• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جاپان سفیر: د افغانستان د تاریخي میراثونو ساتنه د ټولې نړۍ ګډ مسوولیت دی

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۱۵ GMT+۰

د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین مولوي عتیق‌الله عزیزي د جاپان سفیر ماساموتو کِینیچي سره د فرهنګي همکاریو او تاریخي میراثونو د ساتنې په اړه ناسته کړې ده. په دغه ناسته کې دواړه خواوو د افغانستان د لرغونو اثارو خوندي کولو ژمنه کړې.

د دغه وزارت له‌خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، مولوي عتیق‌الله عزیزي د جاپان سفیر ماساموتو کِینیچي سره په لیدنه کې د جاپان د هغو هڅو ستاینه وکړه چې د افغانستان د لرغونو فرهنګي او تاریخي اثارو د ساتنې او بیارغونې لپاره یې ترسره کړې دي.

هغه ټینګار وکړ، چې دغه مرستې د هېواد د فرهنګي میراث د خوندي کولو لپاره ډېر ارزښت لري.

خبرپاڼې د جاپان سفیر ماساموتو کِینیچي له حوالې لیکلي: «د افغانستان لرغونی تمدن د نړۍوال اهمیت وړ دی او د تاریخي سیمو او اثارو ساتنه یوازې د افغانستان د حکومت مسوولیت نه؛ بلکې د ټولې نړۍوالې ټولنې ګډ مسوولیت دی.»

خبرپاڼه زیاتوي، دواړو خواوو ژمنه وکړه چې په راتلونکې کې به په دې برخه کې نورې همکارۍ هم پراخې کړي.

ترویج لرونکی

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي
۱

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۲

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۳

سرچینې: په کندهار کې د مولوي هبت‌الله په مشرۍ د طالبانو د کابینې غونډه شوې

۴

پر ډیورنډ کرښه تړلې لارې؛ پاکستان خپلې سوداګریزې لارې بدلوي

۵

د ایران مشهد کې د افغان ښځو یوې شبکې د هرات له ښځینه‌ معترضینو خپل ملاتړ اعلان کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په غزني کې یو کس د ۱۰ کیلو ګرامه شیشه او نشه‌يي توکو سره نیول شوی

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۷:۰۳ GMT+۰
طالبان: په غزني کې یو کس د ۱۰ کیلو ګرامه شیشه او نشه‌يي توکو سره نیول شوی
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت خبر ورکړی، په غزني ولایت کې یې ځواکونو د نشه‌يي توکو پر وړاندې په یو لړ عملیاتو کې هغه کس نیولی چې ۱۰ کیلو ګرامه شیشه، ۱۲۸۰ نشه‌یي ګولۍ او یوه اندازه پوډر یې په یوه بکس کې په ډېر مهارت سره ځای پر ځای کړي وو.

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه کس غوښتل، چې دغه توکي له هلمند ولایت څخه کابل ته ولېږدوي. خبرپاڼه زیاتوي، نیول شوی کس تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته سپارل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ هم د طالبانو د کورنیو چاور وزارت خبر ورکړی و چې په نیمروز ولایت کې یې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې ۱۷۳زره او ۱۵۰ نشه‌يي ګولۍ کشف او ترلاسه کړې دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دغه عملیات یې په چهاربرجک او خاشرود ولسوالیو کې ترسره کړي وو.

له بل پلوه د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرایمو د څار دفتر په خپل وروستي راپور کې ویلي و، چې د روان زېږدیز کال په اوږدو کې د افغانستان دننه کوکنارو کښت د تېر کال پرتله شل سلنه راکم شوی؛ خو د مصنوعي نشه‌يي توکو او په ځانګړې توګه د مېتامفټامینو (شیشې) تولید او قاچاق ورځ تر بلې لوړ شوی دی.

د یادې ادارې په وینا؛ له هغې راوروسته چې په افغانستان کې طالبانو د تریاکو پر کرکیله بندیز لګولی، د مصنوعي نشه‌يي توکو تولید او قاچاق د پام وړ زیاتوالی موندلی. د راپور له مخې؛ د دغه توکو د نیولو قضیې په افغانستان او شاوخوا سیمو کې د ۲۰۲۴کال تر پایه د ۲۰۲۳کال د درېیمې ربعې پرتله شاوخوا ۵۰ سلنه ډېرې شوې دي.

