• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو تېره اونۍ په بلخ کې شاعر او فرهنګي فعال سید سکندر بامداد نیولی

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۳ GMT+۰

سیمه‌ییزو سرچینو تایید کړې چې د طالبانو استخباراتو ریاست تېره یکشنبه د (لیندۍ لومړۍ نېټه) په بلخ ولایت کې ځايي شاعر او فرهنګي فعال سید سکندر حسینی بامداد هغه مهال نیولی چې کار ته روان و. د سرچینو په وینا، بامداد یوازې د خپلو ادبي او فرهنګي فعالیتونو له امله نیول شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې تر اوسه د هغه د بند ځای او د حالت په اړه هېڅ راز مالومات نشته. یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي: «نن یوه اونۍ بشپړېږي چې بامداد نیول شوی، خو لا هم هېڅ مالومات نه لري چې چېرته ساتل کېږي او څه وضعیت کې دی».

د بامداد دوستان او خپلوان وایي چې د هغه د برخلیک د مالومولو لپاره یې د طالبانو اړوندو ادارو ته څو ځله مراجعه کړې، خو چارواکو یو ځل دعوه کړې چې موضوع «پلټنې غواړي» او بل ځل یې ویلي چې نوموړی کابل ته لېږدول شوی دی.

خو کابل کې طالب چارواکو لا تر اوسه پورې د دې شاعر د بندي کېدو، ځای او وضعیت په اړه ناخبري ښودلې ده. یوې سرچینې زیاته کړې چې د نوموړي د نیولو یو لامل دا بلل شوی چې د ده په یو فرهنګي پروګرام کې ځینو ښځو هم ګډون کړی و.

سید سکندر حسيني بامداد په ۱۳۷۰ کال کې د بلخ ولایت په مزارشریف کې زېږېدلی. د ده د شعرونو درې چاپ شوې ټولګې د «بوسه بر گلوی نی»، «شاه شمشادقدان» او «مظلومیت بی‌مرز» په نومونو دي. طالبانو له هغه وروسته چې د ۱۴۰۰ لمریز کال د زېږدیز میاشتې پر ۲۴مه نېټه پر افغانستان واکمن شول، په پراخه کچه د مدني ټولنې فعالان، خبریالان، فرهنګي څېرې او د بشري حقونو مدافعان نیولي دي.

د بشري حقونو بنسټونه وایي چې ډېری نیول شوي کسان د مدافع وکیل له حقه محروم وي او د عادلانه قضایي بهیر اصول یې په ګڼو قضیو کې نه مراعت کېږي.

ترویج لرونکی

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی
۱

د امریکایۍ غورځېدلې الوتکې پیلوټ وايي د ایران په فضا کې یې هیښوونکی ډرون لیدلی

۲

د پاکستان او روسیې چارواکو د ترهګرۍ پر ګواښونو خبرې کړې دي

۳

د پوتین استازی: د شانګهای همکارۍ سازمان د یو غړي مخالفت د طالبانو د ګډون مخه نیولې

۴

د حزب اسلامي پخوانی مخکښ سیاستوال قطب‌الدین هلال ومړ

۵

بروکسل ته د طالبانو تللي پلاوي خپل سفر پای ته ورساوه

•
•
•

نور کیسې

امریکا په تاوتریخجنو پېښو کې د ۷ نورو «مجرم» افغانانو نوملړ اعلان کړ

۹ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳۰ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۵۱ GMT+۰
امریکا په تاوتریخجنو پېښو کې د ۷ نورو «مجرم» افغانانو نوملړ اعلان کړ
100%

د امریکا د کورني امنیت وزارت په دغه هېواد کې د ترهګریزو فعالیتونو په تړاو د دوو افغانانو له نیول کېدو وروسته په تاوتریخجنو پېښو کې د ښکېلو ۷ نورو افغانانو نوملړ هم اعلان کړ. دغه وزارت ویلي، امریکا باید د هغو خلکو له لوري له تاوتریخوالي سره مخ نه‌شي چې هلته باید نه‌وای.

د تېرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ د رحمان‌الله لکڼوال په نوم یوه افغان په واشنګټن کې سپنې ماڼۍ ته څېرمه د ملي ګارډ پر ځواکونو وسله‌وال برید وکړ او له امله یې یوه سرتېرې ووژل شوه او یو بل ټپي شو او په‌خپله یې هم ځای پر ځای ونیول شو.

