د سوریې پوځ خلکو ته د حلب له کرد میشتو سیمو د وتلو امر کړی

د سوریې دولتي رسنیو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ پوځ د حلب ښار په ځینو برخو کې د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونوسره نښتې کړې دي او له ولسي وګړو یې غوښتي چې سیمې پرېږدي.

د سوریې دولتي رسنیو ویلي چې د پنجشنبې په ورځ پوځ د حلب ښار په ځینو برخو کې د کردانو په مشرۍ د سوریې دیموکراتیکو ځواکونوسره نښتې کړې دي او له ولسي وګړو یې غوښتي چې سیمې پرېږدي.
پوځ د شخړو د احتمالي سیمو څو نقشې هم خپرې کړې او په شیخ مقصود او اشرفیه سیمو کې یې د ماسپښین له درې بجو وروسته ګرځبندیز اعلان کړی دی.
راپورونه وایي، دغه نښتې چې د سې شنبې په ورځ پیل شوې، د زرګونو کسانو د بېځایه کېدو لامل شوې او یو شمېر کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي هم دي.
بلخوا، د سوریې دیموکراتیکو ځواکونو ویلي چې د دمشق پلوه ډلو پر وړاندې یې سختې نښتې کړې او مخالف لوري ته یې مرګژوبله اړولې ده.
د سوریې یوې پوځي سرچینې الجزیرې ته ویلي چې د دغه هېواد پوځ د حلب ښار په شیخ مقصود او اشرفیه سیمو کې د سوریې دیموکراتیکو ځواکونوپر پوستو توپچي بریدونه پیل کړي دي.
د دولتي خبري اژانس سانا د راپور له مخې، دیموکراتیکو ځواکونو د حلب ښار المیدان سیمه تر توپچي او هاوان مرمیو لاندې راوستې ده.
روغتیايي چارواکي وایي چې په حلب ښار کې د ډیموکراتیکو ځواکونود بریدونو له امله لږ تر لږه پنځه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۳ نور ټپیان شوي دي.
بل خوا، دیادو ځواکونود رسنیو دفتر ویلي چې د سوریې دولتي ځواکونه د درېیمې پرلهپسې ورځې لپاره د اشرفیه ولسوالۍ په استوګنیزو سیمو د توپچي او ټانکونو له لارې بریدونه کوي.


د ونزویلا د کورنیو چارو وزیر دیوسدادو کابیو د چهارشنبې په ورځ ویلي، چې پر دغه هېواد د امریکا په برید کې ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. د ونزویلا حکومت تر دې وړاندې د امریکا د برید د تلفاتو رسمي شمېر نه و خپور کړی؛ خو پوځ د خپلو ۲۳ وژل شویو کسانو نوملړ خپور کړی و.
د ونزویلا چارواکو ویلي، چې د مادورو ګڼ شمېر ساتونکي وژل شوي او کیوبا هم اعلان کړی چې په ونزویلا کې د دغه هېواد د پوځي او استخباراتي ځواکونو یو شمېر غړي وژل شوي دي.
د ونزویلا د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د نیول شوي ولسمشر نیکولاس مادورو مېرمن سیلیا فلورس هم د امریکا د برید پر مهال په سر او خپله نیکولاس مادورو په پښې ټپي شوی دی.
ونزویلا د سېشنبې په ورځ اعلان وکړ، چې د امریکا په برید کې د وژل شویو پوځي ځواکونو د غړو لپاره به یوه اوونۍ عمومي ماتم وي.

د بشري حقونو نړۍوال بنسټ په یوې تازه اعلامیه کې د پاکستان د ترهګرۍ ضد محکمې له لوري د یو شمېر پاکستاني خبریالانو او سیاسي شنونکو پر ضد د زنداني کېدو اړوند سختو سزاوو په اړه اندېښنه څرګنده کړې. دغه بنسټ وایي، پاکستان په دغه پرېکړې سره د عادلانه محاکمې له اصولو سرغړونه کړې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي، عادل راجا، شاهین سهیبایي، ډاکټر معید پیرزاده، سید اکبر حسین، وجاهت سعید خان، صابر شاکر او سید حیدر رضا مهدي چې دا مهال د پاکستان نه بهر ژوند کوي؛ پرته له دې چې مخکې له دغه تورونو خبر کړل شي او یا د قضایي بهیر برخه وګرځي، په غیابي ډول په سزاوو محکوم شوي دي.
