د جرمني د بهرنیو چارو وزارت: ایران د المان ډیپلوماټانو ته ویزې نه صادروي

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران حکومت په دغه هېواد کې د المان سفارت کارکوونکو او ډیپلوماټانو ته ویزې نه صادروي.

د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د ایران حکومت په دغه هېواد کې د المان سفارت کارکوونکو او ډیپلوماټانو ته ویزې نه صادروي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د جرمني سفارت به ډېر ژر خپل فعالیت او د ویزو صدور د هغو کارکونکو لپاره، چې له ۱۲ ورځنۍ جګړې مخکې یې کار کاوه، بېرته په تهران کې پیل کړي.
سربېره پر دې، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت خبرداری ورکړ چې په تهران کې د ویزو ورکولو محدودیتونه دوام لري.
تر دې وړاندې ایران خبرداری ورکړی و، چې له اروپایي هېوادونو سره اړیکې به یې د ملي ګټو پر بنسټ وي.
دغه راز ایران له جرمني سره د اړیکو د ښه کېدو یادونه کړې وه. د الوتنو بیا پیل او د ځینو سیاسي استازولیو پرانېستل یې د یادو پرمختګونو بېلګې یادې کړې وې.

جمهوري غوښتونکی امریکایي سناتور سټیو ډینز چې د ټرمپ له متحدینو دی، وايي د افغان کډوالو د سوابقو یا مخکېنیو معلوماتو بیاکتنه د امریکا د امنیت لپاره ډېره مهمه ده. ډینز د ټرمپ له خوا د افغان پناه غوښتونکو د منلو په اړه ویلي، چې ځینې افغان کډوال د امریکا لپاره ښه نیت نه لري.
ډینز دغه څرګندونې د افغانستان انټرنشنل خبریالې د پوښتنې په ځواب کې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې د پناه غوښتونکو دوسیې باید په شفاف ډول وڅېړل شي.
وروسته له هغه چې په واشنګټن ډيسي کې یو افغان پناه غوښتونکي د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو باندې برید وکړ، ډونالډ ټرمپ امر وکړ چې د ټولو هغو افغان پناه غوښتونکو دوسیې دې وڅېړل شي چې د بایډن حکومت په وخت کې امریکا ته راغلي دي. هغه همداراز خبر داری ورکړ، چې له افغانستان او د درېیمې نړۍ له هېوادونو څخه یې کډوالي په بشپړ ډول درولې.
ښاغلي ډینز د سېشنبه په ورځ د افغانستان انټرنشنل خبریالې مرضیه حسیني ته وویل: «موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې د ارزونې او بیاکتنې لړۍ بشپړې شفافې دي.»
هغه زیاته کړه: «ډېری هغه کسان چې هڅه کوي امریکا ته دننه شي، دغه هېواد خوښوي او د سولې پلویان دي، خو له بده مرغه ځینې نور تور نیتونه لري؛ لکه څنګه چې موږ په امریکا کې په ګڼو پېښو کې لیدلي دي.»
نوموړي وویل، ولسمشر او د کورني امنیت وزیره مسوول دي چې د هېواد امنیت خوندي وساتي.

د هندوراس پخوانی ولسمشر خوان اورلاندو هرناندیز، چې د نشه يي توکو د قاچاق او وسلو په تورونو په امریکا کې زنداني و، د ټرمپ له بښنې وروسته خوشی شوی. د سپینې ماڼۍ یوې چارواکې وویل، ټرمپ د دوشنبې په شپه د هرناندیز د بښلو فرمان لاسلیک کړ.
هغه د دوشنبې په ورځ د لویدیزې ورجینیا ایالت په هیزلټن ښار کې له زندان نه خوشې شوی.
د ۲۰۲۴ کال په مارچ کې د منهاټن یوه قضايي پلاوي هرنانډیز د امریکا پر لور د کوکایین د قاچاق د خوندي کولو لپاره د میلیونونو ډالرو بډې په اخیستلو تورن کړ.
هغه تیر کال په جون کې محکمې ته وړاندې شو.
د هغه میرمنې انا ګارسیا په ټولنیزو رسنیو کې تایید کړې چې هرناندیز خوشې شوی دی.

