د متحده عربي اماراتو ولسمشر اسلاماباد ته ورسېده

د متحده عربي اماراتو ولسمشر شيخ محمد بن زايد النهيان د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شريف په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.

د متحده عربي اماراتو ولسمشر شيخ محمد بن زايد النهيان د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شريف په رسمي بلنه د دغه هېواد پلازمېنې اسلاماباد ته رسېدلی دی.
نوموړی به د دغه سفر په ترڅ کې له پاکستاني چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوهاړخيزو اړيکو، سوداګرۍ، پانګونې، انرژۍ، پراختيا او سيمهييز ثبات خبرې وکړي. ويل شوي، چې شيخ محمد بن زايد به د پاکستان له ولسمشر اصف علي زرداري او لومړي وزیر شهباز شريف سره هم وګوري.


د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون جمعه (د مرغومي ۵مه) خبر ورکړی، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان نه ۶۳۲ کورنۍ چې ټولټال ۳۴۰۱ کسان کېږي؛ افغانستان ته ستنې شوې دي. د دغه کمېسیون په راپور کې راغلي، چې له دغه کډوالو سره ۶۰۸زره افغانۍ مرسته هم شوې ده.
د دغه کمېسیون د راپور له مخې؛ دغه کډوال د کندهار د سپین بولدک، د ننګرهار د تورخم، د هرات د اسلامکلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه کړای شوي دي.
په راپور کې راغلي، د دغه کسانو له ډلې د ننګرهار ولایت د تورخم له لارې ۵۱۶ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۷۰ کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۲۹ کورنۍ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۱۷ کورنۍ افغانستان ته ستنې شوې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو وضعیت د اندېښنې وړ دی. راپورونه ښيي، چې د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د پولیسو د عملیاتو په لړ کې افغان کډوال د پلټنو، نیولو او جبري اېستلو له ګواښ سره مخ دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې یوازې په تېرې لېندۍ میاشت کې له ایران، ترکیې او پاکستان نه ۲۴۱زره او ۷۸۰ کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي. د دغه وزارت لهخوا په درېیو جلا خپرو شویو خبرپاڼو کې راغلي، چې له دې ډلې له ایران نه ۱۰۶زره او ۴۰۳ کډوال، له ترکیې ۱۶۸۸ او له پاکستان نه ۱۳۳زره او ۶۸۹ کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.

د پاکستان فلمي ستورې او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د نېکنیت سفیرې ماهره خان له پاکستان نه د افغان کډوالو پر جبري اېستلو خواشیني څرګنده کړې. د هغې په وینا؛ دغه وضعیت د افغان کډوالو او په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو لپاره د وېرې لامل شوی.
نوموړې ویلي، افغانان له لسیزو راهیسې په پاکستان کې ژوند کوي او ډېری یې په دغه هېواد کې زېږېدلي دي؛ نو دا سمه نهده چې دوی دې په دغه ډول ناوړه چلند و اېستل شي.
ماهره خان هغه پېښه هم دردناکه بللې، چې درې کډوال ماشومان له سرپرست پرته افغانستان ته اېستل شوي وو. هغې ټینګار کړی، چې افغان کډوال د ساتنې، خوندیتوب، عزت او وقار حق لري او باید انساني کرامت یې تر پښو لاندې نهشي.
نوموړې د افغان کډوالو د ملاتړ په موخه غږ پورته کړی او له اړوندو ادارو یې غوښتي، چې د بشري ارزښتونو پر بنسټ له کډوالو سره چلند وشي. تازه د کډوالو په چارو کې د ملګو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې شاوخوا دوه مېلیونه افغانان لاهم په پاکستان کې مېشت دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ یوازې په تېرې نومبر میاشت کې ۱۷۱زره او ۵۵ افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۳۷زره او ۸۹۹ یې د چمن، تورخم او بهرابچې لارو ستانه شوي دي.

