طالبان وايي چې ۷۵ ټنه بې کیفته ودانیز توکي یې بېرته ایران ته ګرځولي

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۷۵ ټنه پروفیل(سي چینل) چې د یادې ادارې له معیارونو سره یې سمون نه درلود، بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.

د طالبانو د معیار او کیفیت ادارې ویلي، چې د شیخ ابو نصر فراهي بندر له لارې ۷۵ ټنه پروفیل(سي چینل) چې د یادې ادارې له معیارونو سره یې سمون نه درلود، بېرته ایران ته ګرځول شوي دي.
د طالبانو معیار او کیفیت ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د افغانستان بازارونو ته د بې کیفیته توکو د واردولو پروسه په جدي توګه تعقیبوي او یاده پروسه د هېواد په ټولو بندرونو کې پلې کېږي.
طالبانو تر دې وړاندې د ایران په ګډون ځینو نورو هېوادونو ته هم د دوی د معیارونو خلاف د تېلو، ګازو او ودانیزو توکو بار موټر ورګرځولي دي.

د ایران د ریل پټلۍ ادارې د سوداګریزو او ترانسپورټي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي په هرات کې د طالبانو له والي نوراحمد اسلام جار سره د لېدنې پرمهال د فني او عملیاتي همکاریو پراختیا، لا زیاتې همغږۍ او د خواف ـ هرات ریل پټلۍ څخه د «ښې استفادې» په تړاو خبرې کړې دي.
په هرات کې د طالبانو د والي رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ایران د ریل پټلۍ ادارې د سوداګریزو او ترانسپورټي چارو مرستیال مرتضی جعفري په مشرۍ پلاوي په هرات کې د طالبانو له والي نوراحمد اسلام جار سره کتلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې مرتضی جعفري په هرات کې د طالبانو له والي سره د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د اسانه کارونې او د څارنې پروسې په اړه د خپل کاري راپور په اړه معلومات شریک کړي او په هرات کې یې د طالبانو له سیمه ییزې ادارې څخه د خپلو کاري پلانونو په پلي کولو او د هرات ـ خواف ریل پټلۍ د کارولو د اسانتیا په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده.
اسلام جار د هرات ـ خواف ریل پټلۍ په برخه کې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړی او د یادې پټلۍ د غوره کارونې، د توکو د لېږد د حجم زیاتوالي او د ټرانزیټ په برخه کې پر اسانتیاوو یې ټینګار کړی دی.
طالبانو د هرات ـ خواف ریل پټلۍ په برخه کې د کومو مشخصو ستونزو یادونه نه ده کړي، خو تېره اونۍ د طالبانو ټولګلټو وزارت ویلي و، چې د خواف–هرات له لارې ۱۴۰۸۲ ټنه انتقالات شوي.
د هرات-خواف رېل پټلۍ د ایران د رېل شبکې د افغانستان له لوېدیځ سره نښلوي او د سیمې په ټرانزیټي اړیکو کې مهم رول لري. دا مسیر د ختیځ ـ لوېدیځ د ټرانزیټي دهلېز برخه ده چې د چین، قرغیزستان، تاجکستان، افغانستان، ایران، ترکیې او اروپا ترمنځ اړیکه برابروي.
د طالبانو د والي دفتر د « ښې کارونې» په تړاو نور وضاحت نه دی ور کړی.

باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د دوو اونیو له تېرېدو سره سره، تر اوسه د دارالامان د افشار هېڅ یو معترض نه دی خوشې شوی. د سرچینو په وینا، د طالبانو د عدلیې وزیر د سید سکندر پروېزي په نامه هغه قومي مشر هم نیولی چې د معترضانو د خوشې کېدو لپاره یې هڅې کولې.
لږ تر لږه دوو سرچینو د چارشنبې په ورځ، د مرغومي پر درېیمه، افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې سید سکندر پروېزي، چې د دارالامان د افشارو د اوسېدونکو قومي مشر دی، د معترضانو د خلاصون د هڅو پرمهال نیول شوی دی.
د سرچینو په وینا، دغه قومي مشر د دوشنبې په ورځ د طالبانو د عدلیې وزارت ته د منځګړیتوب او د معترضانو د خوشې کېدو لپاره ورغلی و، خو د طالبانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي هغه هم نیولی دی.
سرچینې وایي، له دوو اوونیو تېرېدو سره سره، تر دې دمه د دارالامان افشار ۳۸ اوسېدونکي لا هم په بند کې دي.
دغه کسان د لیندۍ پر۱۹مه، وروسته له هغې ونیول شول چې د عدلیې وزیر د هغې پرېکړې پر ضد یې اعتراض وکړ، چې له مخې یې غوښتل د یوې ښځې مړی، چې دغه وزارت ته نږدې هدیره کې ښخ شوی و، له قبره وباسي.
د طالبانو مامورانو د عدلیې وزیر عبدالحکیم شرعي په امر، د سیمې د خلکو د مړو د ښخولو مخه نیولې ده.
طالبان ادعا کوي چې دا هدیره په شنه ساحه کې موقعیت لري، خو د سیمې اوسېدونکي وایي، دا ځای د پخواني حکومت پر مهال د هدیرې په توګه ثبت شوی و او دوی له څو لسیزو راهیسې خپل مړي په همدې هدیره کې ښخوي.
یوې ځایي سرچینې وویل، چې سید حسن حسیني بلخابي (د جومات ملا)، حیدرعلي حیدر (قومي مشر)، میرویس نجفي (د ګذر وکیل) او نور کسان د شرعي په زندان کې دي.
د راپورونو له مخې، ډېری نیول شوي کسان شیعه مذهبه دي.
د طالبانو د عدلیې وزیر د سیمې د جومات ځمکه هم «امارتي ځمکه» بللې او د ضبط وړ یې ګڼلې ده. خو د سیمې اوسېدونکي وایي، د جومات ځمکه د سیمې د یوه اوسېدونکي له خوا وقف شوې او شرعي قباله لري.
تر دې وړاندې، د کابل د دارالامان د سناتوریم سیمې اوسېدونکو هم د لړم پر۲۸مه ویلي وو چې عبدالحکیم شرعي هغوی په زور له خپلو کورونو ایستلي او کورونه یې خپلو خپلوانو او نږدې کسانو ته سپارلي دي.
د طالبانو د عدلیې وزیر خپله د دارالامان د سناتوریم په سیمه کې ژوند کوي. هغه د افغانستان انټرنشنل د یوه رپوټ په ځواب کې په یوه مرکه ډوله اعلامیه کې وویل، چې که څوک پر ده عارض وي، محکمې ته رجوع کولای شي.