له دغې پېښې یوه ورځ مخکې، د محمد داوود الکوزي په نوم بل افغان د امریکا د کورني امنیت وزارت له‌خوا د «ترهګریز ګواښ» په تړاو نیول شوی و.

له دغو پېښو وروسته د امریکا د کورني امنیت وزارت د یکشنبې په سهار وختي (د لیندۍ ۹مه) په خپله اېکس پاڼه په تاوتریخجنو پېښو کې د ۷ نورو ښکېلو افغانانو نوملړ اعلان کړ.

په دې نوملړ کې یو یې جمال ولي دی. دی د جوبایډن د حکومت پر مهال د «متحدینو د ښه راغلاست» پروګرام له لارې امریکا ته لېږدول شوی او د ویرجینیا په فیرفکس کې د ټرافیک له لوري تر درول کېدو او لفظي شخړې وروسته پر ځایي پولیسو ډزې وکړې او دوه یې ټپيان کړل او په‌خپله یې هم په ځوابي ډزو کې ووژل شو.

جمال ولي
100%
جمال ولي

په دې نوملړ کې دوه نور کسان عبدالله حاجي‌‌زاده او ناصر احمد توحیدي نومونه راغلي او پر دوی تور دی، چې غوښتل یې د ۲۰۲۴ کال د ټاکنو په ورځ په اوکلاهوما ښار کې «ترهګریز» برید وکړي، خو تر هغې مخکې ونیول شول او بیا محاکمه شول. د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا، دغو کسانو له داعش سره د وفادارۍ لوړه هم کړې وه.

عبدالله حاجي‌‌زاده او ناصر احمد توحیدي
100%
عبدالله حاجي‌‌زاده او ناصر احمد توحیدي

د محمد خاروین په نوم یو بل افغان هم په دې نوملړ کې راغلی او د امریکا د کورني امنیت وزارت په وینا، نوموړی د «ترهګرۍ په څار لېست» کې و او په ۲۰۲۴ کال کې ونیول شو او د بایډن ادارې تر نیول کېدو وروسته ازاد کړ، خو بیا ځلي د ټرمپ د ادارې پر مهال ونیول شو.

محمد خاروین
100%
محمد خاروین

په دې نوملړ کې د جاوېد احمدي په نوم د یوه بل افغان نوم هم راغلی او د امریکا د کورني امنیت وزارت وايي، دی یو ناقانونه کډوال و او پر دویمې درجې برید محکوم شو، په ۲۰۲۵ کال کې د ټرمپ د حکومت پر مهال ونیول شو.

جاوېد احمدي
100%
جاوېد احمدي

د بهرالله نوري او ذبیح‌الله محمد په نومونو دوه نور افغانان بیا په دې نوملړ کې دي او د جنسي تیريو په جرم بندیان دي.

بهرالله نوري
100%
بهرالله نوري
ذبیح‌الله محمد
100%
ذبیح‌الله محمد

د امریکا د کورني امنیت وزارت زیاته کړې: «دا یوازې یو څو مجرمین دي چې ویل کېږي د بایډن ادارې له‌خوا په بشپړ ډول ارزول شوي دي. امریکاییان اړتیا نه‌لري چې د هغو کسانو له تاوتریخوالي سره مخ شي چې باید دلته هېڅکله هم نه وای.»

دغه وزارت خبرداری ورکړی: «موږ به یې بېرته واستوو.»

د امریکا په پلازمېنه کې د یوه افغان پناه غوښتونکي رحمان‌الله لکڼوال له لوري د ملي ګارډ پر سرتېرو له برید وروسته په امریکا کې پر مېشتو افغان کډوالو محدودیتونه ډېر شوي او ان د دغه هېواد بهرنیو چارو وزارت افغانانو ته د ویزې ورکړې بهیر هم وځنډاوه.

عبدالرشید دوستم: د طالبانو د عادي ښودلو بهیر باید پای ته ورسېږي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۳:۳۷ GMT+۰
عبدالرشید دوستم: د طالبانو د عادي ښودلو بهیر باید پای ته ورسېږي
100%

د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم په امریکا کې د ترهګریزو ګواښونو په تړاو د یوه افغان د نیول کېدو په تړاو وايي، د طالبانو د عادي ښودلو بهیر باید پای ته ورسېږي. هغه ویلي، هر څوک چې د طالبانو ملاتړ کوي د امریکا لپاره نېغ په نېغه امنیتي ګواښ دی.

