ایران په کابل کې د «صحت افغان» په نوم د درملو نندارتون پرانیست

په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې دغه هېواد د څلویښتو درمل تولیدونکو شرکتونو په ګډون په د درملو نندارتون پرانیستی دی.

په کابل کې د ایران سفارت ویلي، چې دغه هېواد د څلویښتو درمل تولیدونکو شرکتونو په ګډون په د درملو نندارتون پرانیستی دی.
په کابل کې د ایران سفیر علی رضا بېکدلي د دغه نندارتون په پرانیستې وینا کې وویل، چې ایران د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره همکار دی.
بېکدلي همدا راز ټینګار وکړ، چې په دغه نندارتون کې د ایراني درملو د تولید تر ټولو غوره شرکتونو ګډون کړی.
د رسمي ورکړل شویو معلوماتو لهمخې، افغانستان ته شاوخوا ۸۰ سلنه درمل له بهره راواردېږي، چې ډیره برخه یې د ایران، پاکستان او هند څخه ده.
تر دې وړاندې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي و، چې د موسمي ناروغیو د ډېرېدو او له پاکستان سره د لارو د بندېدو له امله په افغانستان او په ځانګړې توګه کابل کې درمل کم شوي او بیې هم تر ۷۰ سلنې لوړې شوې دي.

په کابل کې د ترکیې سفیر د طالبانو د اقتصاد له وزیر سره د خپلې مخه ښې لیدنې پر مهال د افغان زلزلهځپلو لپاره د زرو ټنو بشري مرستو ژمنه وکړه. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقتصادي همکاریو د پراخېدو او د بشري مرستو د دوام په اړه هم بحث کړی دی.
د طالبانو د اقتصاد وزارت د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۱مه) په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دوی وزیر دین محمد حنیف په کابل کې د ترکیې له سفیر جینګ اونال سره په لیدنه کې د هغه هڅې د دواړو هېوادونو د اړیکو په پراختیا کې ګټورې وبللې.
طالبانو د اونال له قوله لیکلي: «د ترکیې حکومت به له افغانستان سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.»
نوموړي اوسمهال د ترکیې او افغانستان د سوداګرۍ، ټرانزيټ، عامه پروژو او بشري مرستو کې پرمختګونه ښه وګڼل.
جینګ اونال د افغانستان د زلزلهځپلو سره د زرو ټنو بشري مرستو ژمنه هم وکړه او زیاته یې کړه: «زه د ترکیې د هېواد د زر ټنو بشري مرستو د لېږلو ژمنه کوم، چې د هېواد د وروستۍ زلزلهځپلو لپاره به واستول شي.»
نوموړي د ستانه شویو افغان کډوالو د ستونزو په حل کې د همکارۍ ژمنه هم وکړه.

پخوانی افغان سرتېری رحمانالله لکڼوال د سې شنبې په ورځ د روغتون له بستر څخه د ویډیو له لارې د محکمې لومړۍ غونډې ته حاضر شو او په رسمي ډول د سارا بکسټروم په وژنه او څو نورو تورونو تورن شو. لکڼوال د خپل دولتي وکیل له لارې په محکمه کې پر هغه لګېدلي تورونه ونه منل.
د غونډې په یوه شېبه کې لکڼوال په پښتو خبرې وکړې او د ژباړن له لارې یې وویل: «زه نشم کولی خپلې سترګې خلاصې کړم، غوږ مې درد کوي.»
د محکمې قاضي حکم وکړ، چې ۲۹ کلن لکڼوال دې له ضمانت پرته تر نورو پلټنو پورې په بند کې پاتې شي.
څارنوالانو په خپله ادعانامه کې ویلي، لکڼوال چې د افغانستان تابعیت لري، د امریکا پلازمېنې ته په تګ سره یې د چهارشنبې په ورځ (د لیندۍ ۵مه) سپینې ماڼۍ ته څېرمه د ملي ګارډ پر سرتېرو ډزې وکړې.
په دې پېښه کې دوه سرتېري ټپیان شول، چې د ملي ګارډ یوه سرتېرې له ټپې کېدو یوه ورځ وروسته مړه شوه او بل غړی لا هم په کوما کې دی.
د تازه معلوماتو له مخې، مېرمن بکسټروم د سر په شا برخه کې وېشتل شوې او کله چې لکڼوال هڅه کوله خپله وسله له ډزو وروسته بېرته ډکه کړي، نو هدف وګرځول شو.
د پېښې پر مهال د لوېدیځې ویرجینیا د ملي ګارډ یو پوځي افسر پر لکڼوال ډزې وکړې او وروسته د امریکا د پټ څاري خدمتونو یو افسر هغه بې وسلې کړ.
د څارنوالۍ د تورونو له مخې، لکڼوال له څلورو جنایي تورونو سره مخ دی: د عمدي قتل یو تور، د وژلو په نیت د دوو بریدونو تورونه او همدارنګه د یوې تاوتریخوالې ډکې پېښې په ترڅ کې د وسلې د لرلو یوه قضیه.
د راپورونو له مخې، لکڼوال د ۲۰ کلنې سارا بکسټروم او ۲۴ کلن اندرو ولف په لور د ډزو پر مهال د «الله اکبر» نارې وهلې. لا هم د هغه د برید اصلي انګېزه په رسمي ډول نه ده څرګنده شوې.

