• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان اېواک: کالیفورنیا به د ټرمپ د کډوالۍ تګلارې پر وړاندې ودرېږي او د خلکو ساتنه به وکړي

۱۴ سلواغه ۱۴۰۴ - ۳ فبروری ۲۰۲۶، ۰۳:۵۷ GMT+۰

د افغان اېواک مشر شان وانډيور د کالیفورنیا د والي ګېون نیوسم څرګندونې شریکې کړې او ویلي یې دي، چې د کډوالۍ سخت اقدامات کورنۍ بې‌ثباته کوي. هغه وایي، دغه پالیسۍ زرګونه افغانان چې امریکا ته د تګ په تمه دي؛ له ناڅرګند حالت سره مخ کړي دي.

شان وانډيور پر اېکس پاڼه د کالیفورنیا د والي ګېون نیوسم پوسټ بیا خپور کړی، چې په‌کې نوموړي د کډوالۍ د پلي کېدونکو سختو اقداماتو پر ټولنیزو اغېزو اندېښنه ښودلې ده. هغه لیکلي: «موږ باید خپلې مبارزې ته دوام ورکړو. خوشحاله یم، چې په دغه ناسته کې شامل وم».

په همدې پوسټ کې د کالیفورنیا والي ویلي، چې د کډوالۍ د پلي کېدو اوسني اقدامات کورنۍ جلا کوي او ګاونډیان بې‌ثباته کوي. ګېون نیوسم د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ تګلاره «بې‌پروا او خطرناکه» بللې او ټینګار یې کړی: «زه به د ټرمپ د بې‌مسوولیته اجنډا پر وړاندې شا ته نه‌شم او د هغه ګډوډي او دروغ به افشا کوم».

هغه همداراز ویلي: «کالیفورنیا به خپل خلک خوندي وساتي». شنونکي وایي، د ټرمپ له لوري د کډوالۍ د پروسو درول، په ځانګړي ډول د هغو افغانانو لپاره جدي اندېښنې زېږولې چې د امریکا له پوځ، سفارت او لوېدیځو بنسټونو سره یې کار کړی و او اوس د امنیتي ګواښونو له امله دغه هېواد ته د تګ په تمه دي.

د راپورونو له مخې، د امریکا زرګونه افغان همکاران دا مهال په افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو کې بند پاتې دي؛ خو د کډوالۍ بهیر د ځنډ او محدودیتونو له امله یې راتلونکی لاهم ناروښانه دی.

شان وانډيور چې د افغانانو د اېستلو او مېشتېدو په برخه کې فعاله ونډه لري، تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې د کډوالۍ پر پروسو سیاسي بندیزونه د زرګونه بې‌ګناه خلکو ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

ډېر لیدل شوي

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي
۱

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي

۲

د فرانسې د بشري حقونو بنسټونو د افغانانو د ایستلو لپاره له طالبانو سره تعامل وغانده

۳

د پاکستان او افغانستان د لارو تړل کېدو یو کال؛ سوداګري او کاروبارونه اغېزمن شوي

۴

څېړونکي: افغانستان کې روان سیاسي کړکېچ سیمه کې د امریکا ستراتېژیکو پلانونو ته لوی خنډ دی

۵

د کنډي ادعا: له افغانستان څخه د بهرنیانو تر وتلو وروسته پاتې وسلې د ترهګرو لاسونو ته ورغلي