اسراییلي ځواکونو په لوېدیځه غاړه کې دوه تسلیم شوي فلسطیني وګړي ووژل

د پنجشنبې په ورځ په لوېدیځه غاړه کې اسراییلي ځواکونو دوه فلسطینیان ووژل. خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې دغه دوه کسان تسلیم شوي وو او وسلې یې نه لرلې.

د پنجشنبې په ورځ په لوېدیځه غاړه کې اسراییلي ځواکونو دوه فلسطینیان ووژل. خپرې شوې ویډیوګانې ښیي، چې دغه دوه کسان تسلیم شوي وو او وسلې یې نه لرلې.
په هغو انځورونو کې چې د فلسطین ټلوېزیون لهخوا خپاره شوي، په جنین ښار کې دغه دوه کسان ښیي چې د اسراییلي ځواکونو لهخوا له محاصره شوې ودانۍ څخه د وتو په حال کې دي. دغه کسانو خپل لاسونه پورته نیولي وو او ځان یې تسلیم کړی و؛ خو اسراییلي ځواکونو دغه دوو کسانو ته بېرته ودانۍ ته د ننوتو امر وکړ او له نږدې یې پرې ډزې وکړې.


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې له ټولو هغو هېوادونو څخه چې «درېیمې نړۍ هېوادونه» بلل کېږي؛ امریکا ته به یې د کډوالۍ لړۍ په دایمي توګه دروي. ټرمپ وایي، دغه ګام د امریکا د «سیسټم د بېرته رغولو» لپاره اخلي.
ټرمپ پر ټروت خواله رسنۍ لیکلي، سره له دې چې امریکا په ټېکنالوژۍ کې ډېر پرمختګ کړی؛ خو د کډوالۍ اوسنی سیاست د دغه پرمختګونو او د خلکو د ژوندانه د اسانتیاوو مخه نیولې ده.
ولسمشر ټرمپ ټینګار کړی، د «ناقانونه» کډوالو هر ډول منل او په تېره بیا هغه کسان چې د جو بایډن د واکمنۍ پر مهال امریکا ته ورغلي؛ ختموي. هغه زیاتوي: «هر هغه څوک چې د امریکا لپاره خالصه ګټه نهلري، یا زموږ د هېواد د مینې وړتیا نهلري؛ له هېواده وباسم».
هغه ویلي، د حکومت مالي مرستې به له پناهغوښتونکو سره بندې کړي او له هغو کډوالو څخه به تابعیت واخلي چې «د هېواد دننه امنیت کمزوری کوي». ټرمپ وایي: «هر بهرنی وګړی چې د ولس پر اوږو بار وي، د امنیت ګواښ جوړ کړي یا له لوېدیځ مدنیت سره نه جوړېږي؛ له امریکا یې وباسم».
هغه زیاتوي، دغه ټول ګامونه د دې لپاره اخیستل کېږي چې د «ناقانونه او زیانرسوونکو» کسانو په شمېر کې ستر کموالی راشي. ټرمپ وایي: «یوازې د کډوالۍ مخنېوی د دغه حالت بشپړ درمل دي». ټرمپ همدارنګه د هغه انځور له خپرولو سره چې په ۲۰۲۱کال کې د طالبانو د واکمنۍ په لومړیو ورځو کې د تخلیې پروسه ښکاره کوي، لیکلي: «سلګونه زره کسان له کومې څېړنې پرته زموږ هېواد ته داخل شول».
ټرمپ ژمنه کړې، چې دغه موضوع به حل کړي؛ خو ټینګار یې کړی چې د پخواني ولسمشر جو بایډن کړنې به هېڅکله هېرې نهشي. د یوه افغان تورن کس لهخوا په واشنګټن ډيسي کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو تر برید وروسته ټرمپ د کډوالۍ اړوند تګلارې، په ځانګړي ډول د افغان پناهغوښتونکو لپاره لا سختې کړې.
له دې مخکې د امریکا د کډوالۍ ادارې اعلان کړی و، چې د افغان وګړو د ټولو کډوالۍ غوښتنلیکونو ارزونه یې درولې ده. سربېره پر دې، ټرمپ امر کړی چې د هغو ټولو افغانانو دوسیې دې له سره وڅېړل شي چې د جو بایډن په دوره کې امریکا ته داخل شوي دي.
ټرمپ همدارنګه امر کړی، د امریکا د کډوالۍ خدمتونو اداره دې د هغو هېوادونو د اوسېدونکو د ګرینکارټ (دایمي استوګنې) دوسیې له سره وڅېړي چې «د اندېښنې وړ هېوادونه» بلل کېږي چې افغانستان هم په دغه نوملړ کې شامل دی.

د پاکستان د تحریک انصاف ګوند غړو د خپل زنداني مشر عمران خان د روغتیايي وضعیت په تړاو اندېښنې څرګندې کړې او د شهباز شریف پر حکومت یې فشارونه ډېر کړي دي. د دغه پخواني لومړي وزیر د ګوند او کورنۍ غړي هغه سره د ملاقات لپاره اډیاله زندان ته هم نه ور پرېښودل کېږي.
د تحریک انصاف ګوند ویاند ذولفقار بخاري وایي، چې د عمران خان د کورنۍ هېڅ غړی او نه هم د هغه وکیلان د نومبر له څلورمې راهیسې تر اوسه نهدي توانېدلي؛ څو له هغه سره وګوري. د ده په خبره؛ دغه وضعیت د خان د روغتیا او جسمي حالت په اړه ابهام ډېر کړی او باید په بېړنۍ توګه ورسره د لیدنو اسانتیاوې برابرې شي.
د بخاري په وینا؛ د دوی د ګوند یوه استازې ډلې د پنجشنبې په ورځ (د لېندۍ ۶مه) بیا هم هڅه وکړه، چې له عمران خان سره ملاقات وکړي؛ خو د زندان چارواکو یې د تېر په څېر بیا مخه نیولې ده. نوموړي زیاته کړه، هغه اوونیزې لیدنې چې د زندان د اصولو له مخې باید ترسره شي؛ بې له هر دلیله ځنډول شوې او له پخواني لومړي وزیر سره د اړیکو اوږدمهاله ځنډ د دوی اندېښنې نورې هم پراخې کړې دي.
تاوتریخوالی هغه مهال نور هم پراخ شو، چې د خېبر پښتونخوا سر وزیر سهیل اپریدی د پولیسو له لوري عمران خان سره د لیدو لپاره اډیاله زندان ته پرېنښودل شو. راپورونه وایي، هغه د زندان مخې ته د پولیسو له لوري درول شوی او د ننوتو اجازه نهده ورکړل شوې.
اپریدي، چارواکي د محکمې د حکم نه په سرغړونې تورن کړل او وې ویل، چې «د ۲۵۰ مېلیونه ولس استازی» باید بیا له داسې ملاقاتونو منعه نهشي. هغه زیاته کړه، چې له خېبرپښتونخوا سره د «مېرني زوی» په څېر چلند کېږي او خبرداری یې ورکړ چې د تاوتریخوالي زیاتوالی به د دغه هېواد ملي یووالي ته زیان ورسوي.
د خېبر پښتونخوا سر وزیر ویلي، چې ټولې قانوني او ولسواکې لارې یې کارولې دي؛ خو واکمن حکومت د داسې محدودیتونو «هیڅ قانوني واک» نهلري. هغه پرلهپسې ټاکنیزې سرغړونې د ولسي باور د کمېدو لامل وبللې او ویې ویل، چې د وروستیو فرعي ټاکنو کموالی یې ښکاره نښه ده.
اپريدي همدارنګه د پاکستان واکمن حکومت په اقتصادي بېکفایتۍ تورن کړ او د نړۍوال مالیاتي صندوق (IMF) هغه نیوکې یې یادې کړې، چې د حکومت د مالي مدیریت په اړه شوې دي. هغه زیاته کړه، د بېکارۍ زیاتوالي ډېری پاکستاني ځوانان اړ کړي چې خپل هېواد پرېږدي.
اسلاماباد کې د سنا مجلس دننه هم له عمران خان سره د لیدنو کتنو په تړاو اعتراضونه شوي دي. سناتور فیصل جاوید ویلي، چې باید د هغه د کورنۍ او ګوند غړو ته د پخواني لومړي وزیر سره د لیدو اجازه ورکړل شي.
اخوا د پاکستان د کورنیو چارو د دولت وزیر طلال چودري بیا وایي، له عمران خان سره لیدنې «په بشپړ ډول د زندان له اصولو سره سم» ترسره کېږي چې د کورنۍ او وکیلانو لپاره یې ټاکلي اوونیز مهالوېش موجود دی. هغه وویل، چې هېڅ دولتي چارواکی د قضایي څار د ماتولو اجازه نهلري.
عمران خان د ۲۰۲۳کال له اګسټ میاشتې راهیسې په زندان کې دی او د فساد تر څنګ پرې ډول ډول تورونه دي. که څه هم پر خواله رسنیو د عمران خان د روغتیا په تړاو پاکستاني کاروونکو ګڼې پوښتنې راولاړې کړې او ان د مرګ اوازې یې هم خپرې شوې وې؛ خو رویټرز خبري اژانس د اډیاله زندان د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی، چې د هغه روغتیایي وضعیت ښه دی.