ملګري ملتونه وایي، تاوتریخوالی یوازې د وهل ټکولو او فزیکي زیان رسولو په معنا نه دی؛ بلکې هر ډول لفظي سپکاوی، ګواښ، جبري کنټرول، مالي محدودیت او د ازادۍ اخیستل هم د تاوتریخوالي بڼې دي، چې د ښځو او نجونو رواني، عاطفي او ټولنیز ژوند ته جدي زیان رسوي.
د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین په دوام ملګرو ملتونو په خپل تازه پیغام کې ټینګار کړی، چې ناوړه ګټه اخیستنه یوازې فزیکي نه وي، بلکې په ګڼو نورو بڼو رامنځته کېدای شي او د ښځو او نجونو ژوند اغېزمنوي.
ملګرو ملتونو په دې بیان کې ویلي، چې هر څوک کولای شي د ښځو او نجونو د خوندیتوب په برخه کې خپله ونډه ادا کړي.
په دغه بیان کې پر درېیو ټکیو ټینګار شوی: «غږ پورته کړئ او د تاوتریخوالي د دوام کړۍ ماته کړئ، د قربانیانو ملاتړ وکړئ او د هغوی د عدالت غوښتنې حق ته درناوی وکړئ او همدا راز د قربانیانو ملامتول بند کړئ.»
ملګرو ملتونو د یو انځور په بڼه ټینګار کړی، چې تاوتریخوالی یوازې وهل ټکول نه دي، بلکې لفظي سپکاوی، ګواښ، جبري کنټرول، جنسیتي تبعیض او ګڼې نورې رواني او ټولنیزې بڼې لري چې هر یو غېر فزیکي ناوړه ګټه اخیستنه ده.
یاده اداره دغه راپور په داسې حال کې خپروي، چې افغان ښځو بیا د زور زیاتیو د لهمنځه وړلو ۱۶ ورځني نړۍوال کمپاین سره د پیوستون په تړاو ویلي، چې د افغان ښځو پر وړاندې زورزیاتی یوازې یو فردي ستونزه نه، بلکې یو ژور ټولنیز، جوړښتي او سیاسي ناورین دی، چې افغان ښځې ترې اغېزمنې دي.
د نومبر له ۲۵مې د ډسمبر تر۱۰مې د ښځو پر وړاندې د زوزیاتیو د لهمنځه وړلو ۱۶ ورځنی نړۍوال کمپاین په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي او په دغه کمپاین کې نارنجي رنګ د سمبول په توګه کارول کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې افغان ښځې له ثانوي او لوړو زده کړو، کار او ازاد ژوند کولو سربېره د طالبانو لهخوا د لسګونو نورو محدودیتونو سره مخ دي. طالبان بیا وايي، د شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټول حقونه خوندي دي.

جمهوري غوښتونکی امریکایي سناتور سټیو ډینز چې د ټرمپ له متحدینو دی، وايي د افغان کډوالو د سوابقو یا مخکېنیو معلوماتو بیاکتنه د امریکا د امنیت لپاره ډېره مهمه ده. ډینز د ټرمپ له خوا د افغان پناه غوښتونکو د منلو په اړه ویلي، چې ځینې افغان کډوال د امریکا لپاره ښه نیت نه لري.
ډینز دغه څرګندونې د افغانستان انټرنشنل خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د پناه غوښتونکو دوسیې باید په شفاف ډول وڅېړل شي.
وروسته له هغه چې په واشنګټن ډيسي کې یو افغان پناه غوښتونکي د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو باندې برید وکړ، ډونالډ ټرمپ امر وکړ چې د ټولو هغو افغان پناه غوښتونکو دوسیې دې وڅېړل شي چې د بایډن حکومت په وخت کې امریکا ته راغلي دي. هغه همداراز خبر داری ورکړ، چې له افغانستان او د درېیمې نړۍ له هېوادونو څخه یې کډوالي په بشپړ ډول درولې.
ښاغلي ډینز د سېشنبه په ورځ د افغانستان انټرنشنل خبریالې مرضیه حسیني ته وویل: «موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې د ارزونې او بیاکتنې لړۍ بشپړې شفافې دي.»
هغه زیاته کړه: «ډېری هغه کسان چې هڅه کوي امریکا ته دننه شي، دغه هېواد خوښوي او د سولې پلویان دي، خو له بده مرغه ځینې نور تور نیتونه لري؛ لکه څنګه چې موږ په امریکا کې په ګڼو پېښو کې لیدلي دي.»
نوموړي وویل، ولسمشر او د کورني امنیت وزیره مسوول دي چې د هېواد امنیت خوندي وساتي.

