خپلواک افغان خبریالان وایي، چې د خپل مسلکي خبري کار پر مهال په پراخه کچه د انلاین تاوتریخوالي هدف ګرځېدلي دي، هغه تاوتریخوالی چې د طالبانو له خوا مدیریت کېږي.
سره له دې چې په افغانستان کې ازادې او خپلواکې رسنۍ په پراخه توګه ځپل شوي، افغان خبریالان توانېدلي چې د خپلواکې اطلاعرسونې سلسله ژوندۍ وساتي. خو دغه خبریالان په دوامداره توګه له انلاین ګواښونو او تاوتریخوالي سره مخ دي، چې موخه یې د دوی د غږ خاموشه کول او د راپورونو بېاعتباره کول دي.
د طالبانو شبکه خبریالان په مرګ ګواښي
د مرګ له ګواښونو د کورنۍ تر ځورونې پورې
افغان خبریال حبیب توتاخېل افغانستان انترنشنل ته ویلي، چې طالبان له بېلابېلو لارو هڅه کوي څو هغه خبریالان په نښه کړي، چې «د بشري حقونو د نقض او د کورنیو د ځپنې وضعیت افشا کوي.» نوموړي زیاته کړه: «د مرګ ګواښونه، افغانستان ته د نه پرېښودلو، په هېواد کې د کورنیو ځورول او سپکې سپورې ویل د طالبانو د ټولنیزو شبکو د حسابونو د ورځني پلان برخه ده.»
هغه وویل، چې د طالبانو د اړوندو ادارو لهخوا پرې د «همجنسګرایۍ، له اسلام څخه د وتلو او د پاکستان لپاره د جاسوسۍ» تورونه لګول شوي دي.
توتاخېل وايي، طالبان د عصري ټکنالوژۍ او انځور جوړولو په وسیله هڅه کوي چې هغه همجنسګرا معرفي کړي. حبیب توتاخېل زیاته کړه: «د کابل لپاره د طالبانو د پولیسو ویاند خالد ځدړان په مشخص ډول د همدې نومونو او تورونو له لارې زه ګواښلی یم. زموږ دودیزه ټولنه کې دا ډول نومونه او تورونه ډېر حساسیتپارونکي دي.»
حبیب توتاخېل خبریال او د ټولنیزو شبکو فعال دی. د هغه د اېکس پاڼه ۲۴۸ زره تعقیبوونکي لري او عموما د بشري حقونو د وضعیت او د قربانیانو د حق غوښتنې په اړه معلومات خپروي.
دغه رسنیز فعال وویل: «د طالبانو اړوند حسابونه ان زما خور چې په ټولنیزو رسنیو کې فعاله ده، زما د پوسټونو لاندې ټګ کوي او سپکاوی یې کوي.»
پر اېکسپاڼه د حبیب طوطاخیل یوه لیک ته د طالبانو د شبکې غبرګون خبریال سمیع یوسفزي هم د طالبانو د سایبري شبکې له سختو ګواښونو او ځورونو پرده پورته کړه. نوموړي افغانستان انترنشنل ته وویل: «تېره اوونۍ زما یوه ویډیو د طالبانو په واټساپ ګروپونو کې ډېره خپره شوه او سملاسي د دې ډلې اړوند سایبري ډلې پراخ بریدونه پر ما پیل کړل. دغه کسان ډېر فعاله دي او تر ټولو سخت توهینکوونکي او ګواښونکي الفاظ کاروي.»
یوسفزي وویل، د ده څرګندونې دا وې چې ویلي یې و: «د طالبانو د واکمنۍ مهال کې د افغانستان اقتصاد په رښتیني معنا اقتصاد نه دی، بلکې لویه برخه یې یوازې تبلیغاتي او د پروپاګند پر بنسټ ولاړ اقتصاد دی.»
د خپلواکو خبریالانو بېاعتباره کول
یوه بل پېژندل شوي خبریال چې د امنیتي لاملونو له امله یې ونه غوښتل نوم یې واخیستل شي، وویل چې طالبان هڅه کوي څو د خپلواکو خبریالانو د فعالیت او اطلاعرسونې اعتبار له منځه یوسي.
هغه وویل: «کله چې د افغانستان د یوې امنیتي پېښې خبر رسنیو ته ورسېږي او خبریالان یې د مسلکي معیارونو په رعایت له څو سرچینو سره وڅېړي او د پېښې په رښتینولي ډاډمن شي، د خبر له خپرېدو وروسته، د طالبانو اړوند حسابونه د خبریالانو د راپور بېاعتباره کولو لپاره سملاسي لیکي: «موږ سیمه کې یو، هېڅ پېښه نه ده شوې.»
دغه خبریال زیاته کړه، هغه کسان چې ډېر مخاطبین لري، هغوی ډېر د طالبانو د بریدونو لاندې راځي.