عبدالرشید دوستم د شنبې په ماخوستن (د لیندۍ ۸مه) په خپله اېکس پاڼه د محمد داوود الکوزي په نوم افغان چې په ښکاره یې پر امریکاییانو د ځانمرګي برید ګواښ کړی و، ویلي: «هر څوک چې له طالب ترهګره ملاتړ کوي، نو د امریکا لپاره نېغ په نېغه امنیتي ګواښ دی.»

هغه همداراز غوښتنه کړې: «د طالبانو عادي کول هم باید پای ته ورسېږي.»

د یادونې وړ ده، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت یو افغان کډوال د «ترهګریزو ګواښونو» په تور نیولی دی. هغه د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر کې امریکا ته رسېدلی و.

محمد داوود الکوزی پر دې تورن دی، چې د ټکزاس په فورټ ورث سیمه کې یې د یوې موخې لپاره د بم جوړولو لپاره په ټیک ټاک کې خپله ویډیو خپره کړې ده.

تر دې مخکې هم یوه بل افغان پناه غوښتونکي په واشنګټن کې د ملي ګارد یوه غړې وژلې او یو بل یې ټپي کړی دی.

دغې پېښې له پراخو غبرګونو سره سره په امریکا کې مېشت افغان د اېستل کېدو له ګواښ سره مخ کړي دي.

تر دې برید وروسته ټرمپ د کډوالۍ اړوند تګلارې، په ځانګړي ډول د افغان پناه‌غوښتونکو لپاره لا سختې کړې.

له دې مخکې د امریکا د کډوالۍ ادارې اعلان کړی و، چې د افغان وګړو د ټولو کډوالۍ غوښتنلیکونو ارزونه یې درولې ده. سربېره پر دې، ټرمپ امر کړی، چې د هغو ټولو افغانانو دوسیې دې له سره وڅېړل شي، چې د جو بایډن په دوره کې امریکا ته داخل شوي دي.

ټرمپ همدارنګه امر کړی، د امریکا د کډوالۍ خدمتونو اداره دې د هغو هېوادونو د اوسېدونکو د ګرین‌کارټ (دایمي استوګنې) دوسیې له سره وڅېړي، چې «د اندېښنې وړ هېوادونه» بلل کېږي چې افغانستان هم په دغه نوملړ کې شامل دی.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چې له ټولو هغو هېوادونو څخه چې «درېیمې نړۍ هېوادونه» بلل کېږي؛ امریکا ته به یې د کډوالۍ لړۍ په دایمي توګه دروي. ټرمپ وایي، دغه ګام د امریکا د «سیسټم د بېرته رغولو» لپاره اخلي.

طالبان: له هغو شرکتونو سره به قانوني چلند وشي چې په ناقانونه توګه افغان کارګر بهر ته استوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۲:۰۱ GMT+۰
طالبان: له هغو شرکتونو سره به قانوني چلند وشي چې په ناقانونه توګه افغان کارګر بهر ته استوي
100%

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري بهر ته د افغان کارګرانو د لېږد ټولنې له مشر سره په کتنه کې خبرداری ورکړ، هغه شرکتونه به د قانون منګلو ته وسپارل شي چې په ناقانونه توګه بهر ته افغان کارګر استوي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شنبې په ورځ (د لیندۍ ۸مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، په دې کتنه کې بهرنیو هېوادونو ته د نویو افغان کارګرو د لېږد پر څرنګوالي، هلته د مېشتو افغان کارګرانو د اوسني وضعیت، د ستونزو د حل، د حقونو د خونديتوب او اړتیاوو، د بهرنیو چارو وزارت په ملتیا کارګرمنونکو هېوادونو ته له یادې ټولنې سره د ثبت شرکتونو د رسمي معرفت او قطر او نورو هېوادونو کې د افغان کارګرانو د لېږد د ټولنو لپاره د رسمي دفترونو پرانېستلو په تړاو خبرې شوې دي.

عبدالمنان عمري همداراز بهر ته د افغان کارګرانو د لېږد له ټولنې وغوښتل، چې په کارګرمنونکو هېوادونو کې افغان کارګرانو لپاره بازارموندنه وکړي، د کارګرمنونکو هېوادونو د کارګرانو له رسمي ټولنو سره کاري اړیکې جوړې کړي او همداراز له دوی سره مرسته وکړي: «هغه شرکتونه وپېژني او د قانون منګلو ته یې وسپاري، چې په غېرقانوني ډول بهر ته افغان کارګران استوي.»

نوموړي همداراز په ډاګه کړه، چې په نږدې راتلونکي کې د ایران د کارپنځونې مرستیال کابل ته سفر لري او په ګډه به له هغوی سره خپلې غوښتنې شریکې کړي.