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره په ناسته کې ایران ته د کارګرانو پر قانوني لېږد، د کاري ځواک پر غوره تنظیم او د افغان کډوالو د وضعیت پر ارزونې خبرې کړې او له تهران نه یې افغان کارګرو ته د کاري ضمانت او عادلانه لاسباړې غوښتنه کړې.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت د چارشنبې په ورځ د مرغومي درېیمه وویل، چې ددې ډلې د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري په کابل کې د ایران له سفر علي رضا بیکدلي سره د کتنې پرمهال ویلي، چې ایران دې د افغان کډالو لپاره د قانوني کاري جوازونو په ورکولو کې د اسانتیاوو برابرولو او په ایران کې د افغان کارګرانو د بشري او کاري حقونو د تضمین ترڅنګ، افغان کارکرانو ته عادلانه لاسباړه تامین کړي.
دغه طالب وزیر د ایران له سفیر څخه غوښتنه کړې، چې په ایران کې دې افغان کارګرانو ته د کار خوندي شرایط چمتو شي او د کاري اختلافاتو د حل لپاره دې ګد کمیسیون جوړ شي، چې په ایران کې د مېشتو او نویو تلونکو افغان کارګرو ستونزې حل شي.
د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر زیاته کړې چې طالبان« غواړي له ایران سره په منظم، قانوني او ګټور ډول د مسلکي او په کار پوهو کارګرانو د لېږد، په هغه هېواد کې د هغوی د حقونو خوندي کولو او د مسلکي ظرفیتونو لوړولو په برخه کې تفاهم ته ورسیږي او له هغه هېواد سره د کار د ځواک تبادله وکړي.»
طالبانو ویلي، چې د ایران سفیر د دوامداره همکاریو ډاډ ور کړی او د دواړو هېوادونو ترمنځ د کاري ځواک تبادلي ته یې لېوالتیا ښودلې ده.
ایران افغان کارګرو ته ۲۰۰ زره کاري ویزې اعلان کړې دي او تر دې مهاله شاوخوا ۱۰ زره افغان کارګرو ته دغه ویزې ورکړل شوې او د ۲۰ زره نورو غوښتنلیکونه تر پروسس لاندې دي.
یاد وزارت د علي رضا بیکدلي له قوله ویلي، چې تهران له افغانستان سره د کاري ځواک تبادلي ته لېواله دی او غواړي افغان ماهر کاري ځواک ته د خپل کار په بازار کې د فعالیت زمینه برابره شي.
د ایران سفیر د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزیر ته د ایران د سفر بلنه ورکړې او دواړو لوریو د کاري فرصتونو، د کاري بازارونو پراختیا، د فني او حرفوي زده کړو او کډوالو چارو د تنظیم لپاره د ګډو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې ده.
ایران په دې وروستیو کې ګڼ افغان کډوالو له خپلې خاورې و اېستل، چې یوه ستره برخه پکې ماهر افغان کارګر هم دي.
د ایراني فابریکو د څرګندونو له مخې د افغانانو تر اخراج وروسته تهران په یو شمېر برخو کې د ماهرو کارګرو له کمښت سره مخ دی.

