• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

تېره ورځ تر ۶زره ډېر کډوال له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستانه شوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۵:۳۰ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د چهار شنبې په ورځ (د لېندۍ ۱۲مه) خبر ورکړی، د سې‌شنبې په ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۸۹ کورنۍ چې ټولټال ۶۸۷۲ کسان کېږي؛ په جبري توګه افغانستان ته ستنې کړای شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.

په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې ۴زره او ۲۷۲ کډوال د سپین بولدک له لارې، ۶۹۶ کډوال د تورخم، ۱۲۴ د بهرامچې، ۲۲۴ د اسلام‌کلا او ۱۷۹ کډوال د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون په راپور کې راغلي، چې ستنو شویو کډوالو ته اړین خدمات برابر شوي دي. د راپور د معلوماتو له مخې؛ دغه ستنو شویو کډوالو ته د یاد کمېسیون له‌خوا نږدې ۱۰مېلیونه افغانۍ مالي مرسته هم شوې ده.

د تازه راپورونو له مخې؛ په پاکستان او ایران کې افغان کډوال له سختو ننګونو سره مخ دي. دواړه هېوادونه د افغانانو د کډوالۍ د محدودولو لپاره اقدامات پراخ کړي او د افغانانو د نیولو او جبري ستنولو لړۍ یې چټکه کړې ده.

په دغه دواړو هېوادونو کې مېشت افغان کډوال د پولیسو له ناوړه چلنده هم شکایت کوي او وایي، چې غیرانساني چلند ورسره کېږي. د بشري حقونو څارونکي او د کډوالو ملاتړو ادارو له دواړو هېوادنو غوښتي، چې د کډوالو خونديتوب ته پام وکړي.

ترویج لرونکی

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې
۱

نوین الحق فرهاد دریا ته: کرېکټ د «اشرافو» لوبه ده او ته یې منځ کې ښه نه‌ښکارې

۲

هند د ۱۷ پاکستانيانو په ګډون ۲۳ کسان په رسمي ډول «ترهګر» اعلان کړل

۳

سرچینې: طالبانو بدخشان کې له ځوانانو غوښتي چې د دوی له اردو سره یوځای شي

۴
شننه

د کانونو پر سر جنجال؛ ایا طالبان په بدخشان کې خپلمنځي جګړې ته نږدې شوي؟

۵

فرهاد دریا نوین الحق ته: کرېکټ لوبډله د ټول ملت ګډه پانګه ده او د هېچا شخصي میراث نه‌دی

•
•
•

نور کیسې

اروپايي ټولنه او یونسکو افغانستان کې د سواد زده‌کړې او مهارتونو د پراختیا نوې پروژه پيلوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۴:۲۲ GMT+۰
اروپايي ټولنه او یونسکو افغانستان کې د سواد زده‌کړې او مهارتونو د پراختیا نوې پروژه پيلوي
100%

په افغانستان کې اروپايي ټولنې خبر ورکړی، چې له یونسکو سره په ګډه د ۴.۷ مېلیونه یورو په ارزښت یوه نوې پروژه پیلوي چې موخه یې بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو او کوربه ټولنو ته د سواد، مسلکي مهارتونو او د دوامداره عایداتي فرصتونو برابرول دي.

د اروپایي ټولنې د خبرپاڼې له مخې؛ د دغه پروګرام له لارې به د افغانستان په پنځو ولایتونو کې ۷۵۰۰ ځوانان او سپین ږېري چې ستنېدونکي کډوال او ځایي خلک هم په‌کې شامل دي، زده‌کړې ترلاسه کړي.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې استازولۍ پر اېکس پاڼه لیکلي:«موږ له یونسکو سره په ګډه د یوې نوې پروژې د پيلولو هرکلی کوو. دغه مرسته به د حیاتي مهارتونو روزنه او د سواد زده‌کړو پروګرامونه چمتو کړي؛ ترڅو بېرته ستنېدونکي افغانان او کوربه ټولنې پیاوړې شي.»

د یادو څرګندونو له مخې؛ اروپايي ټولنه په افغانستان کې د مهارتونو پراختیا، زده‌کړو او د افغانانو د اوږدمهاله عایداتي سرچینو د برابرولو ملاتړ ته دوام ورکوي.