د روسیې ولسمشرولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ هند ته دوه ورځنی سفر پیلوي، چې د روسي نفتو، د توغندیو دفاعي سیستمونو او جنګي الوتکو د پلور لپاره هڅې وکړي او هغه انرژي او دفاعي اړیکې بېرته ورغوي چې د امریکا تر فشار لاندې کمزورې شوې دي.
روسیه له ډېرو کلونو راهیسې هند ته مهمې وسلې وړاندې کوي او د۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راهیسې چې مسکو پر اوکراین برید وکړ، نوی ډیلی د روسي سمندري نفتو تر ټولو لوی پېرودونکی ګرځېدلی. خو دا میاشت تمه کېږي چې هند د روسي نفتو واردات تر ټولو ټیټ حد ته ورسوي، ځکه بندیزونه سخت شوي او هند د امریکا د نفتو او ګازو اخیستل ډېر کړي دي.
پوتین، چې څلور کاله وروسته لومړی ځل نوي ډیلي ته ځي، د هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره د سرمشریزې لپاره روان دی. د روسیې دفاع وزیر اندري بيلاوسوف او پراخ سوداګریزاو صنعتي پلاوی به هم له نوموړي سره مل وي.
د اتلانتیک شورا شنونکي مایکل کوګلمن رویټرز ته وویل: « د پوتین سفر د هند لپاره یو فرصت دی چې له مسکو سره خپله ځانګړې اړیکه بېرته ټینګه کړي او په نويو دفاعي معاملاتو کې پرمختګ وکړي».
که څه هم هغه زیاتوي، چې ډېر احتمالي اعلانونه به د ټیټې کچې یا اسانه تر لاسه کېدونکي تړونونه وي.
د ټرمپ فاکتور
هندي چارواکي اندېښنه لري چې له روسیې سره د انرژي یا دفاعي تړون هره هڅه کېدای شي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سخت غبرګون را وپاروي.
ټرمپ په اګست میاشت کې د هند پر صادراتو تعرفه ۵۰ سلنه ته لوړه کړه، ځکه هند د روسي نفتو اخیستل نه وو کم کړي.
د پوتین له سفر وړاندې، نوي ډیلي او مسکو د دفاع، ترانسپورټ او کرنې په برخو کې خبرې وکړې.
په اګست کې دواړو خواوو هوکړه وکړه چې د هند او د روسیې په مشرۍ د اورواسیا اقتصادي اتحادیې ترمنځ د ازادې سوداګرۍ د تړون خبرې پیل کړي. دوی په ملکي اټومي انرژۍ کې د همکاریو د پراخېدو په اړه هم خبرې کوي.
د پوتین په پلاوي کې د زرغون بانک مشر، د روسي وسلو دولتي صادروونکي روسوبورون اېکسپورټ او تر بندیزونو لاندې د روس نفت او ګازپروم نفت شرکتونو مشران شامل دي.
زرغون بانک ویلي، دوی غواړي د هند په زیربناوو کې پانګونه وکړي او په هندي روپۍ د پراخو راکړو ورکړو ملاتړ وکړي، ځکه د هند او روسیې ډېری سوداګري په روپیو ترسره کېږي. بانک وايي، د هند له خوا د روسي توکو د وارداتو د پراخېدو لپاره یې نوې مالي اسانتیاوې پیل کړي دي.
رپوټونه وايي مسکو به له هند څخه د تخنیکي تجهیزاتو په ترلاسه کولو کې مرسته وغواړي، ځکه بندیزونو یې نړیوالو کمپنیو ته لاسرسی ستونزمن کړی دی.
هند هیله لري چې د کال تر پایه له امریکا سره د سوداګرۍ تړون لاسلیک کړي، ځکه ډېری هندي تصفیه خونو د روسي نفتو اخیستل بند کړي، خو اوس چې روسیه بیا تخفیفونه زیاتوي، ځینې دولتي تصفیېخونې یې د اخیستو لپاره لېوالې دي.
هند د روسیې دفاعي ملاتړ ته اړتیا لري
هند نه غواړي له روسیې سره خپلې دفاعي اړیکې کمزورې کړي، ځکه د هند ډېرې جنګي الوتکې او وسلې روسۍ دي او تخنیکي ملاتړ ته اړتیا لري. د هند د دفاع سکرتر راجیش کمار سینګ ویلي، «هند نه شي کولی د روسیې له دفاعي ملاتړ پرته خپلې اړتیاوې پوره کړي».
روسۍ سوخو۳۰جنګي الوتکې د هند د هوايي ځواک ستره برخه جوړوي او روسیې هند ته خپله تر ټولو پرمختللې جنګي الوتکه سو۵۷ هم وړاندیز کړې ده. دا موضوع به په خبرو کې مطرح شي، خو هند لا پرېکړه نه ده کړې.
هند به د اېس ۴۰۰دفاعي سیستم د نورو واحدونو اخیستو پر سر هم خبرې وکړي.
هندي شنونکي وايي، د اوکراین جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا–روسیې وروستۍ خبرې کېدای شي هند ته له مسکو سره د اړیکو د پراخولوفرصت ور کړي.

