• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د دوحې نړیوال فورم کې د افغانستان او مرکزي او سویلي اسیا پر ثبات بحث کیږي

۱۲ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۳ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۱۱ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۷ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۸ GMT+۰

د روانې میاشتې پر ۶مه نېټه د دوحې نړیوال فورم کې د افغانستان، سویلي اسیا او امنځنۍ اسیا پر وضعیت، ثبات او سیمه ییزو همکاریو خبرې کیږي. په دې بحث کې د افغانستان او سیمې پر سوداګرۍ او د همکارۍ پر فرصتونو او امنیتي ننګونو هم خبرې کیږي.

تمه ده چې د قطر په دوحه فورم کې لسګونه نړیوال مشران، وزیران، د نړیوالو سازمانونو استازي او د سیاست او امنیت مخکښ شنونکي ګډون وکړي.

د فورم سږنی محور د نړیوالو شخړو زیاتوالی، د منځګړیتوب نوې لارې، اقتصادي سیالۍ، او د نړیوال نظم د بدلون مدیریت بلل شوی دی.

د پرانیستې ورځې په لومړیو ناستو کې د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن ال ثاني، د اروپایي کمېسیون مرستیاله کایا کالاس، د هسپانیا او ترکیې د بهرنیو چارو وزیران، او دسي این این مشهوره خبرياله کریستین امانپور خبرې کوي.

د افغانستان وضعیت به د فورم په یوې ځانګړې ناستې کې وڅېړل شي چې د ترمذ ډیالوګ په شراکت جوړېږي او په دې کې د سیمې اقتصادي، سوداګریزې او د بشري همکارۍ لارې چارې څیړل کېږي.

د افغانستان په اړه غونډه د مرکزي او جنوبي اسیا پر ثبات تمرکز کوي او هدف یې دا دی چې له کلونو ناکامو پوځي مداخلو وروسته، د افغانستان لپاره نوې اقتصادي او د سیمه‌ییزې همکارۍ لارې چارې وموندل شي.

ټاکل شوې په دې ناسته کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز رییس عبدالحی قانت هم د نورو برخه والو ترڅنګ وینا وکړي.

په دې بحث کې به د افغانانو او د سیمې د چارواکو ترمنځ تجارتي او د همکارۍ فرصتونه، د بشري مرستو کمښت، د امنیتي ننګونو مخنیوی او د افغانستان اقتصادي بیا رغونه مطرح شي.

په لومړۍ ورځ یوه مهمه ناسته د اوکراین جګړې د اوربند د احتمالي لارو چارو لپاره ځانګړې شوې ده، چې د امریکا، اروپایي ټولنې، چین او اوکراین لوړپوړي استازي به پکې ګډون وکړي. تمه ده دا بحث د امنیتي ضمانتونو، د خبرو اترو د پیل شرایطو او د جګړې د پای لپاره د عملي نقشو ارزونه وکړي.

یو بل بحث چې د نړیوال بحران ډلې په شراکت جوړېږي، د غزې د وروستیو پېښو، د سیمې د هېوادونو پر رول، او د پالیسۍ پر بدلونونو تمرکز کوي. د اردن، ناروې، هسپانیا او سعودي عربستان لوړپوړي چارواکي به پکې ګډون کوي.

د کوینسي انسټیټیوټ په ملګرتیا د یوې بلې ناستې تمرکز د ایران او اسراییل ترمنځ له جګړې وروسته پر سیمه‌ییز امنیتي چاپېریال دی، چې د خلیج همکارۍ شورا سرمنشي، محمد جواد ظریف او نور متخصصین به پکې خبرې وکړي.

د غونډې یوه بله برخه به دبریکس او خلیج هېوادونو ترمنځ د اړیکو د نوې مرحلې په اړه وي، په ځانګړي ډول د تازه غړیتوب، د بدیلو مالي سیستمونو، انرژي بدلون او تکنالوژیکې همکارۍ برخو کې.

په لومړۍ ورځ د کډوالۍ مدیریت او اقتصادي ادغام په اړه هم ځانګړې علمي ناسته جوړېږي چې د ختیځې مدیترانې د هېوادونو تجربې به پکې شریکې شي.

د فورم په دویمه ورځ به د ملګرو ملتونو د عمومي مجمع د پخوانیو رییسانو شورا، د نړیوالو رسنیو د خپلواکۍ، اسلام‌وېرونې او یهود ضد‌تعصب پر ضد د ګراناډا اعلامیې بحثونه او د هیلري کلنټن ځانګړې مرکه ترسره شي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۴

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

۵
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي