• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ایراني چارواکي وايي، دوغارون بندر له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو لپاره ښه فرصتونه لري

۷ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۸ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۹ GMT+۰

د ایران د خراسان رضوي والي هرات ته د خپل وروستي سفر پر مهال ویلي، د دوغارون ازاده اقتصادي سيمه د ايران او افغانستان د اقتصادي اړيکو د پراختيا لپاره «بې‌ساري فرصتونه» لري او ټينګار يې وکړ چې دغه بندر کولای شي د دواړو هېوادونو سوداګري د ويزې له اړتیا پرته اسانه کړي.

د ايران اېرانا اژانس د راپور له مخې؛ غلام‌ حسين مظفري د دغه سفر د پای په ناسته کې وويل: «له کلونو راهیسې د ايراني او افغان سوداګرو او پانګه‌والو ګډ کار او نږدې تجربې نن داسې فضا رامنځته کړې، چې اقتصادي مسالې په چټکۍ سره هوارېدای شي».

هغه زیاته کړه: «دا د تهران او کابل دنده ده، چې پراته خنډونه لرې کړي او د اسانه او روانې سوداګرۍ لپاره لاره هواره کړي».

نوموړي د دوغارون بندر د اهميت په ټینګار سره وویل، چې دغه بندر د تګ راتګ لپاره د ایران له خورا ګڼې ګوڼې ډکې لارو څخه دی؛ خو اوسنی حالت یې د قناعت وړ نه‌دی. هغه وایي، اړینه ده چې څو اړخیز مسیرونه او نورې اسانتیاوې رامنځته شي؛ څو تګ راتګ او سوداګریزې تبادلې په‌کې د پخوا پرتله لا اسانه شي.

مظفري د دوغارون ازاده اقتصادي سيمه د سوداګريزو اړيکو د پراختيا مهم ظرفیت وباله. د هغه په وینا: «که د افغانستان په لوري هم ورته يوه ازاده سيمه تعریف او منظور شي، د دواړو هېوادونو په اقتصادي اړیکو کې به ستر بدلون رامنځته شي».

دغه ایراني چارواکي همداراز يادونه وکړه، چې د ايران او ترکيې په پوله هم د ګډې ازادې اقتصادي سيمې جوړېدو چارې روانې دي؛ داسې سيمې چې ورننوتل ورته هېڅ ډول ويزې ته اړتیا نه‌لري او د سوداګرۍ ګڼې ستونزې ورسره حل کېدای شي.

د خراسان رضوي والي د مشهد او هرات د اوسنیو بنسټیزو اسانتياوو یادونه وکړه او د لا پراختیا غوښتنه یې هم وکړه. د هغه په خبره: «د هرات-مشهد د پټلۍ نښلول یوه مهمه اړتیا ده، چې د طالبانو د هرات والي هم پرې ټینګار کړی.»

مظفري د مشهد ـ دوغارون او هرات ـ دوغارون د لارو د رغونې موضوع هم مهمه وبلله او زیاته یې کړه: «لویه لاره د پولې خواته د جوړېدو په حال کې ده او باید هڅه وشي، چې دغه مسیر د پولې په دواړه غاړو مطلوب حالت ته ورسول شي».

نوموړي د هرات او خراسان رضوي ترمنځ ګډ کار او همغږي د سيمې په کچه د اغېزمن رول لپاره مهمه وبلله. د هغه په وینا؛ دغه همکاري کولای شي نه يوازې د افغانستان او ايران مسالې؛ بلکې د سیمې د هېوادونو پراخې ستونزې هم حل کړي.

د هغه په باور، لکه څنګه چې هرات په لرغونو زمانو کې د یادې سيمې پلازمېنه وه، نن هم کولای شي د سيمې اقتصادي مرکز شي او خراسان رضوي هم ورته وړتیاوې لري. په دې وروستیو کې د ایراني چارواکو او طالبانو ترمنځ پر اقتصادي او سوداګریزو مسایلو راشه درشه ډېره شوې.

هم‌مهاله طالبانو له پاکستان سره د هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې د بندېدو اعلان کړی او له افغان سوداګرو یې غوښتي، چې بدیلې لارې ومومي. افغان سوداګرو او طالبانو هم خپله تکیه پر ایران او د منځنۍ اسیا پر هېوادونو کړې او له پاکستان سره یې خپلې سوداګریزې اړیکې اوس‌مهال په ټپه درولې دي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۴

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۵

د روسیې په مشرۍ پوځي تمرین؛ له افغانستانه منځنۍ اسیا ته د وسله‌والو د احتمالي نفوذ مخنیوی