د پاکستان تکراري غوښتنه؛ طالبان دې په خپله خاوره کې د ترهګرو پر ضد اقدام وکړي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې تر هغه به له افغانستان سره سوداګري تړلې پاتې وي ترڅو چې طالبان د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد د کارېدو مخنوی وکړي.
طاهر انداربي زیاتوي، چې دوی پرېکړه کړې، چې یوازې د بشري مرستو لپاره لارې پرانیزي.
د پاکستان بهرنیو چار وزارت ویاند طاهر انداربي نن جمعه، د لیندۍ ۱۴مه په اسلام اباد کې یوې خبري ناستې ته وویل، چې دغه هېواد د افغانستان د خلکو لپاره مثبت دی نو ځکه د بشري مرستو لپاره پوله پرانیزي.
طاهر انداربي په خپلو څرګندونو کې وویل:« له افغانستان سره سرحدي لارې به د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره تړلې وي تر هغه چې طالبان د پاکستان پر وړاندې د افغان خاورې د کارېدو مخنوی وکړي.»
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په دې خبري ناسته کې په سعودي عربستان کې ددې هېواد په منځګویتوب د طالبانو او پاکستان ترمنځ د خبرو اترو به اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کړې ده.
د طالبانو مرکزي ویاند یو ځل بیا ټینګار کړی چې له پاکستان سره مهمې سوداګریزې او ترانزیټي لارې یوازې هغه وخت پرانیزي، چې له اسلام اباده قوي ډاډ ترلاسه شي چې د سیاسي یا اقتصادي فشار د وسیلې په توګه به دا لارې بیا نه تړي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تېره ورځ اعلان وکړ، چې د پاکستان له خوا د سیاسي او اقتصادي فشار په توګه د سوداګریزو لارو بندولو ددواړو خواوو ولسونو ته درانه زیانونه واړول، خو سره له دې افغانستان توانېدلی د سیمې له نورو هیوادونو خپل واردات پوره کړي.
پاکستان د اقتصادي او امنیتي فشارونو له امله په تیرو کلونو کې وخت په وخت لارې تړلي، خو طالبان ټینګار کوي چې د دوه اړخیزې سوداګرۍ ثبات یوازې د اسلام اباد د باوري ژمنو له لارې ممکن دی.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزې لارې له تېرو دوو میاشتو راهیسې بندې دي او طالبانو په دې وروستیو کې سوداګرو ته امر کړی، چې نورې بدیلې لارې ولټوي.
د طالبانو د ادارې چارواکو د نویو بدیلو لپاره د منځنۍ اسیا هېوادونو، ایران او هند ته مخه کړې او ددې ډلې د بهرنیو چارو وزیر د چارشنبې په ورځ وویل، چې د لارو تړل کېدو د افغانستان پر بازار هیڅ منفي اغیز نه دی کړی.
په اسلاماباد کې د افغانستان د مخکېني جمهوري نظام سفیر نجیبالله عليخېل ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ رامنځته شوی سیاسي او سوداګریز کړکېچ په نږدې راتلونکي کې د حل وړ نه ښکاري. هغه وایي، د دواړه خواوو ترمنځ به فشارونه او لفظي شخړې تر ډېره دوام وکړي.
نوموړي پر اېکس پاڼه په یوې لیکنه کې زیاته کړې، پاکستان لا هم د سیمې په کچه سیاسي محوره یا «جیو اېکونومېک» تګلاره مخته وړي او له اقتصادي محوره یا «جیو اېکونومېک» تګلارې سره چندان لېوالتیا نهلري.
دغه مخکېنی سفیر وایي، پاکستان له افغانستان سره په سوداګریزه برخه کې هم تل سیاسي چلند کړی او په مستقیمه توګه یې سوداګري تر سیاسي اغېزو لاندې راوستې. هغه زیاته کړې، افغانستان بدیلو سوداګریزو لارو ته سخته اړتیا لري. عليخېل لیکي: « د ایران بندر عباس او چابهار مرکزي اسیا او هم په راتلونکې کې د لاجورد لار او د واخان دهلېز مهمې لارې دي. خو له دغه مسیرونو لازمه ګټه اخیستل به هم وخت ته اړتیا ولري او هم له ځینو ننګونو سره مخ دي».
د نوموړي په وینا؛ د امریکا له لوري پر چابهار تحریمونه په ډاګه کوي، چې د افغان سوداګرۍ لپاره دغه مسیر په اوږد مهال کې چندان د ډاډ وړ نهدی. هغه وړاندې زیاتوي: «ښایي ایران هم د افغانستان شرایطو او احتیاج ته په کتو، په راتلونکې کې د اوبو او نورو مسایلو په هکله، ځینې نوې غوښتنې مطرح کړي».
دغه مخکېنی افغان سفیر په تاجکستان کې د چینایي وګړو وژنې ته په اشارې سره وایي، د سیمې امنیتي حالت لا هم د ډاډ وړ نهدی او دغه ډول پېښې به د افغانستان پر مسایلو اغېزې ولري او ښايي نوې ننګوونې رامنځته کړي. د دغه پخواني چارواکي اندېښنې داسې مهال دي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو او اسلاماباد ترمنځ سیاسي کړکېچ خپل اوج ته رسېدلی دی.
دواړو لوریو پر ډیورنډ کرښه دروازې تړلې او هر ډول سوداګریزې راکړې ورکړې یې هم سره بندې کړې دي. هممهاله پاکستان د افغان کډوالو اېستلو تګلاره غوره کړې او په نړۍوالو ناستو کې یې پر کابل واکمن طالبان تورن کړي، چې د «ټيټيپي» په ګډون یې د دوی ضد وسلهوالو ډلو ته پناه ځایونه ورکړي دي.
