلاین بانکي تادیات او د موبایل بانکي خدمتونه بند شول. خلک د ساده حوالې لپاره هم حضوري بانکونو ته ځي، چې د اوږدو لیکو سبب ګرځي.

همدا راز له بهره په ویسټرن یونین او منيګرام د پېسو انتقال ستونزمن شوی دی.

۶. صرافان – له نړۍوال بازاره بې‌خبري

صرافان چې د اسعارو د تازه نرخونو لپاره انټرنېټ ته اړتیا لري، په تیاره کې پاتې دي. دا د اسعارو په مصنوعي لوړوالي او ټیټوالي کې رول لري.

دا مهال د کابل د شهزاده سرای صرافان په وېره کې دي، ځکه له نړۍواله بازاره بې خبره دي او د اسعارو په اړه له معلوماتو پرته تبادله ښايي پانګې ته زیان ورسوي.

۷. کورنۍ اړیکې – د کورنۍ له غړو بې خبري

افغانستان له لسګونو کلونو را په دېخوا د پراخو کډوالیو شاهد دی او میلیونونه وګړي دا مهال له افغانستان څخه بهر دي، چې له خپلو کورنیو سره اړیکه نه شي نیولی.

دا چاره له رواني او اقتصادي اړخه زیان پېښوونکې ده. د کورنیو غړي نه شي کولی چې خپلو کورنیو ته پېسې ولېږي او یا هم د پېسو د لېږد معلومات ورکړي.

۸. روغتیا – د مرستندویه ادارو او ټېلې‌مدیسن سقوط

د افغانستان روغتیايي سیستم د نړۍوال روغتیايي پروګرام په مرسته تنظیمېږي او ۹۹ سلنه روغتونونه د موسساتو له خوا کنټرولېږي، چې د انټرنېټ په نه موجودیت کې د اړیکو، اداري خدماتو او معلوماتو د انتقال له خنډ سره مخ دي.

همداراز په وروستیو کې په افغانستان کې ټیلي میډیسن هم مخ پر ودې و، چې یو شمېر بهرنیو ډاکترانو به په افغانستان کې دننه د ټیلي میډیسن پروګرام له لارې د ناروغانو درملنه کوله؛ خو اوس ډاکتران نور نشي کولای چې په افغانستان کې ناروغانو ته انلاین مشورې ورکړي.

۹. بېړني خدمات – سست غبرګون

د ګڼو مرستندویه موسساتو له لوري د امبولانس خدمات ډیجیټل شوي وو او دې چارې د زیان پر وخت د چټک غبرګون سرعت زیات کړی و. دا مهال امبولانسونه او د اور وژنې خدمتونه د همغږۍ لپاره انټرنېټ ته اړتیا لري. د انټرنېټ د بندېدو له امله ځنډ د خلکو د ژوند د ضایع کېدو لامل کېږي.

۱۰. بشري مرستې – بندې شوې لارې

د افغانستان نېږدې ۳۰ سلنه خلک بېړنیو مرستو ته اړتیا لري او ټول نړۍوال سازمانونه او مرستندویه ادارې خپلې چارې د انټرنېټ پر مټ سمبالوي، خو که انټرنېټ همدا ډول بند وي نو د بشري مرستو بهیر په ټپه درېږي.

دا مهال په افغانستان کې د ټولو بشري ادارو چارې په ټپه درېدلې دي، نړۍوال سازمانونه لکه د سرې میاشتې ټولنه یا یونېسف د پروژو همغږي نه شي کولی او د مرستو وېش ټکنی شوی.

۱۱. کرنه – له موسم او بازاره بې خبري

د افغانستان په کرنیزو برخو کې هم ګڼې موسسې او شرکتونه کار کوي، چې چارې یې ډیجیټل او پر انټرنېټ ولاړې دي. مسلکي اشخاص د هوا د حالاتو، بارانونو او کرنیزو بازارونو تازه خبرونه نه شي ترلاسه کولی.

