نوموړی زیاتوي چې همدې ځانګړتیاو د هغه لپاره د ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) دروازه پرانیسته او د جمهوري دولت له سقوط وړاندې یې ایس ای وي ته غوښتنه هم کړې وه.
د امریکا له بېړني وتلو وروسته، هغه د ۲۰۲۱ کال په سپټمبر کې د تخلیې د پروګرام له لارې امریکا ته انتقال شو او د واشنګټن سټیټ په سیاټل کې بیا مېشت شو او یو مذهبي سازمان د هغه د استوګنې مسوولیت پر غاړه واخیست.
په امریکا کې یې پر ساده، سختو او دوامدارو کارونو لکه د ګودام کارګر، اوبو وړونکی او د تحویلي خدمتونو په کارونو پیل وکړ.
امریکايي چارواکي د هغه د کډوالۍ دوسیه یو څه اوږده او له کړکېچ ډکه بولي.
قانوني ستونزې او د ستړې کوونکو اداري کړنلارو پایلې
لکڼوال چې امریکا ته په پرول وېزې تللی، د هغه پرول وېزه د ۲۰۲۴ په منځ کې ختمه شوه، چې له امله یې هغه په تخنیکي ډول «بې اسناده» شو او نور یې قانوني کار هم نه شو کولی.
په دې حالت کې هغه د ۲۰۲۴ په دسمبر کې د پناه (اسایلم) غوښتنه وکړه او ویې ویل چې که افغانستان ته ستون شي، طالبان به هغه ووژني، ځکه هغه د امریکایي ځواکونو همکار و.
د ۲۰۲۵ کال په اپریل کې له بایومیټریک، د پناه غوښتنې مرکې او امنیتي څېړنو وروسته د یو ایس سي ای اېس د هغه د پناه غوښتنه ومنله او هغه ته یې د ساتنې وضعیت (protected status) او د کار اجازه ورکړه.
ټرمپ وویل، چې د ملي ګارډ پر عسکرو برید یو «ترهګریز» عمل دی او په دې تړاو یې د ټپي شویو دوو عسکرو له کورنیو سره غمرازي وښوده. هغه ټینګار وکړ، چې د امریکا د پلازمېنې د خوندیتوب لپاره یې ۵۰۰ تازه دمي د ملي ګارډ عسکر ګومارلي دي.
د متحده ایالاتو د کډوالۍ ادارې اعلان وکړ، چې د افغانانو د پناه غوښتنې او کډوالۍ پروسه یې ځنډولې ده.
دغې ادارې ویلي، چې د «امنیتي ارزونې» تر بشپړېدو پورې به د افغانانو پناه غوښتنې او مهاجرت بهیر ځنډوي.
دا پرېکړه زرګونه افغانې کورنۍ په بلاتکلیفۍ کې اچولی شي.
ډېرو هغو کسانو چې په افغانستان کې یې له افغان کارکوونکو ملاتړ کړی و، وویل چې دا پېښه د هغوی شخصي باورونه او ملاتړ تر پوښتنې لاندې راولي.
منتقدین وایي چې د ۲۰۲۱ تخلیه له بشپړو امنیتي څېړنو پرته ترسره شوه او ممکن ځینې احتمالي خطرونه ترې پاتې شوي وي.
خو د بشري حقونو فعالان وايي چې د یو فرد عمل باید د زرګونو نورو افغانانو د برخلیک سبب نه شي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ د واشنګټن پېښې ته په غبرګون کې ویلي چې مجرم باید قانوني ځواب ویونکی وي، خو د یوه کس له امله ټولو افغانانو ته سزا ور کول ناانصافي او له منطق لرې کار دی.
هغه پر ایکس خواله رسنۍ لیکلي: «زه له شاون وان ډایور سره همنظره یم چې باید مجرم مسوول وګڼل شي، خو ټوله افغان ټولنه باید د یو فرد د کړنو لپاره مجازات نشي. دا به ډیره غیر عادلانه او په بشپړه توګه بې معنا وي.»
بېنټ په خپل پیغام کې ټینګار کړی چې احساساتي چلند باید کنټرول شي او پرېکړې عادلانه وي.
شاون وان ډایور، چې د «افغان ایواک» ډلې بنسټګر او د افغان کډوالو بیا مېشتېدو په برخه کې کار کوي، هم ورته غبرګون ښودلی دی.