دغه څېړنه د لاتروب پوهنتون د عصبي علومو متخصصينو او د وېسټرن هېلت څېړنيز مرکز لهخوا ترسره شوې ده، چې پهکې د ۱۹۹۰ زېږدیز کال نه تر ۲۰۲۱ پورې د ۲۰۴ هېوادونو مالومات څېړل شوي دي. د څېړنې پايلې څرګندوي چې د نن ورځې عصري ژوند بڼه چې له سټرېس، بې فعالیته ژوند، د الکولو او کافين له کارونې او د خوب له خراب کېفیت سره تړاو لري او لا هم د سر درد د ډېرېدو اصلي لاملونه دي.
څېړنه زياتوي چې د کرونا وبا هم نوې ستونزې زېږولي دي؛ ډېر ناروغان له ويروس وروسته يا د واکسين تر اخيستو وروسته له تيز يا دايمي سر دردونو څخه شکايت کوي.
په راپور کې راغلي دي: «دا نوې ستونزې چې له سر درد سره تړاو لري، د ذهني فشارونو، محدودو روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي او ټولنيزو عواملو له امله، ښايي دا مخکې له مخکې جدي مسئله لا نوره هم پېچلې کړې وي.»
د څېړنې بله مهمه موندنه دا ده چې ښځې د ۳۰ تر ۴۴ کلونو ترمنځ عمر کې او هغه کسان چې په شتمنو هېوادونو کې ژوند کوي، د دې ناروغۍ تر ټولو زياتې اغېزې زغمي.
د څېړنې مشر ليکوال پروفېسور تيسا ويجراتنه وايي: «سره له دې چې د سر درد د پېژندنې او درملنې په برخه کې پرمختګ شوی، خو د دې اختلال د نړۍوالې کچې د کمېدو امکان لږ دی، ځکه چې د خطر فکتورونه لا هم دوام لري او د مسلکي روغتيايي پاملرنې لاسرسی محدود دی.»
هغه زياتوي: «د مسلکي روغتيايي خدمتونو محدود استعمال او د بې نسخې درملو زياته کارونه لا هم د پرمختګ مخه نیسي.»
نوموړي ټينګار وکړ چې بايد روغتيايي تګلارو کې بنسټیز اصلاحات راشي او بودجه لوړه کړي، څو د سر درد ستونزې ته جدي پاملرنه وشي.
څېړنه په پای کې سپارښتنه کوي چې د سر درد اختلات بايد د نړۍوالې روغتيا د پاليسۍ په لومړيتوبونو کې ځای ومومي، ځکه دا يوه روانه او پراخه ستونزه ده چې د مېلياردونو انسانانو ژوند اغېزمن کړی دی.