د اکرامالدین سریع ترور؛ د مقاومت جبهه له ایران څخه د جدي او شفافو څېړنو غوښتنه کوي

د مقاومت جبهې د پخواني قومندان جنرال اکرامالدین سریع د ترور په غبرګون کې له ایران څخه وغوښتل، چې دا پېښه په شفاف، جدي او خپلواک ډول وڅېړي.

د مقاومت جبهې د پخواني قومندان جنرال اکرامالدین سریع د ترور په غبرګون کې له ایران څخه وغوښتل، چې دا پېښه په شفاف، جدي او خپلواک ډول وڅېړي.
دغې جبهې د چهارشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې دغه برید «ښکاره جنایت» او «هدفمند ترهګریز اقدام» بللی او د عاملینو پر حسابورکولو یې ټینګار وکړ.
د مقاومت جبهې همداراز ټینګار وکړ، چې دغې پېښې په ایران کې د افغان کډوالو سخته غوسه او اندېښنه رامنځته کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قوماندان او د طالبانو د مخالف جنرال اکرامالدین سریع ترور پراخ غبرګونونو راپارولي دي.
اخوا، پخوانیو چارواکو د اکرامالدین سریع ترور غندلی او د عاملینو د پېژندلو غوښتنه یې کړې ده.

په څه کم څلورو میاشتو کې دا دویم ځل دی چې په ایران کې د طالبانو یو مخالف قوماندان وژل کېږي. د چهارشنبې په ورځ جنرال اکرامالدین سریع په تهران کې خپل کور ته نږدې د مخ پټو وسلهوالو لهخوا ترور شو.
تر دې وړاندې د وږي په میاشت کې اسماعیل خان ته نږدې سیاسياو پوځي څېره معروف غلامي په ډزو وژل شوی و.
د دغو دواړو قومندانانو نږدې کسان طالبان د هغوی د وژنې مسوول ګڼي. هغوی د ایران د حکومت د درنې چوپتیا په سیوري کې د ایران په خاوره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
په تهران کې د افغانستان د پخواني حکومت د یوه لوړپوړي جنرال وژل کېدل په ایران کې مېشتو پخوانیو افغان پوځيانو ته د خطر زنګ دی. طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې پخواني نظامیان نیولي او وژلي او اوس داسې ښکاري، هغه څېرې چې په عملي او احتمالي ډول د دې ډلې لپاره ګواښ بلل کېږي، په هدفمند ډول په نښه کېږي.
ایران چې د پخواني افغان پوځ سلګونو افسرانو او سرتېرو ته یې پناه ورکړې، د هغوی د امنیت خوندي کولو توان نهلري. جنرال اکرامالدین سریع د تهران په زړه کې ترور شو او له دې وړاندې جنرال غلام سخي غلامي په مشهد کې چې د ایران له مهمو مذهبي ښارونو ګڼل کېږي، وژل شوی و.
د ایران پولیسو د وږي په ۲۴مه اعلان وکړ، چې د جنرال غلامي د وژنې په تړاو یې درې شکمن کسان نیولي دي، خو وروسته یې دوه تنه خوشې کړل. پولیسو ویلي، چې د غلامي په ترور کې د یوه کس د لاس لرلو شواهد لري، خو د هغه د هویت او تړاو په اړه یې نور جزییات نه دي ورکړي.
د غلامي د قتل د دوسیې له څېړنو یوې باخبره سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې نیول شوی کس د طالبانو اړوند و او طالبان د دې پخواني پوځي قومندان په ترور کې لاس لري. سره له دې چې څو میاشتې تېرې شوې، خو د ایران پولیسو او قضايي ارګانونو تر اوسه د غلامي د دوسیې د څېړنو او رسېدنې په اړه هېڅ رسمي معلومات نه دي خپاره کړي.
ایا دا چوپتیا د تهران سیاسي ملاحظات منعکسوي، چې له طالبانو سره نږدې اړیکې لري او که نه، د معروف غلامي د وژنې اصلي شکمن کس د تورنولو او محاکمه کولو لپاره کافي شواهد نهلري؟
جنرال سریع څوک و؟
جنرال اکرامالدین سریع د افغانستان له مسلکي افسرانو څخه و. هغه د کاپیسا ولایت اوسېدونکی و او د نورستان، بغلان او تخار د پولیسو د قومندان په توګه یې دنده ترسره کړې وه، همدارنګه د کورنیو چارو وزارت د سلاکار په توګه یې هم کار کړی و.
