
سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته تایید کړه، چې د طالبانو یو پلاوی سعودي عربستان ته د پاکستاني چارواکو سره د خبرو اترو لپاره تللی دی. د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، د دواړو پلاوو ترمنځ ترسره شوي مزاکرات یو ځل بیا ناکام شوي او کومه مطلوبه پایله یې نده ورکړې.
د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې سرچینو نن شنبه، د لیندۍ ۱۰مه وویل، چې د طالبانو په پلاوي کې ددې ډلې د کورنیو چارو وزارت مرستیال رحمت الله نجیب، د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي او د طالبانو د ادارې یو بل لوړپوړی غړی انس حقاني شامل وو.
سعودي عربستان مخکې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب لپاره خپل چمتووالی اعلان کړی و.
طالبانو تر اوسه په سعودي عربستان کې د خبرو اترو په اړه څه نه دي ویلي.
دا مذکراتو په سعودي عربستان کې وروسته له هغه وشول، چې په استانبول کې د دواړو خواوو ترمنځ دوهم او دریم د خبرو اترو پړاونو کومې پایلې نه درلودې.
قطر او ترکیې د منځګړو په توګه د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو د دریو پړاوونه کوربه توب وکړ.
د خبرو اترو لومړی پړاو چې په دوحه کې ترسره شو او دواړو خواوو په سمدستي اوربند هوکړه وکړه.
له دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د استانبول د خبرو اترو ناکامي تایید کړه. هغه د لړم ۱۷مه په اېکس خواله رسنۍ ولیکل چې په استانبول کې له پاکستان سره خبرې اترې هیڅ پایلې نه درلودې.
ذبیح الله مجاهد ویلي وو، چې د پاکستان په استخباراتو او پوځ کې ځینې کړۍ کار سبوتاژ کوي او هڅه کوي چې اړیکې د پلمو په جوړولو سره خرابې کړي.

پخوانی ایرانی ډېپلوماټ او سیمهییز تحلیلګر سید رسول موسوي وايي چې د افغانستان او پاکستان درېیمه دوره مذاکرات، که بریالي شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي مدیریت او د «ټيټيپي» د فعالیتونو کنټرول ممکن کوي.وایي، د شخړو بشپړ حل اوږدمهاله خبرو او قوي سیاسي ارادې ته اړتیا لري.
سید رسول موسوي په خپل تحلیل کې وايي: «ريښتنی حلوفصل یوازې په محدودو مذاکراتو نه راځي؛ د دواړو هېوادونو لپاره اړینه ده چې اوږدمهاله، ژورې او د باور پر بنسټ خبرې وکړي».
هغه ټینګار کوي چې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو مخنیوی یو مهم ګام دی، خو دډيورنډ کرښې، امنیت، نفوذ سیمهییزه، او د اوبو شخړې تر دې ساده مسلو ډېر ژورې او پېچلې دي.
پاکستان دعوه لري چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته په افغانستان کې ځای ورکړی او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.
طالبانو بیا د تحریک طالبان پاکستان حضور په افغانستان کې رد کړی او دا مساله د پاکستان داخلي موضوع ګڼي، خو وايي چمتو دي چې د پاکستان حکومت او مخالفینو ترمنځ د سولې رامنځته کولو لپاره همکاري وکړي.
په ټولیزه توګه، د سیمې کارپوهان باور لري چې حتی که مذاکرات بریالي هم شي، نو یوازې د شخړو مدیریت ممکن دی، او د دواړو هېوادونو د ژورو اختلافاتو حل لا هم وخت او د پیاوړې سیاسي ارادې غوښتنه لري.
په تېر جمهوري نظام کې په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل د افغانستان او تاجکستان په پوله کې د درېیو چیناییانو وژل کېدو ته په اشارې وايي، پاکستانی نظامي «رژیم» په نوي نړۍوال نظم کې د راولاړېدونکو سیمهییزو واقعیتونو پرځای لا هم د نفوذ او تهدید زړې نقشې تعقیبوي.