رونډا کې افغان کډوال: موږ ته ویل شوي و، چې په درېیو میاشتو کې به امریکا ته انتقال شئ

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۲۸ GMT+۰
رونډا کې افغان کډوال: موږ ته ویل شوي و، چې په درېیو میاشتو کې به امریکا ته انتقال شئ
100%

۲۷ افغان کډوال چې د ابوظبي له پنډغالي نه رونډا ته انتقال شوي وایي، دوی سره دلته د درېیو میاشتو پاتې کېدو ژمنه شوې وه چې امریکا ته به انتقال شي؛ خو اوس د Mercury 1 کمپنۍ له‌خوا ورسره د «یرغملو» په څېر چلند کېږي چې هر کس باید برازیل ته د انتقال لپاره ۱۲زره ډالر ورکړي.

دغه افغان کډوال د ابوظبي له پنډغالي نه رونډا ته انتقال شوي او د متحده ایالاتو د بیا مېشتېدو پروسې (USRAP) برخه‌وال دي. دوی ته لومړی ویل شوي وو، چې درې میاشتې وروسته به امریکا ته انتقال شي؛ خو اوس مرکوري-۱ امریکایي کمپنۍ ورته ویلي، که امریکا ته ونه رسېږي نو برازیل ته به یې انتقال کړي.

د دغه افغانانو په وینا؛ اوس مرکوري-۱ کمپۍ ورته ویلي، چې هر کس باید برازیل ته د انتقال لپاره شاوخوا ۱۲زره ډالر ورکړي. په رونډا کې یو افغان کډوال چې نه غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي، افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل: « Mercury 1 یوه امریکایي لویه کمپني ده. موږ ته وویل شول، چې عربان موږ ډېپورټ کوي، نو موږ مو رونډا ته انتقالوو او وروسته به امریکا ته ځو؛ خو اوس درې میاشتې په رونډا کې تېرې شوې، موږ ویزې خپله تمدیدوو، ټول بند پاتې یو او حالت مو خورا کړکېچن دی. زموږ غوښتنې باید عملي شي.»

د نظیرالله اوریاخیل قضیه هم ورته ده، هغه چې د ۲۰۲۱کال په اکتوبر کې د ابوظبۍ EHC پنډغالي ته انتقال شوی و؛ خو څلور کاله وروسته هم د خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو په برخه کې ناروښانه برخلیک سره مخ دی. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، د امریکا سفارت، IOM او UNHCR دفترونو ته یې په وار، وار مراجعه کړې؛ خو هیڅ ګټور ځواب یې نه‌دی ترلاسه کړی.

اوریاخېل وایي: «دوه زامن مې په کابل کې بې‌سرپرسته ژوند کوي او د زده‌کړو او ژوند لپاره کافي امکانات نه‌لري، مېرمن او څلور نور ماشومان مې په قطر کې بندپاتې دي او جدي روغتیایي ستونزو سره مخ دي. همدا ډول دلته یو شمېر ناروغان د درملو د پېرلو لپاره د میاشتې ۲زره ډالرو ته اړتیا لري.»

دغه افغان کډوالو له نړۍوالو ادارو غوښتنه کړې، چې د هغوی سره شوې ژمنې عملي کړي، د کورنیو بې‌برخلیکه وضعیت دې روښانه کړي، ماشومانو ته یې د زده‌کړې او روغتیایي خدمتونو ته د لاسرسي زمینه برابره شي، د Mercury 1 او ورته بنسټونو له‌خوا د هر ډول ناوړه چلند مخه دې ونیسي او د بشري حقونو نړۍوالې ادارې دې په بېړني ډول د دوی د وضعیت د ارزولو لپاره ګامونه واخلي.

یاده دې وي چې، له ۲۰۲۱ کال وروسته د طالبانو له بیا واکمنېدو سره زرګونه افغانان د دوی ژوند، امنیت او ازادۍ ته د ګواښ له امله د افغانستان پرېښودو ته اړ شول. د دوی ډېری کورنۍ بې‌برخلیکه پاتې شوې او په رونډا، قطر، ابوظبي، اسلام‌اباد، ایران او نورو هېوادونو کې د اوږد انتظار، اقتصادي ستونزو او رسمي اسنادو د نشتوالي له امله په یوه ناروښانه وضعیت کې شپې سبا کوي.

پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له دغه هېواده د جبري اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې ده

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۵۵ GMT+۰
پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له دغه هېواده د جبري اېستلو لړۍ درولو غوښتنه کړې ده
100%

په پاکستان کې مېشتو افغان کډوالو له ګواښ سره د مخ افغانانو د خونديتوب لپاره په یوه پرانیستي لیک کې له ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او د کډوالو ادارو نه غوښتنه کړې، چې د دوی د جبري اېستلو لړۍ دې ودرول شي او د بیا مېشتېدو قضیې دې ژر بشپړې شي.