د پخواني جمهوري حکومت له سقوط وروسته جنرال سریع ایران ته ولاړ. هغه په ایران کې د پخوانیو افغان نظامیانو د استازي په توګه فعالیت کاوه. په دې برخه کې هغه یوه اغېزمنه څېره بلل کېده او له سلګونو پخوانیو افغان پوځيانو سره یې نږدې اړیکې لرلې.
کله چې ایران د کډوالو د پراخې اېستنې لړۍ پیل کړه، سریع له خپلو یو شمېر همکارانو سره یو ځای هڅه وکړه، چې د افغان کډوالو د بېرته لېږلو مخه ونیسي او هغوی افغانستان ته له جبري ستنېدو وژغوري.
سریع په ایران کې د طالبانو ضد دریځ درلود او د دې ډلې پر سیاستونو یې سختې نیوکې کولې.
د سریع ترور د چا کار دی؟
جنرال سریع په ایران کې د پخواني حکومت له ډېری نظامیانو او افسرانو سره اړیکې لرلې. هغه د هغوی له حقونو ساتنه کوله او د هغوی او د کوربه هېواد ترمنځ د اړیکې د پل په توګه یې رول ادا کاوه.
ایران تر اوسه دا نه ده روښانه کړې، چې د دې پخواني پوځي د وژنې تر شا څوک دي. هغه نظامیان چې سریع یې پېژانده باور لري، چې له طالبانو پرته بل هېڅ ډله یا هېواد د یوه پخواني پولیس قومندان او په ایران کې د کډوال د علني ترور څخه ګټه نهشي اخیستلای.
یو پخواني پوځي چارواکي او د طالبانو ضد فعال د تور ګوته د طالبانو او ایران پر لور نیولې ده. ځینې نور بیا وایي، د دوی په اند ایران نه، بلکي طالبان اصلي تورن دي. خو بیا هم ویل کېږي، چې طالبان د ایران دننه د ځینو کړیو له خبرتیا او همکارۍ پرته نهشي کولای داسې ترورونه ترسره کړي.
د مقاومت جبهې په ګډون ځینې نور وایي، چې ایران د افغان کډوالو نظامیانو د امنیت د ټینګښت مسوولیت لري او باید د دغو ترورونو په اړه په شفاف ډول پلټنې وکړي او معلومات خپاره کړي.
سریع په داسې حال کې ترور شو، چې تر دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې د ایران پولیسو هغه نیولی او تر پوښتنو لاندې راوستی و.
د پولې ها غاړه ترور
په تهران او مشهد کې د افغانستان د پخوانیو لوړپوړو نظامیانو په نښه کېدل ښيي، چې د افغانستان پخواني پوځيان ان له هېواده بهر هم خوندي نه دي. هغوی چې د طالبانو د غچ، نیولو او وژلو له وېرې تښتېدلي اوس د سیمې په پلازمېنو کې ښکار ګرځول کېږي.
یو پخواني افغان پوځي ویلي، دا بریدونه ښيي چې طالبانو د «له پولې ها غاړې د ترورونو» لړۍ پیل کړې ده.
طالبانو تر دې مخکې هم ګواښ کړی و، چې خپل مخالفان به له هېواده بهر هم په نښه کوي.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مرستیال محمد نبي عمري ویلي و، که اړتیا وي طالبان کولی شي د پاکستان د ۵۰۰ روپیو په بدل کې له افغانستان څخه بهر خپل مخالفان ووژني.
د سراجالدین حقاني پخواني ویاند سعید خوستي دوه کاله مخکې په بهر کې مېشت د طالبانو مخالفین په مرګ ګواښلي و. هغه خبرداری ورکړی و، چې طالبان په بهر کې د مخالفانو د په نښه کولو لپاره سلګونه رضاکاره کسان لري.
دا بریدونه د طالبانو د ټولو مخالفانو لپاره چې له هېواده بهر دي، د خطر زنګ دی.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو ان په تاجکستان کې د ملي مقاومت جبهې د مشرانو د ترور پلان درلود؛ خو د هغه هېواد امنیتي ځواکونو دا پلان شنډ کړ.
