دوی وايي، چې د طالبانو دغه محدودیتونه په ځانګړي ډول پر ښځو، زدهکوونکو، ښوونکو، مدني فعالانو او رسنیو متمرکز دي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي یو استاد چې د امنیتي اندېښنو له امله یې نه غوښتل نوم یې خپور شي، افغانستان انټرنشنل - پښتو ته ویلي چې طالبان د واک له ترلاسه کولو وروسته د قانون پر ځای د فرمانونو پر بنسټ حکومت کوي.
نوموړی وايي: «هغه څه چې اوس روان دي، د حقوقي دولت پر ضد بشپړ حرکت دی. قوانین نه د ولس له استازو تېر شوي، نه کوم اساسي قانون شته او نه هم د عامه اجماع پر بنسټ پرېکړې کېږي. ټول واک د څو کسانو په لاس کې متمرکز شوی او دا وضعیت په ۲۰۲۵ کال کې لا سخت شوی دی.»
نوموړي زیاته کړې، چې یوازې په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونو کې لسګونه فرمانونه صادر شوي، چې ډېرو یې د ښځو پر تګ راتګ، کار، زدهکړو، رسنیو او عامه ژوند محدودیتونه وضع کړي دي.
د هغه په خبره، د فرمانونو مبهم متن په بېلابېلو ولایتونو کې د بېلابېل تطبیق سبب شوی، چې پایله یې بېثباتي او وېره ده.
د ننګرهار پوهنتون د شرعیاتو د پوهنځي یو استاد وايي، طالبان د شریعت له نامه داسې تعبیر وړاندې کوي، چې له اسلامي فقهي تنوع او تاریخي اجتهاد سره سمون نه لري.
هغه ټینګار کوي: «په اسلامي تاریخ کې شریعت د عدالت، مصلحت او د زمانې د شرایطو پر بنسټ تطبیق شوی، خو طالبان یو محدود او سخت تعبیر نافذوي. دغې چارې نه یوازې خلک له دین څخه وېرولي، بلکې د دین پر اصلي روح یې هم سیوری اچوي.»
هغه د ښځو پر زدهکړو بشپړ بندیز، د هنر او فرهنګي فعالیتونو منع کېدل او عامه سزاوې د شریعت له معتدل فهم سره په ټکر کې ګڼي.
بلخوا د بدخشان پوهنتون یو استاد وايي، د طالبانو محدودیتونه یوازې پر ښځو نه دي متمرکز، بلکې ټول علمي چاپېریال یې اغېزمن کړی دی.
هغه وایي: «پوهنتونونه د پوښتنې او نقد ځای وي، خو اوس استاد او محصل دواړه ځان سانسوروي. دا وضعیت د اوږدمهاله فکري شاتګ، د مغزونو تېښتې او علمي رکود خطر زېږوي.»
د نوموړي په خبره، د افغانستان له ګڼو پوهنتونونو یو شمېر استادان مجبور شوي چې خپلې دندې پرېږدي او بهرنیو هېوادونو ته کډوال شي چې له امله یې علمي چاپېریال ډېر متضرر شوی دی.
په کابل کې د مېرمنو د یوې مدني ټولنې استازې شکیلا نجات وايي، په ۲۰۲۵ کال کې د طالبانو سخت سیاستونه مدني فضا تر بل هر وخت ډېر تړلې ده.
هغې وویل: «له ۲۰۲۱ وروسته سلګونه مدني بنسټونه تړل شوي، په ۲۰۲۵ کې پاتې فعالیتونه هم یا بند شوي او یا په پټه ترسره کېږي. ښځې تر ټولو ډېرې اغېزمنې شوې دي او ټولنه که څه هم خاموشه شوې، خو د لا خاموشۍ پر لور روانه ده.»
په کابل کې د یوې دولتي لېسې ښوونکې چې خپل مستعار نوم هیله ښيي وایي، د نجونو پر زدهکړو دوامدار بندیز د یو نسل راتلونکی له جدي خطر سره مخ کړی دی.
هغې زیاته کړه: «په ۲۰۲۵ کال کې لا هم نجونې له شپږم ټولګي پورته ښوونځیو ته نه پرېښودل کېږي. کله چې نجونې له زدهکړو محرومې شي او ښوونکي تر فشار لاندې وي، دا یوازې تعلیمي ستونزه نه ده، دا د ټول هېواد د راتلونکي بحران دی.»
د نړۍوالو څارونکو په وینا، طالبانو په ۲۰۲۵ کال کې په افغانستان کې محدودیتونه لا سخت کړي دي.
دوی خبرداری ورکوي، که د طالبانو دا سختدریځه تګلاره همداسې دوام وکړي، افغانستان به لا ژور نړۍوال انزوا، اقتصادي سقوط او ټولنیز بحران ته ولاړ شي.