جنرال انعامالحق په خپل تحلیل کې ویلي، طالبانو نه یوازې د اسلامي ورورولۍ او ښه ګاونډیتوب اصول نهدي مراعت کړي؛ بلکې د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) غړو ته یې پناه ورکړې او د پاکستان ملي امنیت یې له ګواښ سره مخ کړی دی.
هغه زیاته کړې، په اسلاماباد کې وروستی ځانمرګی برید او د وزیرستان په سویلي سیمه کې د پېښور د پوځي ښوونځي د ناورین د تکرار هڅه ده چې د «ټيټيپي» اړونده ډلو لهخوا طرحه شوې وه. د هغه په وینا، د طالبانو پر وړاندې د اسلاماباد اوږد زغم هېڅ پایله نهده ورکړې او اوس په سیاسي او ډېپلوماتیکو کړیو کې د نوو انتخابونو په اړه خبرې روانې دي.
انعامالحق د مقالې په یوې برخه کې د طالبانو دننه د پوځي جغرافیې او قومي درزونو یادونه کړې او ویلي یې دي، چې د هندوکش غرونه افغانستان په دوو برخو وېشي: «سوېل چې زیاتره پښتانه پهکې مېشت دي او شمال چې نور قومونه پهکې اوسېږي. د هغه په باور؛ دغه تاریخي درزونه د افغانستان د اوږدمهاله بېثباتۍ یو اساسي لامل دی».
هغه لیکلي، د اوسني افغانستان د قدرت څلور اصلي مرکزونه کندهار، لويه پکتیا، شمال او هرات دي او پاکستان تر دې مخکې هڅه کړې وه چې د پښتنو سیمو په تمرکز سره د ثبات ساتنه وکړي. خو نوموړي خبرداری ورکړی، چې قومي اختلافات، د اقتصادي فرصتونو نشتوالی او د خلکو نارضایتي کولای شي د نوي تاوتریخوالي او نا کراریو لامل شي.
جنرال انعامالحق د طالبانو هغه روایت ناسم بللی، چې ګواکې دوی د شوروي او امریکا پر وړاندې په خپله بریالي شوي دي. د هغه په وینا؛ طالبان بې د پاکستان له پوځي او سیاسي مرستو به هېڅکله نه وای توانېدلي له دغو دوو زبرځواکونو سره مقابله وکړي.
هغه لیکلي، د افغانستان په تړاو د پاکستان سیاست په جدي توګه بیا کتنې ته اړتیا لري. د نوموړي په باور؛ اسلاماباد باید د افغانستان د راتلونکي لپاره د سوېلي پښتنو او شمالي قومونو له ګډ ترکیب څخه د یو ټولګډونه او پراخې حکومتدارۍ ملاتړ وکړي، خو له بلې خوا باید د فشار وسایل هم له لاسه ورنه کړي.
هغه ټینګار کړی، د افغانستان دوامداره سوله یوازې هغه وخت شونې ده چې دغه هېواد له خپلو ګاونډیانو، په ځانګړي ډول له پاکستان سره، متوازنه او دوستانه اړیکه ولري.
انعامالحق په پای کې لیکلي: «ارام افغانستان د سیمې د سولې لپاره ګټور دی او د افغانستان ثبات د پاکستان د ثبات معنا لري».