• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له زندان څخه تر نړۍوالې جایزې؛ مطیع‌الله ویسا د قطر له امیر څخه نړۍواله جایزه ترلاسه کړه

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۵۷ GMT+۰

د «قلم لار بنسټ» مشر او د نجونو د زده‌کړو پلوی او فعال مطیع‌الله ویسا چې د نجونو د زده‌کړو پلویتوب له امله د طالبانو له لوري بندي شوی و، تازه یې د قطر د امیر له‌خوا نړۍواله جایزه ترلاسه کړه. دغه جایزه «د فساد ضد او نوښتګر ځوان» د سرو زرو جایزه ده او مادي مرسته هم لري.

د «قلم لار بنسټ» مشر او د نجونو د زده‌کړو فعال مطیع الله ویسا چې څه موده مخکې د نجونو د زده‌کړو په تړاو د فعالیتونو له امله د طالبانو له لوري نیول شوی و او له ډېرې مودې وروسته بیا خوشې شو، د یکشنبې په ورځ په قطر کې د «شیخ تمیم بن حمد ال‌ثاني د فساد ضد نړۍواله جایزه» ترلاسه کړه.

مطیع‌الله ویسا وايي، دغه جایزه له سرو زرو جوړه ده او ورسره مادي امتیازات هم ورکړل شوي دي.

د شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د فساد ضد نړۍوالې جایزې نهم پړاو مراسم د یکشنبې په ورځ (د لیندۍ ۲۳مه) د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو ضد ادارې په همکارۍ په دوحه کې ترسره شول.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال‌ ثاني په بېلابېلو ګټګوریو کې ګټونکو ته جایزې ورکړې.

د قطر امیر د جایزو د ورکړې پرمهال وویل: «له فساد سره مبارزه یو نړۍوال مسوولیت دی چې د نړۍوالو سازمانونو هڅو او د ژمنو اشخاصو نوښتونو ته اړتیا لري.»

مطیع‌الله ویسا له کلونو راهیسې په افغانستان کې د پوهنې او په ځانګړي توګه د نجونو د زده‌کړو په برخه کې فعالیت لري او د همدې فعالیتونو له امله د ۱۴۰۲ کال په وري میاشت کې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا ونیول شو او تر ۲۱۵ شپو او ورځو زنداني کېدو وروسته بېرته خوشې شو.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان کې نجونې له څه باندې څلورو کلونو راهیسې له شپږم ټولګي پورته د هېڅ ډول زده‌کړو د دوام اجازه نه‌لري او په دې برخو کې پر طالبانو د نړۍوالو فشارونو هم تر اوسه څه ګټه نه‌ده کړې.

ترویج لرونکی

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟
۱
معلومات او ټېکنالوژي

ایا غواړئ چې د عمر له ډېرېدو سره ځوان پاتې شئ؟

۲

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۳

روسی چارواکی: په کابل کې به د روسیې د ولسي ډیپلوماسۍ مرکز جوړ شي

۴

طالبانو د هبت‌الله تر توشیح وروسته د زوجینو د تفریق اصولنامه په رسمي جریده کې خپره کړې

۵

ملا شیرین د کندهار د ولسوالیو له امنیه قوماندانانو سره د نشه‌يي توکو په تړاو ناسته کړې

•
•
•

نور کیسې

احمدالله بدر: د هبت‌الله فرمان که زموږ په خوښه وي که نه، اطاعت یې پر موږ واجب دی

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۲۱:۳۱ GMT+۰

د حکومتولۍ د څرنګوالي په تړاو د طالبانو د کورنیو چارو وزیر له تُوندو څرګندونو وروسته ډېری طالب چارواکو له هبت‌الله اخوندزاده پر اطاعت کولو ټينګار کړی دی. د پنجشېر لپاره د طالبانو امنیه قومندان هم ویلي، د هبت‌الله فرمان که په خوښۍ کې وي او که هم په ناخوښۍ کې، اطاعت یې واجب دی.

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د تېرې جمعې په ورځ په خوست ولایت کې په یوه جومات کې د وینا پر مهال د وېرې او زور پر واکمنۍ نیوکه وکړه او ویې ویل:«هغه حکومتونه چې ولس وېروي، هغه حکومت نه‌دی.»

له دغو څرګندونو وروسته ډېریو طالب چارواکو د هبت‌الله اخوندزاده پر اطاعت کولو ټينګار کړی او په ډاګه یې ویلي، چې دوی یو «امیر» لري.

تازه د پنجشېر لپاره د طالبانو امنیه قومندان احمدالله بدر ویلي، د هبت‌الله اخوندزاده احکام او فرمان که په خوښۍ وي او که ناخوښۍ پر ټولو یې اطاعت کول واجب دي.