۱۲. د ټولنیزو رسنیو کاروونکي – بې کاري

په افغانستان کې سلګونو ځوانانو خپل ورځنی عاید له یوټیوب او نورو ټولنیزو رسنیو څخه تر لاسه کاوه، چې د انټرنېټ له بندیز وروسته دغو ځوانانو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.

دې چارې نه یوازې په داخلي لیدونکو تاثیر کړی، بلکې له هېواده بهر افغانان هم نه شي کولی چې د افغان یوټیوبرانو نوي پروګرامونه پر یوټیوب یا نورو ټولینزو رسنیو وڅاري.

۱۳. معلومات – د علمي تبادلې بندېدل

د انټرنېټ له بندیز سره دا مهال په افغانستان دننه هېڅوک نه شي کولی چې نویو څېړنو، علمي بحثونو او په نړۍ کې له تازه علمي بدلونونو څخه خبر شي.

همداراز څېړنیزې چارې ټکنۍ شوې دي، ځکه چې څېړونکي انټرنېټ ته لاسرسی نه لري.

۱۴. ښوونیزې خپرونې – چوپ چاپېریال

وېبنارونه، انلاین کنفرانسونه، د نجونو د ښوونځي پر لیکه ویډیوګانې او د ښوونې پروګرامونه په بشپړ ډول درېدلي دي.

یو شمېر رسنیو د نجونو پر زده کړو د طالبانو له بندیز وروسته ځینې انلاین کورسونه جوړ کړل چې پېغلو او ځوانانو ترې ګټه پورته کوله، خو د انټرنېټ له بندیز سره دا چارې هم سقوط شوې.

۱۵. ټرانسپورټ – د اپلیکیشنونو سقوط

په افغانستان کې د ټېکسي انلاین خدمات او کورونو ته د توکو د لېږد پر لیکه بازار په ابتدايي بڼه تجربه کاوه، چې د انټرنېټ له بندیز سره دا چارې هم په ټپه ودرېدلې.

انلاین ټکسي خدمتونه لکه "راید" یا "هادي ټکسي" نور کار نه کوي. خلک بېرته د سړک پر سر اوږدو انتظارونو ته اړ دي.

۱۶. هوایي چلند – ټکټونه یوازې حضوري

په افغانستان کې د انټرنېټ له پراختیا سره خلکو کولی شول، چې په انلاین ډول د مسافرت ټېکټ واخلي او د پروازونو په تړاو معلومات تر لاسه کړي، خو د انټرنېټ له بندیز سره مسافر د انلاین ټېکټ اخیستو پر ځای باید حضوري د ټېکټ ایجنټانو ته مراجعه وکړي، خو د ټېکټ اجنټان هم انټرنېټ ته لاسرسی نه لري، نو خلک مجبور دي چې یوازې د اریانا او کام ایر شرکتونو استازولیو ته مراجعه وکړي، چې له امله یې د ټېکټ اخیستو بهیر ستونزمن شوی دی.

۱۷. سفر – نړۍوالې الوتنې بې‌خبره

د کابل پر هوايي ډګر ګڼې نړۍوالې الوتنې لغوه شوي، خلک نه شي کولی چې له خپل بهرني سفر څخه بشپړ معلومات تر لاسه کړي، همداراز مسافر نه پوهېږي چې الوتنې ځنډېدلې دي او که نه.

د بهرنیو الوتکو ټېکټ اخیستو ته لاسرسي محدوده شوې ده او د بهرنیو الوتکو راتګ هم ځنډېدلی دی.

۱۸. استخدام – د انلاین دندو سقوط

په وروستیو کلونو کې ګڼو ځوانانو انلاین دندې پیل کړې وې، چې ځینو یې له بهرنیو موسساتو او ځینو له کورنیو شرکتونو سره کار کاوه، چې د انټرنېټ بندیز دا چاره هم په ټپه درولې ده او زرګونه ځوانانو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

همدارنګه یو شمېر ځوانانو چې انلاین به یې دندې ته اپلای کوله، نور دا چانس نه لري.