په داسې حال کې چې په ۲۰۲۵کال کې له یو مېلیون ډېر افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي؛ تازه د کډوالو په چارو کې د ملګو ملتونو عالي کمېشنرۍ خبر ورکړی، چې شاوخوا دوه مېلیونه افغانان لاهم په پاکستان کې مېشت دي.
د یادې ادارې د معلوماتو له مخې؛ یوازې په تېرې نومبر میاشت کې ۱۷۱زره او ۵۵ افغانان افغانستان ته ستانه شوي، چې له دې ډلې ۳۷زره او ۸۹۹ یې د چمن، تورخم او بهرابچې لارو ستانه شوي دي.
د یادې ادارې په راپور کې راغلي، چې له دې ډلې بیا په تېرې نومبر میاشت کې ۳۱زره او ۵۰۰ د پي او ار کارت لرونکي افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي. د پاکستان حکومت په خیبر پښتونخوا، بلوچستان او پنجاب ایالتونو کې د کډوالو ۵۴ پنډغالي هم وتړل او هلته یې له مېشتو افغانانو غوښتي، چې بېرته افغانستان ته ستانه شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنري د پاکستان له حکومته د هغو زدهکړیالانو لپاره د معافیت غوښتنه کړې، چې دامهال په پوهنتونونو کې پر زدهکړو بوخت دي. دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان حکومت له ۲۰۲۳کال راهیسې په دغه هېواد کې د مېشتو ناقانونه کډوالو د اېستلو عملیات پیل کړي، چې لاهم په چټکۍ سره دوام لري.

د امریکا د ملي ګارد پر غړو د یوه افغان له وسلهوال برید وروسته، د جمهوري غوښتونکي ګوند یو شمېر استازو د ډونالډ ټرمپ له هغې طرحې ملاتړ وکړ، چې د افغان کډوالو دوسیې بیا وکتل شي او د ویزو صادرول هم وځنډول شي.
دا نوی دریځ، په افغانستان کې د امریکا د حکومت د پخوانیو همکارانو پر وړاندې د جمهوري غوښتونکو په چلند کې د بدلون ښکارندويي کوي.
تر دې مخکې د امریکا په کانګرس کې جمهوري غوښتونکي د هغو افغانانو له اصلي ملاتړو څخه و، چې نږدې شل کاله یې په افغانستان کې له امریکايي ځواکونو سره په جګړه کې همکاري کړې وه. د طالبانو لهخوا د کابل تر سقوط وروسته، د دې ګوند ډېرو استازو د بایډن له حکومت څخه غوښتي و، چې دغو کسانو ته پناه ورکړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی، چې په هغه وخت کې جمهوري غوښتونکو او دیموکرات قانون جوړوونکو په ګډه هڅه کوله، چې د امریکا د پخواني حکومت د همکارانو لپاره د «ځانګړې کډوالۍ ویزې» پروګرام پراخ کړي.
دوی استدلال کاوه، د هغو افغان متحدینو ساتنه، چې له امریکايي ځواکونو، دیپلوماتانو او قرارداديانو سره د همکارۍ له امله د غچ اخیستنې له ګواښ سره مخ دي یو اخلاقي مسوولیت دی.
خو په دې اړه د دغو ګوندونو هڅې هغه مهال ودرېدې کله چې یوه افغان رحمانالله لکڼوال د امریکا د ملي ګارډ پر دوو غړو ډزې وکړې او پایله کې یې یوه غړې ووژل شوه او بل یې سخت ټپي شو.
له دې پېښې وروسته د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ، واشنګټن باید د ټولو هغو افغانانو دوسیې له سره وڅېړي، چې د جو بایډن حکومت پر مهال دغه هېواد ته داخل شوي او د افغانانو لپاره د ویزو صادرول او ورسره تړلي د کډوالۍ پروګرامونه وځنډوي.
ډېری هغه جمهوري غوښتونکي، چې پخوا یې د افغانانو د منلو بهیر پر پراخېدو ټینګار کاوه، اوس د امنیتي اندېښنو او د لا سختو پلټنو د اړتیا په پلمه د ټرمپ د حکومت له کډوالۍ ضد دریځ څخه ملاتړ کوي.
د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې پخواني مشر مایکل مکال وویل، چې د امریکا د پخواني حکومت د همکارانو د منلو هڅې د لکڼوال لهخوا د ملي ګارد پر غړو تر برید وروسته رامنځته شوې فضا سخته اغېزمنه کړې او هغه دا حالت د «خواشینۍ» وړ وباله.
له ۲۰۲۱ کال راهیسې له ۱۹۰ زرو څخه ډېر افغانان امریکا ته داخل شوي، چې لږ تر لږه ۷۰ زره یې د کابل د سقوط پر مهال انتقال شوي دي.
د روان کال په پیل کې په کانګرس کې د دواړو ګوندونو یو شمېر استازو غوښتنه کړې وه، چې د پخوانیو افغان همکارانو لپاره ۲۰ زره نورې اضافي ویزې ځانګړي کړي، خو ورسره باید له روغتیايي معایناتو سربېره امنیتي پلټنې هم په جدي توګه په پام کې ونیول شي.
خو له دې سره یو شمېر جمهوري غوښتونکو ویلي، چې د یوه افغان لهخوا وروستۍ پېښې د افغانانو د منلو په اړه سیاسي فضا او پرېکړه اغېزمنه کړې ده.
د پنسلوانیا ایالت جمهوري غوښتونکي استازي لوید اسمکر ویلي، چې د پخوانیو افغان همکارانو د منلو د دوام په اړه پرېکړه د ولسمشر پرېکړې ته پرېږدي. همدارنګه د سویلي کارولاینا ایالت بانفوذه سناتور ګراهام وویل، چې وروستي برید ته په کتو د افغان کډوالو د منلو بهیر بیاکتنې ته اړتیا لري.
د مېن ایالت سناتورې سوزان کالېنز ویلي،د یوه افغان له لوري پر ملي ګارد شوی برید دا اړتیا لا جدي کړې، چې د افغان کډوالو د امنیتي شالید پلټنې لاپسې سختې شي.
جمهوري غوښتونکو همدارنګه د کابل له سقوط وروسته د یو شمېر افغانانو د لېږد پر پروګرام نیوکې کړي او ویلي یې دي، چې لکڼوال په لومړي سر کې د همدې پروګرام له لارې امریکا ته داخل شوی و او وروسته یې بیا پناه اخیستې وه.
د اوکلاهوما ایالت جمهوري غوښتونکي سناتور مارکوېن مالین وویل، چې حکومت باید د افغان کډوالو منل تر هغه وخته ودروي څو وکولای شي د هغو کسانو وضعیت او مخینه په بشپړه توګه وڅېړي چې تر دې مخکې منل شوي دي.
له دې سره سم، یو شمېر افغان سیاستوالو بیا ویلي، د امریکا حکومت د یوه افغان د کړنې په تړاو باید ټولو افغان کډوالو او پناه غوښتونکو ته ضرر ونهرسوي.