احمدالله بدر ویلي: «ځينې وخت داسې احکام یا فرمان راځي چې هغه به زما له طبیعت سره مخالف وي، نو زه باید خپل طبیعت پر هغه بالا نه‌کړم، دا که هرې ادارې ته راځي، موږ ته په سر سترګو قبول ده او موږ ته د هغه د امر منل واجب دي.»

شنونکي پر دې باور دي، چې دغه ډول څرګندونې د طالب چارواکو تر منځ د نظر د بېلوالي ښکارندويي کوي او ځينې په نرمۍ سره د حکومتولۍ پلویان دي او ځينې یې بیا سخت‌دریځي خپله کړنلاره ګرځولې ده.

د پاکستان د عالمانو شورا د طالبانو له وروستۍ پرېکړې هر کلی وکړ

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۸:۵۷ GMT+۰

د پاکستان د عالمانو شورا مشر محمد طاهر محمود اشرفي د طالبانو له هغه پرېکړې هرکلی کړی، چې هېڅ افغان باید له هېواد څخه بهر په جګړو کې برخه وانخلي.

د طالبانو نږدې زرو دیني عالمانو د لیندۍ پر نولسمه په کابل کې په یو پرېکړه‌لیک کې ټینګار وکړ، چې هېڅ افغان وګړی باید د هېواد له پولو د باندې په جګړو کې برخه وانخلي.

په پرېکړه‌لیک کې ویل شوي، «طالبان باید د هغو کسانو مخه ونیسي چې د جګړې لپاره له افغانستان نه بهر ته ځي.»

د پاکستان د علماوو د شورا مشر حافظ محمد طاهر محمود اشرفي ویلي دي، چې که څوک د پوځ پر ضد سر پورته کړي، موږ به مقاومت وکړو.

نوموړي په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې که اړتیا پېښه شي، د جهاد په ډګر کې به هم د هېواد د امنیت او ثبات د دفاع لپاره حاضر دي او په دې لاره کې به مدرسې، محراب او منبر هم خپل رول ادا کړي.

طاهر محمود اشرفي وویل، چې د افغانستان د علماوو له‌خوا خپره شوې اعلامیه د دوی د هرکلي وړ ده او اوس د افغان حکومت مسوولیت دی، چې پر دې اعلامیه عمل وکړي.

هغه وویل، چې له افغانستان څخه پاکستان ته د ترهګرۍ اجازه هېچا ته نه‌شي ورکول کېدای او دوی غواړي چې په سیمه کې سوله راشي.

طاهر محمود اشرفي وویل، د هېواد سیاسي ګوندونه دې سره کېني او د هېواد د دفاع، اقتصاد او داخلي ثبات د پیاوړتیا لپاره دې خپلمنځي خبرې وکړي.

هغه وویل: «څوک چې ښکنځلې او سپکې خبرې کوي، هغه نه غواړي چې په هېواد کې سوله راشي. د ټولو فقهي مکتبونو مشایخو دا پرېکړه کړې ده چې تاوتریخوالی د منلو وړ نه‌دی، زموږ هدف دا دی چې هېواد د نظامِ مصطفی (ص) تر منزل پورې ورسول شي.

طاهر محمود اشرفي زیاته کړه، چې د ډي‌جي‌ای‌اېس‌پي‌ار د خبري کنفرانس وروسته پر برید کوونکو کسانو غندنه کوي. نوموړي همدارنګه وویل، چې په هېواد کې به د خلافتِ راشده د نظام په اړه سیمینارونه تنظیم شي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت چارواکی: افغانستان نور د بحران مدیریت لپاره موضوع نه ګڼل کېږي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۶:۳۸ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یو چارواکی وايي، چې نننی افغانستان نور د بحران مدیریت لپاره موضوع نه ګڼل کیږي. ذاکر جلالي ویلي، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د ځانګړو استازو غونډه کې په افغانستان کې د فرصتونو او ظرفیتونو په تړاو د عباس عراقچي ټینګار د ستاینې وړ دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړی چارواکی نن یکشنه، د لیندۍ ۲۴مه په اېکس کې لیکلي، چې د طالبانو حکومت د جیو-اقتصادي موقعیت، ښه نیت او د اقتصاد پر بنسټ بهرني سیاست ته په پام سره، کابل کولی شي د مرکزي اسیا، لویدیزې او سویلي اسیا ترمنځ یو اغیزناک پل شي.

ذاکر جلالي ویلي:«د داسې یوې تګلارې په چوکاټ کې، د سیمې هیوادونه کولی شي د افغانستان د ټرانزیټ، سوداګرۍ او اتصال ظرفیتونو څخه په اغیزناکه توګه ګټه پورته کړي».

جلالي همدراز وايي، چې په تیرو څلورو کلونو کې د افغانستان او د سیمې د هیوادونو ترمنځ د ټرانزیټ، سیمه ییز اتصال، سوداګرۍ اسانتیا او د اقتصادي همکارۍ پراخولو په برخو کې عملي او محسوس ګامونه اخیستل شوي دي، چې دا ښیي د متقابل عمل پر بنسټ چلند او مخ په وړاندې لیدلوری کولی شي ثبات، سوکالۍ او د ګډو سیمه ییزو ګټو د خوندي کولو لامل شي.