د زابل په دروازو کې د طالبانو د امنیتي پوستو لهخوا د خلکو ځورونې او د بېځایه درولو شکایتونه ورځ تر بلې زیاتېږي. مساپر، موټرچلوونکي او سیمهییز اوسېدونکي وایي چې طالبان خلک د ساعتونو لپاره دروي، د هغوی ټلیفونونه ګوري او کله ناکله د دوی له سپکو خبرو او ناوړه چلند سره مخ کېږي.
له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د کابل-کندهار پر لویه لار تلوونکي مساپر په پرلهپسې ډول د زابل په دخولي دروازو کې د طالبانو د امنیتي کسانو له ناسم چلند څخه شکایت کوي.
دغه مساپر وایي: «هر ځل چې دغه دروازې ته رارسېږو زړه مو درزېږي.»
د عبدالباري په نوم یو موټرچلوونکی چې هره ورځ د کندهار-زابل په لویه لاره تګراتګ کوي، وايي چې د طالبانو دغه پوسته د خلکو لپاره په جدي سرخوږی بدل شوی دی.
هغه وویل: «والله، د هر تګراتګ پر وخت مو زړه په لاس کې وي. ځینې وختونه مو ساعتونه ساعتونه بېځایه دروي، نه پوهېږو چې پوښتنه څه ده او شک یې پر چا دی. که تذکره له ځان سره و نه لرو، نو بیا خو بیخي مصیبت پېښېږي.»
دی زیاتوي، چې طالبان د خلکو شخصي ټلیفونونه هم ګوري او د هغو دننه پیغامونه، انځورونه او شخصي خبرو ته ننوزي.
د کندهار- کابل پر لاره یو بل موټر چلوونکی بیا وايي، چې طالبان ډېری وخت هغه کسان هم دروي، چې ښځې او ماشومان ورسره وي او د هېڅ ډول مناسب چلند خیال نه ساتي.
ده زیاته کړه: «یاره ښځې ورسره وي، ماشومان ورسره وي، خو بیا هم ورته وایي راکښته شئ موبایل راکړه، تذکره راوښیه، خلک شرمېږي خو هغوی ته مهمه نه ده.»
هغه وايي، چې د طالبانو د پوښتنو ډېره برخه بې دلیله او بې اساسه ده.
ده وویل: «یو وخت مې یوه کورنۍ وړله، درې ساعته يې دلته درولي وو، ښځې او ماشومان په ډېر مشکل کې وو، خو طالبانو همداسې بې ځایه پوښتنې کولې چې دا ماشوم څوک دی؟ دا ښځه څوک ده؟ له کومه ځایه راغلي یاست او چېرې ځئ.»
د سیلانۍ پېښه: پوښتنې، فشار او د واټس اپ د شمېرې غوښتنه
د دې سیمې یوې بلې پېښې بیا د خلکو غبرګونونه نور هم توند کړي دي. څه موده مخکې طالبانو د تالاشۍ په همدې مرکز یوه بهرنۍ سیلانۍ درولې وه او د پوښتنو ترڅنګ یې ترې د «واټساپ د شمېرې» غوښتنه هم کړې وه.
دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه راوپارول او ډېرو خلکو دا چلند «د افغانانو د کلتور خلاف» وباله.
ډېری مساپر هم وايي، چې طالبان د ظاهري بڼې پر اساس خلک ځوروي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې ږیره یې لنډه وي یا ډېر مذهبي لباس ونه لري، ټلیفون یې ګوري او ډېرې پوښتنې ترې کوي.
احمدضیاء چې کابل ته روان وو وايي: «یوازې یې په دې خاطر درولی وم چې ږیره مې لنډه ده، وایي، دا ولې داسې ده؟ ته د کوم ځای یې؟ دا څه ډول لباس دی؟ داسې پوښتنې یې کولې لکه چې څه جنایي دوسیه لرم.»
هغه په سخته له طالبانو شکایت کوي او وايي: «دا خو واضیح ځورونه ده، شریعت دې وي، قانون دې وي، د امنیت خبره دې وي، خو ځورونه باید نه وي.»
خلک وایي، سره له دې چې طالبان په رسنیو کې د «ښه چلند» ادعا کوي، خو د زابل په دې سیمه کې د هغوی چلند بل ډول دی.
د مساپرو په خبره، طالبان ډېری وخت پرته له شواهدو پر خلکو تورونه لګوي او د هغوی د سفر ازادي محدودوي.
د زابل، کندهار او نورو سیمو خلک ټینګار کوي، چې دوی د امنیت ارزښت ښه پېژني، خو وایي امنیت هغه وخت معنا لري چې ولس بد چلند و نه ویني.
د هغوی په باور، د طالبانو د پولیسو دغه کړنې نه یوازې خلک ځوروي، بلکې د خلکو او طالبانو ترمنځ واټن لا پراخوي.
د زابل په دخولي دروازه کې د طالبانو پولیسو چلند د مساپرو، اوسېدونکو او موټر چلوونکو لپاره یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده.