۱۹. مرستندویه ټولنې – په راپور ورکونه کې ګډوډي

ګڼ مرستندویه سازمانونه خپلو نړۍوالو تمویلوونکو ته راپورونه نه شي لېږلی. د مرستو له بهیره څار سخت شوی. تصمیم نیونه او راپورو ورکونه هم د انټرنېټ پر مټ کېده چې دا وړتیا هم له لاسه وتلې ده.

۲۰. ډیپلوماتیکې اړیکې – پرې شوې لیکې

په افغانستان کې مېشت سفارتونه له خپلو مرکزونو سره انلاین اړیکه نه لري. همدارنګه یو شمېر سفارتونو لکه پاکستان د وېزې خدمات د انټرنېټ د نه موجودیت له امله په ټپه ودرول.

د طالبانو او هغو سفارتونو چې د دوی تر کنټرول لاندې دي اړیکې پرې شوې دي، دوی یوازې د ټلیفون له لارې کولی شي اړیکه وکړي چې مصارف یې لوړ او کیفیت یې کم دی.

۲۱. حقوقي او معلوماتي خدمات – بندې مشورې

د افغانستان هغه خلک چې په بهرنیو هېوادونو کې حقوقي او د کډوالۍ قضیه لري، نه شي کولی چې له خپلو اړونده ادارو او وکیلانو سره اړیکه وکړي.

همدارنګه هغه شرکتونه او موسسې چې له بهرنیو حقوقي ادارو سره کار کوي بې اړیکې شوې دي.

۲۲. تخنیکي سکټور – د ای ټي متخصصین بې کاره شول

په افغانستان کې ګڼ کورني او بهرني د IT شرکتونو فعالیت لاره چې دا مهال نشي کولای له خپلو نړۍوالو مشتریانو سره اړیکه وساتي.

دې چارې د ای ټي سکټور له سقوط سره مخ کړی او هېڅ ډول کاري ساحه یې پر مخ نه ده پاتې.

۲۳. رواني فشار – خپګان او یوازېتوب

د اړیکو پرې کېدل خلک په ژور خپګان کې اچوي. د بېلګې په توګه یوه مور چې له بهر مېشتي زوی سره خبرې نه شي کولی دا د اندېښنې او ژور خپګان ښکاره بېلګه ده.

همداراز د افغانستان خلک دا مهال داخلي اړیکې هم یوازې د موبایل له لارې تنظیمولی شي او نه شي کولی چې تصویري خبرې وکړي.

۲۴. نړۍوال حضور – خاموش افغانستان

افغانستان دا مهال د نړۍوالې ډیجیټلي نقشې څخه ورک شوی. هېڅ غږ او هېڅ خبر ترې په نړۍوال سټیج د راوتلو جوګه نه دی.

د افغانستان د خلکو پر اړتیا، لوږې او روان کړکېچ د نړۍ نور خلک نه شي خبرېدلی، چې له امله یې خلک به ګڼو ستونزو سره مخ کېدونکي دي.

۲۵. د خلکو ورځنی ژوند – له نړۍ سره شلېدلی اتصال

دا مهال په افعانستان کې د ژوند تر ټولو ابتدایي مسایل هم له ځنډ او خنډ سره مخ دي او د افغانستان د ۴۰ میلیونو وګړو اړیکه له نړۍ سره شلېدلې ده.

دا چاره په اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې لوی او نه جبرانېدونکی تاوان لري، چې له امله راپېښېدونکی زیان د ژورې اندېښنې وړ دی.

انټرنېټ یوازې یو تخنیکي خدمت نه دی، بلکې د ټولنې د ژوندۍ پاتې کېدو لپاره بنسټیزه اړتیا ده. د دې پرې کېدل د افغانستان خلک له نړۍ جلا کړي او د هېواد پر راتلونکي یې توره پرده غوړولې ده.

کارپوهان ټینګار کوي، چې بدیلې لارې لکه د سټلايټ انټرنېټ (Starlink)، د سیمه‌ییزو راډیويي شبکو پراختیا او د نړۍوالو فشارونو راوړل باید د حل برخه وي، څو افغانستان د ډیجیټلي تیارو له دې اوږده شپې ووځي.