د ایران چوپتیا
ایران د طالبانو د مخالفانو په نښه کېدو ته هېڅ ښکاره غبرګون نه دی ښودلی. ایراني چارواکو د دغو بریدونو په اړه چوپتیا خپله کړې ده. ایران د افغانستان د پخوانیو نظامیانو کوربه دی او د هغوی د ساتنې مسوولیت لري، خو دغه هېواد د طالبانو سره د نږدې اړیکو له امله پخواني نظامیان او افغان کډوال د افغانستان د واکمن رژیم سره د خپلو اړیکو قرباني کړي دي.
ایران چې دا مهال په سیمه کې له سختو شرایطو سره مخ دی، هڅه کوي د طالبانو رضایت ترلاسه کړي، ځکه طالبان په سیمه کې یوازینۍ ډله ده، چې د ایران ګټې تامینوي. له همدې امله، له طالبانو سره د مخالفانو تاریخي او ژبنۍ اړیکې د تهران لپاره ارزښت نه لري او ایران نهغواړي د هغوی د وینې په بدل کې له طالبانو سره خپلې اړیکې له خطر سره مخ کړي.
ایران په تهران کې د افغانستان سفارت او د مشهد قونسلګري طالبانو ته سپارلې ده. د طالبانو د استازو شتون هغوی ته د بې پولو ترورونو لپاره لا زیات فرصتونه برابر کړي دي.
ایران سره له دې چې د پخوانیو نظامیانو د امنیت مسوولیت لري، په عمل کې یې ښودلې چې د پلان شویو ترورونو پر وړاندې جدي کمزورتیا لري.
دا بې دلیله نه ده چې اسراییل په یوه شپه کې لسګونه ایراني سرتیري او لوړپوړي چارواکي له منځه یوړل.
د مقاومت جبهې ته نږدې څېره او په افغانستان کې د ایران پخوانی کلتوري سلاکار حسین جعفریان د ایران دې کمزورۍ ته اشاره کړې ده.
هغه د جنرال سریع د وژل کېدو په غبرګون کې د ایران او د طالبانو د ادارې پر اړیکو نیوکه کړې او ویلي یې دي: «د طالبانو مینهوال دې خپلې خولۍ لږ پورته کړي. یوازې نتنیاهو نه دی چې هنیه (د حماس پخوانی سیاسي مشر) په تهران کې ترور کوي؛ اوس ملا هبتالله هم همدا کار کوي. په مشهد کې او اوس په تهران کې. ستاسي پر سرونو دې خاورې واوړي…»

د افغانانو د کډوالۍ ملاتړ سازمان "افغان اېواک" مشر شان وانډیور خبرداری ورکړی، چې د امریکا حکومت د رخصتیو له امله درېدلو سیستمونو د زرګونو افغان کورنیو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی. نوموړي په دې تړاو خپله لیکنه ټایمز اف سن ډیاګو ورځپاڼې ته لېږلې ده.
وانډیور د ټایمز اف سنډیاګو ورځپاڼې ته د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۳مه) په خپلې لیکنه کې لیکلي، له هغې ورځې چې کابل سقوط وکړ، په امریکا، قطر او څو نورو هېوادونو کې ګڼ افغان متحدین ژباړونکي، دولتي کارکوونکي، خبریالان، ښځینه مشرانې او د امریکايي کورنیو خپلوان د پروسو په ځنډ کې بند پاتې دي.
د ده په وینا، داسې نښې شته چې د امریکا د کډوالۍ اداره غواړي د کرېسمس او نوي کال پر ورځو د نیونو عملیات ترسره کړي؛ هغه وخت چې محکمې تړلې وي او د قانوني وکیل لاسرسی محدود وي. نوموړی دا اقدام “ظالمانه او له اخلاقي پلوه د نهمنلو” بولي.
وانډیور زیاتوي، چې دغه کړنې کورنۍ تجزیه کوي، ماشومان له پالونکو بېبرخې کوي او هغه کسان چې یو وخت د متحدینو په سترګه ورته کتل کېدل، اوس د “دوښمن” په توګه چلند ورسره کېږي.
هغه ټینګار کوي، چې امریکا د یوې دايمي اخلاقي وجیبې د حل لپاره له لنډمهالو او نازکو اداري لارو کار اخلي، خو نیونې هماغه وخت ډېرېږي چې حساب ورکونه کمزورې شي.