د بشري حقونو نړۍوال بنسټ ټینګار کوي، چې دغه کسانو ته نه د قضیې اسناد او شواهد ورکړل شوي او نه هم د ځان د دفاع لپاره کومه موکه ورته برابره شوې ده. همدا راز زیاته شوې: «دغه حالت د عادلانه محاکمې د اصولو، د قضایي قوې د خپلواکۍ او د پاکستان د اساسي قانون او نړۍوالو حقوقي ژمنو، په ځانګړي ډول د مدني او سیاسي حقونو د نړۍوال میثاق د سرغړونې په اړه جدي پوښتنې راولاړوي».
د بشري حقونو د دغه بنسټ په وینا؛ دغه احکام په داسې فضا کې صادر شوي، چې نړۍواله ټولنه د پاکستان د اساسي قانون وروستیو بدلونونو ته سخته اندېښمنه ده؛ هغه بدلونونه چې د څارونکو په باور کولای شي ډېموکراسي، بنسټیزې ازادۍ او د قانون حاکمیت کمزوری کړي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنر هم خبرداری ورکړی، چې په پاکستان کې د اساسي قانون بېړنیو اصلاحاتو د قضایي نظام خپلواکي له جدي ګواښ سره مخ کړې او د پیاوړو بنسټونو د حساب ورکونې او د قانون د پلي کېدو په اړه یې بنسټیزې پوښتنې راپورته کړې.
همدارنګه د حقوق پوهانو نړۍوال کمېسیون د پاکستان د اساسي قانون ۲۶م تعدیل د قضایي خپلواکۍ پر وړاندې سخت ګوزار بللی او ویلي یې دي، چې دغه تعدیل د قضایي نظام په ټاکنو او ادارې کې د سیاسي نفوذ د زیاتېدو زمینه برابروي. وروستي راپورونه ښيي، چې نور داسې ګامونه هم اخیستل شوي چې د سترې محکمې رول محدودوي او په مقابل کې د پوځي بنسټونو واکونه او مصوونیت پراخوي.
د بشري حقونو نړۍوال بنسټ د خبریالانو او سیاسي نیوکه کوونکو پر ضد په ځانګړي ډول د هغو کسانو پر وړاندې چې په تبعید کې ژوند کوي، د ترهګرۍ ضد قوانینو کارول د قضایي ځورونې او له پولو هاخوا د ځپنې یوه خطرناکه بڼه بولي. دغه بنسټ ټینګار کوي، غیرشفاف قضایي بهیرونه چې بنسټیز حقوقي تضمینونه پهکې نه وي شامل مشروعیت نهلري او کولای شي د هېواد دننه او بهر د نیوکه کوونکو غږونو د وېرولو وسیله وګرځي.
یاد بنسټ د پاکستان له حکومته غواړي، چې د عادلانه محاکمې اصولو ته بشپړ درناوی وکړي، ټول احکام او حقوقي استدلالونه په علني ډول خپاره کړي، د غیابي محاکمو حقوقي بنسټ او ادعا شوي شواهد په روښانه توګه وړاندې کړي او د ترهګرۍ ضد قوانینو له سیاسي او رسنیزو فعالیتونو او سولهییزو اعتراضونو د ځپلو لپاره له کارولو ډډه وکړي.
یاد بنسټ همدارنګه له نړۍوالې ټولنې، د رسنیو د ازادۍ مدافع بنسټونو او د ملګرو ملتونو اړوندو ادارو غواړي؛ څو دغه بدلونونه له نږدې وڅاري او د هغو خبریالانو د ملاتړ لپاره عملي ګامونه پورته کړي، چې له سیاسي څار او ځورونې سره مخ دي.
د اعلامیې په پای کې ویل شوي، چې د بیان ازادي او د خبریالانو امنیت د ډېموکراټیکو ټولنو له بنسټیزو ستنو څخه ګڼل کېږي او د دغه ارزښتونو کمزوري کېدل د نړۍ په هر ګوټ کې باید د ټولې نړۍوالې ټولنې لپاره د جدي اندېښنې وړ موضوع وي.

