ورځنۍ خبرې، عادتونه، خوبونه او هیلې ټول ورسره بدل شي. انسان داسې احساس کوي لکه ځان چې یې له لاسه ورکړی وي.
خو که رښتیا ووایو، بېلتون که هر څومره دردناک وي، همدا پړاو د انسان د ځانپېژندنې تر ټولو ژور درسونه هم لري.
بیلتون هغه درد دی؛ هغه څه چې درباندې تېریږي یایې زغمې بل کس ته یې هسې نهشې تشریح کولی.
له بېلتون وروسته درد تل په ژړا نهڅرګندېږي. ځینې وخت انسان خاندي، خو په ګوګل کې ژاړي. ځینې وخت قوي ښکاري، خو یوازې پاتې شي، زړه یې مات وي. هغه درد چې د یو چا د عطر له بوی سره یې یادونه ذهن او زړه تسخیر کړی وي، څنګه وي؟ یوازې هغه کس پوهیږي چې بیلتون یې تجربه کړی وي. یادونه ناڅاپه راځي؛ د فلم د یوې صحنې په لیدو، د ځینو خبرو په اورېدو، د ځينو خلکو په لیدو،د یوې سندرې په اورېدو چې په ګډه مو اوریدلې وي، په هغو ځایونو کې پلی تګ چې په ګډه سره ګرځیدلي وي، دا هر څه زړه دومره دروند کړي چې ښایې که په مرمیو سوری سوری شي دومره به درد حس نهکړی لکه دغه درد.
انسان له ځانه پوښتنې کوي، ما چېرې تېروتنه کړې؟ ایا زه کافي نهوم؟ ولې هر څه داسې پای ته ورسېدل؟
دا پوښتنې طبیعي دي. دا د کمزورۍ نښه نهده، دا د مینې نښه ده. هغه څوک چې رښتیا احساس لري، درد هم ژور احساسوي.
روان پوهان وایي، په داسې حالت کې باید ځان ته اجازه ورکړئ، چې غمجن اوسۍ. داسې حالت کې خلک تل وایي «هېر یې کړه، مخ ته لاړ/لاړه شه، قوي اوسه.» خو دا هر څه دومره اسانه چې ویل کیږي دومره اسانه هم نهدي. زړه په خبرو نهرغیږي، غم وخت غواړي. غم باید حس شي، نه دا چې پټ شي. هڅه مه کوئ چې ژر «ښه» شئ.
درد باید حس شي، نه دا چې پټ شي. ځان ته اجازه ورکړئ چې خپه اوسئ، وژاړئ، چوپ پاتې شئ، یوازې کینئ. دا کمزوري نهده؛ دا درملنه ده. غم او درد مو ومنئ، کله چې غم او درد ومنل شي، زړه ورو ورو سپکېږي.
له ځان سره بېرته د اړیکو جوړول
بېلتون ډېری وخت انسان له خپل ځان څخه هم جلا کوي. ځکه موږ په اړیکه کې له خپل ځان څخه ډېر څه بل چاته ورکوو. اوس دا وخت دی چې بېرته خپل ځان ته راوګرځئ.
له ځانه وپوښته، له دغې اړیکې پرته زه څوک یم؟ څه شی ما خوشحالوي؟ کومې هیلې مې شاته پرېښې وې؟
دا پړاو اسانه نهدی، خو ډېر ارزښتناک دی. د یادښت کتابچې کې لیکل، یوازې ګرځېدل، دعا، لمونځ کول، د قرانکریم قراعت، ځان ته پاملرنه، له یوه باوري ملګرې/ ملګري سره خبرې کول، سپورټ کول، نڅا کول، سندرې ویل، سینګار کول، ښې ښکلې جامې اغوستل، کافي شاپ ته تلل، له ملګرو سره ناسته پاسته،دا ټول مرسته کوي چې انسان خپل ځان بېرته پیدا کړي.
اما بیا هم وایم دا هرڅه اسانه نهدي دا باید ومنئ چې خواري ورته ډېره پکار ده.
درد څنګه انسان بدلوي؟
د بېلتون درد که سم وپېژندل شي، انسان نهماتوي، بلکې انسان پیاوړی کوي. دا درد موږ ته ښيي چې موږ څه غواړو او څه نه، سرې کرښې مو کومې دي، باور کول په احتیاط سره وکړو، د مینې په نوم څه شی نهشو زغملی او تر هر څه مهمه دا چې د کس پرېکړه زموږ ارزښت نهټاکي.
دلته باید په ځان ډېر مهربانه اوسئ کنه ځان ملامتول، ځان ته سپکې سپورې ویل، د رغونې بهیر ورو کوي. د دې پر ځای له ځان سره داسې خبرې وکړئ لکه خپل میین ته یې چې کوئ، په ځان مهربانه اوسئ او ځان د ځان یو ښه ملګری کړئ.
یوازیتوب، قهر او د بیا تکرار وېره
له بېلتون وروسته یوازیتوب ډېر دروند وي. خو دا یوازیتوب کولای شي د ځانپېژندنې خاموشه فضا هم شي. له ځان سره پاتې کېدل تل بد نهوي؛ کله نا کله همدا چوپتیا انسان بېرته ژوند ته راګرځوي.
قهر او کرکه هم طبیعي دي. خو که انسان پکې بند پاتې شي، زخم لاپسې ژورېږي. بښنه حتا که د مقابل لوري لپاره نهويد خپل زړه د ارامۍ لپاره ضروري ده.
او هو، وېره به وي. وېره له دې چې بیا هماغه تېروتنه تکرار نهشي. خو دا وېره که په پوهاوي بدله شي، انسان ته حکمت ورکوي، نهکمزوري.
مخته تګ، خو په حوصله
مخته تګ دا نهدي چې ژر نوې اړیکه پیدا کړو. مخ ته تګ دا دي چې لومړی ځان ته ورسېږو. خپل درد او زخمونه وپېژنو، خپل ارزښت ومنو او بیا که وخت راغی، د سالمې اړیکې لپاره چمتو شو.
بېلتون د ژوند پای نهدی. دا یو فصل دی، سخت دی، خو مهم.
بېلتون کې زړه سخت ماتیږي، خو انسان له همدغه ماتې ځان بیا جوړوي. که درد ومنل شي، که ځان ته وخت ورکړل شي او که له ځان سره رښتیني واوسئ، نو دا تجربه موږ ته هغه ځواک راکوي چې مخکې مو نهدرلود.
بیلتون یوازې د یو چا له لاسه ورکول نه دي؛ دا د ځان بېرته موندل دي. خو وخت غواړي.