د امریکا د استازو جرګې د بهرنیوچارو کمېټې خامنه‌یي د ایرانیانو پر وجود ولاړ دېکتاتور وباله

د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو چارو کمېټې د ایران د مذهبي مشر علي خامنه‌‌یي وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي: «هغه یو دیکتاتور دی چې له ۳۷ کلونو راهیسې د هغو ایراني وګړو پر وجود ولاړ دی چې د بدلون غوښتنه لري».