• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

رېچارډ بېنېټ: په خوست کې «قصاص» د یو ۱۳ کلن ماشوم له لوري ترسره شوی

۱۱ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۲ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۰:۳۸ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچارډ بېنېت ویلي، چې په خوست کې د ماشومانو په ګډون د زرګونو کسانو د سترګو په وړاندې «قصاص» د یو ۱۳ کلن ماشوم له لوري ترسره شوی دی.

نوموړي د ۱۳ کلن ماشوم له لوري د ترسره شوي دې پېښې په غبرګون په خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې په عام محضر کې د اعدام دا ډول بڼه د بشري حقونو او انساني کرامت جدي سرغړونه ګڼل کېږي او له اسلامي احکامو سره هم مطابقت نه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو نن سې‌شنبه په خوست ولایت کې هغه کس په عام محضر کې اعدام کړ، چې لس میاشتې وړاندې د ښځو او ماشومانو په ګډون د یوې کورنۍ د ۱۳ غړو پر وژنې تورن وو. طالبانو د دغه کس د «قصاص» حکم د خوست ورزشي لوبغالي کې ترسره کړ.
په خوست کې د طالبانو د استیناف محکمې رییس مولوي عین‌الله خلیل د یاد کس د اعدام غونډې پر مهال په خبرو کې وویل، چې «بې‌ځایه وژنې د سرطان دانې مثال لري او د دې رنځ د مخنیوي لپاره یوازینۍ حل لاره قصاص دی.»

د طالبانو ستره محکمه وايي، په خوست کې د قصاص د حکم په تړاو د دې ډلې د سترې محکمې او درې ګونو محاکمو پرېکړه د طالبانو مشر ته ولېږل شوه او هغه د قصاص حکم د تطبیق امر وکړ. په اعلامیه کې راغلي، چې هبت‌الله د مقتول کورنۍ ته د بښنې وړاندیز هم کړی و، خو هغوی د قاتل له بښلو انکار کړی و.

ډېر لیدل شوي

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل
۱
ځانګړی

د ۵۹۵ شمېرې افغان چورلکې ۱۵ کلن مزل او نسکورېدل

۲

د جرمني په توتلینګن کې افغان ځوان د «تشو مرمیو تومانچې» له امله وژل شوی

۳

سوداګرۍ خونه: یونیسف ته مو د افغان مېرمنو او ځوانانو لپاره د کار موندنې طرحې سپارلي

۴

د انګور باغ اوسېدونکي: طالبانو په زور خلک له خپلو کورونو اېستلي دي

۵

طالبان: له پاکستان سره د سوداګرۍ د درېدو زیانونه له بدیلو لارو جبران کوو