د تېرې چهارشنبې په ورځ د تاجکستان د ختلان ولایت په شمسالدین شاهین سیمه کې ۳ چیناييان په یوه هوايي (بې پيلوټه الوتکې) برید کې وژل شوي او یو بل یې ټپي شوی دی.
چین په تاجکستان کې د خپلو دریو وګړو وژل کېدل تایید کړل | افغانستان انټرنشنل پښتو
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت هم د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۷مه) د تاجکستان د ختلان ولایت په شمسالدین شاهین سیمه کې د درېیو چینایي وګړو وژنه وغندله او زیاته یې کړه: «د لومړنۍ ارزونې او معلوماتو پر بنسټ په دې کې هغه کړۍ لاس لري، چې په سیمه کې د ګډودۍ، بېثباتۍ او هېوادونو ترمنځ د بېباورۍ رامنځته کولو لپاره هڅې کوي.»
طالبانو په تاجکستان کې د درېیو چینایي وګړو وژنه وغندله | افغانستان انټرنشنل پښتو
دغې پېښې ګڼ غبرګونونه راوپارول او په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل بیا په تاجکستان کې پر چینایي وګړو وروستی برید تصادفي نهګڼي او وايي: «داسې څرګندې نښې شته چې ځینې بهرنۍ کړۍ هڅه کوي، د بدخشان- واخان په حساسو سیمو کې د بېثباتۍ فضا رامنځته او سیمهییز باور زیانمن کړي.»
د عاطف مشعل په باور، د داسې کړنو له لارې هڅه کېږي چې چین او تاجکستان د افغانستان په اړه په مصنوعي شک او ناسمو برداشتونو کې راګیر کړي او سیمه د بېباورۍ پر لوري سوق کړي او زیاتوي: «بدخشان د افغانستان د جغرافیې او هویت مهم رکن دی او افغانان به هېڅکله اجازه ورنهکړي چې دا سیمه د جیوپولیټیکي لوبو یا د تکفیري افراطیت د انتقال د لارو په توګه وکارول شي.»
د مشعل په باور، د چترال- بدخشان احتمالي دهلېز او هغه تحرکات د پاکستان له لوري د سختدریځو داعیشیانو او ځینو ځانمنسوبو «مقاومت» کړیو د نفوذ لپاره تعقیبېږي او په وینا یې، دغه خوځښتونه د سیمې لپاره د اندېښنې څرګند زنګ دی او چین، منځنۍ اسیا او روسیه هم اغېزمنوي.
هغه زیاتوي: «پاکستانی نظامي رژیم په نوي نړۍوال نظم کې د راولاړېدونکو منطقوي واقعیتونو پرځای لا هم د نفوذ او تهدید زړې نقشې تعقیبوي، چې نه یوازې د دوی پر ظرفیت دروند فشار دی، بلکې د سیمې د زغملو وړ هم نه ښکاري.» او په وینا یې، نوی منطقوي نظم د اتصال، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړ دی او د ثبات دوام د همدې اصولو غوښتنه کوي.
نوموړي همداراز څرګنده کړې، چې افغانستان، چین خپل تاریخي او د باور وړ شریک ګڼي او باوري دی چې د سیمې امنیت د متقابل اعتماد، همغږۍ او واقعبینانه همکاریو پایله ده. افغانستان د بېثباتۍ هره هڅه ردوي او د سیمهییزو شریکانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ته ژمن دی او همداراز سیمهيیز ثبات کې خپلې ملي ګټې ویني.
