نوموړي وویل چې په دې تضمین چې دغه لارې به بیا هېڅ وخت نه د جنګ په شرایطو کې او نه په عادي شرایطو کې تړل کېږي.هغه زیاته کړه چې افغانستان د متقابل احترام په اساس د پایښت لرونکو تجارتي روابطو ساتل غواړي څو له دغو روابطو څخه د سیاسي فشار د آلې په توګه استفاده ونه شي.
ملا برادر افغان تاجرانو ته دا هم وویل چې هغوی دې د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره د پاکستان په ځای نور هېوادونه انتخاب کړي، او که هغوی دا کار ونه کړي او د نن نه پس په پاکستان کې د کوم مشکل سره مخ شي، نو د طالبانو امارت به د هغوی شکایت یا مشکل ته رسېدنه ونه کړي.
په دې ته ورته محتوا سره عبدالله عزام، د رییسالوزرا د اقتصادي معاونیت د دفتر رییس هم یوه اعلامیه صادره کړې ده. عزام ویلي دي چې اسلاماباد د تجارتي لارو په تړلو د اقتصادي چارو څخه د سیاسي ابزار په توګه استفاده کوي، او د اسلاماباد دغه کار د دواړو هېوادونو تر منځ د متقابل احترام او د اقتصادي همکارۍ د اصولو نه سرغړونه ده.
دا خبره د یادونې وړ ده چې د اکتوبر د میاشتې په دویمه اونۍ کې د پاکستان او د طالبانو د امارت تر منځ د پوځي نښتو نه وروسته پاکستان د ډیورند کرښې د پاسه دروازې د افغانستان د ټرانزیټ تجارت او د دواړو هېوادونو د خپلمنځي تجارت په مخ وتړلې، او د دریو اونیو نه زیات وخت دا تجارتي تعامل بند پاتې دی.
د ملا عبدالغني برادر د پورته ذکر شوي اعلان نه وروسته دا پوښتنې راولاړیږي چې د طالبانو د امارت له خوا له پاکستان سره د تجارتي مقاطعې موخې څه دي؟ د دواړو هېوادونو لپاره به د تجارت بندش څه عواقب ولري؟ او آیا افغانستان به د خپل ټرانزیټي تجارت لپاره د پاکستان د لارو بدیل پیدا کړي؟
خو د دې نه وړاندې باید یو لنډ نظر د افغانستان په باب د پاکستان په پالیسۍ او چلن باندې واچول شي. په دې کې شک نشته چې پاکستان د لومړۍ ورځې نه د افغانستان په اړه خپله پالیسي د انګلیسي استعمار د کتابونو او دوسیو د مطالبو په اساس جوړه کړې ده. په دغې پالیسۍ کې د متقابل لوري احترام او برابرۍ په اصولو د اړیکو جوړول ځای نه لري، بلکې په افغانستان باندې فشار راوړل او د هغه لاس مروړل اصلي ستراتیژي ګڼل کېږي.
د بحر نه لرې، په وچه کې ګیر هېوادونو ته د ګاونډیو هېوادونو له خوا د ټرانزیټ تجارت حق ورکول د بینالمللي مناسباتو د قانون برخه ده، او د دغه حق څخه د فشار د آلې په توګه استفاده کول د بینالمللي قوانینو نه سرغړونه ده، خو متاسفانه پاکستان تل دا کار کړی دی او بینالمللي قوانینو ته یې په درنه سترګه نه دي کتلي.
که د طالبانو د امارت له خوا د پاکستان سره د تجارت په اړه د هغوی د نوي ګام موخې ته فکر وکړو، نو دا ویل کېدای شي چې دا د پاکستان په ناکړدو د یو احتجاج څرګندولو سره سره په جدي توګه د پاکستان له لارې د افغانستان د ټرانزیټ تجارت لپاره د یوه بدیل لټون ته د افغانانو پام راګرځول دي. د دې وینا مطلب دا هېڅ نه دی چې د دې نه وړاندې د افغانانو دې لوري ته هېڅ پام نه و.
