د روغتیا نړۍوال سازمان د یکشنبې په ورځ (د مرغومي ۷مه) په خپله اېکسپاڼه لیکلي: «له ۲۰۱۰ کال څخه تر اوسه له ۱۲۰ میلیونه ډېر کسان د سګرېټو څکول پرېښي دي».
د دغه سازمان په وینا، دا په ټوله کې د ۲۷ سلنې کموالي ښکارندويي کوي او لامل یې هم په ټوله نړۍ کې د تنباکو د کنټرولولو هڅه په ګوته شوې او دغه سازمان زیاتوي: «دا پرمختګ د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د تنباکو د کنټرول د هڅو له برکته رامنځته شوی دی».
د ډاکټرانو په وینا، د سګرېټ څکول د یوه فرد پر پوستکي، نسجونو، د تنفس پر ارګان او ان پر ډياېناې هم منفي اغېزې ښیندي. ډاکټران وايي، د سګرېټ په څکولو سره زرګونه کیمیاوي مواد د انسان تنفسي سیستم ته له ننوتلو سربېره په فضا کې هم خپرېږي او ورسره نور نږدې کسان هم زیانمنېږي.
هغه کسان چې سګرېټ څکوي په سږو کې یې وړې تنفسي کڅوړې د اکسیجن پر ځای د سګرېټ له مضر دود څخه ډکېږي او د وخت په تېرېدو سره سګرېټ څکوونکی پر تنفسي ناروغیو او بالاخره پر سرطان ناروغۍ اخته کېږي.
د نورې نړۍ پر تله په افغانستان کې سګرېټ په اسانۍ او ارزانه بیو موندل کېږي او په دې برخه کې هېڅ ممانعت نهشته او هرڅوک کولی شي سګرېټ ترلاسه کړي. په افغانستان کې د سګرېټ څکوونکو دقیق شمېر معلوم نهدی، خو په لویو ښارونو کې ډېری کسان سګرېټ څکوي او په کلیو او بانډو کې بیا نصوار کول عام دي.
په دې وروستیو کې د نیوزیلند په څېر هېوادونو کې پر ځوانانو د سګرېټ خرڅول منع شوي دي.
له دې سربېره، په وروستیو کلونو کې برېښنايي سګرېټ (E-cigarettes) بازارونو ته راوتلي او ورسره جوخت یو زیات شمېر ځوانان هم ورمات شوي دي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د راپورونو لهمخې، په ګرده نړۍ کې څه باندې ۱۰۰ میلیونه کسان له برېښنايي سګرېټ څخه استفاده کوي. د دغه سازمان په وینا، په دې کې شاوخوا ۱۵ میلیونه یې ماشومان دي او دغه وضعیت پر نیکوټین د اعتیاد نوې څپه زېږولې ده.
دغه برېښنايي سګرېټ اوس په افغانستان کې هم دود شوی او ډېر کسان ترې استفاده کوي او د دودېدو په تړاو یې د روغتیا نړۍوال سازمان اندېښنه ښودلې او هڅې کوي، چې د زیانونو په بیانولو سره خلک ترې وژغوري، خو داسې ښکاري چې دغو هڅو هم تر اوسه ملموسه پایله نهده ورکړې.