بهر ته د افغان کارګرو د ټولنې مشر نورالله فدوي د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو له وزارت څخه وغوښتل، چې بهرنۍ کاري اړیکو ته یې د ټینګښت زمینه برابره کړي.

د یادونې وړ ده، چې د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د چنګاښ په ۳۰مه اعلان وکړ، چې په قانوني توګه افغان کارګر قطر ته د کار کولو په موخه استوي، خو له څلورو میاشتو په تېرېدو لا تر اوسه یو افغان هم د کار لپاره قطر ته نه‌دی استول شوی.

قطر نږدې ۷ زره کارګر په‌کار و، خو په هماغه لومړیو ورځو کې څه باندې ۴۰ زره کسانو ورته نوم لیکنه کړې وه.

مشعل: پاکستانی نظامي «رژیم» په نوي نړۍوال نظم کې لا هم د نفوذ او تهدید زړې نقشې تعقیبوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۹ GMT+۰
مشعل: پاکستانی نظامي «رژیم» په نوي نړۍوال نظم کې لا هم د نفوذ او تهدید زړې نقشې تعقیبوي
100%

په تېر جمهوري نظام کې په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل د افغانستان او تاجکستان په پوله کې د درېیو چیناییانو وژل کېدو ته په اشارې وايي، پاکستانی نظامي «رژیم» په نوي نړۍوال نظم کې د راولاړېدونکو سیمه‌ییزو واقعیتونو پرځای لا هم د نفوذ او تهدید زړې نقشې تعقیبوي.

د تېرې چهارشنبې په ورځ د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین سیمه کې ۳ چیناييان په یوه هوايي (بې پيلوټه الوتکې) برید کې وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.

چین په تاجکستان کې د خپلو دریو وګړو وژل کېدل تایید کړل | افغانستان انټرنشنل پښتو

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۷مه) د تاجکستان د ختلان ولایت په شمس‌الدین شاهین سیمه کې د درېیو چینایي وګړو وژنه وغندله او زیاته یې کړه: «د لومړنۍ ارزونې او معلوماتو پر بنسټ په دې کې هغه کړۍ لاس لري، چې په سیمه کې د ګډودۍ، بې‌ثباتۍ او هېوادونو ترمنځ د بې‌باورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.»

طالبانو په تاجکستان کې د درېیو چینایي وګړو وژنه وغندله | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغې پېښې ګڼ غبرګونونه راوپارول او په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل بیا په تاجکستان کې پر چینایي وګړو وروستی برید تصادفي نه‌ګڼي او وايي: «داسې څرګندې نښې شته چې ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي، د بدخشان- واخان په حساسو سیمو کې د بې‌ثباتۍ فضا رامنځته او سیمه‌ییز باور زیانمن کړي.»

د عاطف مشعل په باور، د داسې کړنو له لارې هڅه کېږي چې چین او تاجکستان د افغانستان په اړه په مصنوعي شک او ناسمو برداشتونو کې راګیر کړي او سیمه د بې‌باورۍ پر لوري سوق کړي او زیاتوي: «بدخشان د افغانستان د جغرافیې او هویت مهم رکن دی او افغانان به هېڅکله اجازه ورنه‌کړي چې دا سیمه د جیوپولیټیکي لوبو یا د تکفیري افراطیت د انتقال د لارو په توګه وکارول شي.»

د مشعل په باور، د چترال- بدخشان احتمالي دهلېز او هغه تحرکات د پاکستان له لوري د سخت‌دریځو داعیشیانو او ځینو ځان‌منسوبو «مقاومت» کړیو د نفوذ لپاره تعقیبېږي او په وینا یې، دغه خوځښتونه د سیمې لپاره د اندېښنې څرګند زنګ دی او چین، منځنۍ اسیا او روسیه هم اغېزمنوي.

هغه زیاتوي: «پاکستانی نظامي رژیم په نوي نړۍوال نظم کې د راولاړېدونکو منطقوي واقعیتونو پرځای لا هم د نفوذ او تهدید زړې نقشې تعقیبوي، چې نه یوازې د دوی پر ظرفیت دروند فشار دی، بلکې د سیمې د زغملو وړ هم نه ښکاري.» او په وینا یې، نوی منطقوي نظم د اتصال، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړ دی او د ثبات دوام د همدې اصولو غوښتنه کوي.

