• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې د ۶۷،۵ میلیونه ډالرو زعفران صادر کړي

۱۷ مرغومی ۱۴۰۴ - ۷ جنوری ۲۰۲۶، ۱۴:۵۶ GMT+۰

افغانستان په ۲۰۲۵ کال کې ۳۸ ټنه زعفران صادر کړي چې له دې لارې یې له ۶۷،۵ میلیونه امریکايي ډالرو زیات عاید تر لاسه کړی دی. د افغانستان د زعفرانو اتحادیه وايي، دا مهال زعفران د هېواد په کچه پر نږدې ۱۲ زره هکټاره ځمکه کرل کېږي، چې ۱۰ زره او ۵۰۰ هکتاره یې په هرات ولایت کې دي.

د افغانستان د زعفرانو د کروندګرو اتحادیې د چارشنبې په ورځ وویل، چې د دغه لوړ ارزښته محصول ۹۵ سلنه برخه د هېواد په لوېدیځ، هرات ولایت کې تولید شوې ده.

د اتحادیې مشر ابراهیم عدیل ویلي، چې د زعفرانو ټول حاصلات د اروپا، عربي هېوادونو او امریکا بازارونو ته صادر شوي دي.

د نوموړي په وینا، دا مهال زعفران د هېواد په کچه پر نږدې ۱۲ زره هکتاره ځمکه کرل کېږي، چې له دې نه شاوخوا ۱۰ زره او ۵۰۰ هکتاره یې په هرات ولایت کې دي.

په ورته وخت کې، افغان زعفرانو د کیفیت له پلوه یو ځل بیا د نړۍ لومړی مقام خپل کړی او دا لسم ځل دی چې د بلجیم په بروکسل کې مېشت د خوند ارزونې نړیوال انستیتوت له لوري دغه مقام ورکول کېږي.

زعفران د افغانستان له مهمو صادراتي توکو شمېرل کېږي چې له ډبرو سکرو، تازه او وچو مېوو، لاسي اوبدل شویو غالیو او قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو سره یو ځای صادرېږي.

دغه لوړ ارزښته کرنیز محصول چې په ولسي اصطلاح د «سرو زرو» په نوم یادېږي، د زیاتې ګټې له امله ورځ تر بلې د لا ډېرو بزګرانو پام ځان ته اړوي.

دا مهال د زعفرانو یو کیلوګرام په کورني بازار کې شاوخوا ۱۰۰ زره افغانۍ پلورل کېږي او بیې یې د زیاتېدو په حال کې دي.

ډېر لیدل شوي

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی
۱

پېښور کې د افغان زده‌کوونکو پر زده‌کړو بندیز؛ افغان کډوال وایي د زده‌کړو حق ترې اخیستل شوی

۲

په پاکستان کې د افغان محصلینو ټولنې د ویزو او نیونو پر ضد عالي محکمه کې قضیه ثبت کړه

۳

د داعـ.ـش خراسان د مشرانو د معلوماتو په بدل کې د امریکا د میلیون ډالري جایزو اعلان

۴

د افغانستان نوې سوداګریزې لارې د خیبر پښتونخوا اقتصاد له ستونزو سره مخ کوي

۵

عطامحمد نور امیر خان متقي ته: «رېښتیا هم چې جاهل او وحشي، ښه او بد نه‌لري»