دوی وايي، د یو کس انفرادي جرم باید د مېلیونونه افغانانو د هویت، اعتبار او کوربه ټولنو سره د اړیکو پر وړاندې ونه کارول شي. په واشنګټن کې تر یاد برید وروسته خپاره شوي راپورونه ښيي، چې د امریکا د امنیتي ادارو لپاره د پېښې حساسیت او همدارنګه د افغان کډوالو پر وړاندې د احتمالي بدبینۍ وېره، د دې لامل شوې چې دغه پېښې د افغانانو په منځ کې د هویت بحث راوپاراوه او ورسره یو شمېر کسانو د «زه افغان نهیم» کمپاین پیل کړ؛ خو د امرالله صالح په ګډون ډېریو افغانانو له دغه کمپاین سره مخالفت څرګند کړ او د «زه افغان یم» ټرېنډ یې جوړ کړ او دغه ټرېنډ ته یې په خواله رسنیو کې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو زور ورکړ.
امرالله صالح: د هویت نه منل «د ځان د انکار» ګواښوونکی عمل دی
د تېر جمهوري نظام پر مهال مرستیال ولسمشر امرالله صالح د «زه افغان نه یم» ټرېنډ ته توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي: «زما ملي هویت لا هم افغان دی، ما د یوه مسلمان په توګه څو ځله په قران لاس اېښی او قسم مې کړی، چې د افغانستان د اساسي قانون دفاع او ساتنه به کوم، دا قسم نه ټوکه وه او نه سیاسي لوبه، د افغانستان اساسي قانون د هېواد ټولو اتباعو ته، له قوم، قبیلې او ژبې پرته، د افغان نوم کاروي.»
صالح زیاته کړه، چې د جمهوریت اساسي قانون ټول وګړي «افغان» ګڼي او تر هغو چې قانوني بدیل ونه لري؛ دغه سند د اعتبار وړ دی. هغه په خپله لیکنه کې د هویت د ګډوډۍ په اړه هم خبرداری ورکړ:« حاشیوي فکرونه تل شته، یوه ټولنه چې ډېری ګډولې لري، همداسې وي. حاشیهيي کسان باید دویم هبتالله نهشي او ټول نفی کوونکي دریځونه خپل نهکړي.»
د هغه په وینا، د هویت نهمنل نه ځواکمنتیا ده او نه حل لاره؛ بلکې د ټولنیز تضاد د یوه نوي باب پرانیستل دي.
د طالبانو د کرنې وزارت مرستیال صدراعظم عثماني د ایران د کرنې وزارت له مرستیالې مریم جلیليمقدم سره د کرنې او مالدارۍ په برخو کې پر ګډو همکاریو خبرې کړې. خبرپاڼه وایي، دواړو د پنبې، کنجاړې، مېوو، حبوباتو، د غوښې تولید او مالدارۍ د فارمونو اړوند پر ګډې پانګونې ټینګار کړی.
خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه ناسته کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا، د کروندګرو، بڼوالو او مالدارانو د محصولاتو د صادراتو او وارداتو لپاره د اسانتیاو پر برابرولو او همدارنګه د دواړه خواوو د متخصصینو ترمنځ د تجربو پر تبادلې ټینګار شوی.
وړاندې لیکل شوي: «دواړه لورو د پنبې، کنجاړې، مېوو، حبوباتو، د غوښې تولید او د مالدارۍ د فارمونو د جوړولو په برخو کې پر ګډو پانګونو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د دواړو وزارتونو ترمنځ تخنیکي او عملي همکارۍ به لا زیاتې شي».
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو له پاکستان سره هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې بندې کړې چې له کبله یې د افغانستان تر څنګ د پاکستاني بزګرانو کرنیزو حاصلاتو ته درانه زیانونه اوښتي دي. هممهاله پر کابل واکمنو له ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې ډېرې کړې دي. طالبان غواړي په دې کار سره پر اسلاماباد خپله هر ډول سوداګریزه راکړه ورکړه کمه کړي.
د پاکستان ډان ورځپاڼې دوشنبه د (لېندۍ ۱۰مه) لیکلي، چې په دغه هېواد کې د الوګانو تولید ډېر شوی؛ خو پر ډیورنډ کرښه د تړلو دروازو له امله یې بازار سوړ دی او بیې یې هم خورا ټیټې شوې دي. کاروباریان وایي، حتی د الوګانو د ټرانسپورټ او ساتلو لګښتونه هم په دې بیو نهشي پوره کولی.
د راپور له مخې، پاکستان کې د تېر کال حاصل شوي الوګان په یخچالونو کې ساتل شوي وو؛ خو اوس ان هغه لګښتونه هم نه پوره کوي. هممهاله د خېبر پښتونخوا د الوګانو تازه حاصلات هم بازارونو ته رسېدلي، چې د تېر کال پرتله یې بیې نیمایي ته راټیټې شوې دي.
راپور کې راغلي: «افغانستان ته د کچالو صادراتو د درېدو او منځنۍ اسیا او روسیې ته د ټرانزیټ د بندېدو له کبله د پاکستان کرنیز صنعت ته درنه ضربه رسېدلې». افغانستان د پاکستاني الوګانو تر ټولو لوی پېرودونکی دی او په تېرو دوو کلونو کې د پاکستان د الوګانو له ټولو صادراتو څه باندې ۴۰سلنه افغانستان ته لېږل شوي دي. دغه درنه تکیه څرګندوي، چې د پاکستان د صادراتو بازار ډېر محدود او ژر زیانمنېدونکی دی.
اقتصادي کارپوهان وايي، چې پاکستان په تېرو درېیو لسیزو کې پر وارداتو ډېره تکیه کړې او د صادراتو وده یې درېدلې ده. اوس د دغه هېواد د اقتصاد په جوړښت کې د صادراتو برخه تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلې. په کرنه کې صادرات یوازې څو لومړنیو محصولاتو پورې محدود دي او د تنوع نشتوالي بزګران له درنو ګواښونو سره مخامخ کړي دي.
راپور زیاتوي، که څه هم د الوګانو حاصلات ډېر دي؛ خو اوس پر ډیورنډ کرښه د لارو بندېدو له کبله دغه حاصلات تاواني دي.
ورځپاڼه لیکي: «د ستونزې د حل لپاره یو شمېر وړاندیزونه شوي، لکه د ایران له لارې صادرات، د نوو بازارونو موندل او د کښت په تګلاره کې بنسټیز بدلون. خو له ایران نه صادرات د بندیزونو او د لوړو ټرانسپورټي لګښتونو له امله ستونزمن دي او د نوي بازار موندنه کلونه وخت غواړي».