د افغان اېواک مشر د حل لارې وړاندیز هم کړی دی. د هغه په باور، باید د هغو افغانانو نیونې ودرول شي چې بشري پارول یا د پناهغوښتنې دوسیې لري، په ځانګړي ډول د رخصتیو پر ورځو. نوموړی زیاتوي، چې د امریکا د کورني امنیت وزارت دې د لنډمهالي وضعیت د خوندي ساتلو لپاره واضیح لارښوونې صادرې کړي، چې پکې د پارول او د کار جواز اتومات تمدید هم شامل وي.
هغه زیاتوي، چې د شپې ناوخته په کلیساوو کې دې د نیونو عملیات پای ته ورسېږي، کانګرس دې د افغانانو لپاره دايمي کډوالۍ لاره تصویب کړي او د بهرنیو چارو وزارت دې د انتقال، مېشتېدو او د کورنیو د یوځای کولو پروسې بېرته په بشپړ ډول فعالې کړي.
وانډیور لیکي: «دا نه نوې جګړه غواړي او نه نوې ارزښتونه، یوازې اراده غواړي چې د افغانانو ژوند له اداري تکلیف نه لوړ وبولو».
هغه خبرداری ورکوي، که امریکا یو ځل بیا له محلي شریکانو وغواړي چې د دې هېواد تر څنګ ودریږي، هغوی به د ژمنو پر ځای د اوږدو ځنډونو او چوپتیا یادونه کوي.
وانډیور د خپلې لیکنې په پای کې وايي، تاریخ به قضاوت وکړي چې امریکا "په مهم وخت کې پر خپلې ژمنې ودرېده که نه" او زیاتوي، چې "اوسنی وضعیت له دې ازموینې ناکامه وتلی دی".

د بلخ پخواني والي عطامحمد نور، د وحدت ګوند مشر محمد محقق، د متحدې جبهې مشر سمېع سادات، د اسلامي جمعیت ګوند، د مقاومت جبهې او یو شمېر نورو پخوانیو چارواکو په تهران کې د تخار د پخواني امنیه قومندان اکرامالدین سریع ترور غندلی او د هغه کورنۍ ته یې تسلیت وړاندې کړی دی.
عطامحمد نور جنرال سریع یو زړور او زیارکښ پخوانی افغان پوځي بللی او د عاملینو د محاکمې غوښتنه یې کړې ده.
محمد محقق پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې جنرال اکرامالدین سریع د پخواني افغان پوځ د مشهورو جنرالانو څخه و، چې د افغانستان له پرځېدو سر سم ایران ته کډوال شوی و.
نوموړي لیکلي: «د دې ناوړه او غېر عادلانه ترهګریزې پېښې په کلکه غندنه کوم، زه د مرحوم کورنۍ او نورو خپلوانو او ملګرو ته خپله خواخوږي وړاندې کوم.»
سمېع سادات د تهران په زړه کې دا پېښه د طالبانو لومړنی «ترهګریز عملیات» ګڼلی او زیاته کړې یې ده، چې ایران طالبانو ته د دوستۍ لاسونه ورکړي.
نوموړي د ایران له حکومت څخه په ټینګار غوښتنه کړې، چې د «ترهګرو» د ملاتړ پر ځای ازادي غوښتونکو افغانانو سره کار وکړي.
د مقاومت جبهې په نوم د طالبانو د مخالفې وسلهوالې ډلې د بهرنیو اړیکو مشر علي میثم نظري ویلي: «دې پيښې یو ځل بیا ثابته کړه، چې د طالبانو ترهګره او ظالمه ډله هغه څوک په نښه کوي، چې د دوی پر وړاندې ولاړ وي، هغه که هر چېرې وي.»
نوموړي ویلي، د طالبانو موخه په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ویجاړۍ او بېثباتي خپرول دي.
اسلامي جمعیت ګوند هم په یوه اعلامیه کې پر یادې پېښې خواشیني ښودلې او لیکلي یې دي: «دا ډول وژنې په ځانګړې توګه په هغو ښارونو کې چې د افغانستان سیاسي او کونسلګرۍ ماموریتونه د طالبانو تر کنټرول لاندې دي، د جدي اندېښنې وړ دي.»
یاد ګوند د ایراني چارواکو څخه د عاملینو د پېژندلو او عدالت ته د وړاندې کولو تمه ښودلې.