دوو پاکستاني سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې سعودي عربستان له اسلاماباد سره د «جياېف–۱۷» جنګي الوتکو د پېرلو په اړه خبرې کوي. دغه الوتکې د چین او پاکستان ګډ تولید دی او پاکستان به یې سعودي عربستان ته د خپلو پورونو د ورکړې په بدل کې ورکوي.
دغه خبرې اترې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتیژیک دفاعي تړون تر لاسلیک وروسته پیل شوې دي، د پاکستان او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د لا ژورتیا نښه بلل کېږي.
دغه خبرې اترې په داسې حال کې ترسره کېږي، چې پاکستان له سختو مالي فشارونو سره مخ دی او سعودي عربستان هم د منځني ختیځ د امنیت په اړه د امریکا د دفاعي ژمنو په اړه د شک له امله د خپلو امنیتي ملګرتیاوو بیاکتنه کوي.
د دواړو هېوادونو ګډ دفاعي تړون تېر کال وروسته له هغې لاسلیک شو، چې اسراییل په قطر کې د دوحې پر ځینو موخو بریدونه وکړل. د دغه تړون له لاسلیک سره د دواړو هېوادونو پخوانۍ پوځي همکاري رسمي کچې ته لوړه شوه.
یوې سرچینې ویلي، دغه خبرې اترې تر ډېره د «جياېف–۱۷ تندر» جنګي الوتکو پر پېر متمرکزې دي چې د پاکستاني او چینايي فضایي شرکتونو لهخوا په پاکستان کې تولیدېږي.
د پاکستان پوځ ته نږدې یوې سرچینې رویټرز ته ویلي، د دغه معاملې ټول ارزښت څلور مېلیارد ډالره دی چې له دې ډلې به سعودي عربستان دوه مېلیارده ډالر د اضافي تجهیزاتو پر پېر ولګوي.
د جياېف–۱۷ الوتکې
رویټرز د شنونکو په حواله لیکلي، چې د «JF-17» جنګي الوتکې د خپل ښه فعالیت له امله په ځانګړي ډول د تېر کال په مئ میاشت کې د پاکستان او هند ترمنځ په نښتو کې او همدارنګه د ارزانه بیې له کبله په نړۍوال بازار کې ډېر غوښتونکي لري.
پاکستان په وروستیو میاشتو کې د وسلو د صادراتو د پراخولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي. تېره میاشت اسلاماباد د لېبیا له ملي پوځ سره د څلور مېلیارد ډالرو تړون لاسلیک کړ، چې پهکې د جياېف–۱۷ جنګي الوتکو او روزنیزو الوتکو پلور شامل و او دا د پاکستان د وسلو د صادرولو په تاریخ کې له سترو معاملو څخه شمېرل کېږي. ورته خبرې اترې له بنګلهدېش سره هم روانې دي.
د پاکستان دفاع وزیر خواجه اصف تازه ویلي، چې د دغه هېواد د دفاعي صنعت بریا کولای شي د پاکستان اقتصادي راتلونکی بدل کړي. هغه جیو نیوز شبکې ته ویلي: «زموږ الوتکو خپله ازموینه په ښه ډول ترسره کړې ده او اوس فرمایشونه دومره ډېر دي چې ښايي پاکستان په راتلونکو شپږو میاشتو کې د نړۍوال وجهي صندوق پور ته اړتیا ونه لري.»
پاکستان له نړۍوال وجهي صندوق سره د اوو مېلیارد ډالرو د پور پر سر هوکړه کړې ده. د دغه پروګرام له مخې؛ پاکستان په ۲۰۲۳کال کې د لومړي ځل لپاره درې مېلیارده ډالر ترلاسه کړل.
پاکستان په کړکېچنو وختونو کې څو ځله د سعودي عربستان او د فارس خلیج د نورو شتمنو هېوادونو پر مالي مرستو تکیه کړې ده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د هغه په مشرۍ د امریکا پوځ بیا جوړ شوی دی. د هغه په وینا، که د امریکا پوځ نه وي، نو روسیه او چین له ناټو څخه هېڅ وېره نهلري.
ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۱۷مه) پر خپله ټولنیزه پاڼه ټروت کې لیکلي: «د لوېدیځ د اصلي سیالانو، چین او روسیې پر وړاندې، د ناټو د مخنیوي اصلي ځواک د امریکا بیا رغول شوی پوځ دی».
په دې یادښت کې هغه پر ناروې نیوکه وکړه او ویې ویل، سره له دې چې د ناټو غړی دی خو په «احمقانه توګه» یې هغه ته د نوبل د سولې جایزه ور نهکړه.
ټرمپ د ناټو په اړه خپل لیدلوری داسې څرګند کړ: «موږ تل د ناټو ترڅنګ یو، ان که هغوی زموږ ترڅنګ نهوي».
هغه همدارنګه ویلي: «ټول بختور دي چې ما د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ دوره کې د امریکا پوځ بیا ورغاوه او اوس هم دغه کار ته دوام ورکوم».
د امریکا د ولسمشر په وینا، ډېری د ناټو غړي هېوادونه مخکې یوازې دوه سلنه یا حتی لږ تر لږه د خپل ناخالص کورني تولید برخه د دفاعي لګښتونو لپاره ځانګړي کړي وو. د هغه په وینا، دا وضعیت د امریکا پر اوږو «دروند بار» اچوي، ځکه امریکا اړ شوې چې د دې اېتلاف د تجهیزاتو او پوځي دفاع عمده لګښتونه پهخپله ورکړي.
ډونالډ ټرمپ مخکې د ناټو له غړو هېوادونو غوښتنه کړې وه، چې د دفاعي لګښتونو لویه برخه په خپله غاړه واخلي. د هغه هڅې او غوښتنې بالاخره د ناټو غړو هېوادونو لهخوا د دې ژمنې لامل شوې، چې تر ۲۰۳۵ پورې دفاعي لګښتونه د ناخالص کورني تولید پنځه سلنې ته لوړې کړي.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې د امریکا او د ناټو د ځینو غړو هېوادونو په ځانګړې توګه ډنمارک ترمنځ تاوتریخوالي زیات شوي دي. ډونالډ ټرمپ په وروستیو کې د ګرینلېنډ د ترلاسه کولو احتمال مطرح کړی، چې له امله یې د ناټو د غړي هېواد ډنمارک څخه جدي ډیپلوماټیکې اندېښنې راپورته شوې دي.
سره له دې چې د امریکا دننه د نظر اختلافونه شته، د ناټو پر وړاندې د امریکا ژمنتیا لا هم د دغه هېواد د بهرنۍ تګلارې یو له اصلي ستنو څخه ګڼل کېږي.

سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یوه فرمان په لاسلیکولو سره پرېکړه کړې چې له ۳۵ هغو نړۍوالو سازمانونو ووځي، چې د ملګرو ملتونو غړي نه دي او همداراز له ۳۱ نورو ادارو چې د دغه سازمان اړوند دي، هم خپل حضور پای ته ورسوي.
سپینې ماڼې ویلي، چې یادې ادارې او سازمانونه د امریکا له ملي ګټو سره په تضاد کې عمل کوي.
سپینې ماڼۍ په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې یادې ادارې او سازمانونه داسې ایډیالوژیکي برنامو لپاره هڅونه کوي، چې د امریکا له حاکمیت او اقتصادي ځواک سره په ټکر کې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا اقدام د ټولو هغو سازمانونو، کنواسیونونو او تړونونو د ژورې بیاکتنې پایله کې شوی، چې امریکا یې غړیتوب لري.
په خبرپاڼه کې ویل شوي: «دا وتنې به د امریکايي مالیه ورکوونکو د تمویل او په هغو سازمانونو کې ګډون پای ته ورسوي، چې نړۍواله اجنډا د امریکا د لومړیتوبونو پر وړاندې په ناکاره یا غېر ګټور ډول حل کوي. غوره ده چې د امریکا د مالیه ورکوونکو پیسې له نورو لارو د اړونده ماموریتونو د ملاتړ لپاره وکارول شي».
سپینې ماڼې تر اوسه د یادو سازمانونو نوملړ نه دی په ډاګه کړی.