د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ویلي چې د تاجکستان په ختلان ولایت کې د چینایي کارګرو پر کان وروستی برید له افغان خاورې څخه سرچینهاخیستونکې ترهګرۍ ښکاره نښه ده. وایي، دا پېښه د اسلاماباد دریځ تاییدوي چې افغان خاوره باید د ګاونډيو يا نورو هېوادونو پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ د (لیندۍ ۷مه) په اونیزه خبري ناسته کې وویل چې له طالبانو سره شوی اوربند نه دی ټينګ او له سيمهييزو هېوادونو یې وغوښتل چې د افغانستان له خاورې سرچينهاخیستونکو د ترهګرۍ له ګواښ سره په ګډه مقابله قوي کړي.
د یاد هېواد بهرنيو چارو وزارت وياند طاهر اندرابي وويل:«اوربند ځکه نه ساتل کېږي چې د اوربند موخه دا وه چې د تحريک طالبان پاکستان او افغان اتباع د افغان خاورې له کارولو څخه د پاکستان پر خاوره بريدونه ودرول شي».
دغه اوربند د اکټوبر په اوږدو کې د ډيورنډ په کرښه له نښتو وروسته د قطر او ترکيې په منځګړيتوب د اکټوبر له ۱۸مې تر ۱۹مې په دوحه کې نهايي شو او وروسته په استانبول کې په تعقيبي مذاکراتو کې بیا تایید شو.
خو نږدې شپږ اونۍ وروسته چارواکي وايي چې وضعيت خراب شوی او پاکستان د افغانستان له خاورې سره تړلي شاوخوا ۲۰ ترهګريز بريدونه ثبت کړي دي، چې پهکې اسلاماباد، پېښور او د طالبانو د دریو نفوذي هڅو کنټرول شامل دي.
ویاند ټینګار وکړ چې د اسلاماباد او کابل ترمنځ تفاهمي اوربند د «دوو جګړییزو دولتونو ترمنځ د جګړې دودیز اوربند» په معنا نه و.
هغه وويل:«د پاکستان ـ افغانستان اوربند دا معنا لري چې د افغانپراخ نیابتي جنګیالیو له لوري په پاکستان کې ترهګريز بريدونه نه ترسره کېږي، خو له دې اوربند وروسته لوی بریدونه شوي دي».
نوموړی زیاته کړه:«که افغان اتباع په پرلهپسې ډول، لکه په اسلاماباد او نورو ځایونو کې، بريدونه کوي نو بيا د اوربند د راتلونکي په اړه هيلهمنده پاتې کېدل ډېر ګران دي».
هغه وویل چې د پاکستان امنيتي ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ تیار دي. د نوموړي په خبره: «زموږ پوځونه په بشپړ ډول چمتو دي، زموږ پوځي چمتووالی قوي دی او هغه امنیتي ننګونې چې ورسره مخ يو په هماغه سنجيدګۍ سره به پرمخ وړل کېږي چې ورته اړتیا ده».
دا څرګندونې داسې مهال شوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ترینګلتیا لوړه شوې ده.
امنیتي سرچینې وايي پوځ د ډيورنډ کرښې ته نږدې مهمو سيمو ته نور پوځی تجهيزات لېږدولي او د پولې پر ټولو لارو څارنه سخت شوې ده.
د ویاند په وینا، سیمهییز هېوادونه باید په ګډه د ترهګرۍ پر ضد همغږي زیاته کړي:«ګډه همغږي باید نوره هم پیاوړې شي، ځکه دا ګواښ وده کوي او ملي او فراملي بڼو ته رسېدلی دی».
په تاجکستان کې د چیني کارګرو پر کان کیندونکو برید
د دې څرګندونو یوه مهمه اشاره د هغې برید په اړه وه چې یوه ورځ مخکې د افغانستان له خاورې په ډرون او سپکو وسلو ترسره شو او د تاجکستان په خطلان ولایت کې یې د تاجک ـ چین ګډ د سرو زرو کان کې درې چیني کارګران ووژل.
دا سږکال په تاجکستان کې په چیني اتباعو دوهم وژونکی برید دی.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي:«دغه برید کې د وسلوالو ډرونونو کارول د افغانستان له خاورې د سرچینهاخیستونکي ګواښ سنجیدګي او د بریدګرو بېپروایي ښيي».