د جمهوریت د وخت حکومتونو مشکل په دې کې و چې یو خو پاکستان د امریکا ډېر نږدې متحد و، د امریکا په موجودیت کې د پاکستان سره تجارت بندول ممکن نه و. بله خبره دا وه چې د امریکا او ناټو د اکمالاتو ټوله لاره له پاکستان نه تېرېده، نو هغه وخت د دغې لارې مقاطعه کول په عمل کې امکان نه درلود. خو بیا هم د جمهوریت د دورې حکومتونو د ټرانزیټ د تجارت لپاره له ایران سره د چابهار د بندر نه د استفادې په لړ کې تفاهم ایجاد کړی و او دغه تفاهم عملي بڼه هم غوره کړې وه. د هندوستان حکومت د افغانستان او د مرکزي آسیا د هېوادونو سره د تجارت لپاره د چابهار په بندر کې خاصه دلچسپي لرله.
که څه هم په ایران باندې د امریکا له خوا لګول شوي بندیزونه په دې لاره کې خنډ وو، د امریکایي ځواکونو په موجودیت کې د جمهوریت د حکومتونو لپاره د چین سره ژور مناسبات او په خلاص مټ تجارت هم ممکن نه و. اوس دا مشکل نشته، او که د چین او افغانستان تر منځ د واخان د لارې سړک پوخ او تکمیل شي، نو د افغانستان د صادراتو او وارداتو لپاره به یو مطمئن مارکېټ په لاس ورشي.
د پاکستان واکداران په دې علت هم د یوه مضبوط او پرمختللي افغانستان د جوړېدو نه په ویره کې دي، چې که چیرې پاکستان د امریکا سره د خپلو نږدې اړیکو له امله د چین د کمربند او جادې په پروژه کې پوره ورګډ نه شي، نو چین لپاره افغانستان د مرکزي آسیا او لوېدیځې آسیا سره د وصلېدو لپاره بهترین بدیل دی.
خو د افغانستان ملي ګټې په دې کې دي چې هغه دې خپل تجارت او اقتصادي همکارۍ لپاره تش په یوه هېواد او یا یوه لوري باندې اتکا ونه کړي، او تل دې څو واریانتونه په لاس کې ولري. خو دا کار په درې میاشتو کې ممکن نه دی. د دې هدف تر لاسه کولو لپاره وخت، پلان، ستراتیژي او سیاسي اراده په کار ده، او دغه شیان د یوه په علم سنبال، مجرب، د ولس په اراده ولاړ او په وطن میین زعامت ته اړتیا لري.
دا هم لازمه ده چې د پاکستان سره د افغانستان د سیاسي او اقتصادي اړیکو په راتلونکي باندې هم یو نظر واچول شي. هسې خو د ګڼو جغرافیایي، تاریخي او کلتوري مشترکاتو له امله په کار دا ده چې د دغو دواړو ګاونډیو هېوادونو تر منځ ژورې او پایښت لرونکې اړیکې موجودې وې، خو که د پاکستان واکداران په افغانستان کې د خپلو تر ټولو نږدې متحدینو، یعنی طالبانو سره دوستانه اړیکې ونه پاللی شي، نو دا ښکاره خبره ده چې هغوی به په نږدې راتلونکي کې د طالبانو په ګډون د هېڅ یوه افغان حکومت سره حسنه اړیکې ونه شي ساتلی.
په دې لاره کې تر ټولو ستر خنډ د پاکستان د جنرالواکۍ دا ذهنیت دی چې ګواکې دوی ته د ابرقدرتونو له خوا د افغانستان د مدیریت کولو دنده سپارل شوې ده، او دوی د افغانستان د داخلي او خارجي سیاستونو د ټاکلو لپاره د مداخلت حق لري. تش دا نه ده، د پاکستان جنرالواکۍ د پنځه څلوېښت کالونو راهیسې په افغانستان کې د ویجاړوونکو جنګونو اور ته لمن وهلې ده، او د افغانستان د بېوسه مهاجرینو سره یې داسې ظالمانه چلن کړی دی چې په نږدې وختونو کې د اړیکو عادي کېدل ممکن نه ښکاري. خو البته که د پاکستان په سیاست کې اساسي بدلونونه راشي، نو بیا د ښیګڼې امکانات پیدا کېدای شي.