په راپور کې راغلي چې افغان کروندګرو د خپلو محصولاتو اصلي بازار پاکستان له لاسه ورکړی دی. عبدالله خان، چې درې باغونه یې په پور نیولي، وایي اوس اړ دی چې محصولات د افغانستان ښارونو ته په ټیټه بیه واستوي. هغه اندېښنه لري چې څه ډول به د ۹۹۱زره افغانیو (نږدې ۱۵زره ډالرو) پور ادا کړي.
نوموړي ویلي: «موږ ګاونډیان یو، ژبه مو یو، کلتور مو یو، خو هر ځل چې د دولتونو ترمنځ ستونزې پیدا شي، زیان یې موږ وینو.»
بل خوا په پېښور کې هغه لوی مارکېټ چې پخوا په زرګونو افغان دوکاندارانو او لاسي خرڅوونکو پکې فعالیت درلود، اوس یې د پلور او پېر اندازه نیمایي ته راکښته شوې ده. بازار دومره تش شوی چې پېرودونکي پرته له ګڼې ګوڼې ګرځېدای شي.
نیویارک ټایمز وایي چې په ۲۰۲۴کال کې د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ ارزښت ۱۳۲.۲۶میلیارده افغانۍ (شاوخوا ۲میلیارده ډالر) و.
پاکستان د خپل ستر نفوس او د سمندر له لارې د افغانستان د وصل نقطې په توګه، د افغانستان اقتصاد ته خورا مهم پاتې شوی دی.
تر مني وړاندې، د افغانستان ۴۰ سلنه صادرات پاکستان ته وو، افغانستان پاکستان ته د ډبرو سکرو په لېږلو سره په بدل کې سمنټ او درمل اخیستل، خو د تلې له ۱۹مې راهیسې سلګونه لارۍ او کانتینر د ډیورند کرښې هغې غاړې ته ولاړ دي او د تګ اجازه نه لري.
د عبدالوکیل په نوم یوه افغان موټرچلوونکي، په تورخم کې نیویارک ټایمز ته ویلي:«کله چې موږ دلته ودرول شوو، لا منی و؛ اوس د ژمي په درشل کې یو.»
موټرچلوونکي وايي، د غلا له ویرې شپه په وېره تېروي، ځکه غله د هغوی د موټرو د بیټرۍ د غلا هڅې کوي.
پاکستانۍ اقتصادي څېړونکې عظمیه چیمه وايي: « داسې نه ښکاري چې طالبان به له پاکستان سره اړیکې ژر ښې کړي، او د پاکستان پوځ هم د شاتګ لپاره کومه نښه نه ښيي. هیڅ روښانه لوری نه لیدل کېږي.»
اقتصادپوهان وایي چې دا سوداګریز جنجال دواړو لوریو ته د سخت زیان سبب شوی.
په پاکستان کې د فقر کچه ۲۵ سلنې ته رسېدلې، چې دا په نږدې یوه لسیزه کې تر ټولو لوړه کچه ده.
له بلې خوا افغان سوداګر، له پاکستان څخه د شړلو له وېرې، له پاکستاني بانکونو څخه خپلې پانګې باسي، او پاکستاني شریکان هم په ګډ کار کې احتیاط کوي.