د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی ځانګړی استازی اصف درانی وایي، پاکستان له افغانستان سره ځانګړې اړیکې لري او دا اړیکې په کابل کې حکومتونو ته له پام پرته پالل کیږي.نوموړي زیاته کړې: «تجربو ښودلې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ روانې شخړې ښايي اوږد مهاله نهوي.»
اصف دراني د پنجشنبې په ورځ (د لیندۍ ۱۳مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګري او د خلکو تګ راتګ بیا پیل شي.نوموړي ویلي، د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته یو ولس دی او د حکومتونو ادلون او بدلون پرې اغیز نهکوي.
دراني ټینګار کړی: «دواړو غاړو ته ولسونه یو له بل سره مینه لري، دا اړیکې باید په راتلونکي کې د قوي دلیل لپاره پاتې شي.»
په پاکستان کې د ناامنۍ له زیاتېدو وروسته د کابل او اسلام اباد اړیکې ترینګلې شوې او له شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د سوداګرۍ ترڅنګ د خلکو پر مخ هم د تګ راتګ لارې بندې دي.
طالبانو له افغان سوداګرو وغوښتل، چې له پاکستان سره سوداګرۍ پای ته ورسوي او دوی ورته بدیلي لارې پيدا کوي.
پاکستان بیا په خپل هېواد کې د ناامنی د کابو کولو لپاره له افغان طالبانو د مرستې غوښتنه کړې او ټينګار یې کړی، چې افغان طالبان دې د ټيټيپي پر وړاندې سخت دريځ غوره کړي.
خو طالبان بیا دا مسله د پاکستان خپل منځي ستونزه یادوي او د نه مداخلې خبره کوي.
پخوانی ایرانی ډېپلوماټ او سیمهییز تحلیلګر سید رسول موسوي وايي چې د افغانستان او پاکستان درېیمه دوره مذاکرات، که بریالي شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاوتریخوالي مدیریت او د «ټيټيپي» د فعالیتونو کنټرول ممکن کوي.وایي، د شخړو بشپړ حل اوږدمهاله خبرو او قوي سیاسي ارادې ته اړتیا لري.
سید رسول موسوي په خپل تحلیل کې وايي: «ريښتنی حلوفصل یوازې په محدودو مذاکراتو نه راځي؛ د دواړو هېوادونو لپاره اړینه ده چې اوږدمهاله، ژورې او د باور پر بنسټ خبرې وکړي».
هغه ټینګار کوي چې د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو مخنیوی یو مهم ګام دی، خو دډيورنډ کرښې، امنیت، نفوذ سیمهییزه، او د اوبو شخړې تر دې ساده مسلو ډېر ژورې او پېچلې دي.
پاکستان دعوه لري چې طالبانو د تحریک طالبان پاکستان ډلې ته په افغانستان کې ځای ورکړی او له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه پلانوي.
طالبانو بیا د تحریک طالبان پاکستان حضور په افغانستان کې رد کړی او دا مساله د پاکستان داخلي موضوع ګڼي، خو وايي چمتو دي چې د پاکستان حکومت او مخالفینو ترمنځ د سولې رامنځته کولو لپاره همکاري وکړي.
په ټولیزه توګه، د سیمې کارپوهان باور لري چې حتی که مذاکرات بریالي هم شي، نو یوازې د شخړو مدیریت ممکن دی، او د دواړو هېوادونو د ژورو اختلافاتو حل لا هم وخت او د پیاوړې سیاسي ارادې غوښتنه لري.
د عاطف مشعل په باور، د داسې کړنو له لارې هڅه کېږي چې چین او تاجکستان د افغانستان په اړه په مصنوعي شک او ناسمو برداشتونو کې راګیر کړي او سیمه د بېباورۍ پر لوري سوق کړي او زیاتوي: «بدخشان د افغانستان د جغرافیې او هویت مهم رکن دی او افغانان به هېڅکله اجازه ورنهکړي چې دا سیمه د جیوپولیټیکي لوبو یا د تکفیري افراطیت د انتقال د لارو په توګه وکارول شي.»
د مشعل په باور، د چترال- بدخشان احتمالي دهلېز او هغه تحرکات د پاکستان له لوري د سختدریځو داعیشیانو او ځینو ځانمنسوبو «مقاومت» کړیو د نفوذ لپاره تعقیبېږي او په وینا یې، دغه خوځښتونه د سیمې لپاره د اندېښنې څرګند زنګ دی او چین، منځنۍ اسیا او روسیه هم اغېزمنوي.
هغه زیاتوي: «پاکستانی نظامي رژیم په نوي نړۍوال نظم کې د راولاړېدونکو منطقوي واقعیتونو پرځای لا هم د نفوذ او تهدید زړې نقشې تعقیبوي، چې نه یوازې د دوی پر ظرفیت دروند فشار دی، بلکې د سیمې د زغملو وړ هم نه ښکاري.» او په وینا یې، نوی منطقوي نظم د اتصال، ټرانزیټ او اقتصادي همکاریو پر بنسټ ولاړ دی او د ثبات دوام د همدې اصولو غوښتنه کوي.
نوموړي همداراز څرګنده کړې، چې افغانستان، چین خپل تاریخي او د باور وړ شریک ګڼي او باوري دی چې د سیمې امنیت د متقابل اعتماد، همغږۍ او واقعبینانه همکاریو پایله ده. افغانستان د بېثباتۍ هره هڅه ردوي او د سیمهییزو شریکانو ترمنځ د همغږۍ پیاوړتیا ته ژمن دی او همداراز سیمهيیز ثبات کې خپلې ملي ګټې ویني.