په دغه لیک کې هغو افغان کډوالو چې د امریکا د بیامېشتېدو پروګرام لپاره په تمه دي ویلي، چې په تېرو څو میاشتو کې په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیونې، ځورونې او جبري اېستنې پېښې په بې‌سارې کچه زیاتې شوې دي. پولیسو کور په کور د تالاشۍ، نیولو او جبري ستنولو مرکزونو ته د لېږلو چارې روانې ساتلې دي.

کډوالو ویلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د امریکا، نړۍوالو سازمانونو، مدني، خبري او ټولنیزو موسسو سره د همکارۍ له امله د دوی ژوند له ګواښ سره مخ دی.

په دغه لیک کې راغلي: «په پاکستان کې د ژوند شرایط خورا سخت شوي او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت رسمي ملاتړ لیک اوس د پاکستان پولیس نه مني، د کور مالکین د پاکستاني چارواکو تر امر لاندې د کرایې تړونونه نه نوي کوي او کورنۍ په سړه هوا کې بې‌کوره کېږي. د تېرو څلورو کلونو راهیسې د بې‌وزلۍ، وېرې او بې‌باورۍ ژوند تېروي، په داسې حال کې چې د امریکا د بیا مېشتېدو پروګرام د دوی د خوندي تګ لپاره لارښوونې ورکړې وې.»

په لیک زیاته شوې: «په پاکستان کې دې د افغان کډوالو د نیونې، ځورونې او جبري اېستنې لړۍ ودرول شي. پخوانۍ پلان شوې الوتنې دې بیا له سره پیل شي او د بیا مېشتېدو ټولې مرحلې دې بشپړې شي. دارنګه پاکستان ته څرګندې لارښوونې ورکړل شي، چې له افغان کډوالو سره ناوړه چلند، د هغوی ځورونه او اېستنه دې ودروي.»

په پاکستان کې افغان کډوالو تر دې وړاندې د دغه هېواد لومړي وزیر شهباز شریف ته هم یو پرانیستی لیک استولی وو او ترې غوښتنه یې کړې وه، چې د دوی د نیونې او جبري ستنونې لړۍ دې ودروي.

د یادونې ده، چې په پاکستان کې زرګونه افغان کډوال چې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه دي، له جبري اېستلو، اقتصادي کړاوونو او امنیتي فشارونو سره مخ دي. په دې کې د مدني ټولنې غړي، خبریالان، د پخواني حکومت کارکوونکي او د بشري حقونو فعالان شامل دي.

د ایران سفیر: له افغانستان سره د بانکي چېنل د جوړېدو لپاره نویو ګامونو ته اړتیا ده

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۳ GMT+۰
د ایران سفیر: له افغانستان سره د بانکي چېنل د جوړېدو لپاره نویو ګامونو ته اړتیا ده
100%

په کابل کې د ایران سفیر علي‌رضا بېکدلي وایي، تهران د افغانستان د اقتصادي ثبات او پراختیا لپاره ژمن دی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د بانکي چېنل د جوړېدو، د لګښتونو د راکمېدو او د ټرانزیټي همکاریو د پراخېدو لپاره عملي ګامونو ته اړتیا ده.

ښاغلي بېکدلي په کابل کې د ابوحنیفه نړۍوال نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې تهران به د افغانستان د اقتصادي ثبات او پرمختګ په برخه کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي او د طالبانو د حکومت او افغان ولس ترڅنګ ولاړ دی.

هغه زیاته کړه، چې د ایران د پوهنې، ټېکنالوژۍ، صنعت، کرنې، لوژستیک او ټرانزیټ پراخ ظرفیتونه د افغانانو په خدمت کې دي. د بېکدلي په وینا؛ د ایران مهم بندرونه لکه عباس او چابهار، رېل‌پټلۍ، ځمکنۍ لارې او پولې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاریو لپاره کارول کېږي.

دغه ایراني ډیپلومات وویل، چې سږ کال د خواف–هرات اوسپنې پټلۍ له لارې د تېر کال پرتله ۵ برابره توکي لېږدول شوي او دا لومړی ځل دی چې د ایران ټرانزیتي تېل د یادې پټلۍ له لارې افغانستان ته رسېږي.

هغه د ایران له خصوصي سکتور څخه وغوښتل، چې د افغانستان په نوې اقتصادي فضا کې پانګونه او فعالیت وکړي. د هغه په خبره؛ د ایران سفارت او سوداګریزې ادارې به په دې برخه کې د خصوصي سکتور ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه ټینګار وکړ، چې دواړه هېوادونه باید د یوه رسمي بانکي کانال د جوړېدو، د اسعارو د لېږد د لګښتونو د کمېدو، د سوداګرۍ د ترجیحي هوکړو، د نویو بندیزونو د نه لګولو، د پولې د بازارونو د پراختیا او د ګمرکي اسانتیاوو په برخه کې نوي ګامونه واخلي.