دغه پروژه په داسې وخت کې اعلانېږي، چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، وزګارتیا او د ښوونې او روزنې د محدودیتونو له امله د خلکو اړتیاوې لا زیاتې شوې دي. له بل پلوه افغانستان ته بېرته ستنېدونکي کډوال هم له وزګارتیا سر ټکوي.

نیویارک ټایمز: امریکا د ۱۹ هېوادونو د کډوالۍ ټولې غوښتنې درولې دي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۵۲ GMT+۰
نیویارک ټایمز: امریکا د ۱۹ هېوادونو د کډوالۍ ټولې غوښتنې درولې دي
100%

نیویارک ټایمز راپور ورکړی، چې د امریکا حکومت د ۱۹ هېوادونو د وګړو لپاره د کډوالۍ ټولې غوښتنې له ګرین‌کارټ نیولې تر تابعیته پورې په بشپړه توګه درولې دي. دغه پرېکړه په واشنګټن کې د ملي ګارډ پر دوو عسکرو تر برید وروسته شوې ده.

ورځپاڼې د اړوندو څانګو د چارواکو په حواله لیکلي، په دغه بندیز کې د هغه هېوادونو د وګړو له‌خوا ثبت شوې ټولې قضیې شاملې دي چې د متحده ایالاتو حکومت په جون کې د تابعیت او کډوالۍ خدماتو څخه د تابعیت د غوښتنلیک ورکولو څخه منع کړي وو.

راپور زیاتوي، په دغه بندیز کې د ایران، افغانستان، ترکمنستان، یمن، لیبیا، سوډان، سومالیا، کیوبا او وېنزویلا هېوادونه شامل دي. نیویارک ټایمز لیکلي، دغه اقدام په واشنګټن کې د ملي ګارد پر دوو سرتېرو د تېرې اوونۍ تر برید وروسته شوی دی.

ورځپاڼې دغه پرېکړه د «کډوالۍ پر ضد د فشارونو د لا زیاتېدو» په توګه یاده کړې ده.

ایرانی چارواکی: طالبان او ایران د ګډې اقتصادي سیمې پر جوړولو کار کوي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۳ GMT+۰
ایرانی چارواکی: طالبان او ایران د ګډې اقتصادي سیمې پر جوړولو کار کوي
100%

د ایران د پارلمان د صنعت او کانونو کمېسیون یوه غړي امیر توکلي‌رودي ویلي، د افغانستان کانونه د ایران د صنعت لپاره ځانګړی اهمیت لري او تهران هڅه کوي چې په دغه سکتور کې پراخې پانګونې وکړي. د هغه په وینا؛ دواړه هېوادونه په دې برخه کې د ګډې اقتصادي سیمې د جوړولو په اړه کار کوي.

نوموړي د افغانستان کانونه د تهران د صنعت لپاره ستراتېژیک او طلایي فرصت بللی. هغه زیاته کړې: «له پیله مې هڅه کړې، چې د ایران تخنیکي پوهه د افغانستان کانونو ته او په ځانګړي ډول د غوریان، پشتون زرغون او هرات کانونو ته انتقال کړم. دغه سیمې د سنگان صنعتي زون ته نږدې دي او د رېل پټلۍ لوجستیکي اسانتیاوو له کبله زموږ لپاره ستر فرصت دی.»

توکلي‌رودي وایي، افغانستان ته په وروستیو سفرونو کې د طالب او ایراني چارواکو له پراخو بحثونو وروسته پرېکړه شوې چې تهران به له طالب لوري سره د کانونو د اکتشاف، کېندنې او د تولید تمرکز په برخو کې مرسته وکړي.

د ایران د پارلمان دغه غړي د افغانستان د کانونو د پراختیا لپاره ګډ کار ضروري وباله او ویې ویل: «هیله لرو، چې د افغانستان د اقتصاد او پراختیا په ملاتړ سره، د سیمې په امنیتي ثبات کې هم ونډه واخلو.»

