حسن نوريزاده د ایران دولتي خبري اژانس«ایرنا»سره په خبرو کې ویلي، دا مهال د ایراني او بهرنیو سوداګرو او اقتصادي فعالانو د فعالیت ټول جوازونه د دوغارون د ازادې سوداګریزې سیمې د ادارې له لوري صادریږي او اداري بهیرونه تر ډېره حده ساده او لنډ شوي دي.
هغه همداراز ویلي، د دوغارون سرحدي ګمرک ۱۰۷ کلن تاریخ لري او د دې ازادې سوداګریزې سیمې له فعالېدو وروسته، هغه امتیازات چې د قانون له مخې سوداګرو او اقتصادي فعالانو ته ورکړل شوي، په اوږدمهال کې به د ایران او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو په پراختیا کې مهم رول ولوبوي.
د دوغارون سیمې د اقتصادي پراختیا مرستیال افغانستان د ایران لپاره یو مهم بازار وباله او ویې ویل، کلتوري نږدېوالی، د هرات ښار جغرافیایي نږدېوالی، په افغان بازارونو کې د ایراني توکو کیفیت او پراخ حضور او همداراز د خوندي سوداګریز چاپېریال برابرېدل، د افغان سوداګرو پام لا ډېر د ایراني محصولاتو پر لور اړولی دی.
نوريزاده د دې سیمې پراخوالي ته په اشارې ویلي، د دوغارون ازاده سوداګریزه ـ صنعتي سیمه شاوخوا اته زره او ۷۰۰هکتاره مساحت لري او د دې سیمې په قانوني او تصویب شوې محدوده کې د افغان پانګوالو اقتصادي فعالیتونه ویزې ته اړتیا نه لري.
د هغه په وینا، هرات د افغانستان تر ټولو صنعتي ښار بلل کېږي، چې له درې میلیونو او ۶۰۰زرو څخه زیات نفوس لري او د دوغارون له سرحدي لارې یوازې ۱۲۰کیلومتره واټن لري، چې هر کال د ایراني توکو لویه برخه دغه ولایت ته لېږدول کېږي.
هغه همداراز یادونه کړې چې په تېر یو کال کې د خراسان رضوي ولایت او د افغانستان د هرات ولایت ترمنځ سوداګریزې اړیکې، د دواړو لوریو د لوړپوړو چارواکو په ځانګړې پاملرنې د دوغارون له ستراتیژیکې لارې پراخې شوې دي.
د نوموړي په وینا، د افغانستان په ګمرکونو کې د ځيرکو ډیجټیلي سیستمونو نشتوالی د دوغارون لپاره یوه ننګونه ده، خو که دا زیربناوې برابرې شي، د ترانزیت، صادراتو، وارداتو او مسافرۍ چارو بهیر به لا اسانه او چټک شي.