د عراق د لومړي وزیر سلاکار حسین علاوي وايي، چې شاوخوا پنځه زره عراقي وګړي د روسیې له پوځ سره یو ځای شوي دي. د عراق عالي قضايي شورا بیا د نورو هېوادونو په جګړو او وسلهوالو شخړو کې د عراقي وګړو هر ډول ګډون جرم او د قانوني سزا وړ ګڼلی دی.
علاوي العربیه شبکې ته ویلي، چې په دقیق ډول د هغو عراقي وګړو شمېر ټاکل ستونزمن دي، چې د روسیې په پوځ کې فعال دي، خو دا شمېر نږدې پنځه زرو ته رسېږي.
د هغه په وینا، بغداد د روسیې په پوځ کې د عراقي وګړو د جلب بهیر له نږدې څاري او له مسکو سره د سلا مشورو له لارې هڅه کوي داسې اقدامات عملي کړي، چې د دې بهیر د دوام مخه ونیسي.
دا څرګندونې په داسې حال کې دي، چې د عراق د عالي قضايي شورا مشر فایق زیدان د مرغومي په ۳مه د ملي امنیت له سلاکار قاسم الاعرجي او د «امر دیواني» کمېټې له غړو سره ولیدل. دغه کمېټه بهرنیو جګړو ته د عراقي وګړو د جلب د قضیو د څېړنې مسوولیت لري.
زیدان په دې لیدنه کې ټینګار وکړ، چې د عراق قانون د هر هغه کس لپاره چې په هر ډول او د حکومت له رسمي اجازې پرته د بل هېواد له وسلهوالو ځواکونو سره یو ځای شي، د بند سزا ټاکلې ده.
هغه زیاته کړې، چې دا ناسته د هغو حقوقي لارو چارو د څېړلو لپاره وه، چې له عراق څخه بهر شخړو کې ښکېلو عراقي وګړو وضعیت منظم کړي، په ځانګړي ډول د روسیې او اوکراین جګړه او همدارنګه په دې برخه کې د نورو لازمو اقداماتو ارزونه هم وشوه.
دا په داسې حال کې ده، چې شمالي کوریا په رسمي توګه د اوکراین پر وړاندې له روسیې د ملاتړ لپاره سلګونه سرتېري مسکو ته استولي و.