نوموړی زیاتوي، چې له افغانستان سره ښکیلتیا باید د فرصتونو، سیمه ییزو واقعیتونو او موجوده ظرفیتونو پر بنسټ وي.

جلالي په دې باور دی، چې افغانستان او سیمه پراخ حقیقي او احتمالي ظرفیتونه لري، چې له هغو څخه په احتیاط سره ګټه اخیستنه کولی شي متقابلې ګټې چمتو کړي او د ټولو خواوو لپاره د دوامداره ګټونکي حالت لپاره لاره هواره کړي.

د یادونې وړ ده، په تهران کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو ځانګړو استازو غونډې په پیل کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وویل چې افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې لپاره یوه ستراتېژیکه او حتمي اړتیا ده.

عباس عراقچي زیاته کړه، چې د افغانستان امنیت «په مستقیم ډول د ټولو ګاونډیو هېوادونو له ګټو سره تړلی دی.

په دې غونډه کې طالبانو ته هم بلنه ورکړل شوې وه، خو دې ډلې له ګډون څخه ډډه وکړه.

د طالبانو د روغتیا وزیر وايي د درملو د وارداتو لپاره بدیلې لارې لټوي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغیتا وزیر ویلي، چې د افغانستان د درملو بازار پر یوه هېواد تکیه نه کوي او د درملو په برخه کې د شته ستونزو د حل او باکیفته درملو لپاره پر بدیلو لارو کار کوي.

د طالبانو د عامې روغیتا وزیر د یکشنبې په ورځ وویل، چې د افغانستان د درملو بازار په یوه هېواد تکیه نه کوي او هڅه کوي د درملو په برخه کې شته ستونزې او د باکیفته درملو لپاره پر بدیلو لارو کار وکړي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د درملو د اتحاديي، شرکتو او عمده پلورونکو له یاد وزیر سره کتلي او د درملو د بییو کنټرول، د احتکار مخنیوي او په بازار کې لوړ کیفیت لرونکو درملو شته والي او مدیریت په اړه خبرې شوې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورالله جلال ویلي:«د افغانستان بازار اوس یواځې په یو ځای نه دی تکیه، نو هڅه کوو چې د درملو برخه کې شته ستونزې حل او د با کیفیته درملو لپاره په بدیلو لارو کار وکړو.»

پر همدغه مهال د درملو د اتحادیې مسوولینو ویلي، چې افغانستان کې په کافي اندازه درمل شته او له هېڅ ډول کمښت سره نه دي مخ شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ له شخړې وروسته، د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګري په پټه دریدلې ده او له پاکستان څخه د درملو په واردولو بندیز لګول شوی دی.

د افغانستان او د افغان - امریکا ګډې سوداګرۍ خونو مشران پر سوداګرۍ غږېدلي

۲۳ لیندۍ ۱۴۰۴ - ۱۴ دسمبر ۲۰۲۵، ۱۴:۱۵ GMT+۰

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس سید کریم هاشمي په بلخ کې د افغان–امریکا ګډې سوداګرۍ خونې له رييس جیفري ګرایکو سره په لیدنه کې د سوداګرۍ پر پراختیا غږېدلی دی. په دې لیدنه کې له بېلابېلو هېوادونو سره د ګډو سوداګریزو خونو پر جوړولو ټینګار شوی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې ویاند جان اقا نوید د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلوېزیون ته ویلي، چې په دې لیدنه کې د یادې خونې مشر د افغان - امریکا ګډې خونې مشر ته وړاندېز کړی، چې د نړیوال او اسیايي بانکونو له لارې د پیسو د انتقال زمینه برابره شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رييس سید کریم هاشمي همداراز د نړیوال بانک او د اسیا پراختیایي بانک له لوري د افغانستان د خصوصي سکتور، په ځانګړې توګه د کوچنيو او منځنیو سوداګریو د ملاتړ په برخه کې د نويو همکاریو یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې دغه مرستې باید د سوداګرۍ خونې په همغږۍ مستحقو متشبثینو او واقعي سوداګرو ته ورسېږي.

په دې لیدنه کې د خصوصي سکتور د بانکي ستونزو، د سوداګرو د پیسو د لېږد او د چابهار بندر د کارونې په اړه هم خبرې شوې، چې د افغان–امریکا ګډې خونې له خوا د هر اړخیزې همکارۍ په تړاو ژمنې شوې دي.

له دې وړاندې هم د افغان ـ امریکا ګډې سوداګرۍ خونې مشر افغانستان ته سفر کړی و او د سوداګرۍ پر پراختیا یې ناستې کړې وې.