د ډلهییز امنیت تړون سازمان دا رپوټونه رد کړل، چې ګواکې تاجکستان له افغان خاورې د وروستیو وسلهوالو بریدونو د مخنیوي لپاره د بېړنۍ پوځي مرستې غوښتنه کړې ده.
د ډلهییز امنیت تړون سازمان د ډسمبر پر۲۳مه اعلان وکړ، چې تاجکستان د ۲۰۲۵ کال د نومبر د ۲۶ او ۳۰مې نېټې له پېښو وروسته د سازمان له غړو هېڅ ډول بېړنۍ مرسته نه ده غوښتې. سازمان دا راپورونه «ناسم او ګمراه کوونکي» وبلل.
د ډلهییز امنیت تړون سازمان په وینا، د تاجکستان او د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ همکاري د ۲۰۲۴ کال داستانه ښار د ډلهییز امنیت تړون سازمان د امنیت شورا د تصویب شوي ځانګړي بینالدولتي پروګرام پر بنسټ روانه ده.
دغه پروګرام د تاجکستان ـ افغانستان د پولې د امنیت د پیاوړتیا لپاره طرح شوی او له ۲۰۲۵ کال څخه د پنځو کلونو لپاره پلی کیږي.
په همدې چوکاټ کې، تاجکستان د اړتیا وړ وسلو او امنیتي تجهیزاتو یو نوملړ د ډلهییز امنیت تړون سازمان ته سپارلی، چې دا مهال د غړو هېوادونو لهخوا تر ارزونې لاندې دی.
د سازمان سلاکار پاول سرکیسیان تایید کړې چې دا اقدام د منظمو امنیتي همکاریو برخه ده.
د نومبر په پای کې، د افغانستان له خاورې څخه د تاجکستان پر سرحدي سیمو دوه ځله بریدونه وشول، چې په پایله کې یې پنځه چینایي وګړي ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول. وژل شوي کسان د شوکین ایس ایم په نوم د یوې پروژې کارکوونکي وو.
د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان دا بریدونه «پاروونکي او خطرناک» وبلل او خپلو امنیتي ادارو ته یې امر وکړ چې د پولې د خوندیتوب نوې لارې چارې وڅېړي.
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو له ادارې وغوښتل چې د پولې د ثبات لپاره عملي اقدامات وکړي.
تاجکستان له افغانستان سره د منځنۍ اسیا تر ټولو اوږده پوله لري چې شاوخوا ۱۳۴۴ کیلومتره کیږي.
طالبانو تېره اونۍ اعلان وکړ، چې د بدخشان په مرکز فیضاباد کې یې پر چینایي وګړو په بریدونو تورن کسان په نښه کړي او عملیات یې پرې کړي دي. د طالبانو اړوند رسنۍ «المرصاد» وویل، چې یو شکمن بریدګر ژوندی نیول شوی او د لومړنیو پلټنو له مخې برید «له افغانستان څخه بهر» پلان شوی و.
خو تر اوسه د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد او یا هم د دې ډلې د کورنیو چارو او استخباراتو ادارو په رسمي ډول دا معلومات نه دي تایید کړي.
د چینایي وګړو وژل کېدل د تاجکستان او طالبانو دواړو لپاره اندېښمنوونکې مساله ده.
بیجینګ په تاجکستان او افغانستان دواړو کې مهمې زیربنایي او د کانکېندنې پروژې لري او د خپلو وګړو امنیت خپله سره کرښه ګڼي.
سره له دې چې د تاجکستان حکومت او د ډلهییز امنیت تړون سازمان ټینګار کوي، چې دوشنبې مرستې نه دي غوښتې، خو د امنیتي ګواښونو شدت مخ پر زیاتېدو دی.

د روسیې د امنیت شورا مرستیال مشر او پخواني ولسمشر دیمیتري مدویدیف ویلي چې طالبانو روسیې ته هغه مهال هم لږ زیان رسولی، کله چې د ترهګر سازمان په توګه پېژندل کېدل. نوموړي ویلي، طالبان «د هغو عامه جوړښتونو په پرتله چې د لوېدیځ له خوا تمویلېږي او د مسکو د وېش هڅه کوي، کم زیانه دي».
مدویدیف دا څرګندونې د «رودینا» (یا موروطن) مجلې لپاره په یوه تحلیلي مقاله کې کړې دي.
هغه لیکلي: «راځئ رښتیا ووایو: د طالبانو غورځنګ، چې د اوږدې مودې لپاره په تور لېست کې و، روسیې ته د هغو بنسټونو په پرتله ډېر لږ زیان رسولی، چې زموږ د هېواد د له منځه وړلو لپاره د ‘ځپل شویو د ملاتړ’ تر پلمې لاندې فعالیت کوي».
مدویدیف زیاته کړه: «دوی یوازې یو هدف تعقیب کړی دی او هغه د روسیې د څو قومي ولس وېشل دي».
د یادونې وړ ده چې د روان کال په اپرېل میاشت کې د روسیې سترې محکمې د طالبانو پر غورځنګ لګېدلی بندیز وځنډاوه.
طالبان تر دې مخکې د روسیې د ترهګرو سازمانونو په لېست کې شامل وو.
د روسیې او طالبانو ترمنځ په دې وروستیو کې اړیکې رغېدلې او مسکو لومړنی هېواد دی، چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی دی.
له دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین طالبان د خپلو متحدانو په توګه یاد کړي دي.
روسیه طالبان دداعش پر وړاندې په جګړه کې خپل متحدان ګڼي.
