له تېرې یوې اوونۍ راهیسې د کابل-کندهار پر لویه لار تلوونکي مساپر په پرلهپسې ډول د زابل په دخولي دروازو کې د طالبانو د امنیتي کسانو له ناسم چلند څخه شکایت کوي.
دغه مساپر وایي: «هر ځل چې دغه دروازې ته رارسېږو زړه مو درزېږي.»
د عبدالباري په نوم یو موټرچلوونکی چې هره ورځ د کندهار-زابل په لویه لاره تګراتګ کوي، وايي چې د طالبانو دغه پوسته د خلکو لپاره په جدي سرخوږی بدل شوی دی.
هغه وویل: «والله، د هر تګراتګ پر وخت مو زړه په لاس کې وي. ځینې وختونه مو ساعتونه ساعتونه بېځایه دروي، نه پوهېږو چې پوښتنه څه ده او شک یې پر چا دی. که تذکره له ځان سره و نه لرو، نو بیا خو بیخي مصیبت پېښېږي.»
دی زیاتوي، چې طالبان د خلکو شخصي ټلیفونونه هم ګوري او د هغو دننه پیغامونه، انځورونه او شخصي خبرو ته ننوزي.
د کندهار- کابل پر لاره یو بل موټر چلوونکی بیا وايي، چې طالبان ډېری وخت هغه کسان هم دروي، چې ښځې او ماشومان ورسره وي او د هېڅ ډول مناسب چلند خیال نه ساتي.
ده زیاته کړه: «یاره ښځې ورسره وي، ماشومان ورسره وي، خو بیا هم ورته وایي راکښته شئ موبایل راکړه، تذکره راوښیه، خلک شرمېږي خو هغوی ته مهمه نه ده.»
هغه وايي، چې د طالبانو د پوښتنو ډېره برخه بې دلیله او بې اساسه ده.
ده وویل: «یو وخت مې یوه کورنۍ وړله، درې ساعته يې دلته درولي وو، ښځې او ماشومان په ډېر مشکل کې وو، خو طالبانو همداسې بې ځایه پوښتنې کولې چې دا ماشوم څوک دی؟ دا ښځه څوک ده؟ له کومه ځایه راغلي یاست او چېرې ځئ.»
د سیلانۍ پېښه: پوښتنې، فشار او د واټس اپ د شمېرې غوښتنه
د دې سیمې یوې بلې پېښې بیا د خلکو غبرګونونه نور هم توند کړي دي. څه موده مخکې طالبانو د تالاشۍ په همدې مرکز یوه بهرنۍ سیلانۍ درولې وه او د پوښتنو ترڅنګ یې ترې د «واټساپ د شمېرې» غوښتنه هم کړې وه.
دې پېښې په ټولنیزو رسنیو کې هم غبرګونونه راوپارول او ډېرو خلکو دا چلند «د افغانانو د کلتور خلاف» وباله.
ډېری مساپر هم وايي، چې طالبان د ظاهري بڼې پر اساس خلک ځوروي، په ځانګړي ډول هغه کسان چې ږیره یې لنډه وي یا ډېر مذهبي لباس ونه لري، ټلیفون یې ګوري او ډېرې پوښتنې ترې کوي.