د بېکدلي په وینا؛ د کانونو، ودانیزو چارو، صنعت او کرنې په برخه کې ځانګړې ګډې همکارۍ ممکنې دي او د ایران د سوداګرۍ، کانونو او کرنې ټولنه د دغه همکاریو پراختیا ته چمتو ده.

په یاد نندارتون کې نږدې ۴۰ایراني شرکتونو هم ګډون کړی او د ایران د سوداګرۍ سلاکار حسین روستایي ویلي، چې ډېر ژر به دوه ایراني لوړپوړي سوداګریز پلاوي کابل ته سفر وکړي.

امنه محمد امنیت شورا ته: لوږه اوس په مستقیم ډول د وسلې په توګه کارول کیږي

۲۷ لړم ۱۴۰۴ - ۱۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۱:۱۵ GMT+۰
امنه محمد امنیت شورا ته: لوږه اوس په مستقیم ډول د وسلې په توګه کارول کیږي
100%

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې امنه محمد په امنیت شورا کې نړۍوالې ټولنې ته خبرداری ورکړ چې«لوږه اوس په مستقیم ډول د وسلې په توګه کارول کېږي.» د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام تېره اونۍ په خپل یوه راپور کې وویل، افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ د خپلو ډوډۍ له وختونو تېرېدو ته اړ کېږي.

امنه محمد د دوشنبې په ورځ (د لړم ۲۶مه) امنیت شورا ته وویل، جګړه یوازې تاسیسات نه‌ورانوي، بلکې خلکو ته د خوړو د برابرولو وړتیا هم له‌منځه وړي او دا د سلګونو میلیونو انسانانو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

نوموړې زیاته کړه چې وسله‌والو جګړو د نړۍ په ۱۴ هېوادونو کې د خوړو ناامني جدي کړې او تېر کال نږدې ۲۹۵ میلیونه انسانان له سختې لوږې سره مخ وو، چې دا د وړم کال پرتله ۱۴ میلیونه زیات دي.

د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام تېره اونۍ په خپل یوه راپور کې وویل، افغانستان کې ۹۰ سلنه کورنۍ د خپلوډوډۍ له وختونو تېرېدو ته اړ کېږي. په وروستي یوه کال کې له ګاونډيو هېوادونو د افغانانو په بېرته ستنېدو، د نړۍوالو د مرستو په کمېدو او پر ښځو د محدودیتونو په لګول کېدو سره په دغه هېواد کې بشري ناورین لاپسې جدي کړی دی.

په افغانستان کې د یوناما مرستیال او د ياد سازمان د بشري چارو همغږي کوونکی ايندريکا راتوته تېره اونۍ (یکشنبه د لړم ۱۸مه) د طالبانو د رييس الوزرا‌ء له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي، له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۵ کال پورې ۴.۵ميليونه کډوال بېرته هېواد ته ستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام راپور کاږي، دمګړۍ له هرو لسو کورنیو نهه هغه یې مجبور دي چې د ډوډۍ له یوه وخت څخه تېر شي او د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپل کور وسایل پلوري او یا هم له نورو پور کوي.

له دې سره سم، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق «یونېسف» ویلي، چې په افغانستان کې ۳،۵ میلیونه ماشومان په شدیده خوارځواکۍ اخته دي. دغې ادارې په افغانستان کې د تغذیې ناورین په نړۍ کې تر ټولو په بد وضعیت کې یاد کړی دی.

د خوړو نړۍوال پروګرام بیا ویلي، د افغانستان د خوړو ناورین د میندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. دا اداره زیاتوي، د نړۍوالو مرستو کمېدو او د طالبانو د بندیزونو له امله په هېواد کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه بې‌سارې لوړه شوې او دې وضعیت اوس د انساني ناورین بڼه خپله کړې ده.

د ملګرو ملتونو د سر منشي مرستیالې امنه محمد همداراز وویل:«چیرې چې خلک وږي وي، هلته سوله نه‌شي ټینګېدای او چیرې چې لوږه جګړې ته لمن وهي، هلته امنیت نه شي راتللی.»

هغې زیاته کړه: «موږ لا هم په وسلو پانګونه کوو، نه د لوږې په پای ته رسولو.»

هغې په پای کې وویل چې د لوږې او جګړې اړیکه د بشریت لپاره یو هستوي ګواښ دی او نړۍ باید اجازه ورنه‌کړي چې خواړه بیا د جګړې په وسیله بدل شي.