اعلامیه زیاتوي:«پاکستان چې له افغان خاورې په بیا بیا د ترهګرۍ بریدونه تجربه کړي، د چیني ملګرو او تاجک شریکانو درد او غم په بشپړه توګه درک کوي.»
په اعلامیه کې له دې پېښې د اسلاماباد د موقف تایید یاد شوی:«پاکستان تل ټینګار کړی چې افغان خاوره باید د ګاونډیو هېوادونو یا بل هر هېواد پر ضد د ترهګرۍ لپاره ونه کارول شي، د افغان خاورې پرلپسې کارول د ترهګرو له لوري او د هغوی دوامداره شتون د افغان طالبانو د رژیم تر سیوري لاندې د سیمې او نړیوالې ټولنې لپاره د جدي اندېښنې وړ دی».
ویاند وویل پاکستان غواړي له تاجکستان او چین سره امنیتي مکالمې، او د درېاړخیزو اړیکو له لارې، د ګډې مبارزې همکاري نوره هم غښتلې کړي.
ده زیاته کړه چې اسلاماباد په څو اړخیزو ډګرونو، په تېره د شانګهای سازمان د سیمهییزې ترهګرۍ ضد جوړښت د مشري له لارې، هم فعاله ونډه اخلي.
هغه وړاندې وویل:«پاکستان او امریکا په امنیت شورا کې هم دي او دا مسله د ترهګرۍ ضد په اړوندو کمیټو کې مطرح کېږي».
د غونډې پر مهال د طالبانو لهخوا د پاکستان په خاوره کې د داعش د حضور په اړه پوښتنې وشوې چې ویاند یې په کلکه رد کړه او دا یې «د حیرانتیا وړ ادعا» وبلله.
هغه وویل:«دا د افغان طالبانو د رژیم خیال او تصور دی، هغوی غواړي د ترهګرۍ دغه ستونزه چې په خپله خاوره کې یې ده، بهر ته صادره کړي او ټول مسوولیت په پاکستان واچوي. هر تندلاری عنصر چې په پاکستان کې وي د قانون مطابق ورسره چلند کېږي. د داعش د شتون ادعا په بشپړ ډول بېبنسټه ده».
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، د افغانستان او پاکستان تر منځ وروستی اوربند دودیز دولتي اوربند نهو، بلکې هدف یې دا و، چې له افغان خاورې پر پاکستان د ترهګرو ډلو بریدونه ونهشي.نوموړي ادعا وکړه، چې له دې اعلان وروسته پاکستان کې لوی ترهګریز بریدونه شوي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي د جمعې په ورځ (د لیندۍ ۷مه) په خپله اونیزه خبري غونډه کې د یوې خبریالې د پوښتنې په ځواب کې چې ایا د افغانستان او پاکستان ترمنځ په رسمي ډول اروبند پاتې که نه؟ وویل،له افغانستان سره د دوی تر منځ اعلان شوی اوربند د هغو اوربندونو په څېر نهو، چې په جګړه کې ښکېلو دوو دولتونو تر منځ د جګړې له پای ته رسېدو وروسته عملي کېږي. نوموړي څرګنده کړه، چې په دې حالت کې د اوربند معنا دا وه، چې د افغانستان له خاورې د ترهګرو ډلو له لوري په پاکستان کې بریدونه ونهشي.
انداربي ادعا وکړه: «له دې اوربند وروسته په پاکستان کې دټيټيپي، فتنة الخوارج او ان د افغان اتباعو له لوري لوی ترهګریز بریدونه ترسره شوي. که د همدې تعریف لهمخې قضاوت وکړو، نو اوربند نه دی ساتل شوی.»