دې پېژندل شوي خبریال وویل: «ډلهییز ریپورټ کول، بلاک کول او د اېکس شرکت ته ایمیل لېږل د طالبانو د هغې تګلارې برخه ده چې د خبریالانو پاڼې له فعالیت څخه وغورځوي.»
له کابل څخه رهبري کېدونکي سایبري بریدونه
د دیار ټلویزیون بنسټګر یاسر ابرار افغانستان انټرنشنل ته وویل: «زما شخصي او رسنیز ادرسونه په هدفمند ډول تر برید لاندې راغلل. څېړنو وښودله چې برید له کابل څخه هدایت شوی او له واکمنې ادارې سره تړاو لري. په دې بریدونو کې د دیار وېبسایټ له کاره ولوېد او زما د فېسبوک حساب یوه موده بند شو.»
ابرار وویل، چې یوازې نوموړی هدف نه و، بلکې په یوه ځانګړې موده کې لږ تر لږه پنځه پېژندل شوي تبعیدي خبریالان د سایبري بریدونو ښکار شول. د هغه په وینا، «د برید کوونکو تګلاره او سرچینه یوه وه.»
یاسر ابرار دا مهال د دیار ټلویزیون مسوول دی. هغه د طالبانو له واکمنۍ مخکې له خصوصي رسنیو سره د خبر د ویاند په توګه کار کړی و.
ښځینه خبریالانې تر ټولو ډېرې د دې انلاین تاوتریخوالي له ګواښ سره مخ دي. یوې ښځینه خبریالې وویل: «د طالبانو شخصي، جنسي او غېراخلاقي سپکې سپورې مې ځوروي.»
نوموړې ټینګار وکړ، چې ښځینه خبریالانې تر نارینهوو ډېرې د طالبانو د سایبري بریدونو هدف ګرځي.
د نارینهوو په پرتله ښځینه خبریالانې له ډېر ګواښ سره مخ دي
د خبریالانو پر ضد د سایبري بریدونو لپاره د لسګونو کسانو ګومارنه
د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي، چې د طالبانو مهمو چارواکو په کابل کې لسګونه کسان ګومارلي، څو په ټولنیزو شبکو کې د ځان د تبلیغ او د خبریالانو او اپوزیسیون پر ضد د سایبري بریدونو لپاره فعالیت وکړي.
سرچینو له کابل څخه افغانستان انټرنشنل ته ویلي، د طالبانو درې عمده سایبري ډلې «بدري مجازي فداییان»، «امارتي ابابیل» او «عمري مدافعان» دي، چې هر یو یې د طالبانو له یوې مهمې څېرې سره تړلې دي.
د «بدري مجازي فداییان» ډله چې د انس حقاني او سعید خوستي تر مدیریت لاندې ده، درې دفترونه په کابل کې لري او شاوخوا ۱۵۰کسان پکې فعالیت کوي. دغه ډله له ۵۰۰څخه زیاتو فېسبوک او ۸۰۰اېکس حسابونو په وسیله په یو وخت کې د طالبانو مثبت تبلیغات او د مخالفانو پر ضد بریدونه ترسره کوي.
د «امارتي ابابیل» ډله د طالبانو د استخباراتو د رییس عبدالحق وثیق تر څارنې لاندې ده او د سیاسي مخالفانو د معلوماتو راټولولو او په داخل او بهر کې د نیوکه کوونکو د ځورولو لپاره فعالیت کوي. دغه ډله له پاکستاني قراردادي هکرانو څخه هم ګټه اخلي.
د «عمري مدافعان» ډله د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب پورې تړلې ده او شاوخوا ۱۰۰ غړي لري. دغه ډله خپل تمرکز د ملا یعقوب پر مثبت تبلیغ او د هغه پر ضد د منتقدینو په ځوابولو ساتي.
سرچینې وایي، چې دغه سایبري شبکې د میاشتني له ۲۰ څخه تر ۱۱۰ زرو افغانیو پورې په تنظیم شوې او هدفمند فعالیت کوي، څو د طالبانو مهمې څېرې تبلیغ کړي او د هغوی مشروعیت پیاوړی کړي.
د خبریالانو د ملاتړ د یوه نړۍوال بنسټ ارشد غړي وویل، چې د طالبانو رسنیز فعالان د مشهورو کسانو او رسنیو په نوم سلګونه جعلي حسابونه جوړوي، په همغږي ډول د منتقدینو پر پوسټونو برید کوي، د طالبانو روایت تبلیغوي او د خپلو مشرانو پیغامونه بیا خپروي.