هغه خبرداری ورکړ: «په نږدې راتلونکي کې به زموږ صنعت له خامو موادو سره د نه‌توازن له ستونزې سره مخ شي؛ خو افغانستان چمتو دی چې د ایران کانونو صنعت ته خام مواد برابر کړي. دا یو بې‌ساری فرصت دی.»

توکلي‌رودي ویلي، چې دواړه لوري د پولې په دواړه غاړو د ګډې اقتصادي او کاني ځانګړې سیمې د جوړولو پر پلان کار کوي او دغه اقدام به د سیمې د امنیت په ټینګښت کې هم اغېز ولري.

د کانونو د همکاریو تر څنګ، د ایران یو لوړپوړی پلاوی د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت په بلنه هرات ته تللی؛ ترڅو په کرنې او مالدارۍ برخه کې د پانګونې شرایط و ارزوي. د طالبانو د کرنې وزارت وایي، چې د دغه سفر موخه د علمي همکاریو پراخول، د تجربو تبادله او د تخنیکي ظرفیتونو ارزونه ده.

له دې وړاندې هم د دواړو هېوادونو چارواکو څو ځلې سره لیدلي دي. د طالبانو د هرات والي په وروستیو میاشتو کې د ایران د خراسان رضوي او سویلي خراسان ولایتونو ته سفرونه کړي او له سیمه‌ییزو چارواکو سره یې د سرحدي سوداګرۍ د اسانتیا، د کرنې او مالدارۍ محصولاتو د صادراتو د زیاتولو او د ګډو بازارونو د جوړولو په اړه خبرې کړې دي.

په کابل کې د امام ابوحنیفه په څلورم ملي او نړۍوال نندارتون کې له ۴۰ ډېر ایراني شرکتونو برخه اخیستې وه او خپل صنعتي، ودانیز، د انرژۍ، کرنیز او خوراکي تولیدات یې نندارې ته وړاندې کړل.

د ایران اقتصادي پلاوي د نندارتون ترڅنګ له طالبانو سره په صنعت، سوداګرۍ، کانونو، تېلو او نورو برخو کې د خبرو لپاره سره لیدلي وو او د افغانستان د مسو، سره زرو او اوسپنې کانونو په برخه کې د پراخو پانګونو لپاره یې چمتووالی ښودلی و.

امریکايي سناتوران: د لکڼوال د جرمونو پړه پر ټولو افغانانو مه ور اچوئ

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۷ GMT+۰
امریکايي سناتوران: د لکڼوال د جرمونو پړه پر ټولو افغانانو مه ور اچوئ
100%

څلورو امریکایي ډېموکراتو سناتورانو د ټرمپ له حکومت او د دې هېواد له خلکو غوښتي، چې د رحمان‌الله لکڼوال د کړنې له امله ټول افغان کډوال ملامت ونه ګڼي. هغوی لیکلي، چې په امریکا کې مېشتو افغانو ټولنو دغه برید غندلی دی.

دغه خبرپاڼه ډېموکرات سناتورانو جین شاهین، کریس کونز، ایمي کولبچار او انډي کېم د سې شنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۱مه) خپره کړه او په ورته وخت کې یې د افغان کډوالو پر وړاندې د ټرمپ د حکومت د سختو اقداماتو د زیاتېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

هغوی وویل: «موږ د هر ډول هڅې مخالف یو، چې ټول افغانان ګناهکار وښيي یا د هغو کسانو خدمت او قربانۍ کم ارزښته وښيي، چې د امریکا د سرتېرو او کارکوونکو سره په افغانستان کې کار کړی دی.»

په دې خبرپاڼه کې راغلي، چې «په ټوله امریکا کې افغانانو دغه بې‌ معنا یرغلګر عمل غندلی دی» او د امریکا د دې فرصت څخه مننه کوي، چې دوی ته یې د نوي ژوند زمینه برابره کړې ده.

د ولسمشر په ګډون امریکایي چارواکو افغان کډوال د افراطیت او د امریکا فرهنګ پر وړاندې په کرکې تورن کړي او د دې هېواد د ملي امنیت لپاره یې ګواښ بللي دي.