نوموړي همداراز ادعا وکړه،که افغان اتباع په اسلاماباد او نورو سیمو کې بریدونه کوي، نو دا وضعیت د اوربند د عملي کېدو نښه نه ده، او له همدې امله نهشي کېدای چې د اوربند په اړه خوشبیني وشي.
طاهر اندرابی څرګنده کړه، چې پاکستان له افغانستان څخه د احتمالي ګواښونو په اړه بشپړ پوځي چمتووالی لري. د هغه په وینا: «موږ په بشپړه توګه هوښیار یو. زموږ پوځي چمتووالی قوي دی او هر ډول امنیتي ننګونې ته به په لازم جديت سره ځواب ورکړو.»
د نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي، چې څو ورځې وړاندې د پاکستان هوايي ځواکونو د افغانستان پر درېیو ولایتونو بریدونه وکړل چې له امله یې یوه مېرمنه او ۹ ماشومان ووژل شول. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یادو بریدونه په تایید سره وویل، چې دغو بریدونو ته به په مناسب وخت کې ځواب ورکړي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو د بندېدو له امله دواړو غاړو ته په سلګونه مسافر او موټرچلوونکي بند پاتې دي او وایي، له ګڼو ستونزو سره مخ دي.د دواړو هېوادونو ترمنځ له وروستیو ترینګلتیاو وروسته نن (جمعه د لیندۍ ۷مه)، ۴۸مه ورځ ده، چې دغه لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ بندې دي.
د تورخم لارې د بندېدو له امله پاکستان لوري ته بند پاتې موټر چلوونکو د جمعې په ورځ (د لېندۍ ۷مه) له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې ویلي، چې په سخت وضعیت او شدیده سړې هوا کې شپې سبا کوي.
دغه موټر چلوونکي وايي، هره ورځ د لارو خلاصېدو په تمه دي او اوس د خوراک او اوسېدو لپاره پیسې هم نهلري.
یوه موټر چلوونکي افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل: «قسم درته خورم، چې بیخي زیات مشکل دی، هره ورځ خبرونه اورو او اوس مو انتظار بیخي وروستي حد ته رسېدلی. د شپې خوب نشته، کورونه مو هغه خواته پاته دي، موټران مو زیانمن شوي، سوداګرو او موږ ته زیان اوښتی. له هېچا سره پیسې نشته، ټولې مو وخوړلې، هیڅوک مرسته هم نهراسره کوي.»
دغو موټر چلوونکو د دواړو هېوادونو له چارواکو غوښتي، چې ژر تر ژره دې د ډيورند پر کرښه ټولې لارې او په ځانګړې توګه د تورخم لاره پرانیزي.
یوه بل موټر چلوونکي وویل: «مشکلات زیات دي، تاوانونه مو وکړل، مریضان زیات دي، موږ غوښتنه کوو، چې دا لارې دې خلاصې شي، ستونزې دې حل شي، مهاجر یو او بلې خوا ته نهپرېږدي؛ خو افغان او پاکستانیان چې بند پاتې دي اجازه دې ورکړل شي.»
د ډیورنډ پر کرښه د تورخم، سپین بولدک او نورې د تګ راتګ ټولې لارې وروسته له هغه د هر ډول تګ راتګ او سوداګریزو چارو پر مخ وتړل شوې، چې د اکتوبر پر نهمه ماښام د پاکستان هوايي ځواکونو پر کابل او نورو ولایتونو هوايي بریدونه وکړل او طالبانو یې په غبرګون کې پر ډیورنډ کرښه د پاکستان پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل.
له دې وروسته دواړه خواوې په قطر او ترکیې کې ۳ ځلي ناستې وکړې، خو له اوربند پرته بله هېڅ لاسته راوړنه نهدرلوده او اوس دواړو خواو تبلیغاتي جګړې ته مخه کړې او د لارې د خلاصون برخلیک نهدی مشخص شوی، خو یوازې د پاکستان لهخوا د افغان کډوالو د اېستلو لپاره دغه لارې خلاصې دي.