نوموړي همداراز څرګنده کړې، چې افغانستان، چین خپل تاریخي او د باور وړ شریک ګڼي او باوري دی چې د سیمې امنیت د متقابل اعتماد، همغږۍ او واقعبینانه همکاریو پایله ده. افغانستان د بې‌ثباتۍ هره هڅه ردوي او د سیمه‌ییزو شریکانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ته ژمن دی او همداراز سیمه‌يیز ثبات کې خپلې ملي ګټې ویني.

نیویارک پوسټ: په امریکا کې شاوخوا ۷زره افغان کډوال د «احتمالي ګواښ» په توګه پېژندل شوي

۸ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲۹ نومبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۵ GMT+۰
نیویارک پوسټ: په امریکا کې شاوخوا ۷زره افغان کډوال د «احتمالي ګواښ» په توګه پېژندل شوي
100%

نیویارک پوسټ د امریکا د کورني امنیت وزارت د معلوماتو پر بنسټ راپور ورکړی، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې ۶۸۶۸ افغان کډوال امریکا ته له ننوتلو وروسته د احتمالي «امنیتي ګواښ» د نښو لرونکو په توګه پېژندل شوي. له دې شمېر څخه تر ۵زره زیات کسان د «ملي‌ امنیت» له پلوه شکمن پېژندل شوي دي.

نیویارک پوسټ د شنبې په ورځ (د لېندۍ ۸مه) د امریکا د کورني امنیت وزارت معلوماتو ته د لارسي له مخې لیکلي، چې د یاد شمېر کسانو څخه ۹۵۶ یې «د عامه امنیت» مسایلو اړوند په نښه شوي او شاوخوا ۹۰۰ نور د احتمالي «درغلۍ» له امله تر پلټنو لاندې دي.

که څه هم د امریکا ځینې ادارې توانېدلي، چې د دې افغان کډوالو ډېری قضیې حل او فصل کړي؛ خو د روان کال د سپټمبر تر میاشتې پورې ۸۸۵ افغان کډوال لا هم د «احتمالي ګواښ» په توګه پاتې دي.

دا معلومات یوازې څو ورځې وروسته له هغه په ډاګه کېږي، چې یو افغان کډوال په واشنګټن کې د ملي‌ ګارډ پر دوو سرتېرو د برید له امله تورن شوی.

د جمهوري‌ غوښتونکي ګوند سناتور چک ګرسلي چې د کورني امنیت وزارت معلومات یې ترلاسه کړي، نیویارک‌ پوسټ ته ویلي: «ما دوه کاله کېږي چې د متحدینو ښه راغلاست پروګرام د امنیتي شالید د کمزورو معیارونو په اړه خبرداری ورکاوه؛ خو زه د بایډن حکومت او په ګانګرس کې د ګڼو استازو له سخت غبرګون سره مخ شوی یم.»

هغه زیاته کړې: «له بده مرغه په واشنګټن کې د تېرې اوونۍ غمجنې پېښې زما اندېښنې نورې هم تاییدوي. زه د ټرمپ ادارې د هغو هڅو ستاینه کوم چې د نظم بېرته راوستلو او له افغانستان څخه د ویجاړونکي وتلو پرمهال د بایډن ادارې شويو تېروتنو ته رسېدنه کوي.»

د کورني امنیت وزارت د مفتش یو بل راپور څرګندوي، چې دغه وزارت د احتمالي امنیتي ګواښونو د ارزوونې او رسېدنې لپاره «بې پروا او بې‌ انسجامه چلند» کړی دی.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو او د افغانستان له سقوط راهیسې امریکا تر اوسه پورې د سیمه ییزو همکارانو په ګډون له ۱۸۳ زره څخه ډېر افغان کډوال انتقال کړي دي.

د امریکا د عدلیې وزارت عمومي مفتش په جون میاشت کې راپور ورکړ، چې د ۲۰۲۳ کال د مې تر میاشتې پورې د ترهګرۍ د څارنې په نوملړ کې ۵۵ کسان امریکا ته د ننوتلو بندر ته رسېدلي دي؛ ځینې یې د اېستلو د بهیر پر مهال دې نوملړ ته ورزیات شوي‌ وو.

د عدلیې وزارت مفتش ویلي: «د افغانانو د بېړنۍ اېستلو اړتیا د افرادو د شالید ثبت عادي پروسه کمزورې کړې او دې کار د بد نیت لرونکو کسانو لپاره د انتقال له بهیر څخه د ناوړه ګټې اخیستنې خطر زیات کړی.»