د امریکا د کورني امنیت وزیرې کریسټي نوم د سېشنبې په سهار وختي (د لیندۍ ۱۱مه) له ولسمشر ټرمپ سره تر کتنې وروسته وویل، تر دې وروسته د هغو هېوادونو یو کس هم نهمني چې اتلان یې وژني. نوموړې د هېڅ هېواد نوم نهدی اخیستی، خو همدا تېره اوونۍ یوه افغان د ملي ګارډ یوه سرتېرې ووژله.
تېره اوونۍ یوه افغان د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ته نږدې د ملي ګارډ پر دوو سرتېرو برید وکړ او په پایله کې یې یوه سرتېرې ووژل شوه او یو بل یې ټپي شو او پهخپله یې هم د نورو ځواکونو له لوري ونیول شو.
له دغې پېښې وروسته په امریکا کې پر افغانانو محدودیتونه ډېر شول او ان دا چې دغه هېواد ته د تللو افغانانو اسناد بیا څېړل کېږي.
د امریکا د کورني امنیت وزیرې د سېشنبې په سهار وختي په خپله اېکس پاڼه پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي، وویل: «ما همدا اوس له ولسمشر سره ولیدل. زه وړاندیز کوم چې پر هر هغه لعنتي هېواد بشپړ د سفر بندیز ولګول شي چې زموږ هېواد له قاتلینو او هغو کسانو ډکوي چې یوازې د امتیاز په لټه کې دي.»
نوموړې زیاته کړې: « زموږ نیکونو دغه هېواد په خپلو وینو، خولو او د ازادۍ پر بنسټ جوړ کړی- نه د دې لپاره چې بهرني یرغلګر زموږ اتلان ووژني. موږ هغوی نه غواړو. ان یو یې هم نه.»
هغې تر دې مخکې د جو بایډن پر ادارې په نیوکو سره ویلي و، چې د «متحدینو د ښه راغلاست» پروګرام په نوم یې څه باندې ۱۰۰زره افغانان له کومې پلټنې پرته امریکا ته لېږدولي دي.

په امریکا کې جمهوري غوښتونکي سناتور برني مورینو د داسې قانون طرحه وړاندې کړې، چې له مخې به یې د دوهګوني تابعیت لرل ختم شي او امریکایان به اړ وي، چې د دوو تابعیتونو له منځه یو انتخاب کړي.
د دې قانون له مخې، هر هغه امریکایی چې د بل هېواد تابعیت لري، باید د امریکا تابعیت د ساتلو لپاره خپل بل تابعیت پرېږدي؛ که نه نو د امریکا تابعیت به یې په اتومات ډول لغوه شي.
مورینو چې له کولمبیا څخه امریکا ته کډوال شوی ټینګار کوي، چې د امریکا تابعیت د «مشخصې وفادارۍ» غوښتنه کوي او دوهګونی تابعیت له دې اصل سره په ټکر کې دی.
دا طرحه په داسې حال کې وړاندې کېږي، چې د امریکا د تابعیت او کډولۍ د پالیسي په اړه بحثونه ورځ تر بلې تودېږي.
تازه د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي، چې د ټرمپ اداره د پناهغوښتونکو دوسیو ارزونه او د ځانګړو مهاجرت ویزو (اېسایوي) ټولې پروسې رسمي درولې دي. هغه پروګرامونه چې ډېرو افغانانو د بایډن د حکومت پر مهال امریکا ته د داخلېدو لپاره ترې کار اخیسته.
د دې پرېکړې په اعلان سره روښانه شوې، چې په ډلهییزه توګه د ولسمشر ټرمپ د شړلو هڅې لا هم روانې دي او د کډوالۍ پالیسۍ لا سختېږي.
ټرمپ همدارنګه د افغانستان پاسپورټ لرونکو ته د ویزې ورکولو بهیر د نامعلوم وخت لپاره وځنډاوه.
