پاکستاني سرچینو ویلي، اسلام اباد د خیبر پښتونخوا والي فیصل کریم کنډي پر ځای پر نوي والي غور کوي. د اې این پي طالبانو ضد دریځ ته په پام امیر حیدرخان هوتي پیاوړی نوماند ګڼل کیږي.
دغه راز د افتاب شیرپاو، پرویز خټک او دریو متقاعدو جنرالانو نومونه هم د ولایت څوکۍ لپاره وړاندیز شوي.
د پاکستان د جیو نیوز د رپوټ له مخې، د دغه هېواد مرکزي حکومت تر اوسه د درې سیاسي شخصیتونو او درې پخوانيو پوځي جنرالانو نومونه تر غور لاندې نیولي خو تر اوسه لا د خیبر پښتونخوا د والي د پوست لپاره د هېڅ یوه کس نه دی وروستی شوی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په احتمالي نوملړ کې د عوامي نېشنل ګوند د رهبرۍ غړی امیر حیدرخان هوتي، د قومي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو او د عمران خان له ګوند نه جلا شوی پخوانی اعلی وزیر پرویز خټک او همدارنګه په پخوانيو نظامیانو کې جنرال خالد رضا رباني، جنرال غیور محمود او جنرال طارق شامل دي.
پخوانی ایرانی ډېپلوماټ او سیمهییز تحلیلګر سید رسول موسوي وايي چې د افغانستان او پاکستان درېیمه دوره مذاکرات، که بریالي شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي مدیریت او د «ټيټيپي» د فعالیتونو کنټرول ممکن کوي.وایي، د شخړو بشپړ حل اوږدمهاله خبرو او قوي سیاسي ارادې ته اړتیا لري.
سید رسول موسوي په خپل تحلیل کې وايي: «ريښتنی حلوفصل یوازې په محدودو مذاکراتو نه راځي؛ د دواړو هېوادونو لپاره اړینه ده چې اوږدمهاله، ژورې او د باور پر بنسټ خبرې وکړي».
هغه ټینګار کوي چې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو مخنیوی یو مهم ګام دی، خو دډيورنډ کرښې، امنیت، نفوذ سیمهییزه، او د اوبو شخړې تر دې ساده مسلو ډېر ژورې او پېچلې دي.
پاکستان دعوه لري چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته په افغانستان کې ځای ورکړی او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.
طالبانو بیا د تحریک طالبان پاکستان حضور په افغانستان کې رد کړی او دا مساله د پاکستان داخلي موضوع ګڼي، خو وايي چمتو دي چې د پاکستان حکومت او مخالفینو ترمنځ د سولې رامنځته کولو لپاره همکاري وکړي.
په ټولیزه توګه، د سیمې کارپوهان باور لري چې حتی که مذاکرات بریالي هم شي، نو یوازې د شخړو مدیریت ممکن دی، او د دواړو هېوادونو د ژورو اختلافاتو حل لا هم وخت او د پیاوړې سیاسي ارادې غوښتنه لري.
د عاطف مشعل په باور، د داسې کړنو له لارې هڅه کېږي چې چین او تاجکستان د افغانستان په اړه په مصنوعي شک او ناسمو برداشتونو کې راګیر کړي او سیمه د بېباورۍ پر لوري سوق کړي او زیاتوي: «بدخشان د افغانستان د جغرافیې او هویت مهم رکن دی او افغانان به هېڅکله اجازه ورنهکړي چې دا سیمه د جیوپولیټیکي لوبو یا د تکفیري افراطیت د انتقال د لارو په توګه وکارول شي.»
د مشعل په باور، د چترال- بدخشان احتمالي دهلېز او هغه تحرکات د پاکستان له لوري د سختدریځو داعیشیانو او ځینو ځانمنسوبو «مقاومت» کړیو د نفوذ لپاره تعقیبېږي او په وینا یې، دغه خوځښتونه د سیمې لپاره د اندېښنې څرګند زنګ دی او چین، منځنۍ اسیا او روسیه هم اغېزمنوي.
هغه زیاتوي: «پاکستانی نظامي رژیم په نوي نړۍوال نظم کې د راولاړېدونکو منطقوي واقعیتونو پرځای لا هم د نفوذ او تهدید زړې نقشې تعقیبوي، چې نه یوازې د دوی پر ظرفیت دروند فشار دی، بلکې د سیمې د زغملو وړ هم نه ښکاري.» او په وینا یې، نوی منطقوي نظم د اتصال، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړ دی او د ثبات دوام د همدې اصولو غوښتنه کوي.
نوموړي همداراز څرګنده کړې، چې افغانستان، چین خپل تاریخي او د باور وړ شریک ګڼي او باوري دی چې د سیمې امنیت د متقابل اعتماد، همغږۍ او واقعبینانه همکاریو پایله ده. افغانستان د بېثباتۍ هره هڅه ردوي او د سیمهییزو شریکانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ته ژمن دی او همداراز سیمهيیز ثبات کې خپلې ملي ګټې ویني.
هغه وویل، تر رسمي ځواب وړاندې کولو مخکې به دا موضوع له پوځي مشرانو او د هېواد له لومړي وزیر سره وڅېړل شي. هغه هیله څرګنده کړه، چې د بشري مرستو د لېږد اجازه به تر سبا (یکشنبه) پورې تایید شي.
ډار د رېل پټلۍ د نښلولو تړون په اړه هم معلومات ورکړل او ویې ویل، چې په دې تړاو له پاکستان، افغانستان او ازبکستان سره غونډې شوي، خو د طالبانو له لوري هېڅ ډول پرمختګ نه دی لیدل شوی.
له افغانستان سره د پاکستان دروازې نږدې ۵۰ورځې کېږي چې د دواړو خواوو د پوځي نښتو له امله تړلې دي، چې له امله یې د دواړو هېوادونو سوداګر زیانمن شوي دي.
له دې مخکې د سوداګرو یوه پلاوي د جمعیت علمای پاکستان له مشر مولانا فضل الرحمان سره لیدنه کړې او د دې ستونزې د حل غوښتنه یې کړې وه.