له همدې امله د امریکا حکومت د افغانانو د کډوالۍ د غوښتنې پر منلو بندیز لګولی او امر یې کړی، چې د هغو کډوالو دوسیې وڅېړل شي چې د بایډن په دوره کې امریکا ته لېږدول شوي دي.

امریکایي چارواکو ویلي، هغه افغانان چې د ملي امنیت لپاره ګواښ وګڼل شي، له امریکا څخه به واېستل شي.

ډېموکرات سناتورانو د هغو افغان کډوالو د امنیتي سابقې د ارزونې ملاتړ کړی، چې د کابل له سقوط وروسته امریکا ته لېږدول شوي، خو ویلي یې دي چې حکومت باید خپله هغه ژمنه چې د افغانستان د پخوانیو همکارانو سره د پناه ورکولو په اړه کړې، تر پښو لاندې نه کړي.

هغوی خبرداری ورکړی، چې دا کار به امریکا په نورو برخو کې د سیمه‌ییزو خلکو سره د همکارۍ فرصتونه کم کړي او متحده ایالات به د یوه باوري ملګري په توګه ونه ګڼل شي.

محمد عمر داوودزی: هر هغه څه چې د ملي یووالي خلاف وي، باید ترې ډډه وشي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۰۰:۰۳ GMT+۰
محمد عمر داوودزی: هر هغه څه چې د ملي یووالي خلاف وي، باید ترې ډډه وشي
100%

په ټولنیزو رسنیو کې د هویت پر سر د بحثونو له زیاتېدو وروسته د افغانستان د پخواني حکومت د کورنیو چارو وزیر محمد عمر داوودزي پر ملي یووالي ټینګار کړی او وايي، دغه ډول بحثونه دې د افغانستان د جغرافيې له ترلاسه کولو وروسته وشي او هر هغه څه چې د ملي یووالي خلاف وي، باید ترې ډډه وشي.

عمر داوودزي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ویلي، چې د قومي بحثونو پرځای دې له اوسني ناورین څخه د افغانستان وتلو ته لومړیتوب ورکړل شي او د افغانستان سیاسیون باید د ملي یووالي لپاره اغېزمن ګامونه‌ پورته کړي.
نوموړي د تېر جمهوري نظام د ولسمشرۍ ماڼۍ د لومړي مرستیال امرالله صالح په ګډون د ملي یووالي لپاره غږ پورته کولو کې د ځینو سیاسي مشرانو له دریځ څخه ستاینه کړې ده او زیاته کړې یې ده:«افغان بودن او نه بودن دا یو ملي بحث دی او هر څوک حق لري، چې په دې اړه خبرې وکړي. زه وایم چې لومړی د افغان په نوم جغرافیه راخپله کړئ او بیا دا ډول بحثونو ته دوام ورکړئ.»
ښاغلي داوودزي د ځینو کسانو له خوا له افغانیت څخه د انکار په غبرګون ویلي، چې د یادو بحثونو پر ځای دې د افغانستاان اوسنیو ستونزو ته لومړیتوب ورکړل شي.
داوودزي زیاته کړه: «ځیني دوستان چې وايي، موږ افغانان نه یوو، دوی له هېواده بهر دي، خو دا باید لومړیتوب و نه اوسي، لومړی باید د خپلې خاورې څښتنان شو بیا به د نوم په اړه غور او خبرې وشي. لومړیتوب دې زده کړو، کار، ازادۍ او نورو مسایلو ته ورکړل شي.»
عمر داوودزي ویلي، چې په اوسنیو حالاتو کې هر هغه کار چې د ملي یووالي خلاف وي، باید ترې ډډه وشي. هغه زیاتوي: «مثلاً د افغانستان هغو ملي او ټولنیزو مسایلو ته لمن وهل او لومړیتوب ورکولو پر ځای دې د حاد مسایلو ته لومړیتوب ورکړل شي چې موږ اوس ورسره مخ یوو.»
نوموړی د یوه لوی سیاسي چتر لاندې راټولېدل د بې اتفاقۍ، قومي او هویتي مسایلو د حل او ژغورلو غوره لاره ګڼي.
داوودزي وايي: «دا چتر باید ټولګډونه وي او دا چې څوک یې رهبري کوي، پرېکړه یې په ملت پورې اړه لري. زه پر جمهوریت باور لرم او تل مې ویلي، چې راتلونکې حل لاره درېیم جمهوریت دی. درېیم جمهوریت چې یادونه یې کوم، له دویم جمهوریت څخه به متفاوت وي، خو درېیم جمهوریت باید ولس تعریف کړي، سیاسي ډلې یې باید تعریف کړي او د دې لپاره موږ باید زمینه برابره کړو. همدا دلیل دی چې په یوه ازاده فضا کې بحث وشي او ورته یو ملي حل لاره پیدا شي.»