ګوګل ۲۷ کلن شو؛ په تېرو ۱۲ میاشتو کې افغان کاروونکو تر ډېره فلمونه او موسیقي لټولې ده

۵ تله ۱۴۰۴ - ۲۷ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۱
100%

نن شنبه (د تلې ۵مه) ګوګل ۲۷ کلن شو او خپله کلیزه یې ونمانځله. دا کلیزه د طالبانو د هغو هڅو سره همهاله نمانځل کېږي، چې غواړي په افغانستان کې انټرنېټ ته لاسرسی نور هم محدود کړي، خو په تېرو ۱۲ میاشتو کې په ګوګل کې افغانانو د پنځو نومونو په ډله کې "فلم" او "سندرې" زیاتې لټولي دي.

د بیا ځلي واک ته له رسیدو راهیسې طالبانو په موسیقۍ او سینما سخت بندیزونه لګولي دي. په راډیو، ټلویزیون او عامه ځایونو کې د موسیقۍ خپریدل منع شوي او ډېری رسنۍ اړ شوي چې خپلې تفریحي خپرونې بندې کړي.

په وروستیو کلونو کې د امر بالمعروف وزارت په بېلابېلو ښارونو کې ځوانان د موسیقۍ غږولو یا اوریدلو له امله نیولي او سزا یې ورکړې ده.

په لویو ښارونو لکه کابل او هرات کې سینماګانې تړل شوي دي او طالبانو د موسیقۍ وسایل ضبط کړي یا یې سوځولي دي.

ډېری هنرمندان او فلم جوړونکي له هېواده وتلي یا یې خپل فعالیتونه بند کړي دي.

د دې محدودیتونو سره سره د موسیقۍ او فلمونو سره د خلکو علاقه کمه شوې نه ده.

په تېرو ۱۲ میاشتو کې، د "فلم" او "سندرې" کلمې په ګوګل کې د افغان کاروونکو لپاره د پنځو غوره کلیمو څخه دي، چې په ګوګل کې یې لټولي دي.

100%

البانیا د نړۍ لومړی هېواد شو چې مصنوعي ځیرکه وزیره یې وټاکله

۲۳ وږی ۱۴۰۴ - ۱۴ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۱۴ GMT+۱
100%

د نوې وزیرې نوم «ډیلا» دی، چې په البانیايي ژبه کې د «لمر» په مانا ده. ډیلا تر دې وړاندې د یوې مجازي مرستیالې په توګه کار کاوه او د ډیجیټلي پلاټفورم«یي البانیا»په واسطه یې تر یو میلیون زیات غوښتنلیکونه اداره کړي دي.

د چارواکو په وینا، ډیلا به د عامه تدارکاتو څارنه کوي، د قراردادونو پروسه به پرمخ وړي او هڅه به وکړي چې دغه بهیر له فساد څخه پاک وساتي. د هغې اصلي موخه د عامه تدارکاتو د چارو چټکتیا، بشپړ شفافیت او حساب ورکونه بلل شوې ده.

د البانیا لومړي وزیر «اېډي راما»ویلي چې ډیلا د رشوت، ګواښونو یا په ادارو کې د اړیکو له پاللو څخه اغېزمنه کېدونکې نه ده او په همدې دلیل به یې کار د خلکو پر باور ښه اغېز وکړي.

خو د دې نوې ټاکنې په اړه په البانیا کې وېشلي نظرونه موجود دي. د اپوزیسیون ډیموکرات ګوند دا اقدام «بې ځایه کار» بللی، خو یو شمېر څېړونکي او متخصصین باور لري چې که سم مدیریت شي، د شفافیت او د خلکو د باور د پیاوړتیا لپاره ګټور تمامېدای شي.

په داسې حال کې چې اروپا کې البانیا د مصنوعي ځیرکتیا وزیره ټاکي، د اسیا په زړه افغانستان کې بیا د طالبانو حکومت د نجونو ښوونځي او لوړې زده کړې تړلې دي او د ښځو پر کار او بنسټیزو انساني ازادیو سخت بندیزونه لګولي دي.