دا په داسې حال کې ده، چې نن ماښام سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تخار پخوانی امنیه قوماندان او د طالبانو مخالف جنرال اکرامالدین سریع نن ماښام نامعلومو کسانو د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې په ډزو وژلی او یو بل ملګری یې ټپي شوی دی.
سرچینې وايي، چې پر جنرال اکرامالدین سریع د تهران په ولیعصر ښارګوټي کې له مېلمستون څخه د وتلو پرمهال ډزې شوې او یو بل تن هم ورسره وژل شوی دی.
د سرچینې په وینا، جنرال سریع روغتون ته پر لاره ساه ور کړې او مړی یې دمګړی په روغتون کې دی.
اکرامالدین سریع د تخار د پولیسو پخوانی قوماندان و او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته ایران ته تللی و.
هغه د ۱۴۰۳ کال په لړم میاشت کې د لنډ وخت لپاره ایراني ځواکونو نیولی و او وروسته یې بېرته خوشې کړی و.

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون د چهارشنبې په ورځ خبر ورکړی، چې نن له ایران او پاکستان څخه ۷۴۵ کورنۍ افغانستان ته راستنې شوې دي. د کمېسیون په راپور کې راغلي، چې له دغو کډوالو سره مالي مرستې هم شوې دي.
د دغه کمېسیون د راپور لهمخې، دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هلمند د بهرامچې، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.
طالبانو ویلي، چې د کډوالو کورنیو د غړو شمېر ۳۵۱۲ تنو ته رسېږي، چې په زور افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
د طالبانو د یاد کمېسیون د معلوماتو لهمخې، د تورخم له لارې ۵۸۰ کورنۍ چې غړې یې ۲۷۱۲، د بولدک له لارې ۷۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۲۴ تنه، د ورېښمو له لارې ۳۳ کورنۍ چې شمېر یې ۱۲۶ تنه و، د بهرامچې له لارې ۲۹ کورنۍ چې ۱۵۹ تنه و او د اسلامکلا له لارې ۲۴ کورنۍ چې د غړو شمېر ۹۱ تنه وو، افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
تازه د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر هم ویلي، چې واک ته د یادې ډلې له رسېدو راهیسې ۶،۸ مېلیونه کډوال له ګاونډیو او نورو هېوادونو افغانستان ته ستانه شوي او دغه شمېره د لوړېدو په حال کې ده.

د ترکیې د کډوالۍ ادارې ویلي، چې د روان میلادي کال له پیل راهیسې تر اوسه پورې له ۱۵۲ زرو څخه زیات پناهغوښتونکي نیول شوي، چې له ډلې یې ۴۲ زره او ۲۰۲ تنه افغانان دي.
د راپور لهمخې، په نیول شویو پناهغوښتونکو کې د افغان وګړو شمېر تر ټولو لوړ دی. ورپسې د سوریې، ازبکستان، ترکمنستان او ایران اتباع دي.
دغه شمېرې د هغو پناهغوښتونکو په اړه دي، چې په ترکیه کې یې د قانوني استوګنې اسناد نه درلودل او دا احصاییه د ۲۰۲۵ کال له پیل څخه د ډسمبر تر ۱۸مې پورې خپره شوې ده.
د کډوالۍ ادارې معلومات ښيي، چې په روان کال کې د نیول شویو پناهغوښتونکو شمېر د تېر کال په پرتله کم دی؛ په ۲۰۲۴ کال کې له ۲۲۵ زرو څخه زیات پناهغوښتونکي نیول شوي وو. د تېر کال له نیول شویو کسانو څخه تر ۶۵ زرو زیات یې افغانان وو.
راپور زیاتوي، چې ترکیې په ټول هېواد کې د هغو کسانو د پېژندنې او نیولو عملیاتو چټک کړي دي، چې قانوني اسناد نه لري او د دې عملیاتو په ترڅ کې ډېر کله افغان پناهغوښتونکي نیول کېږي.
له بلېخوا، یو شمېر مستند راپورونه ښيي چې د ترکیې امنیتي ځواکونه داېستلو مرکزونو کې له افغان او سوري پناهغوښتونکو سره د بد چلند او تاوتریخوالي تورونو سره مخ دي. ځینو پناهغوښتونکو ویلي، چې وهل شوي او څو ساعته په سړو خونو کې ساتل شوي دي.