نوموړي خبردای ورکړی او وايي، که افغانان تر یو چتر لاندې راتول نه شي، ښايي اوسنی حاکمیت او له ګاونډیو هېوادونو سره بدي اړیکې دوام وکړي او نړۍ به موږ نور هم منزوي کړي.
عمر داوودزي د خپلو خبرو پرمهال د افغانستان د تجزیې په اړه د پخواني ولسمشر اشرف غني وروستۍ اندېښنې ته په اشاره ویلي، چې د افغانستان لپاره د تجزيې کوم ګواښ شتون نه لري، خو د افغانانو ترمنځ د فکري لرېوالي او د ټول منلي رهبرۍ نشتون د ستونزو شتون تاییدوي.
داوودزي زیاته کړې: «که د تجزيي ګواښ شتون لرلی ډېر پخوا به تجزیه شوی وای، خو ډېرې نورې ستونزې شتون لري. موږ فکري ستونزه لرو، د میکانیزم ستونزه لرو، د رهبرۍ ستونزه لرو داسې رهبري چې ولس ښې لوري ته رهبري کړي. د فکري تجزيي او لرېوالي د مخنیوي لپاره د دې وخت رارسېدلی دی، چې د ملي خبرو اترو لپاره په شدت کار وشي.»
ښاغلي داوودزي ویلي، چې په افغانستان کې دننه افغانان محدود او ځواک یې کم دی، خو له هېواده بهر افغانان د ازادۍ په لرلو سره کولی شي، چې په یوې سالمې لارې سره اقدام وکړي او افغانستان له اوسني ناورین څخه راوباسي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د «زه افغان نه‌یم» کمپاین په دې وروستیو کې زور اخیستی او دا کمپاین هغه وخت پیل شو، چې یوه افغان د امریکا په پلازمېنه واشنګټن ډي‌سي کې د ملي ګارډ پر سرتېرو وسله‌وال برید وکړ او په دغه برید کې یوه سرتېرې ووژل شوه.
دغې پېښې د افغانانو په منځ کې د هویت بحث راوپاراوه او ورسره یو شمېر کسانو «زه افغان نه‌یم» کمپاین پیل کړ، خو د یو شمېر سیاستوالو په ګډون ډېریو افغانانو له دغه کمپاین سره مخالفت څرګند کړ او د «زه افغان یم» ټرېنډ یې جوړ کړ او دغه ټرېنډ ته یې په خپلو خواله رسنیو کې په پښتو، دري او انګلیسي ژبو زور ورکړ.
له دې سره سم، یو شمېر افغانانو د یاد کمپاین په غبرګون کې ویلي، هغه کسان چې ځانونه «افغان» نه‌بولي، د دې حق نه‌لري چې د افغانستان له تذکرې او پاسپورټ څخه استفاده وکړي.
د تېر جمهوري نظام کې د اساسي قانون په څلورمه ماده کې راغلي: «په افغانستان كې ملي حاكميت په ملت پورې اړه لري چې په مستقيم ډول يې په خپله يا يې د خپلو استازو له لارې عملي كوي. د افغانستان ملت عبارت دی له هغو ټولو افرادو څخه چې د افغانستان تابعيت ولري. د افغانستان ملت له پښتون، تاجك، هزاره، ازبك، تركمن، بلوڅ، پشه يې، نورستاني، ايماق، عرب، قرغيز، قزلباش، ګوجر، براهوي او نورو قومونو څخه جوړ دى. د افغان كلمه د افغانستان د ملت پر هر فرد اطلاق كېږي.»