د اورکل شرکت بنسټګر«لری الیسون» یو ځل بیا د نړۍ د شتمنو د نوملړ په سر کې

۲۲ وږی ۱۴۰۴ - ۱۳ سپتمبر ۲۰۲۵، ۰۱:۵۵ GMT+۱
100%

د اوراکل شرکت بنسټګر «لری الیسون» ۳۷۱ میلیارد او ۷۰۰ میلیونه ډالرو په شتمنۍ په لرلو سره یو ځل بیا د نړۍ د شتمنو کسانو د نوملړ په سر کې ځای پر ځای شوی دی. د راپورونو له مخې، د ده شتمني د «کلوډ» قراردادونو او مصنوعي ځیرکتیا په برخه کې د پانګونې له امله په بې‌ساري ډول لوړه شوې ده.

د اوراکل شرکت په تېرو میاشتو کې د مصنوعي ځیرکتیا پر پراختیا تمرکز کړی او له سترو نړیوالو شرکتونو لکه «مېتا، اوپن‌اې‌اي او اېکس اې‌اي»سره یې د میلیاردونو ډالرو قراردادونه لاسلیک کړي دي. د دغو قراردادونو په پایله کې د اوراکل د شرکت ونډې له ۳۵سلنې ډېرې لوړې شوې دي.

کارپوهان وایي چې دا پرمختګ نه یوازې الیسون د نړۍ تر ټولو بډای کس ګرځولی، بلکې د ټکنالوژۍ په ډګر کې یې د ده د نفوذ او اغېز ځواک هم لا پسې پیاوړی کړی دی.

دغه پرمختګ د نړیوالو مالي بازارونو او رسنیو پام هم ور واړاوه او الیسون یو ځل بیا د ټکنالوژۍ د نړۍ د اغېزمنو څېرو په سر کې راغی.

ایفون ۱۷ لړۍ: اپل شرکت نن د ایفون موبایل نوي ماډلونه نندارې ته وړاندې کوي

۱۸ وږی ۱۴۰۴ - ۹ سپتمبر ۲۰۲۵، ۱۰:۵۹ GMT+۱
100%

اپل شرکت نن سې شنبه د یوه نندارتون په ترڅ کې چې (Awe Dropping) نومیږي د ایفون ۱۷ لړۍ پرانیسته کوي. تمه ده چې په دې لړۍ کې څلور نوي ماډلونه ایفون ۱۷، ایفون ۱۷ اېر، ایفون ۱۷ پرو او ایفون ۱۷ پرومکس نندارې ته وړاندې شي.

اپل به همداراز د راتلونکي نسل اپل واچ او نوي ایرپډونه هم وړاندې کړي. د شرکت په وینا، په دغه نندارتون کې د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) اړوند پرمختګونو ته هم اشاره کېږي.

د ایفون ۱۷ لړۍ په موبایلونو کې ځیني نوي تغییرات راغلي دي لکه د دغه موډل سکرین ۶، ۳ انچه دی، ریفریش ریټ یې په یوه ثانیه کې ۱۲۰ Hz دی. د ایفون ۱۷ پرو د کامرې بڼه د تېرو ماډلونو په پرتله بدله شوې او افقي شکل لري او همدا راز تر مخکیني ایفون یې وزن هم کم دی. د ایفون ۱۷ حافظه له ۲۵۶ څخه پیل کیږي.

د شرکت تر ټولو لوړ ماډل، ایفون ۱۷ پرو مکس، ښايي د لوړ ظرفیت بیټرۍ ولري. بل خوا ایفون ۱۷ اېر به د پلس ماډل ځای ونیسي او د اپل تر ټولو نری او نازک تلیفون بلل شوی دی.

دغه نندارتون به د کالیفورنیا په کوپرټینو کې د اپل په مرکزي دفتر کې ترسره شي او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې به په ژوندۍ بڼه خپور شي.