د امریکا جمهوري غوښتونکی سناتور، ټامي ټابرویل د چهارشنبې ورځې د هغه برید په غبرګون کې چې د ملي ګارد یوه غړې ووژل شوه او بل یې ټپي شو، د ټولو مسلمان کډوالو پر ورتګ بندیز او د هر « اسلامپال» کس د بېرته ستنولو غوښتنه وکړه.
د ملي ګارددوه غړي د «فورګټ ویسټ» مټرو تمځای ته نږدې د دندې پرمهال په څو پرله پسې ډزو کې لومړی ټپيان او څو ساعته وروسته یوه یې چې «ساره بېکستروم» نومېده، مړه شوه.
سياېناېن: د ملي ګارد ټپې شوې غړې «ساره بېکستروم» مړه شوه | افغانستان انټرنشنل پښتو
ټابرویل په خپله اېکس پاڼه لیکلي، د ملي ګارد بریدګر «د جو بایډن لهخوا په پرانېستې غیږه دغه هیواد ته دننه شو، موږ باید سمدلاسه د ټولو مسلمان کډوالو راتګ منع کړو او هر هغه اسلامپاله چې زموږ په منځ کې ژوند کوي او پر موږ برید ته په تمه دي، باید وشړو.»
چارواکو بریدګر یو ۲۹ کلن افغان معرفي کړی چې «د متحدینو د ښه راغلاست» پروګرام له لارې امریکا ته دننه شوی و.
له یادې پېښې وروسته، د امریکا د جګړې وزیر پیټ هیګسټ اعلان وکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په پلازمینې کې د ۵۰۰ اضافي ملي ګارد سرتیرو د ځای پر ځای کېدو غوښتنه کړې ده.
هیګسټ خبریالانو ته وویل: «دا پیښه یوازې زموږ هوډ پیاوړی کوي چې واشنګټن خوندي او ښکلی وساتو، ډونالډ ټرمپ به هیڅکله په شا نهشي.»

رویټرز خبري اژانس د دوو حکومتي سرچینو له قوله راپور ورکړی، چې د مکسیکو لوی څارنوال الخاندرو ګیرتس د پنجشنبې په ورځ استعفا ورکړې ده. ۸۶کلن ګیرتس داسې مهال خپله استعفا وړاندې کړې چې د دغه هېواد ولسمشرې کلودیا شاینباوم پر حکومت د امنیتي ستونزو له امله نیوکې ډېرې دي.
ولسمشرې شاینباوم د پنجشنبې په سهار (د لیندۍ ۶مه) خپلې ورځنۍ خبري غونډه کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې د سنا لهخوا د ګیرتس د احتمالي استعفا په اړه یې یو لیک ترلاسه کړی، هغه یې څېړي او د جمعې په ورځ به تازه معلومات وړاندې کړي.
د ګیرتس استعفا باید د مکسیکو سنا لهخوا تصویب شي. ګیرتس چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې د لوی څارنوال په توګه کار کاوه، په اصل کې د نهه کلن ماموریت لپاره ټاکل شوی و، چې تر ۲۰۲۸ کال پورې دوام مومي.
دا چې د ګیرتس د استعفا دقیق دلیل څه دی لا څرګنده نه ده.
کله چې د ګیرتس استعفا تصویب شي، نو ولسمشره شاینباوم به د لویې څارنوالۍ دندې لپاره د درېیو نوماندانو نومونه سنا ته وړاندې کړي او سنا به بریالی نوماند د رایو په اساس غوره کړي.
ګنګوسې دي چې د ارنستینا ګودوې د ګیرتس ځایناستې شي. هغه پخوا د مکسیکو ښار لویه څارنواله وه، او دا مهال د ولسمشرې حقوقي سلاکاره ده.

د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي وایي، د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو له ښځو سره یې په انلاین بڼه د هغوی د ستونزو، ننګونو او اوسنیو محدودیتونو په تړاو خبرې کړې دي.نوموړي زیاته کړې:«د افغان ښځو د پرمختګ لپاره باید د زدهکړو، کار او اساسي ازادیو پر وړاندې خنډونه لرې شي.»
د افغانستان لپاره د بریتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د پنجشنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۶مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د افغان ښځو زړورتیا الهام بښوونکې ده او یو ځل بیا یې د افغان ښځو پر وړاندې د ستونزو او محدودیتونو پر لرې کولو ټینګار کړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې ښځې له پراخو بندیزونو سره مخ دي. د افغان ښځو پر وړاندې د زده کړو، کار او ټولنیزو ازادیو بندیزونه ورځ تر بلې زیاتیږي.
نړۍوالې ټولنې، ملګرو ملتونو، د بشري حقونو سازمانونو او افغان سیاستوالو په وار وار له طالبانو د دغو بندیزونو د لرې کېدو غوښتنه کړې ده.
طالبان بیا پرته له دې چې د نړۍ اندېښنو ته ځواب ووايي یوازي دومره وایي، د «شریعت» په پلي کولو کې د هیچا پروا نهکوي.