د یوه بل نړۍوال رسنيز بنسټ د افغانستان مسوول وویل، چې طالبان ورځ تر بلې دغو ډلو ته زیاته بودیجه ځانګړې کوي او له دولتي امکاناتو څخه د رسنیو او خپلواکو خبریالانو د بېاعتباره کولو لپاره ګټه اخلي.
د رسنیو څېړونکی ابومسلم خراساني وویل، طالبان له افغانستان څخه یو رسنیز روایت جوړ کړی او د دوی ډېره برخه انرژي د همدې روایت په ترویج لګېږي. نوموړي زیاته کړه: «د طالبان وسیلې د حقیقي روایت د پوښتنې لاندې راوستلو لپاره تخریب، بدنامول، تور لګول، دروغ او ان د دوسیې جوړول دي. سپکې سپورې، حتی شخصي او ناموسي سپکې سپورې، د طالبانو د ستراتیژۍ برخه ده.»
ځینې خبریالان د طالبانو اداره «د سپکو سپورو امارت» بولي. هغوی وایي، د طالبانو ترخه او سپک ادبیات د دې لامل نه کېږي، چې دوی ورته چلند وکړي. دا خبریالان ټینګار کوي، چې دوی به لا هم د بېطرفۍ او مسلکي خبري اصولو په مراعتولو خپل کار ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د خبریالانو ښکاره ځپنه
د خپلواکو خبري بنسټونو د راپور له مخې، طالبان واک ته له ستنېدو وروسته د بیان ازادي او د خپلواکو رسنیو شتون له منځه وړی دی. په افغانستان کې د رسنیو تنوع تقریبا ورکه شوې او اوس یوازې هغه رسنۍ د فعالیت اجازه لري چې د طالبانو د تبلیغاتي او رسمي ادبیاتو له تګلارې سره سم کار کوي او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له پالیسۍ څخه سرغړونه نه کوي.
په افغانستان کې دننه رسنۍ له سخت سانسور او فشار سره مخ دي. خپلواک او منتقد خبریالان یا په زندان کې دي او یا په تېښته کې. په ولایتونو کې ښځینه خبریالانې په عملي ډول «په تور لېست» کې شاملې شوې دي. هره رسنۍ چې له دننه څخه فعالیت کوي، باید د طالبانو له فلټره تېر شي او وښیي چې له رسمي روایت سره همغږې دي.
افغانستان په ۲۰۲۵کال کې د «بې پولو خبریالانو» نړۍوال شاخص کې د ۱۸۰هېوادونو له ډلې ۱۷۵م مقام لري، چې د ۲۰۲۱کال څخه ښکاره سقوط ښيي.
د خبریالانو د نړۍوال فډراسیون د راپور له مخې، د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې له نیمایي څخه ډېرې رسنۍ تړل شوې دي او شاوخوا ۴۷۰ پاتې رسنۍ زیاتره هغه مواد خپروي چې د طالبانو له رسمي سیاستونو سره همغږي وي.
په ورته وخت کې، طالبانو د هېواد دننه یوه پراخه رسنیزه شبکه جوړه کړې ده: لسګونه ټلویزیونونه او راډیوګانې، ورځپاڼې، او په سلګونو د یوټیوب چینلونه، اېکسپاڼې او ټېلګرام چینلونه چې په همغږۍ سره د «سراسري امنیت» او «د اسلامي نظام د ټینګېدو» روایت تبلیغوي. په وروستیو اوونیو کې له پاکستان سره شخړه هم د همدې تبلیغاتي کمپاین یوه برخه ګرځېدلې ده.
طالبانو په خپلې نوې واکمنۍ کې د «رسنیو، تبلیغاتو او ضد تبلیغاتو» اهمیت په بېساري ډول درک کړی دی. هغوی چې د جګړې د روایتونو له لارې بیا واک ته ورسېدل، اوس له همدې وسیلو د قدرت د ساتلو او تثبیت لپاره کار اخلي.
څه وخت مخکې ملا یعقوب د طالبانو له رسنیو فعالانو سره ولیدل ميرويس بلخي چې په امریکا کې د پوهنتون استاد دی وویل، طالبان په دې دوره کې له عصري وسایلو څخه ستراتیژیکه ګټه اخلي: «د دوی د فکر طریقه وروسته پاتې ده، خو د عمل طریقې یې عملګرا او واقعي دي. د دوی په ایډیالوژۍ کې هدف د وسیلو توجیه کوونکی ده.»
هغه زیاته کړه، چې طالبان ان دې ته تیار دي چې د پورڼ یوې لوبغاړې ته ویزه ورکړي او امنیت یې تأمين کړي، څو د افغانستان د «ثبات» او امنیت انځور وړاندې کړي.
له دې فشارونو سره سره، خبریالان وایي چې دا بریدونه هغوی له خپواکۍ، بېطرفه او مسلکي اطلاعرسونې څخه نه شي منع کولای.